تاریخ محاربهء کابل یا ظفر نامهء اکبری
دا کتاب ابوالقاسم دهلوي په دري ژبه نظم کړی دی، چي نسخه يې د حیدر آباد دکن په اصفیه کتابخانه کي وه، د دغه کتاب په سریزه کي ابوالقاسم وايي چي زه د سنده د انگرېزي ريزيډنټ په حکم د بلوڅو د قلات نصیر خان ولد محراب خان ته واستول سوم، چي دی د کابل د پادشاه ورور ته غاړه کښېږدي او شورش بند کی نصیر خان خو دا خبره ومنله، مگر د انگرېزي حکمران مطلب خو دا و چي نصير خان په يوه چم ځانته راولي او بيا يې نو ونيسي، له دې جهته يې ابوالقاسم وتراټه.
تر دې وروسته ابو القاسم له سنده بيرته ډهلي ته ځي او دغه خپل کتاب نظم کوي او داسي ښکاري چي د انگرېز او افغان په لومړي جنگ کي ده په خپله ټولي واقعې په خپلو سترگو لیدلي وې او ځيني رسمي سندونه يې هم کتلي وو. (د مولوی سید محمد حسین اغلب موهاني نيرنگ افغان ۵۴ د لکهنو چاپ _ ۱۹۰۴ م)
د هندي مؤرخانو په اصطلاح محاربه کابل د افغانستان د خلکو او انگرېزانو لومړی جنگ دی، چي له ۱۸۳۹ تر ۱۸۴۲ م پوري د انگرېزانو د هندوستان امپراتوري د افغانستان د خلکو پر اوږو راوځپاوه او خپل ټول لښکر او اعتبار يې دلې بايلوول، دا کتاب ظفرنامهء اكبري ځکه بلل سوی دی چي په لومړي جنگ کی وزیر اکبرخان د امیر دوست محمد خان زوی هم د خلکو ملگری و، ظفرنامه په اردو ژبه هم شیخ ذوالفقار سجونپوري ترجمه کړې وه. (وگورئ: نمبر ۱۲۳)