د ایوتیدم کورنۍ
د ۲۲۷ ق م په شاؤخوا کښی
د یونان او باختری لومړنۍ خپلواکه شاهی کورنۍ د دوهم ديودوت د سلطنت نه وروسته پای ته ورسیده او هغه دوهمه کورنۍ چه د هغی د مؤسس (ایوتیدم) په نامه یادیږی میدان ته راووتله لکه چه په دغه بحث کښی به په مفصل ډول و لیدل شی، د یونان او باختری خپلواک سلطنت بنسټ په دغی کورنۍ سره ټینگ او قائم شوی دی، نه یواځی ټولی آریانا د یو خپلواک او مقتدر مملکت حیثیت پیدا کړ او د شام د سلوسی دولت له خوا د هغه پوره خپلواکی و پیژندله شوه بلکه له پخوانه زیات د باختر دولت د باختر د امپراطورۍ شکل پیدا کړ او په هند او چینی ترکستان کښی د متصرفانو خاوند شو او د مملکت په مهمو ځايو کښی داسی امیران او واليان مقرر شول چه پوره اختیارات او د مسکوکاتو د ضربولو حق ئی درلود، او د دی دپاره چه دغه مطلبونه ښه واضح او څرگند شی د دغی کورنۍ د پادشاهانو د سلطنت د جریاناتو په آخر کښې به بيا په دغه باب کښی بحث وکړو.
ايوتيدم: «اوتیدم» د دوهم دیودوت د سلطنت په زمانه کښی د سغدیان حکمران ؤ او د یونان او باختری مستقل سلطنت موئسس دغه عهده هغه ته سپارلې وه. د مخه مو وليدل چه شامی سلوسیانو د څه مقصد دپاره لومړی ديودوت د باختر او سغدیان حکمران مقرر کړ او ده د خپلی نقشی د اجرا دپاره له دغه کار نه څه استفاده وکړه او زوی ئی د شامی ساوسیانو سره خپل او د باختر د دولت مخالفت کوم حد ته ورساوه او څرنگه ئی د هغوی د نظریاتو د شنډولو او ناکامولو دپاره باختر او پارتيا پورته کړل سلوسیانو چه د سیاست په جپهه کښی ماتی و خوړله، له دسیسې او تو طیې نه ئی کار واخیست او ایوتیدم ئی و لمساوه چه د یونان او باختری دولت په مخالفت پورته شی چه د ده په واسطه خپلې پخوانۍ نقشې ته سرو صورت ورکړی که څه هم ايو تيدم په مخالفت لاس پوری کړ او دوهم (ديودوت) د باختر پاچا ئی وواژه خو بیا هم د شامی ساوسیانو اصلی و اساسی مقصد په لاس ور نه راغی او (ایوتیدم) د یونان او باختری دولت مستقل پاچا شو. شامی یونانیانو گمان کاوه چه ښائی د یونانی وینې په گډون سره به د باختر دولت خپل محکوم وگرځوی خو په دغه لاره کنی ئی اشتباه کړی وه، ځکه چه د اختر یونانیانو د اسکندر د زمانی نه وروسته د خپلو وینو رابطه هم کرار کرار دلاسه ورکړی او تردې اندازی پوری باختری شوی وو چه بی د یونانیت له نامه نه پکښی بل څه نه وو پاتی شوی، باختری یونانیان، باختر په آزاده فضا کښی یواځی د دې دپاره روزل شوی وو چه آزاد او خپلواک حکومت وکړی، او دغه هغه يواځينۍ لاره و. چه د هندوکش آزاده اولاده هم د هغوی سره یووالی ښکاره کړی لکه چه ښکاره ئی کړ.
ايوتيدم هغه وخت چه په باختر کښي پاچا شو ځان ئی خپلواک پاچا اعلان کر د باختر په تخت باندی د ده کیناستل او جلوسی د دریم شامی (انتیوکوش) د لښکر ایستلو د زمانی سرم یعنی د (۲۱۲ - ۲۰۴ ق م) کلونو او د (ترى داتس) او (ارتبان) د پارتيا د پادشاهانو سره د ده د جنگونو د زمانی سره برابر دی. د دغه فصل په اول کښی، و وویل چه د اسکندر د امپراطورۍ تجزیه کیدو نه وروسته شامی سلوسیانو توله آسیائی خاوره خپل ميراث باله، او د دی غلطی مفکورې پر اساس ئی چه د نورو په حقوقو باندی د تیری او تجاوز او له حرص نه پیدا شویده غوښتل چه مدام د اسیا په شرقی برخو باندی سلطه او نظارت ولری، خو نه باختر او نه پارتیا هیڅ یو تر دغه بار لاندې رانه غلل او د هغوی نقشې سرته و نه رسیدلی. نو هر کله چه ئی ولیدل چه په سیاسی او اداری اقداماتو او په تحريک او توطبې او په امید او ویری سره د دوی مقصد سرته نه رسیږی او هر هغه پلان او نقشه چه جوړوی ئی باختر او پارتیا د خدای خپلواکۍ د بنسټ د ټینگولو دپاره ورځئی استفاده کوی نو په جنگی اقداماتو ئی لاس پوری کړ او دریم شامی انتیوکوش غوښتل چه پخپله د ډېرو عسکرو سره د شرق خوا ته ووځی او پارتیا او باختر عملاً محکوم کړی. هر کله چه پارتیا د شرق خوا ته د ده د خط سیر په مخکښی پرته وه نو طبعاً لومړی تر حملې لاندی راغله. باختر او پارتيا په کمال خون سردۍ ه او سره سینه پیښو ته منتظر وو، دریم انتیوکوش د هغوی د اتحاد د خرابولو او د ځان د تقویه کولو دپاره د باختر نه پاچا (ایوتیدم) څخه وغوښتل چه د (پارتیا) پر ضد ورسره مرسته وکړی خو (ایوتیدم) د غربی گاونډی سره د روابطو شلولو ته حاضر نه شو او پخپل ځای پاتی شو تر دې چه دغه انتیوکوش په پارتی (تری داتس) باندی غا لب شو او وروسته بیا شامی یونانی عسکر د خپل پاچا تر اداری لاندی په (۲۰۸ ق م ) کښی په باختر باندی د حملې په نیت لمرخاته خواته روان شول.
