کوشانیان

د افغانستان پخوانی تاریخ اتم ، دريمه برخه

عموميات:

مخکی له دی څخه چه په اصل موضوع کښی داخل شو او د کوشانيانو د واکوالۍ د دورو جدائی او تفلیک سلطنتی تشکیلات د پادشاهانو نومونه په هر يو پورې مربوط واقعات، او نور هغه تحولات او گذارشات چه په عمومی ډول د کوشانيانو په دوری پورې اړه لرې ذکر کړو باید دا ووایو چه کوشان څوک ؤ، کوم قوم ؤ، له کومه ځايه ئی نشئت وکړ او را پیدا شو، څنگه سلطنت ته ورسید، طبعاً باید دا خبری د تمهید په صورت مخکښی ذکر او حل شی چه د لوستونکی مخی ته لاره هواره او روښانه شی لیکن هر کله چه موضوع ډیره مهمه او کړکیچنه ده او تر اوسه د مرکزی ایشیا د تاریخ د لا ینحلو مسئلو څخه شمیرل شویده او هغه تحقیقات چه په دې باب کښی شوی دی متضاد هم دی نو د دغو متضادو نظريو له منځه اصل حقیقت او موثوقه لار پیدا کول له مشکلاتو نه خالی نه دې او بله لا دا ده چه هغه اصل تاریخی منابع چه له هغو څخه ضمناً د کوشانيانو په باب کښی معلومات لاس ته راځی په چینی، تبتی، یونانی او د سانسکریت او په نورو مشکلو ژبو کښی لیکل شوی دی نو متتبع ته لازم دی چه دغه ټول اصل منابع مطالعه کاندې تر څو چه په صحيح ډول د موضوع حق ادا کری شی بیا هم هر کله چه اروپائی مدققینو دغه منابع په زیاته اندازه مطالعه کړی او د تور کشفیاتو په کومک ئی د موضوع په مختلفو اطرافو باندی ډیره رڼا چولی ده چه تر یوه حده چه د دې فصل موضوع غواړې، کیدی شی چه پورته سوا الونه جواب وویل شی مخکښی تر دی د اوم فصل په دویمه برخه کښی د (یوچی) د عنوان لاندی د «سیتی» قوم د دغه ښاخ په باب کښی لنډ معلومات او د همدغه فصل د دويمى برخی په مقدمه کښی د «سیتی جامعی» د ټولو اقوامو په باب پوره معلومات ليکل شوى دى هر کله چه کوشانیان همدغه «یوچیان» دی او د دوی په باب د دوی په مخصوص فصل کښی د مفصلو معلوماتو وعده شوی و دادی د دغه فصل د مقدمی په صورت ورباندی لاس پوری کوو: [ مستر کنر] ليکى د قرائنو له رویه چینیانو یوچیان تقریباً د ق م د دریمی پیړۍ په آخر ته نیمه برخه کښی پیژندل او د دوی او د هغو نورو قومونو په منځکښی چه «هیوانگ نویان» نومیدل زیات مخالفت موجود ؤ او د دوی په منځکښی یوه سلسله خو نړی جنگونه او حوادث پیښ شوی دی د چین له منابعو څخه معلومیږی چه یوچی قبیلو د خپل ژوند په لمړنیو مراحلو کښی د [توئن هوانگ] [کی لین] په منځکښی استوگنه درلودله او د یوی سلسلی جنگونو او فشارونو په سبب ئی چه پر له پسی هیو انگ نویانو په دوی باندی راوستی وو او دلته مونږ د دغو حالاتو له مفصل بیان څخه ځان ژغورو؟ ځای بدل کړی او د [ایلی] او [تارم] د سیند له حوضی څخه تیر شوی د سر دریا او آمو د سیند ترمنځ منطقه کښی میشت شول. 

او د آمو د شمال د سواحلو او فرغانی د هغه وخت اوسیدونکی یعنی اسکایان ئی د آمو د سیند جنوبی غاړو ته له خپلی مخی څخه وشړل.

لکه چه د دوی د راتلو او د سلطنت د جوړولو تفصیل ئی په اووم فصل کښی تیر شو. هر کله چه د چین [ووتی Wou-ti] نامی امپراطور د ههوانگ نویانو د اضرارو او حملو له لاسه تنگ شوی ؤ په ۱۳۸ ق م کښی ئی چانگ کین[Tcahangkien] نامی د ایلچی په صورت یوچیانو ته ور ولیږه او خواهش ئی ورځنی وکاوه چه د ده سره د هوانگ نويانو په مقابل کښی کمک وکړی. که څه هم دی لس کاله د هن یانو په لاس کښی بندی پاتې شو د خو سره د دې ئې ځان په فرغانه او سغدیانه کښی یوچیا نو ته ورساوه.

