32

ابدالیان (۴۴۰ - ۱۱۴۴هـ )

د افغانستان لنډ تاریخ شپږمه برخه

د افغانستان او هند په تاريخ کښې ابداليان نامتو تبر دی چې د نامه ریښه یې د (۴۰۰م) شاوخواسپین پوستې آريايي قبيلې ته چې اپتل (Aptal) یا هپتالي نومېده رسېږي دغې قبيلې په باختر او تخارستان کښې يو غښتلی دولت جوړ کړ، د بريتانيكا دايرة المعارف په وينا مورخانو يې نوم "ابدلوی" هم راوړی دی چې په تاریخونو کښې يې مختلف شکلونه هپتل (اودل) - ابدل، هيطل - يفتل ليكل شوى دى. ده اروپایان دا ارایايي هپتاليان سپین هونان (White Huns) بولي. د هون - هان) د کلمې ريښه په پښتنو کښې تر اوسه د "خان" په شکل پاتې ځکه چې د فيلالوژۍ له مخې پر "خ" د "ه" اوښتل روا وو لکه د "هوارزم اوښتل پر خوارزم او د "هو اوښتل په "خه" (خوب). دغو خلکو تر اسلام دمخه د اسيا په زړه کښې حکومت کاوه، او د ايران د ساسانيانو له شهنشاهی سره وجنګېدل چي د عربو مورخان دوي د "هياطله" په نامه ليکي. د ددوی پایڅوړ په زابلستان کښې د عربو د راوتو او د اسلام د خپرېدو تر وخته و، چې ډبرلیکونه يې تر اوسه د کندهار شمال خوا ته په روزګان کښې شته د ځينو پاچهانو نومونه يې هم پښتو دي لکه ميركولا(مير لمر) او (كولا - کهول) سربېره پردې د دوی بڼې اندامونه او جګې پوزې چې د دوی پر سکو کښل شوي هم پښتنو ته ورته دي، داسې څرګندېږي چې دا سپين نژادي ارايي قبايل وروسته تر هغه چې افغانستان ته راغلي د پکهت (پښتون) له پخواني عنصر سره يو ځای شوي او د دغه هېواد له پخوانیو کورنيو عناصرو سره ګډ شوي دي. د اسلامي دورې په تاريخ کښې لومړی نامتو سړی چې د ابدال - او دل" په نامه یاد شوی د پښتني قبيلو مشهور نیکه دی چې له خپل نامتو کهاله سره په سلیمان غره کښې اوسېد، دی د ترین زوی، د ښرخبون لمسی او د سړه بن کړوسی و دده نوم په پښتو ادبياتو او پخوانيو نسخو کښې اودل - او د جمع منسوب په ډول اودالی ابدال راغلی دی چې د (۴۴۰ هـ ۱۰۴۸ م) په شاوخوا کښې يې پښتانه قبایل پر ځان راټول کړي وو، د ده له توكمه نژاده ) ملك سليمان د عیسی زوی چې په زيرك مشهور و، پښتني قبيلې له سليمان غره څخه د کندهار سيمې ته بوتلې او هلته یې میشتې کړې د خپل ژوندانه په پای کښې يې خپل زوى ملك بارك په يوه لويه جرګه کښې پر خپل ځای کښېناوه، تر بارك وروسته د زيرك بل زوى ملك پوپل خپل نفوذ د اوسني بلوچستان تر شال او روبه ورساوه او تر پېنځه شپېته کلن مشرتابه وروسته د ۸۹ کالو پر عمر مړ شو. تر هغه وروسته يې زوى ملك حبيب او بيا د ملك حبيب زوى ملك بامی د کندهار د قبايلو ولسوالان وو له سلطان سکندر لودي سره يې (۸۵۵ - ۹۰۰ هـ) د ملګرتيا اړيکي لرل نوموړي سلطان د ملك حبيب مشرتوب رسماً پیژندلی و. تر هغه وروسته بهلول د کانی زوی او د بامي لمسي او ملك صالح د معروف زوی او د بهلول