ویدی جغرافیائی معلومات
ویدی سرودونه سره د دې چه د مذهبی منظومو مجموعه ده د جغرافيې له مخې هم گټور معلومات ورځنی اخستلی شو. هغو آریائیانوچه په ویدی زمانه کښی د هندوکش په دواړو خواؤ کښی اوسېدل د خپلو عنعناتو روزنتون او د ژوندانه صحنه ښه پیژندله آریائیانو چه د مذهب او معتقداتو له مخې ئی د طبیعت له مظاهرو سره ډېر تماس درلود، د استوگنی ځای، د غرونو د عمومی خط د سندونو د جریان، د مهاجرت د لویو لارو، او درو، د سندونو د بادونو لگېدلو خوا، د غرونو د خود رویو گیاگانو او گلانو او د هغو غرونو چه د سوما گیاه او واښه پکښی شنه کېدل او د داسی نورو شیانو په پېژندلو کښی لوی لاس درلود. هغه معلومات چه د جغرافیې په باره کښی د سرودونو له متن څخه حاصلیږی ډیر مهم او گټور دی. ځکه چه آریائیان پخپله خاوره کښی کله په بلهيکا کښی او کله د کوبها (د کابل سیند) او گوماتی (د گومل سیند) او د کرومو (د کرمې سیند ) په غاړه کښی او کله ئی د آریانا د لوړو غرونو په لمنو کښی مجسم ښکاره کوی، او واضح لېدل کېږی چه د آریانا صاف او شین آسمان او جگو غرونواو مستو سيندونو اومستعدې ځمکی د آریا د مادی او معنوی شخصیت او خويونو او د اخلاقو په تشکیل کښی څومره لاس او دخل درلود په دې خبره کښی هيڅ شک نشته چه د پخوانیو سرودونو په ورکېدو سره چه د سرودونو په بحث کښی مو د (مجهولو سرودونو) په عنوان هغه یاد کړل د هندوکش شمالی برخی د هغه د جنوبی برخو په نسبت لږی ذکر شوی دی، او ویدی معلوم سرودونه د جغرافيې له مخې د ټولو ځايونه زیات سندهو (سند) او د هغه غربی او شرقی معاونان (مرستیال) ښه پېژنی مگر دغه مسئله زیاتره د تيت ؤ پرکو سرودونو په ټولولو او د هغو په طبقه بندیو پوری اړه لری او هر کله چه د هغو د ټولولو او جزوو او کتابو تدوينولو په وخت کښی زیاتره هغه سرودونه اخستل شوی دی چه د (کاپیسا) او پنجاب په منځ ویل شوى دى، طبعاً جغرافیائی معلومات هم د دې منطقې په باب کښی ډېر دی لکه چه که چېرې له دغه ټاکلی چوکاټ څخه ووځو نو وینو چه (گنگا) مثلا په ټولو سرودونو کښی له يو ځل نه زیات ندی راغلی نو له دې کبله ویلای شو چه سرودونه، همدغه سرودونه چه په لاس کښی دی او ټولو ئی د وید څلور کتابونه جوړ کړی دی، او ډېره پخوانۍ برخه ئی د(ریگ وید) سرودونه دی شرقی او جنوبی آریانا چه له (کاپیسا) نه تر اوو سیندونو (هفت دریا) پوری ده، دیره ښه پېژنی او سره له دې چه پخوانی سرودونه له منځه تللی دی او زیاتره د نوو سرودونو په استناد خبرې کوو بیا هم د سراسواتی (اغنداب) حوزه د هندوکش په جنوب غربی برخه کښی او (بلهيکا) (بلخ) د هغه په شمال کښی یاد شوی دی او جرمنی (هلبرانت) او هندی مدقق (شاندراداس) په دغو نقاطو کښی ویدی جغرافیائی قلمرو شامل بولی او په دغه لاندی ځای کښی د خپل مملکت مربوط ځایونه يو يو مطالعه کوو.