ولی نه دوی او نه (تاهيا) د آمو د کیڼی غاړی اوسیدونکی یو هم د چین د امپراطور کومک ته حاضر نه شول. دی هغه لومړنی چینی دی چه د چینیانو په اصطلاح ئی د غربی مملکتو یعنی د آریانا او ځینو گاونډیو برخو په باب کښی معلومات راغونډ کړی دی. او زمونږ دپاره هم د ده لیکنی ډیری فائده منی دی ځکه علاوه پر دی چه یوچیان ئی د آمو د سیند په شمال کښی لیدلی دی او د هغوی په منځکښی څو موده اوسیدلی دی. د آمو د جنوبی غاړو (سواحلو) د هغه وخت د اوسیدنکو یعنی د بدخشان او بکتریان د خلکو په باب کښی هم معلومات ورکوی. لکه چه دوی (تاهیان) او د دوی مرکز دلان شی Lan-Shi ښار بولی. او پروفیسر [کنو] د هغوی موقعیت په اوسنی بدخشان کښي ښيی.

د چین د تاریخ لیکونکو د يو بل نفر سوماتسين ( Sau-mat-Sien) په شهادت چه د (۹۱ ق م) کال نه مخکښې واقعات ئی بیان کړی دی معلومیږ چه تر (١٢۵ ق م) پوری یوچیان لا د اکسوس او تاهيا په شمال کښي او د باختر او تخارستان محلى خلک د دغه سيند په جنوبی ډ ډ و کښې پراته وو.

دغه مورخ د «تاهيا» په باب کښې يو څو نورې نکتی هم بیانوی او هر کله چه دوی د آریانا د شمالی خواؤ د پخوانیو اوسیدونکو په حيث د یوچیانو په مربوطو مسئلو کښې څو څو ځله ذکر شوی دی، که د دوی په باب کښی لږ په تفصیل بحث وشی، بی ځایه به نه وی:

دغه ستایل شوی چینی تاریخ لیکونکی پرته له دی چه د «تاهيا» د آمو سيند د جنوبی څنډو له او سیندونکو څخه ګڼی. دا هم وائی چه دغه قوم سوداگر او شمیر ئی هم ډیر زیات ؤ. چه يو مليون ته رسیده په خپل منځکښې ئی پادشاه نه درلود. بلکه هر ښار به خپل مخصوص مشر درلوده. سره د دی چه شمیر ئی زیات ؤ، عسکری قوت ئی ضعیف او له جنگه ئی ډډه کوله. نو په همدغه سبب د یوچیانو تابع شول. د دوی مهم مرکز د «لان شی» ښار ؤ چه وروسته بیا د یوچیانو مرکزو گرزېد. 

دوه نور چینی کتابونه چه «شی – کی» او «تسین هان شو» نومیږی د تاهیا په باب ځینی معلومات ورکوی. دغه اول کتاب پرته د پورته معلوماتو څخه لیکی: تاهیه له دوو زرو [لی] څخه په زیاته مسافه د [ناوان فرغانې] سهيل لمر پریواته یعنی [جنوب غرب] خوا ته او د [وی - آمو سیند» جنوب ته پرته ده. دهقانان ئی کلی او کورونه لری. او عادتونه یی د فرغانی د خلکو په شان دی.

دویم کتاب [ تسين هان شو ] یعنی د چین د [هان] د کورنۍ د لومړيو پادشاهانو تاریخ علاوه کوی چه: تاهیه [۵] ايالته لری. او هر یو ايالت د يو نفر [هی - هو -] Hi-Hou یعنی د یو حاکم یا امیر یا رئیس په امر اداره کیږی او دغه ټول بیا د لویو یوچیانو د امر تابع دی. دغه پنځه امارتونه په دی نومونو یاد شوی دی: 

[هیومی] چه پای تخت ئی [هومو] دی، [شورنگ می] چه پای یتخت ئی «شوانگ می» دی. [ کوئی - شیوانگ] چه پایتخت ئی «هوتسا» دى (هيتون) چه پایتخت ئی «پو ما او» دی. 

[کاؤ فو] چه پایتخت ئی هم کاؤفو دی او د اروپائی مدققينو د تدقیقاتو له رویه دغه ټول امارتونه د افغانستان د قلمرو جز دی چه واخان - بدخشان - بکتریان - نورستان، پروان او کابل دی. 

باید دا ویلی شی چه د دغه کتاب لیکنی د هغو معلوماتو څخه فرق لری. چه د (هوهان - شو) یعنی د چین دهان ها د کورنۍ د دوهمو پادشاهانو د تاریخ کتاب ئې ورکوی (تسین هان- شو ) لیکی: چه د یوچیانو د راتلو نه پخوا تاهیانو پنځه امارته لرل او مرکزی دلان شی ښار ؤ. 

او د هوهان شو کتاب لیکی چه هر کله (هیوانگ نویانو) پر یوچیانو حمله وکړه دوی پر تاهیه باندی راتوی شول او هغه ئی پر پنځو (هی هو) یعنی (حکومتو یا امارتو) باندی وویشله او د [تاهیا] پخوانی مرکز [لان شی] د یوچیانو پایتخت و گرزید - بله اشتباه چه په دغه اول کتاب کښی ده او دویم کتاب هغه اصلاح کړیده داده چه د کاؤفو یعنی د کابل د نوم یادول دی چه د پنځو مفتوحه امارتو په جمله کښی یاد شویدی او په اصل کښی پنځم [تومی] امارت دی چه محل ئې باید په ډیرو شمالی نقاطو کښې ولټول شی. ځکه چه کاؤفو (کابل) ډیر وورسته د یوچیانو لاس ته راغلی دی.