لمسی تكره ولسوالان وو، صالح د شير شاه سوري (۹۴۷ - ۹۶۰ هـ ) له دربار سره ښه اړیکي درلودل او خپل نماینده ګان يېترهند ته ولیږل تره ده وروسته ملک سدو د صالح ورو چې د سدوزيو لومړی نیکه دی په یوه لویه قومي جرګه کښې د کندهار د ولسوالۍ او مشرتابه پر مسند کښېناست (د) ۹۶۵ هـ - ۱۵۵۷ م کال د ذيحجې پر ۱۷ زیږیدلی) او د کندهار ارغسان يې خپل مرکز و ټاکه خپل دښمن حاجي زله خان يې له منځه یووړ. محمد د بارکزیو مشر د محمد زیو لومړی پلار) د سد و هممهالی و، د سید جماالدین افغان او نورو مورخانو په وینا د صفوی شاه عباس دربار هم په رسمیت پېژندلی و د ۱۰۱۰ هـ - ١٦۲۱ م شاوخوا هغه مهال چې سد و د خپل وخت پیاوړی سیمه ییز حکمران (۷۵) کلنی ته ورسېد ، نو په يوه لويه قومي جرګه کښې يې له خپلو پېنځو زامنو (خواجه خضرخان، مودود (مغدود ،خان زعفران خان کامران خان او بهادرخان څخه خواجه خضرخان پر خپل ځای ولسوال او قومي مشر وټاکه څلور نوميالي وروڼه يې د شاهجهان هممهالي وو چې پر (۱۰۴۷ هـ - ١٦٣٧م) کال د شاهجهان لښکر و، د دوی په مرسته کندهار ونيو او د هغه له خوا د کندهار ولسوالان و پېژندل شول، دوی له ډهلي دربار سره ښه اړيکي نه لرل پر (۱۰۵۰ هـ - ١٦٤٠م) كال ملك مغدود خان او كامران خان ډهلي ته ولاړل او شاهجهان يې په درناوي هر كلى وكړ. ملك مغدود پر (۱۰۵۳هـ -۱۶۴۳م) کال له کابل حکمران امیر یحیی سره جګړه وکړه او ووژل شو، کامران فاضل سړی و، پر (١٠٣٨ هـ - ١٦٢٨ م) کال يې په پښتو ژبه د کلید کامراني" په نامه يو کتاب هم لیکلی و. د گریفن په وینا خضر خان پر (١٠٣٦ هـ - ١٦٢٦م) کال مړ شو، ترهغه وروسته یې زامن خداداد سلطان مشهور په خودکی) او شیرخان د کندهار مشران او ولسوالان وو. خداداد خان له خپلو ګاونډيو غلجيو قبيلو سره دوستانه اړيکي وساتل، په قومي جرګو کښې يې له سلطان ملخي سره مفاهمه وکړه او ددوستی تړون يې وتاړه د دواړو خواو تر منځ يې د ولسواليو ويش له کندهار څخه پنځوس میله ختیزې خوا ته د جلدك كرما و او د برین پل و ټاکه، د ږوب او بوري ځمکې يې د سليمان غره تر لمنو ونيولې، د ( ۱۱۰۵ هـ - ١٦٩٣م) کال په شاوخوا کښې يې ورور شيرخان د کندهار له صفوي حکمران سره ونښت او د کوږك په بند کښې يې صفوي لښکر پوپنا کړ، ده د مغدود خان پر زوی شاه حسین باندې بری و موند او حسين يې ملتان ته وشاره، همدغه حسین ته عالمګیر په سیالکوټ او رنګپور کښې جاګير ورکړی و، د ګريفن په وینا د دکن په جګړه کښې له عالمګیر سره پر اووه زریز منصب ملګری و، د ده ورور الله داد خان د دو سوو سپرو د مشرۍ رتبه درلوده، حسین خان ١۶۰۵-۱۶۰۹ (١٠٦٩هـ - م کال په رنګپور کښې مړ شو، شجاع خان د احمد شاه ابدالي په وختو کښې شریف خان د تيمورشاه په دوره کښې او مظفرخان رکن الدوله چې د ملتان د ناظمانو