باید دا وویل شی چه ویدی جغرافیائی معلومات زیاتره په سیندونو پوری اړه لری او علت ئی هم ښکاره دی چه د سیندونو سمسوری حوزی زیاتره آریائیان ځنډولی او متوقف کړی دی او د دوی د قربانۍ مراسم عموماً د سیندونو په غاړو کښی اجرا کېدل له دې کبله د سيندونو نومونه زیاتره د هغوی په زړونو او خاطرو کښی پاتی وو او زیاتره سرودونه د هغو په تعريف او توصیف کښی ویل شوی او وقف شوی دی.
د کوبها سيند (کابل سیند): «کوبها» چه یونانیانو به (کوفن) باله د کابل سيند نه عبارت دی چه د خپلو ټولو مرستيالو (معاونانو) سره د اټک په برخه د اندوس د سيند سره گډیږی.
د (کوبها دره) او د (کوبها) سیند د ريشیيانو یا د ویدى عصر د آریائی شعراوو په نزد ډېر مشهور او معروف وو، او هر کله چه له ډېرو پخوانيو زمانو څخه تر نن ورځی پوری د افغانستان او هند ترمنځ ډېره طبیعی لاره شمېرله کیږی آریائیان وروسته تردې چه له باختر نه وخوځېدل او هندوکش له درو نه راښکته شول یو څه موده د (کوبها) په سمسوره او آباده حوزه کښی اوسېدل او د پنجاب او آریانا د شرق خواته د مهاجرت په وخت کی زیاتره د همدغه سیند په اوږدو کښی ښکته پورته کېدل. د کوبها سيند د (سيندونو په سرود کښی) چه د (سندهو) د لوی سیند په ستاینه او توصیف کښی ویل شوی دی د سرودونو په پنځم او لسم جز کښی ذکر شوی دی او په دغه ځای د مثال په ډول د يو دوو ټوټو (پارچو) ترجمه کوو:
(..... ای سندهو! ته لومړی خپلې څپه وهونکى او مستی اوبه د تريشتاما Trichtama، راسا Rasa، سوتی Cuti،او د کوبها Koubha د سيندونو سره گډوې او بیا پخپله هماغه عراده گوماتی او کرومو را کاږې ......) په دغه ټوټه او پارچه کښی سربېره د کوبها (کابل) پرسیند د گوماتی (گومل) او د کرومو (کرمې) سیندونه او د سند ځینی نور معاونین یاد شوی دی، او هغه به جلا بیان کړو.
د ریگ وید د سرود د لومړی جلد ۵٢٢ مخ د پنځم کتاب د ۵٣ سرود څخه يوه ټوټه او پارچه د (ماروت) د باد رب النوع په عنوان. (..... ای ماروته له آسمان. يا د هوا له منځ يا له نزدې ځايو څخه راوالوزه او راشه. او له مونږ څخه ډېر زر مه ځه. راسا، کرومو، انی تابها، کوبها مه پریږده چه تا معطل کړی، او (سندهو) هم مه پریږده چه تا وځنډوی یا د (سارایو) مست سیند ستا لاره بنده کړی. زمونږ خواته راشه او خپل فیوضات دې په مونږ پیرزو کړه .....) په دې ټوټه کښی د کوبها (کابل) او د کرومو(کرمې) سیندونه او د سند د سیند ځینی غربی معاونان (چرې - يا بېلې) یاد شوی دی.
کرومو Kroumou د(کرمې سیند) دغه سیند د (سيندونو په سرود) کښی د (کرومو) په نامه او په یو بل سرود کښی په لږ تغیر سره د (کرامو Kraumoq) په ډول یاد شوی او د کرمې د سیند نه عبارت ده. د کرمې دره د کابل د درې په شان له هغو طبیعی لارو څخه یوه لاره ده چه د جنوبی آریانا د لوړو اوجگو ځايو څخه د اندوس د جلگی خواته تللی ده. دغه دره د ټل او سپین غر ترمنځ پرته ده.