د یونانی ماخذو شهادت: لکه چه د یونان کلاسیکی تاریخ لیکونکی لیکی د۱۴۰-۱۳۰ ق م په منځ کښی هغو قبائلوچه د [ازیوا - Asioi] [پازیون وا – Pasionoi] تخاورا، ساکارولوا Sacarauloi په نومو یاد شویدی په باختر باندې حمله وکړه او د یونانیانو لاس ئی له هغه ځای نه قطع کړ او په ۱۲۸ کښی په پارتی اقوامو هم غالب شول مگر مهرداد د دوی په مقابل کښی مقاومت وکړ. نو د یونانی منابعو څخه هم معلوميږې چه د ١٢۵ ق م پوری یوچیان عموما د اکسوس په شمال کښې وو او هر کله چه د سر دریا او آمو د سيند په منځ کښې ئی د اسکايانو ځای اشغال کړی ؤ نو د دغه قوم ښاخونه د یوچیانو نه مخ کښې د مجبوريت له کبله باختر ته ولاړل او هجرت ئې وکړ او د [ایوکراتيدس]او [هليوکلس] سره ئې د يونان او باختری پادشاهانو نفوذ د هندوکش په شمال کښی لتاړ کړ او د [تاهیا] سره چه له [تخاروا] یونانی مؤرخينو څخه عبارت دی گډ شول او د [اسکائی] سلطنت اساس ئی لا نه رایښی چه د شاله خوانه د یوچیانو فشار د پخوا نه زيات وليدل شو په دغه واسطه سره اسکائیان تر یوه د باختر په هوارو برخو کښی د هندوکش د لوړی څوکی او غرب خواته د آمو د جریان د خط په منځ کښې ولاړل او د پارتيانو سره د یوی سلسلی جنگونو څخه وروسته چه بحث ئې مخکښی تیر شویدې [ساکستانا] یعنی سیستان او له هغه ځایه [اراکوزې]یعنی د قندهار علاقی ته راغلل او بیا د اندوس دلتا ته راښکته شول څو موده وروسته يوچيان په عمومی او کلی صورت د ۷۰ ق م په شاوخوا کښی د اکسوس له سیند نه راتیر شول او د [تاهیانو] يا تخاریانو په کومک ئې چه د دوی سره متحد یا د دوی تابع شوی وو. په باختر کښی نفوذ پیدا کړ تر دې وروسته یوچی او تخار تقریباً يو د بل مترادف شول، او مخصوصا هندی منابعو کوچیان یعنی هغه قوم چه کوشانی پادشاهان د دغو له منځه راوتلی دی د تخار په نامه یاد کړ پدی او څو کسه نامتو مستشرقین لکه لسن Lassen] رچتو فر Richthofer او«سیاون لوی» په همدغه نظریه دی. 

د چینی او یونانی منابعو د دغه پورته بيا و څخه څرگنده شوی ده کوم وخت چه یوچی قبائل  د اکسوس ښی غاړو ته رسیدلی وو د هندوکش په شمالی برخو کښی د تاهیا یا داهی په نامه یو تجارت پیشه او متمدن قوم اوسیده چه ډیره موده ئې د یوچیانو سره همسایگی - تله راتله، تجارتی معاملی ورکړه راکړه او نور مناسبات لرل.

او په تدریج سره یوچیان د اکسوس پر سیند راتیر شول او د تخاریانو سره پريوتل او استوگنه ئی غوره کړه او د هغوی سره ئی دوستی او خپلوی قائمه کړه.

او هر کله چه مدنی ځایونه تل د اطرافی خلکو نظر جلبوی نو یوچی قبائلو تاهيان د ځانه سره ملگری کړل او په دغه ترتیب سره د باختر علاقی د دوی په لاس ورغلی.

پوره نه معلومیږی چه دغه پنځه حکومتۍ د هغو امارتونو سره چه چینی منابع له هغو څخه بحث کوی د یوچیانو له راتگ څخه پخوا موجودی وی او که د دوی د راتلو نه وروسته پیدا شوی دی هر کله چه د چینی منابعو پر اساس «تاهیه» وو خپل پادشاه نه درلود نو ښائی چه خپل ملک او ځمکی به ئی د پنځو حکومتو او امارتو د تشکیل په اصولو اداره کولی لکه چه په هر ښار کښی د جلا جلا رئیس شته والی هم دغه نظریه تقویه کوی، په هر صورت یوچی قبائله له (۷۰ ق م) نه وروسته د (آریانا پښتیانا) په شمالی برخو کښی پنځه حکومتۍ يا امارتونه درلودل.