هر کله چه د باختر پاچا واوریدل چه دریم انتیوکوش د ده د مملکت خواته را روان دی نو تیاری ئی وکړ او د لسو زرو تنو بلخی سپرو سره د غربی سرحد و خواته روان شو. يو څه موده ئی د (اریوس) هری رود د سیند په غاړه د دښمن سره مقابله وکړه، خو هر کله چه د سیند په غاړه له دې نه زيات نور مقاومت محال و، نو تصميم ئې ونیو چه بايخ ته بیرته راشی او په دغه ځای کښی مقاومت ته پسی دوام ورکړی د بلخ د زوړ ښار استحکام له ډېرو پخوا زمانو څخه زيات شهرت درلود، او (ايوتيدم) هم پخپله وار هغه نور پسې مستحکم او ټینگ کړی ؤ سیرنکس Sirynx د پارتيا د شرق د ښارونو د استحکاماتو په باب کښی ډیر شیان لیکلی دی او د کوزنی (اريوس) نه وروسته د ډيرو کلکو او مستحکمو ښارونو څخه بحث کری هر کله چه دغه شیان تر نظر لاندی ونيول شی نو معلومیږی چه ولی د باختر پاچا (ايو تيدم) باخ تعبیرته راغی او پدغه ځای کښی ئی مقاومت وړ او مناسب وباله. دریم شامی (انتیوکوش) دوه کاله کامله د بلخ په شاؤخوا کښی وځنډید خو ښار ئى فتح نه کړی شو. د ډبرې زمانی له حيثه د بلخ مقاومت په دریمه مسیحی پېړۍ کښی د رومنیانو په ضد د (سیراکوس)Syracuse د ښار مقاومت ته ورته دی. وائی چه په آخر کښی دریم شامی انتیوکوش او د باختر پاچا (اوتیدم) دواړه ستړی شوی او دواړه خوا پدی حاضری شوی وې چه پخپل منځ کښې سره صلح و کړی. د قرینونه داسې معلومیږی چه د دواړه خواؤ د صلحې موضوع په مفاهمی از منځگرتوب سره تیاره کړې وه. سره د دې چه ایوتیدم په محاصره کښی ؤ خو د شامی انتیوکوش دپاره کار ډیر مشکل ؤ ځکه چه له خپل مملکت نه دوه کاله غئب او لیری ؤ او خامخا باید هر څنگه چه وای بیرته تللی وای ځکه چه دغه ویره ئی درلوده چه په شام کښی د ده د حکومت بنسټ خراب نشی، د باختر پاچا هغه په دی پوه کړی و چه که چیری د ده او د يونان او باختری دولت خپلواکی په رسمیت و نه پیژنی او خپل عسکر بیرته و نه کاږی نو محاصره په قبوله کړی او د باندی به راو نه وځی. په دغه ترتیب تر کله چه د دواړو خواؤ ترمنځ د مفاهمی زمینه تیاره او برابره شوه ایوتیدم خپل زوی دمتریوس چه یو زرور ځوان و د خپل نماینده په حیث دریم شامی انتیوکوش ته واستاوه، انتیوکوش د پخوانيو مذاکرو له کبله په ډیره خوشالۍ او احترام د باختر د پاچا د زوی او نماینده هر کلی وکړ؛ او د مفاهمې او صلحې په باره کښی ئی د هغه پیشنهادونه د خپل ضعف او کمزورۍ د پټولو دپاره یو ښه زیری او ښه وسیله وگڼله، د محاصری نه ئی لاس واخست او ځان او خپل عسکر ئی له مشقت نه خلاص کړل. د ایوتیدم پادشاهی او د باختر د دولت خپلوا کی ئی په رسمیت و پیژندله او خپله لور ئی ځوان قاصد یعنی د متریوس د باختر د پاچا زوی ته ورکړه او لکه چه عهد شوی و د کابل او اراکوزی د لارې بیرته لاړ.