کرمه دوه برخې ده، یوه برخه ئی غربۍ (د درې برنۍ برخه) ده او بله برخه ئی هغه پراخه جلگه ده چه د سیند او سپین غر ترمنځ غورېدلې ده. سپین غر په دره او جلگه باندی د یو جگ دیوال په شان ولاردى، او د کرمې په برخو کښی (۱۶ زره) فټه لوروالی لری. او د جلگی ځمکه د بحر له سطحې څخه پنځه زره فټه جگه ده. د کرمی دره ډېره ښکولی او خائسته ده او خاوره ئی ډېره حاصلناکه ده. او په زیاته اندازه ډول ډول خوندورې میوې پکښی موجودی دی. د کرمې د دری اوسنې اوسېدونکی توری، وزیری، مسعود او درویش خیل دی. او پخپل منځ بیا د احمدزيو او اتمان زيو دوه ښاخونه لری. د (کرومو) سيند په هغو دوو ټوټو سرودونو کښی یاد شوی دی چه د کابل د سیند په بحث کښی مو د هغو ترجمه وکړه. د پکتیانو د قوی او لوئی قبیلی یوه څانگه په ویدی زمانه کښی په دغی ښکولی دره کښی اوسېدله، او تر اوسه پوری په دغه ځای د هغې او لاده او نبيره ژوندون کوی.
گوماتی Gomate (د گومل سیند): (گوماتی) سیند چه د گومل سیند ته ویل کیږی د ریگ وید په سرود کښی تل د (کرومو) د سيند د سيند سره څنگ په څنگ یاد شوی دی او یو د بله سره نژدې هم دی او د (سندهو) ډېر جنوبی مرستیال (معاون) شمېرل کیږی. (وی وین دوس مارتن) وائی چه ویدی قبیلې ډېره موده د سند او (ويتاستا) ترمنځ علاقه کښی اوسېدلې او مقابل سواحل د سلیمان تر غرونو پوری د هغوی مد نظر واقع شوی وو، نو له دې کبله ئی هغه علاقه ډېره ښه پېژندله چه (گومل) ورته اوبه ورکوی. سربیره په دې (گوماتی) نوم د وروسته زمانو د سانسکریت په نومونو کښی ډ ېر راوړل شوی او استعمال شوی دی . دغه حاصلناکه او سمسوره دره د غواوو (ماده گاو) د گورمونو او پادو (گله ها) د روزنې او ساتنې د پاره ډېره وړ اومساعده وه.
سوتی Cveti (د سوات سیند): د (سيندونو) له سرود څخه مو د هغی برخې ترجمه د مخه و کړه چه د کابل د سیند او د هغه د مرستونکو سره ئی ارتباط درلود. په هغه ځای کښی یو سیند د (سوتی) په نامه هم یاد شوی دی، دغه سیند د (سوات) سیند دی چه د لمر خاته هندوکش د جنوبی لمنو څخه راوځی او د کابل په سیند ورگډېږی. «مگاستنس» د مسیح له زمانی نه درې پیړۍ پخوا دغه سیند د (سواستس) په نامه یاد کړی دی، او (بطلیموس) د (سواستوس) په نامه باله. بایده دی دا هم وویل شی چه د ریگ وید د شپږم جز له سرودونو څخه په یو سرود کښی یو سیند د (سواستو (Souvastou) په نامه هم راغلی دی په (مهاباراته) کښی د هند د شمال غرب د علاقو د نومونو په فهرست کښی دغه نوم هم شته. موسیو (لسن) دغه سیند له (سو - پو - فا - سو - تو Sou-po-fa SoTou) نه عبارت بولی چه هیوان تسنګ د چین سیاح او زائر پخپلو یادداشتونو کښی یاد کړی دی. دغه سیند هم له سوات نه عبارت دی مگر په پاسنۍ برخه باندی ئی اطلاق کېده او شمالی گندهارا ته ئی اوبه ورکولی. په سرودو او مهاباراته کښی د دغه سیند یادیدل ښکاره کوی چه آریائیان ډیره موده د دغه سیند په غاړو کښی اوسېدل سوات یوه سمسوره او آباده علاقه ده او آریائی خاطرې د دغه مست سیند په غاړو کښی ډېرې قربانۍ یادوي.