چینی منابعو ته توجه کول: لکه چه د چین یو بل اثر (هوهان - شو) لیکی: سل کاله وروسته [نه معلومیږی چه تاهیی ته د یوچیانو د داخلیدو څخه سل کاله وروسته او که د هغوی له ويشل کيدو څخه سل کاله وروسته دغه مسئله لا تر اوسه د بحث لاندی ده چه کوم یو مراد دی،) د دغو پنځو برخو له رئيسانو څخه یو «کوی شانگ هی هو» یعنی د کوشانیانو رئیس چه (کیو - تسیو کیو Keiu - Tsiu-Kiu) نومیده نور څلور رئیسان ئی د ځان تابع کړل او پخپله ئی په ځان باندی د پادشاه عنوان کيښود او د خپل سلطنت نوم ئی «کوی شوانگ» یعنی کو شان کښیښود  او له دغه تاریخه وروسته زمونږ د مملکت په تاریخ کښی د یوچی د کلمی ځای «کوشانی» ونیو: 

په دغه ترتیب سره هر کله چه د آریانا کوشانی قبائل په خپل منځکښی سره متحد شول نو نور شمالی قبائل هم ورسره یو شول او هغه سد چه له ١٣۵ ق م څخه رادی پلو یونانی او باختری پادشاهانو د دوی په مقابل کښی درولی ؤله منځه لیری کړ او تر پخوا زیات د غرب او مخصوصاً د آریانا جنوب ته راخپاره شول، په دی ځای کښی بیا باید له چینی منابعو څخه استفاده وکړو ځکه چه په وضاحت سره ليکې چه: «کوزولو» [د کوشانیانو لومړی پادشاه] د پارتیا [نگانسیNgansi] او کابل [کاؤفو Kao fau] او [کی پن] دلته مراد کاپیسا دی ونیول. وروسته بیا په پوتایانو Pouta چه د غزنی په چار چاپیر کښی وو هم بریالی شو، فرانسوی واله دو پوسن لیکی چه پوتا باید د [پښتو] یا [پوختو] سره مقایسه شی حقیقتا د فرانسوی مؤرخ اشاره بیځایه نه ده ځکه پښتانه قبائل عمو ما دهندوکش په جنوب کښی اوسیدل او هیڅ شک نشته چه د کوشانیانو سره د اوسنی غزنی په خواؤ شا کښی مخامخ او مقابل شوی وی باید وویل شی هغه وخت چه یوچیان یا که اوس په صراحت سره ووایو نو کوشانیان د آریانا په شمال کښی خپاره شوی وو، نو د هندو کوه په جنوب کښی یونانیان د کابل او کاپیسا په خواؤشا کښی، پهلوایان په اراکوزی کښی او اسکایان د اندوس په حوزه کښی میشت وو، د هغه فشار په واسطه چه د شمال، جنوب غرب او د لمر خاته له خواحس کیده یونانیانو بیخی مخه پرېښوده. او کابل هم د اراکوزی د پهلوايانو په لاس کښېوت او (کجولا کدفيزس) د کوشانيانو لومړنی پادشاه د کابل ځمکه له (گندو فارس) د دوی له یو مشهور پادشاه څخه واخسته په دغه کار سره د کوشانيانو نفوذ په ټوله (اریانا ۔ پښتیانا) کښی قائم شو. د ده زوی (ويما کدفيزس) د هند فتوحات شروع کوی. او د لوی کنیشکا او د ده د خلیفه گانو په وخت کښی د کوشانی امپراطورۍ نفوذ د هند په پراخه سیمه کښی تر بنارس او پټنی پوری د گنگا په غاړو کښی او په چینی ترکستان کښی د تارم د سیند تر حوضی پوری پراختیا مومی. د کوشان د کلمی معنی: د کوشان کلمی چه د (آریانا - پښتيانا) د خورا لویی امپراطورۍ په باب کی استعماليږی، د هغو مختفلو اقوامو د نهجو په اثر چه خبری ئی ورباندی کړی دی. یا د مختلفو قراء تونو په وجه چه نننیو علما ؤ په مسکوکاتو او کتیبو کښی کړی دی مختلف اشکال ئی غوره کړی دی: لکه کوشانا. کهوشانا، - کیوشانا، - کیورشانا، چه عموما پخپله د آریانا محلی لهجی ښیی. او کورسنو، کورونو، کورانو، کورسانو، خورانو، خوران چه اکثرا د هغو یونانیانو د تلفظ شکل دی چه پخپله په آریانا کښی پیدا شوی او روزل شوی دی. ښاغلی (کنو) داسی لیکی چه: اصلاً دا کلمه (کوشی Kushi او مبدأ ئى (سيتی) ده. کوشی مفرد دی او جمع ئی (کوشانو) ده. (کوشانا) هم د همدې کلمی نه راوتلې ده. او د کوشی یا کوشانیانو په مسکن ئی دلالت کاوه. په دغو تفصیلاتو سره د کوشی کلمه د یوچی د کلمی یعنی د هغه نوم سره چه چینیانو ور باندی ایښی دی هم مطابقت کوی. په دی کښی شک نشته چه د دی کلمی اصلی صورت (کوشی) دی چه په يوه قبیله ئی دلالت کاوہ او د جمعی صورت ئی (کوشانو) شوی وی؛ او په ټولو هغو قبائلو ئی اطلاق کېده چه د کوشی د قبیلی پادشاه هغوی د ځان تابع کړی وو. او سلطانت ئی ور باندی کاوه. کوشانا د خپلو نورو همرد يفو اشکانو سره چه پورته یاد شول، هر کله چه د آریانا، ساکستانا، بکتریانا او نورو کلمو سره په آهنگ کښی یو دی، د باختر د پخوانیو ژبو د لهجو تر قانون لاندی راغلی او د کوشان د خلکو د اوسیدو په ځای باندی دلالت کوی ځکه دا موضوع زمونږ په نزد مسلمه ده چه (نا) د نومو په اخر کښی د اوسیدو د ځای او محل معنی افاده کوی نو ځکه کوشانا يوه داسی کلمه ده چه د (گوش) او (نا) څخه مرکبه ده چه هغه په وضاحت سره د کوشیانو یا د کوشانيانوځای ورځنی مرادیږی.

