32

بگدان اسلانوف د افغاني راپور لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی په ۱۷۶۴م کال عسکری کپتان و، او د روسي حکومت له خوا افغانستان ته راواستول سو چي د احمد شاه بابا د سلطنت روابط د روس د پترسبورک ورگ له سلطنته سره ونښلوي، دا وغواړي چي د کندهار دربار دي خپل یو سفیر پترسبورگ ته واستوي. خو په دغه وخت کي چي اسلانوف راځي احمد شاه په هندوستان کي و، او ده نه و کړای سوای چی له احمد شاه سره وگوري. 

بگدان اسلانوف د دې سفر راپور خپل حکومت ته وړاندي کړی دی. چي اوس د روسيې  د خارجي سياست په آرشیف کي (اوغاني کارونه ۱۷۶۳-۱۷۶۶م) خوندي دي.

دی د احمد شاهي دولت د خراساني توابعو او ځينو نورو سياسي اوضاعو ښه معلومات ورکوي، چي ځيني گزارشات يې گانکوفسکي د شوروي د ختیځ پوهني په مجله ۸۲ گڼه ۱۹۵۸ م کي نشر کړي دي.