32

غلام محی الدین افغان

د پښتو ادب لنډ تاريخ

دی اصلاً د کندهار و، خو تر (۱۳۰۰ هـ ق) کال دمخه هند ته فرار سوی و او خپل تحصيلات يې هلته تکمیل کړي وه، په اردو، پنجابي او انګرېزي هم پوهېدی. کله چي د (۱۳۳۰هـ ق) په حدودو کي کابل ته راغی دلته د دارالمعلمين مشر او په يوه ډله کي شامل و چي نوم يې (اخوان افغان) و.

 ده په کابل کي ډېر ځلمي په نوي فکر او د افغانستان د آزادۍ له پاره وروزل او يو له هغو خلکو څخه و، چي په کابل کي يې د پښتو د روزلو

تحريك چلاوه غلام محی الدین په (۱۳۳۹ هـ ق) وفات سوى دئ، چي د ده ملګرو يوه پښتو شناخته د ده پر مزار درولې ده، قبر يې په شهدای

صالحين کي دئ او دا لومړۍ پښتو شناخته ده، چي د مړي پر سر باندي لیکل سوېده. 

غلام محی الدین افغان د وطن د آزادۍ په تحريك كي لويه برخه لرله. د ده پښتو اشعار انتقادي او اصلاحي خواوي لري، د وطن د ميني جذبات پکښې ښکاره دي، په (۱۳۳۲ هـ ق) کال ده يو شعر ویلی دئ چي د آزادۍ او مليت خصوصي جذبه لري. دى له هندوستانه چي د انګرېزانو تر اسارت لاندي و خپل وطن ته راستون سو، دلته که څه هم خارجي استقلال موجود نه و، مګر د افغانستان خلکو د وطن داخلي چاري په خپل اختيار کي لرلې، ده دغه حال غنیمت وباله او شکریې پر کاوه. مګر د افغانستان د کامل استقلال له پاره يې هم د دې ځاى له نورو منورو خلکو سره یو ځای کوښښ شروع کړ او د خپلي سعي نتیجه یې هم د افغانستان د استقلال په اخستلو کي ولیدله، او له دنيا څخه ولاړی، په دې یوه غزله کي دغه حال داسي بيانوي:

شکر شکر باغ مو خپل باغبان مو خپل دئ 

ګل مو خپل بهار مو خپل بوستان مو خپل دئ

 سروه خپله بلبل خپل چمن مو خپل دئ 

لاله خپل ارغوان خپل دامان مو خپل دئ

 نشه خپله خمار خپل پیاله مو خپله

بزم خپل ساقي مو خپل دوران مو خپل دئ 

کلی خپل بازار مو خپل وطن مو خپل دئ 

ځمکه خپله رود مو خپل دهقان مو خپل دئ 

شاه مو خپل ګدا مو خپل قاضي مو خپل دئ

سپاه خپل رعیت خپل دېوان مو خپل دئ 

غل مو خپل قاتل مو خپل مقتول مو خپل دئ 

عسکر خپل مفتي مو خپل زندان مو خپل دئ

 شکر شکر بېګانه په ميان کي نسته

مدیر خپل اخبار مو خپل دوران مو خپل دئ

عجب عصر دئ افغانه نظر وکړه 

ژبه خپله قلم خپل بیان مو خپل دئ


"سراج الاخبار، څلورم کال دریمه ګڼه"