(راسا Rasa د کنړ سیند): دغه سیند څو ځله د ریگ وید په سرودو کښی یاد شوی دی د (سیندونو) په سرود کښی د کابل د سیند د مرستونکو (معاونانو) په ډله هم راغلی دی. لکه چه د دی ټوټی ترجمه د مخه وويل شوه. دغه کلمه د لغت په لحاظ (اوبه) یا (سیند) ترجمه شوې ده. (وی وین دو سن مارتن) ویلی دی چه: د دغه سیند موقعیت باید د سوتی (سوات) د سیند او د کوبها (کابل) د سيند ترمنځ و پلټل شی او ویل کېدای شی چه (راسا) د کابل ډېر مهم او ډېر شمالی مرستیال (معاون) دی، او د چترال سیند د دغو صفتونو سره موافقت کوی. د چترال سیند زمونږ په عرف کښی زیاتره د (کنړ) په نامه مشهور دی. او دغه هماغه سیند دی چه په کلاسیکی منابعو د (خواسپس Khoaspes ) په نامه یاد شوی دی. د کنړ سیند د اوبو د اندازی په لحاظ د کابل د سیند ډېر لوی مرستیال دی چه د هندوکش د لوړو او جگو لمنو څخه راوځی. برئی برخه ئی د چترال او کاشغر په نامه هم مشهوره ده او د نورستان څخه ځینی نور خوړونه او سیلابی سیندونه ورسره گډیږی لکه (لنډی سین) چه په بریکوټ کښی ورسره یوځای کیږی، او د (پیچ) سیند چه له (درې نور) څخه تېریږی او په چغه سرای کښی ور سره یو ځای کېږی د دغه سیند په شاؤخوا کښی یعنی په نورستان کښی د آریائی مشهوره قبیله (الینايان) اوسېدله او تر نن ورځی پوری ئی خپل عرقی او نژادی ممیزات په ډېر ښه شان سره ساتلی دی.
تریشتاما Trichtama يا انى تابها:Anitabha د (تریشتاما) سیند د ریگ وید په سرودونو کښی يو ځل یاد شوی دی هغه هم د کوبها (کابل) د سیند په مربوطه ټوټه کښی چه د سيندونو د سرود په باب کښی ده او ترجمه ئی پخوا تېره شوه او د (راسا) د سیند نه وروسته د کابل د سیند د مرستونکو په ډله کښی د ټولو نه لومړی یاد شوی دی د ریگ وید د څلورم جز په یو بل سرود کښی په یوه داسې جمله کښی چه بیخی د موضوع په لحاظ د مخکښی ذکر شوې او ټوټی سره شباهت لری دغه سیند د (انی تابها) په نامه یاد شوی دی. ځینی مدققین دا نظریه لری چه دغه دره جلا جلا اسمونه د یو سیند نومونه دی. ځينی خلک (انی تابها) (انی تیابها - Anityabha) یعنی (موقتی سیند) بولی، په هر حال دواړه ئی یو سیند وی او که د کابل د سیند دوه مرستونکی شمېرل کېدل:
سپته سندهو (اوه سیندونه) د ریگ وید په سرودونو کښی یوه علاقه د (سپته سندهو) په نامه ياده شوې ده چه اوستا هغه د (هپته هندو) په نامه بولی، او د دغی علاقی تحت الفظی معنی (اوه اوبه) یا (اوه سیندونه) کېږی، ځینی کسان وائی چه له دغو سيندونو څخه دوه سیندونه وچ شوی دی، او پنځه نور ئی د اوسنی پنجاب علاقه تشکیلوی. ځینی نور کسان په دغه حساب کښی د سوات او کابل سیندونه هم علاوه کوی چه د پنجاب د پنځو سیندو نوسره د ویدی عصر(اوه سیندونه) پوره شی. د پنجاب پنځه سیدونه چه په سرودونو کښی یاد شوی دی په دغه ډول دی:
(۱) ويتاستا vitasta (هيد اسپ) و يات يا جيلم (۲) اسیکنې AsiKni (چاندراتاگا) یا (چناب) (۳) پاروشنی Pardshniیا ایراواتی، (نننی راوی) (۴) و يپاس - Vipas «به آس» (۵) ستردې Cuinrui «ستلج».
د ریگ وید سرود د گنگا حوزه ښه نه پیژنی او پخپله د گنگ سیند د يوځل نه زیات یاد شوی نه دی.