په توګه ټاکل شوي وو، د همدغه حسين پر اولاده وه. د سدوزيو ورونو مركز عموماً له کندهار څخه ديرش میله ختیزې خوا ته د ښار صفا سيمه وه چې له صفوي درباره هم د "میرزا" په لقب پېژندل شوي وو، د ډهلي دربار شیرخان ته د شهزاده" لقب ورکړی و، له کندهاره تر فراه پورې د ابدالي قبيلو مشرانو لکه بدال خان باميزي میرالکوزی او نورو د ده مشرتوب منلی و تر شیر خان وروسته يې زوی سرمست خان او تر هغه وروسته د سرمست خان زوی دولت خان د کندهار ولسوالان شول او د پلرني مشرتابه پر ځای کښیناستل د سلطان خداداد زوی حیات سلطان هم د کندهار ولسوالي دولت خان ته وسپارله او په خپله له خپل ورور لښکر خان او شپږو زرو ابدالي کورنیو سره ملتان ته و لاړ، دولت خان د کندهار ښار له صفوي حکمران سره سختې جګړې وکړې او د خپلواکۍ بیرغ یې تر غزني او سليمان غره پورې اوچت کړ، دا هغه وخت و چې د ايران صفوي او د ډهلي تيموري دولتونه په خپلو منځو کښې د کندهار ښار پر سر په نزاع سره اخته وو لکه مخکښې چې مو وويل شاهجهان او عالمګیر څو څو ځله کندهار ته لوى لښكر را واستول دولت خان چې ددغه ډګر پهلوان و خپل اقتدار يې خپراوه، دواړې خواوې د ده مرستې ته اړ وې دويم صفوي شاه عباس په هغو ليکونو کښې چې د (۱۰۵۹ هـ - ۱۶۴۹ م کال پر سر يې دولت خان ته رالېږلې وې دی يې ایالت پناه کوټوال قلعه قندهار بللی دی او د یوې داسې خورا لویې صوبې د حکومت دور سپارلو ژمنه یې ورسره کړې وه چې په ایران او هندوستان کښې يې ساری نه و عباس نامه) څنګه چې د دولت خان د واکمنۍ لمنه خپره شوه نو پنځوس کاله يې په بریالیتوب حکومت وکړ؛ د صفوي دولت د بېګلربيګي واك او اختيار يې يوازې د کندهار په کلا کښې کلا بند کړی و، ځکه نو تر (١١٠٦هـ - ۱۹۹۴ م کال وروسته شاه حسین صفوي زمان خان د کندهار له حکمرانی څخه ور وغوښت او د هغه پر ځای يې نصراني ګرګين خان ګرجي د شاهنواز خان په لقب د کندهار بیگلربيگي وټاکه، دغه ظالم سړی چې د صفوی دولت د ماتې سبب شو، د شپې له خونخوارو سپرو سره په ښارصفا کښې د دولت خان پر کور ورولوېد، دولت خان او د هغه زوی نظر محمد خان يې د ۱۱۱۵ هـ - ۱۷۰۳ ، م پر شاوخوا ووژل ابدالي قبيله د خپل مشر دولت خان په وژنه ډېره خواشینې شوه د هغه زوی رستم خان يې په خپل مشر تابه و ټاکه رستم لایق سری و د سرورخان بامیزی او کتیه خان اکوزی په ملاتړ يې د ولسوالۍ چارې پرمخ بیولې د ده کشر ورور زمان خان په کرمان کښې د يرغمل په توګه د صفوي حکومت په لاس کښې و، ځکه نو رستم خان له صفویانو سره څرکند مخالفت نه شو کړای خو د کندهار په جنوب کښې يې د بلوڅانو په لاس صفوي لښکر تباه کړ څلور کاله وروسته چې رستم مړ شو، نو ابدالي قبيلې هم بې مشره پاته او سره تيت شوې. د پښتني قبيلو مشرتوب د هوتکو کهاله نامتو مؤسس حاجی