د کوشانيانو خټه: کوشانیان د هغی عقیدی په خلاف چه تر یوه وخته پوری خلکو لرله: او هغوی ئی مغول گڼل، د اسکائیانو په شان د آریائی سیتی ټولنی جزء دی. او ښه شرقی څانگه گڼل کیږی چه د آریایانو له لومړنی هیواد د سر دریاب، فرغانی، او سنکیانگ له حوزی څخه په مرکزی اسیا کښی هغی خوا شرقی منطقو ته ئی خپاره شوی او د آریا د نژاد د مخکنيو لښکرو په شان ډیرې پيړۍ د زیړو خلکو او زیړ پوټکو مغولو سره په تماس او جگړه کښی پاتی شوی دی. او د زمانی انقلابونو او د هیوانگ نویانو زور او فشار دوی هغې لیکی ته راوستل چه نورو اریائی قبائلو هم تعقیب کړی وه. یعنی د ایلی او تارم د سیند له حوزی څخه د سر دریاب حوزی ته او بیا له هغه ځايه د اکسوس حوزی ته ورسیدل، او (آریانا – پښتیانا) ته راغلل، پرته د نژادی اختصاصاتو څخه لکه د مخ خطونه او د سر شکل او داسی نور چه د کوشانیانو اریائی کیدل ثابتوی، د دوی ژبه هم دغه نظریه تقویه کوی. په دی باب کښی په وروسته خبری وکړو. څه رنگ چه د مسکوکاتو او د نورو مکشوفه لوائحو څخه معلومیږی کوشانیان جگ سرونه، غټی اوږدی پزی چه څوکی ئی تیری وې او پلنی ژامنې ئی لرلی - پروفیسر کنو د دوی د ترکې والی احتمالی خوا هم د مطالعی لاندی راوستی ده لیکن په اخره کښی د دوی په اریائی والی اعتراف کوی او د بدنی قيافى له پلوه: د «هومو الپی نوس» مخصوص ډول په دوی کښی پیدا کوی او لیکی چه «اوږدی پزې او نور هغه خصائص چه په دغو تصاویرو کی ورته اشاره وشوه اصلا د «هومو الپی نوس» د نژاد له مميزاتو څخه دی.  

ژبه: د کوشانیانو د ژبی په متعلق که څه هم تر اوسه د اطمينان وړ تحقيقات ندی شوی خو سره د دی هم هغه څه چه په دی باب کښی لیکل شويدې د فائدی نه خالی نه دی دا ژبه اروپایی مدققينو په مختلفو نومو ياده کړيده. 

پروفیسر لوی من Leumann چه لومړی ځل ئی د دغې ژبی خصوصیات بیان کړیدی هغی ته ئی (اریائی شمالی) ژبه ویلی ده، فرانسوی فضلا وو چه لومړنی ئی موسیوپلیوت Pelliot دی دغه ژبه «شرقی ایرانی» بللی ده او پروفیسر لیو در ورته «اسکائی ژبه» ویلی ده.

پروفیسر کنو هغه نوم مرجح گنی چه پروفیسر کرست Kirst ورباندی ایښی دی یعنی «ختنی ژبه» ځکه چه وائی دغه ژبه په اتمه عیسوی پیړۍ کښی په ختن کښی د رسمی ژبی په حيث معموله وه.

