32

د يفریموف یاد داشتونه په روسي ژبه

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

ف. س. يفريموف يو روسي درباري مشاور د خپل سفر یاد داشتونه په ۱۷۸۴ - ۱۷۹۶ - ۱۸۱۱ م کلو کي خپاره کړل دې درباري مشاور د بخارا او خيوا له لاري فارس او هند ته سفرونه وکړه چي له دې ځايه بيا انگلستان او خپل وطن ته ولاړ. د ف. يفريموف نه کلن سفر په نامه یو کتاب چي دغه سیمه د احمد شاهي امپراتورۍ يوه وړوکې برخه وه نو د يفريموف معلومات د دغي دورې د سیاسي او اقتصادي اوضاعو د روښانولو لپاره گټه ور دي.