میرویس لاس ته ورغی ابدالي مشران هرات ته ولاړل هلته یې خپله حکمراني پر پښو و دروله (د ۱۱۱۹ هـ - ۱۷۰۷ م). دمخه مو وويل چې حیات سلطان ابدالی د دولت خان پر مهال په ملتان کښې اوسېده هغه وخت چې پر (۱۱۲۳ هـ - ۱۷۱۱م) کال کیخسرو خان په کندهار کښې له پېنځه ویشت زریز صفوي لښکر سره د ميرويس خان له لاسه تباه شو عبدالله خان د حیات سلطان زوی له خپل زوی اسدالله خان سره له ملتانه راغی او په هرات کښې يې پرصفوي بيګلر بيګي عباس قلي خان شاملو يرغل وکړ د هرات لوېديز خوا ته د غوريان د دوښاخ په غره کښې ابدالي قبيلې او هراتیان ورسره یو ځای شول، اسفزار يې ونيو او صفوي نوی حکمران - جعفر خان یې مات کی. دغه افغاني لښکر د (۱۱۲۹هـ - ۱۷۱٦م) کال د روژې پر ٢٦ هرات هم ونیو غوریان، کوسان، بالامرغاب او بادغيس يې د هرات له ټولو سيمو سره په خپل حکومت پورې ونښلول. هغه وخت چې فتح علي خان تركمان له اصفهانه له ستر لښکر سره د دوى پر وړاندي راووت د غوريان په کوسویه کښې يې هغه ټول لښکر تر تیغ تېر او په هرات کښې يې ملي حکومت اعلان کر، اسد الله په هغه جګړه کښې چې پر (۱۱۳۲هـ - ۱۷۱۹م) کال يې د خاش رود پر غاړه په دلارام کښې له شاه محمود هوتك سره وكړه ووژل شو عبدالله خان چې د خپل زوی په مړينه ډېر يې ويرجن شوي و، د هرات د ملیونو مشرتوب یې د الکوزي مشر عبدالغني خان پر سلا د دولت خان زوی زمان خان ته چې يوتګړه سړی و، وسپاره ده ابدائي قبيلې د هرات له ټولو ملي قواو سره يو کړې او د صفويانو جګړن اميران يې له جعفرخان بیگلربيگي سره یوځای د هرات په ښار کښې ووژل، صفوي دربار صفي قلي خان تركمان له لوى لښکر سره له مشهده د هرات خوا ته راوکوچاوه خو د هرات ملي لښکر د زمان خان په مشرۍ صفي قلي او د هغه لښکر د کافر کلا په ډګر کښې ووژل، زمان خان تر دوو کالو او پېنځو مياشتو پورې په ډېر بریالیتوب حکومت وکړ او پر (۱۱۳۵ هـ - ۱۷۲۲م) کال مړشو. د زمانخان تر مړينې وروسته د عبدالله خان زوی محمد خان د کندهار له ښوراوکه راغی او د هرات د حکمرانی واګې يې په لاس کښې ونيولې تر مشهده پر مخ ولاړ هغه ښار يې څلور مياشتې کلابند (د ١١٣٦هـ - ۱۷۲۳ م په شاوخوا کښې او خپل واک يې په خراسان کښې خپور کړ، د غوريان لوېدیځ خوا ته يې د سنګان کلا ونیوله، خو ابداليانو دى بي واكه کړ، پر ځاې يې د زمانخان مشر زوی ذوالفقارخان د کندهار له ښوراوکه را وغوښت او خپل امير يې وټاکه (۱۱۳۶ هـ د زړه بدي د ليري کولو له پاره ملي جرګه جوړه شوه، دې جرګې د باخرز و بادغيس حكمراني ذوالفقارخان ته ورکړه او د عبدالله خان زوی رحمان خان يې د فراه په حکمرانۍ وګماره او په هرات کښې یې د ملیونو د مرکزی حکومت له پاره د عبد الله خان بل زوى الله يارخان له ملتانه را وغوښت (۱۱۳۸ هـ - ۱۷۲۵ م). الله يارخان او ذوالفقار