او لکه چه معلومه شوی ده د مسیحی لومړنيو پيړیو څخه ورباندی خبری کيدلې. باید دا وویل شی چه دا ژبه د تخاری ژبی نه په غیر بله ژبه ده. چه په دوو ښاخونو [الف اوب] باندی پیل کیږی چه د آریانا په شمالی برخو کښی تخاريانو او احتمالا [تاهيانو] چه وروسته بیا د یوچیانو سره گډ او مخلوط شول خبرې ورباندی کولی. په هر صورت د کوشانیانو ژبه د دغو پورته نومو څخه د هر یو سره چه یاده کړو مناسبت لری. دا ژبه د دوی د پادشاهانو په کتیبو او مسکوکاتو کښی په کار شویده. او د دی جملی نه چه (شاؤ نانو شاؤ کنشکی کوشانو) یعنی [کنیشکا د کوشان شهنشاه] - په ښه شان سره معلومیږی چه دغه ژبه د هغه کهول له ژبو څخه یو ښاخ دی چه ایرانی ئی بولی. باید څرگنده کړی شی چه د کوشانی پادشاهانو د مسکوکاتو په ضرب کښی یونانی ژبه هم استعمال شویده لیکن دا یو تقلیدی کار دی چه د باختری او یونانی پادشاهانو د مسکوکاتو څخه نقل شویدی. او په تدریج سره ئی د الف، بی د حروفو شکل خراب شوی دی.

او د کوشانيانو د دورې په آخره کښی بیخی له ویلو نه وتلی ده لکه چه د کوشانيانو د وخت مسکوکات او ځینی هغه کتیبی چه د هډې له غونډيو څخه لاس ته راغلی دی، او د بامیانو د[ G ] معبد څخه کشف شوی لیکنی شهادت ورکوی، چه په سانسکریت او ځینو پراکریتو باندی مخصوصا د هندوکش په جنوبی علاقو کښی خبری کيدلې.

دلته يو سوال زړه ته راځی چه آیا د آریانا محلی رسم الخط د کوشانيانو په وخت کښی څه ؤ؟ همدارنگه چه د یونانی ژبی په مقابل کښی په (اسکائی) یا [سیتی] ژبه باندی خبرې کيدلې، د یونانی رسم الخط په مقابل کښی محلی رسم الخط هم موجود ؤ، چه اسکائی ژبه او نور پراکریتونه او سانسکریت چه دلته مروج وو، په هغه سره لیکل کیدل. دا رسم الخط معمولا په (خروشتی نامه بلل کیږی او وائی چه اصلاً د (آرامی) الف،  بی څخه جوړ شوی دی. 

او په اصل کښی د قضیی حقیقت داسی دی چه آرامی الف، بی د هخامنشی د زمانی د حکمرانانو دفتریانو او ليکونکو (منشيانو) د ځان دلته راوړی وه. او په آریانا سره کښی ئی ورو، ورو بل رنگ غوره کړ، او د مستر کنو د تحقیقاتو له مخی دا رسم الخط پنځمې ق م پیړۍ په خواؤ شاکی څرگند شو او د دریمی ق م پیړۍ په اواخرو کښی ئی د الف، بی صورت مکمل شو. دا رسم الخط د کوشانيانو نه پخوا د باختری او یونان د دوهم شاهی خاندان او همدارنگه د اسکائی او پهلوا د پادشاهانو په مسکوکاتو کښی استعمال شوی دی، او د لویو کوشانیانو په وخت کښی ئی عمومیت پیداکړی دی دا مسئله دا خبره توضیح کوی چه دا رسم الخط څه نا څه د دریمی ق م پيړۍ څخه د کوشانیانو د دوری تر اخره پوری په آریانا کښی معمول ؤ. 

علاوه پر دی (برهمی) رسم الخط چه د رواج ځای ئی زیاتره د هند ځمکه وه د هندوکښ په جنوبی لمنو کښی استعمالیده لکه چه په ۱۹۳۰ کښی د موسيو هاکن په پیدا کړو لیکنو کښی چه له بامیانو څخه ئی لاس ته راوړی دی، برهمی نمونی هم موجودې دې. له دی ځایه داسی لیکنی هم لاس ته راغلی دی چه موسیو سیلون لوی هغه د(کوشانا) په نامه بللی دی او په مسیحی ۵ او ۴ قرن پورې مربوطې دی هر کله چه دلته د عمومياتو په پای کښی تر دی زیات په دی مسئله کښی څه ویلی نشو د کوشانیانو د وخت د رسم الخط موضوع او مخصوصاً خروشتی رسم الخط په مفصلا بیان کړو.

*      *     *

کوشانیانو به عموماً ساده ډبل او درانه کالی اغوستل. چه د شکل او پریکړی (برش) په لحاظ نه چینی وو نه پارسی او نه هندی بلکه زیات د افغانستان د شمال شرقی خوا ؤ او د مرکزی آسیا محلى کالو او لباسونه ورته وو هر کله چه د لویو کوشانیانو دوره د نقاشی او هیکل تراشۍ د اعتلاء زمانه وه خوشبختانه په هغو هيکلونو او لوائحو کښی چه د افغانستان د مختلفو نقاطو د بودائی معبدونو څخه کشف شوی دی او په هغو رنگه تصاویرو کښی چه د فندقستان او باميانو څخه اخستل شوی دی د دغه عصر د کالو جزئيات ورځنی معلومیدلی شی، نو پخپل ځای کښی به دا کار وکړو. 