گندهارا: په د مخنيو پانو او مخونو کښی مو ولېدل چه د (ریگ وید سرود) په کوم تفصيل د کابل سيند او د هغه مرستونکی پيژندل. گندهارا چه د کابل دره ده او د اوسنی پېښور شاؤخوا ځايونه پکښی شامل دی، او د کابل سیند او مرستونکی ئی ورځنی تیریږی، بیله شک او شبهې نه د ريشييانو په نزد معلومه وه او د دغه مملکت د خواصو په جزئیاتو باندی پوه وو. گندهارا له دې کبله چه سمسورې او د وښو ډکی ناوی او ځنگلی لمنې لرى د څاریو د روزنی او ساتنې د پاره ډېره مساعده ده او د دې منطقی وزې په سرودونو کښی ډېری ستائل شوی او تعریف ئی شوی دی. (شاندراداس) د کلکتی په کالج کښی د پخوانی هند د تاريخ معلم وائی چه: گندهارا د ریگ وید د سرود له مخې يوه داسې منطقه ده چه د پسونو او وزو د رمو له حيثه ډېره غنی ده په هر حال د دغه ځای څاروی او حیوانات د اسکندر د حملې له زمانی څخه تر نن ورځی پوری شهرت لرې مگر په دغه ځای کی مقصد دادی چه د گندهارا نوم له ویدی نومونو. څخه دی، او د هغی دوری آریائی شعراوو دغه ښکولی خطه ډېره ښه پېژندله.
د ارغنداب حوزه: لکه چه د مخه وویل شول په دی مسئله کښی شک او شبه نشته چه د ریگ وید سرودونو او د ویدی زمانی شاعرانو شرقی او جنوبی آریانا ښه پیژندله. ځینی کسان دغه عقیده لری چه د ارغنداب او اراکوزی حوزه هم د جغرافیې په لحاظ د ریگ وید په سرودونو کښی ياده شوې ده د دې نظریې لوی طرفدار (هلبرانت) دی، آیا هغه کسان چه د دې نظریې طرفدار دی څه دلیل لری او هغه کسان چه ندی کوم دلیل وړاندی کوی. دغه دی د دې موضوع په شاؤخوا کښی وروسته تردې څېړنه کوو:
د ریگ وید په سرودونو کښی یو سیند څو ځله د سراسواتی Sarasvati په نامه یاد شویدی. ځینی کسان لکه (مکس مولر) او (کیت Keith) دغه سیند د (سروستی Sarusti) سیند بولی چه د برهمنی د زمانې د (سراسواتی) نه عبارت دی او یو کوچنی سیند دی چه د (امبالی Ambali) له جنوب څخه تیریږی او د سندهو سيند ته د رسېدلو نه پخوا په لاره کښی په شگو کښی جذ بیږی. حال دا چه په ریگ وید کښی یاد شوی (سراسواتی) هغه لوی سیند دی چه د ډېرو لويو سيندونو په صفت یاد شوی دی، او برهمنی (سراسواتی) چه حوزه ئی تنگه ده او په سر چینه کښی واوره نه لری. او په لاره کښی و چیږی. بیخی په لویو سیندونو کښی نه شمېرل کیږی.
يوه ډله مدققین چه «روت Roth»او «زيمر Zimmer» او «برت Barth» په دغه ډله کښی دی دغه فکر لری چه د ریگ وید «سراسواتی» د اندوس «سند» سیند دی. ځکه چه معنی ئی «له اوبو ډک سيند دی». هر کله چه پخپله د اندوس سیند زیاتره د «سندهو» په نامه یاد شوی دی نو ویلی شو چه د ریگ وید «سراسواتی» به د هغه نه يو بل سیندوی له دې کبله ځینی مدققین په تېره بیا «هلبرانت» دغه عقیده لری چه د ریگ وید له «سراسواتی» نه مقصد د اراکوزی «ارغنداب» سیند دی چه په اوستا کښی د زند د صوتی قانون له مخی «س» ئى يه (هـ) بدل شوی او (هراویتى) ويل کيږى.