خان زړور مېړونه وو، د نادرشاه افشار د تيري ګرو لښکرو پر وړاندې يې سخت جنګونه وکړل، پر (۱۱۳۹ هـ) کال چې نادرشاه مشهد ونیو او اته زريز لښکر يې د سنګان کلاته واستاوه نو د هرات حکمرانانو په یوه ملی جرګه کښې د نادر پر وړاندې خپل ملي خواك راټول کړ او پر (۱۱۴۱ هـ - (۱۷۲۸م) کال الله یارخان په تربت جام کښې د نادري لښکر مخه ونیوله، نادر د يوه ليك په لېږلو الله يارخان ته د روغې وړاندیځ وکړ خو ونه منل شو په کافر کلاکښې جګړه ونښته او د نادر پښه ټپي شوه د هرات لښکر پر شاشو هرات ته راغی خو الله یار خان بیا له خپل لښکر سره له هرات څخه دوه فرسخه ليرې د پريان په رباط کښې د نادر مخې ته ورغی، ذوالفقار هم د جبهې شاته د ده ملاتړ کاوه نادرشاه اړشو چې له دوی سره روغه وکړي او پر هرات باندې د دوی حکمراني ومني، هغه و، چې تردوو مياشتو پرله پسې جګړو وروسته د ( ۱۱۴۱ هـ - ۱۷۲۸ م ) کال د ذوالحجې د مياشتې پر څلورمه بېرته مشهد ته ولاړ. یو کال وروسته د هرات مليونو د عبد الغني الكوزي په قيادت الله یارخان مروچاق ته واستاوه او د هغه پر ځای يې د هرات حکومت ذوالفقار خان ته وسپاره (۱۱۴۲ هـ - د شوال (۳) ذوالفقار د لښکر په سمبالتیا لاس پورې کئ او په اتوزرو تنو يې د مشهد ښار کلابند کړ د (۱۱۴۳هـ - ۱۷۳۰م) کال د محرم تر ۱۳ مې يې جنګ وکړ او بېرته هرات ته لاړ، له ها خوا د نادر شاه له لوري بيا د هرات د نيولو په تکل راغی او پر (۱۱۴۳) هـ ۱۷۳۰م) روژه يې دا ښار کلابند کړ څنګه چې له کندهاره شاه حسین هوتك هم د هرات له ساتونکيو مليونو سره مرسته وکړه ځکه نو ذوالفقار هم په ډېره مېړانه جګړه کوله او ښار يې دښمن ته نه سپاره، دا مهال بیا الله یار - له مروچاق څخه راغی او د ۱۱۴۴ هـ - ۱۷۳۱ م کال د صفری پر (۱۸) هرات ته ننووت، ذوالفقار هم د جګړې واګې ده ته وسپارلې او په خپله له خپل کشر ورور احمد خان سره چې وروسته احمد شاه ابدالي شو کندهار ته ولاړ همدا بېلتون کټ مټ د ملیونو د کار د سستيد و سبب شو. الله يارهم له نادر سره په میړانه و جنګيد او تریو کال پوري يې هرات وساته خو په پای کښې له هغه ښاره ووت او د ملتان خواته لاړ نادر پر هرات بری وموند او پر هرات باندې د ابداليانو د مشر تابه دوره د ۱۱۴۴ هـ - ۱۷۳۱م) کال د روژې پر لومړۍ پای ته ورسیده تر هغه وروسته پر (١١٦٠هـ - ۱۷۴۷م) کال په کندهار کښې احمدشاه ابدالي بيا د افغاني سلطنت بنسټ کښيښوو او هرات د پخوا په شان د افغاني هېواد یوه برخه شوه. د هرات د ابداليانو د حکمرانۍ سيمې: هرات ښار او شاوخوا يې - اوبه - شافلان - کوسويه - غوریان پوریان - جام - لنګر - خواف - باخرز - زوزن د مشهد تر بریده - او جنوب خوا د هلمند له غاړو تر میوند فراه او سیستان پورې او شمال خوا بادغيس او آب مرغاب. د کندهار ابدالیان