که څه هم کوشانیان تر څو چه د اکسوس (امو سيند) په شمال کښی اوسیدل د نورو یوچی قبائلو په شان زيږه خلک وو، ولی د باختر د مدنيت سره تماس او د سودا گرو او متمدنو «تاهیائیانو» سره تجارتی مراوداتو، ورو ورو د دوی د طبیعت سختوالی کم کړ لکه کوم وخت چه په باختر کښی خپریدل ټول شواهد دا ثابتوی چه دغه قوم د مدنیت د قبلولو استعداد پیداکړې ؤ. او د اجتماعی ژوند په ټولو شعبو کښی او د حکومتی چارو په چلولو کښی ئی د باختر د نجباور او د هغه ځای د مدنيت خپروونکو حاکمانو متابعت قدم په قدم کاوه او په آخره کښی د باختر او د آریانا د نورو ځایو د مهذبی او مدنی فضاء تر تاثیر لاندی تر دی مستعد شول چه د دوی د سلطنت او حکومت دوره د آریانا د تاریخ په پخوانیو دورو کښی یوه ډیره روښانه دوره شميرله کیږی.

لکه چه په وروسته برخو کښی په دوړو عناوينو لاندی ځای پرځای ولیدل شی، د دوی په عصر کښی دین، فلسفی، حکمت، ادبياتو، رسم الخط، مستظرفه صنائعو؛ معمارۍ، هیکل تراشۍ، نقاشۍ، رسامۍ او د ښکلو صنائعو نورو څانگو ډیره ترقی وکړه.

د کوشانی پادشاهانو دربار مخصوصا د دوی د مقتدرا و معروف پادشاه [کنيشکا] مجلل سلطنتی دربار د علم، حکمت، فلسفی او صنعت مرکز ؤ د شرق او غرب خوا ؤ ته د چین د «هانیانو» او د روم سره د کوشانی امپراطورۍ تجارتی مراودو پراختیار وموندله او د «وریښمو د لاری» د منځی برخی کنترول چه د آریانا په شمال کښی تیریدله، د کوشانی دولت په لاس کښی ؤ - دی امپراطورۍ د هند هغه برخه، چه د کوشانی فتوحاتو له حوزې څخه د باندی پاتی وه او د چین مملکت ئی د شرق له خوانه د پارت او روم له دولت سره نښلاوه د اموالو په بدلون مستفید، گرځوله او د آسیا د دی ګوټ تجارتی اوسیاسی سیادت ئی په لاس کښی ؤ.

کوشانی عنصر د افغانستان په پخوانی تاریخ کښی ډیر مهم او دوام لرونکی رول لوبولی دی او د مسیحی لومړۍ پیړۍ څخه وروسته بیا د اسلام د مقدس دین د پیداکیدو تر زمانی پوری د ځينو نسبتاً لنډو دورو په استثنا لکه د یفتليانو د نیمی پیړۍ حکمرانۍ (د شپږمی پیړۍ دوهمه نیمائی) یا په تخارستان کښی د توکیو بانو یعنی د غربی ترکانو د ملوک الطوائفی موقتی میعاد له ۵۶۶ څخه تر ۵٧۵ پوری او په غربی غاړو باندی د ساسانیانو ځينی تجاوزات - باقی تل او هر کله د حکومت واگی د کوشانیانو په لاس کښی وې او په دی اوږده دوره کښی کوشانی، یفتلی، توکیو او نوریو تر له داسی سره مخلوط شول چه د اسلامی زمانی شروع کیدو ته په یو دوو نژدې پيړيو کښی يو له بله نه پیژندل کیدل او تقریبا د افعانستان ټولو شاهی کورنیو په تیره بیا د هندوکش د جنوب محلی پادشاهانو ځانونه د کوشانيانو له ټبر او اولادی څخه بلل او د خپل نسب سلسله به ئی د کوشان د لومرۍ کورنۍ لویو پادشاهانو ته منسوبوله. 

په دی اوږده دوره کښی به څه نا څه د مختلفو وقفو سره چه د مخه ورته اشار وشوه د مسیح د زمانی اته پیړۍ رانیسی کوشانیان زمونږ د مملکت په تاریخ کښی څو واری ښکاره شوی او هر وار د دوی ظهور د مملکت د سیاست او ادارې په صحنه کښی نوی او مهم فصل بیرته کړی دی، د سیاست او اداری له صحنی څخه د کوشانيانو ظهور او غياب او د دغی رویی تکرار څو وجوهات لری چه په دی او آینده فصلو کښی بیان شوی دی او د هغو تفصیل د مملکت د تاریخ لویه برخه تر دی وروسته تشکیلوی، هر کله چه د کوشانیانو هره دفعه ظهور او د مملکت په اداره او اجتماعی کارو او په دغسی نورو زیاتو مسئلو کښی د هغوی مداخلی له یوی خوا او د زمانی تحول او ډیره ایجاباتو له بلی خوا هری دوری ته مخصوص مميزات بخښلی دی، په هر صورت مدققينو د کوشانیانو عصر د پخوانی افغانسان په تاریخ کښی په دری برخو وېشلی دی.