د هلبرانت نظریه د ځينو علماوو او پوهانو تر توجه لاندی راغلی او د دقت وړ گرځېدلی ده او یوه معقوله نظریه ده. ځکه چه د پنجاب (سروستی) یو کوچنی سیند دی او لږی اوبه لری چه د اندوس سیند نه هم رسیدلی نه شی نو په دی ډول به څرنگه یو لوی سیند یا د ریگوید ذکر شوی ډېر لوی سیند و بلل شی. هر کله چه (سندهو) ځانته نوم لری او تل په دغه نوم سره یاد شوی دی نو څرنگه هغه (سراسواتى) وبولو؟ هغه بل په زړه پوری شی چه په دې ځای کښی باید وویل شی او ذکر کول ئی هم زمونږ د مقصد تائید کوی دا دی چه د (سراسواتی) سیند لکه چه وموویل په ويدى ادبياتو کښى د ډک سیند او ډېرې اوبه لرونکی سیند په معنی راغلی دی. په دی معنی کښی (هراویتی) د دغه سیند اوستائی نوم هم پټ پروت او مضمر دی، او (ارغنداب) بیخی همدغه معنی ورکوی ځکه چه همدغه اوسنی نوم له دغو دوو کلمو (آب) او (ارغند) نه جوړ شوی دی چه د (قهرجن- قهرناک او تيز) په معنی دی او په اصطلاحی ډول هغه ته مست او ډک سيند ويل کېدى شې. باید دا هم وویل شې چه «هلبرانت» یواځى له «سراسواتی» نه په [هراويتی] او ارغنداب سره تعبیر ندی کړی بلکه د دغه لوی سیند په حوزه کښی ئی ځینی قبیلی او د هغوی جنگونه هم ښودلی دی.
د موضوع تفصيل دې د ځينو قبيلو د يادولو په بحث کښی وکتل شی. نو دغه شیان هر يو پخپل ځای څرگندوی چه د ویدی زمانی د آریائیانو او د هغو خلکو په نزد چه ویدی سرودونه د هغوی د ژوندانه یادگار دی د ارغنداب سمسوره او مستعده حوزه مجهوله او نامعلومه نه وه. هغه بل شی چه دغه نظریه ډېره قوی کوی د چمن لاره او د بولان لاره ده چه د سند د حوزې د ډېرو اسانو لارو څخه شمېرل کېږی. په هغه صورت کښی چه مهاجرو آريائيانو د کابل، سوات، گومل او د کرمې د درې لاره تعقیب کړی وي طبعاً بايد د بولان د درې د لارې هم د سند حوزې ته ښکته شوی وی، بیله دې چه مدققین د [بهالانا] قبیله چه د [لسوملکو - ده مالک] په جنگ کښی شامله وه د بولان درې ته منسوبوی.
بلهيکا - بلخ: په دې خبره کښی، هيڅ شک نشته چه د بلخ بخدی د ټولو پخوانیو منابعو په شهادت او د ټولو نوو مدققينو په تعبیر د هندو اروپائی د هغی څانگی د استوگنی او مدنیت کانون ؤ چه په آریانا او هندو فارس کښې خپره شوه، او د آریا نوم هم فقط په هغه وخت کښی منځ ته راغی چه دغه څانگه په باختر کښی پرېوتله او اوسېدله، یعنی د بلې اصطلاح په ژبه آریا په (باختری کتلی) پورې منحصره ده چه د هغی نه (آریانا) یعنی د آریائیانو د استوگنی ځای هم جوړ شوی دی او ویدی او اوستائی مدنیتو ورځنی د آریا او ایریا شکلونه میدان ته را وايستل، او د مهاجرينو سره دغه دوه نومونه هند او فارس ته هم خپاره شول. سره له دې د (بلخ او باختر) په باره کښی د ریگوید په سرودونو کښی څه اثر او ذکر نشته.
د دې مسئلې علت ښکاره دی چه په باختر کښی د آریائیانو غونډیدل او ټولېدل په یوې زمانې پورې اړه لرې، او د ریگ وید سرودونه په بلی زمانی پوری مربوط دی چه ډېره نوې ده، سربېره په دی د سرودونو په برخه کښی بیان شول چه پخپله د ریگ وید د سرودونو په شهادت د سرودونو يوه ډېره زیانه او پخوانۍ برخه چه زیاتره ئی د هندوکش په شمال کښی ویل شوې وه بیخی له منځه تللې او نن ورځ د مجهولاتو جز ده په دغه ترتيب د دې خبرې علت څرگندېږی چه ولی د ریگ وید په سرودونو کښی د بلخ او باختر نوم یاد شوی ندی چه د زمانې په لحاظ د مهاجرت عصر ته او د ځای په لحاظ د هندوکش جنوب او پنجاب ته ئی نسبت کیږی. لکه چه غربی او هندی مدققینو همدغه جهتونه په نظر کی نیولی دی. (هلبرانت) (برون هو فر) او (شاندراداس) وائی چه د (ودا) لومړې مبدأ مخصوصاً هند او پنجاب نه دی بلکه د هغه جغرافیائی څنډې د کابل پرځمکو شاملی دی او تر اراکوزی او بکتریان پوری هم پراختیا لری باید دا خبره هم وویلی شی چه که څه هم «ریگ وید» د بلخ او باختر قوم ندی یاد کړي مگر «اترویدAtharvaveda » چه د ویدی سرود له څلورو کتابو څخه يو بل کتاب دی دغه ځای د «بلهیکا Balhika» په نامه یاد کړی دی او دغه نوم په «مهاباراته» او د کلاسيک د سانسکريت په ادبیاتو کښی یاد شوی دی، او هغو ډېرو او مشهورو آریائی قبیلو چه له باختر نه د (سندهو) هغی خوا او پنجاب ته ئی مهاجرت کړی دی د ( بهلیکه Bahlika) په نامه ډېر شهرت درلود لکه چه جزئیات په تفصیل سره د قبائلو په بحث کښی بیان شوی دی.
د دغی کلمی اصلی ریښه (بهلی) یا (باهلی Bahli) ده چه که چېری (ح) ئى په (خ) او (ل) ئی په (د) بدل شی نو (بخدی) یا (باخدی) ورځنی جوریږی. او دغه هغه نوم دی چه اوستا د (بلخ) په زوړ او ښکولی ښار باندی ایښی دی. په دغه ترتیب سره وینو چه (اتروید) او (مهاباراته) او د سا نسکريت نورو مأخذونو د آریائی کتلی پخوانۍ څانگو او اصلی باستانی کور هېر کړی ندی، او ریشییانو که چېرې د خپل آریائی مرکز څخه د مهاجرت له کبله لیری شوی هم دی بیا هم له غرونو او مستو او لويو سيندونو له هغې خوا څخه تل دغه خپله اساسی نقطه او د روزنی، تربیې، ثقافت او د اجتماعی او شاهی نظام څانگو د محبت او احترام په سترگه کتلی او اعتراف ئی کړی دی چه آریائی قبیلو لویې وې او که وړې له هغه ځای نه حرکت کړی او تللی دی.
د منجوان غر او د موجاوات قبیله: د سوما په بحث کښی به د (اتروید) په اسنادو وویل شی چه هغه گیاه چه دغه مشروب ورځنی جوړیږی. د(منجوان) په غره شنه کېدله. دغه غر چېرته ؤ؟ د هغو اشاراتو له مخی چه وروستنی سرودونه یعنی د (اتروید) متن ئی کوی دغه غر د کابل د درې د لمر پریواته خوا په نزدې شاؤ خوا کښی ؤ. په (اتروید) کښی د (گنداریس) یعنی د گندهارا د اوسېدونکو سره یو ځای او متصل يو قوم هم یاد شوی دی چه «موجاوات» نومېده اوبيله شک او شبهى نه د هغه د استوگنی ځای د منجوان د غره تر څنگ ؤ. هر کله چه گنداریسیان د کابل د درې د شرقی برخې اوسېدونکی دی او د موجاوات قبیلې د هغوی په خوا کښی ژوندون کاوه نو ویلی شو چه د (منجوان) غرهم د گندهارا (د کا بل د درې شرقی برخو) سره نښتی او متصل ؤ، او په دې ډول برابر هغه ځای ته رسېږو چه د (منجان) غر پکښی دی، دغه غر د نورستان او بدخشان ترمنځ واقع دی، او یو مشهور غاښی هم تر نن ورځی پوری په همدې نامه شهرت لری.