 ۱ - ملك اودل - ابدال د ترين زوی (۴۴۰) هـ شاوخوا)

 ۲ - ملك سليمان زيرك د عيسى زوى د ۷۵۰ هـ شاوخوا)

۳ - ملك بارك د زيرك زوی د ٧٦٠ شاوخوا)

 ۴ - ملك پوپل د زيرك زوی (۷۸۳) هـ شاوخوا)

 ه - ملك حبيب د پوپل زوی (د) ۸۰۰ هـ شاوخوا ) 

 ٦ - ملك بامي د حبيب زوی د ۸۵۰ هـ شاوخوا) 

۷- - ملك بهلول د كاني زوى او د بامي لمسى (د) ۸۹۰ هـ شاوخوا)

۸ - ملك صالح د معروف زوى اود بهلول لمسى (د ۹۵۰ هـ شاوخوا ) 

 ۹ - ملك سدو د معروف زوی د بهلول لمسی پر ۹۶۵) هـ زیږیدلی ات او پر ۱۰۳۱ هـ مردی) پن

 ۱۰ - خضر خان د سدو زوی پر ۱۰۳۶ هـ مړ دی

 ۱۱ - ملك مغدود دسد و زوی او کامران دسد و زوی (۱۰۵۰ هـ شاوخوا)

 ۱۲ - خداداد سلطان او شیرخان د خضرخان زامن (۱۰۷۰ هـ شاوخوا)   

۱۳ - سرمست خان د شیر خان زوی د ۱۱۱۰ هـ شاوخوا )

 ۱۴ - دولت خان د سرمست خان زوی د ۱۱۱۵ هـ شاوخوا )

 ۱۵ - رستم خان د دولت زوی ( د ۱۱۱۹ هـ شاوخوا ) د هرات ابدالیان

 ١٦ - حيات سلطان د خداداد سلطان زوی ( د ۱۱۲۳ هـ شاوخوا )

 ۱۷ - عبدالله خان د حیات سلطان زوی ) د ۱۱۳۰ هـ شاوخوا )

 ۱۸ - زمانخان د دولتخان زوی ( ۱۱۳۲ هـ - ۱۱۳۵ )

 ۱۹ - محمد خان د عبد الله خان زوی ( د ١١٣٦ هـ شاوخوا )

 ۲۰ - ذوالفقار خان دزمانخان زوی (۱۱۳۶ هـ - ۱۱۴۴ هـ )

 ۲۱ - الله یارخان د عبدالله خان زوی ( ۱۱۳۸ - ۱۱۴۴ هـ)

 ۲۲ - رحمان خان د عبدالله خان زوی (۱۱۳۸ - ۱۱۴۴ هـ) 

اخځونه : بریتانیکا دائرة المعارف آريانا مجله ۳ ت کابل - پټه خزانه د کابل چاپ - مخزن افغاني قلمي - تاريخ سلطاني د سلطان محمد خالص کندهاري د ۱۲۹۸ د بمبيي چاپ - تذكرة الملوك د راورټي په حواله - لوی احمد شاه بابا د کابل چاپ - آئین اکبري - تاريخ احمد قلمي - خورشيد جهان - تتمة البيان - تاريخ نادرشاه - روضة الصفاى ناصري ٨ توك - جهانگشای نادري - عمل صالح ۲ توك - تاج التواريخ ۲ توك - تاريخ ايران د سرپرسی سایکس - خلاصة الانساب خطى - كابل مجله ۲ توك - نادر نامه منظوم خطی - پښتانه شعرا، لومړى ټوک ۱۹۴۵ کال كابل كالني - صولت افغاني - مجمع التواريخ - مشاهير ابداليان - عباسنامه - تاریخ روسای پنجاب شوکت افغانی - احمد شاه بابا د کابل چاپ د مير غلام محمد غبا تاليف. (۷۵) نومره نسبليك وګورئ.