او هره یوه ئی زمونږ د مملکت په تاریخ کښبی جلا جلا فصل تشکیلوی چه په لاند ډول دی: 

(۱) د لويو کوشانيانو دوره یا فصل.

(۲) د وړو کوشانيانو يا کيداریانو دوره یا فصل.

(۳) د کوچنیو کوشانيانو د احفادو یا د رتبیل شاهانو دوره يا فصل د لویو کوشانیانو دوره د کوشانی حکومت او واکمنۍ لومړی او ډېره مهمه اوږده دوره ده چه د مسیح (ع) دوه اولی پیړۍ په یقینی صورت سره اشغا لوی او هر کله چه د پادشاهانو د کښیناستلو (جلوس) وفات، او د سقوط کال د کوشان د مخصوص وخت او زمانی او د کښیناستلو د کلونو د تطبیق سره تر اوسه په قطعی صورت سره نه دی معلوم؛ خو بیا هم د مسیح (ع) درې اولی پیړۍ ورته تخصيص کیدی شی، د دی فصل اساسی موضوع د همدغه دوری شرحه او د دی شاهی کورنیو تفکيک او جداوالی دی چه د هغی د ټولو مربوطو مسائلوسره به حتی المقدور بيان شی د دی دوری او د دویمی دورې په منځکښی چه د وړو کوشانیانو يا کيداریانو عصر دی او ځای ئی را تلونکی فصل دى په حقيقت کښی کوم عليحده شی فاصل نه دی بلکه د لویو کوشانيانو تدريجې سقوط په هغو علتونو سره چه په آینده فصل کښی بیان شوی دی، چه یو له هغو څخه د آریانا په غربی حصصو باندی د ساسانیانو تجاوز ؤ د دی سبب وگرزید چه باختری کوشانیان د کابلی کوشانیانو یعنی د هندوکش د شمال او جنوب کوشانیانو سره د کابل په حدودو کښی یو ځای شی او د یو بیگانه متهاجم په مقابل کښی ښه قوی دولت تشکیل کاندی. دغه دولت ته د ده د موسس او محرک د نامه په اساس چه (کیدارا) نومیده کیداری یا کوچنی کوشانی دولت وائی. چه بی د حد او حدودو د تعين څخه د مسیح د څلورمی پیړۍ په چوکاټ کښی ځاینسی څېنی له همدی جهته کیداریان هم د لویو کوشانيانو له ډلی څخه حسابوی لیکن ښه او اساسی خبره دا ده چه جدا فصل او دوره وبلله شی او د افغانستان د تاریخ د دورو او فصلونو طبقه بندی او د کوشانی تاریخ د دورو کرونولوژی دغه رویه ایجابوی ځکه د کوشانیانو دغه دوه دوری په هر لحاظ یوه له بلی څخه بیلی بیلی وې علاوه پر دی چه د دوی په منځکښی په ضمنی صورت سره د ساسانیانو ظهور او تجاوز حائل شویدی یوه دوره د اعتلا، عظمت، فتوحاتو او ترقۍ دوره ده او بله د انحطاط، تنزل، او مدافعی دوره ده.

دریمه دفعه کوشانی ظهور دوړو کوشانيانو یا کیداری کوشانيانو د اولادې دوره ده چه هغه د رتبیل شاهانو په نامه چه زمونږ په تاریخ کښی څرگند شویدی یادوو، د دی دورې او د کوشان د دویمی دوری په منځکښی یفتلی مقتدر دولت حائل شویدی چه د شپږم مسیحی قرن اول نيمائې ئې اشغال کړی دی. او یو مقتدر دولت و چه غربی او شرقی متجاوزین یعنی ساسانیان او گوپتا - ئې د خپلو سرحدو څخه هغی خواته وشړل او په هغوی باندی ئې باج کېښود. همدغه شان د توکیویانو (غربی ترکانو) ظهور او بیا د ساسانيانو مداخله او د دی جملی نه د تخارستان په برخو کښی د توکيو د خانانو د ملوک الطوائفى حکومت په دغه منځ کښی واقع شویدی چه تقریبا دغه ټول واقعات یو نیم سل کاله نیسی د ٧ قرن له اوائلو څخه د کیداری کوشانیانو اولاده د لوړو غرونو له شاخونو څخه راکوزیږی او اقلا د هندوکش په جنوب کښی یو مقتدر دولت جوړوی چه دا هماغه د کابلی رتبیل شاهانو زورور دولت دی چه د ٨۵٠ مسیحی کال پوری د اولو او لويو کوشانيانو سیادت او د دی جملی نه د مملکت خاوره د عربو په مقابل کښی محافظه کوی. 

دغه دی د افغانستان په پخوانی تاریخ کښی د کوشانیانو د ظهور دری دوری چه د آئنده فصلونو د ارتباط او تسلسل او د یوی دوری پر بل باندی د انعکاس په علت دلته په وقفواو د نورو فصلو څخه حاصل اخستل شوی او په لند صورت بیان شوی دی او دغه دی د دې فصل په اساسی مطلب چه د لویو کوشانیانو تاریخ دی لاسن پورې کوو: