تعليقات
د دی کتاب دغه څو پاڼی چی دمخه راوړل سوی، په هغو کی د شیخ بیټنی ذکر داسی سوی دی: نقل هسی کاندی یارانو چی په روزگار د شیخ بیټنی کی د ده ورور چی سړبن نومید، او پر شیخ هم خورا گران و سړبن نه درلود زامن او هر کله به ویل خپل ورور ته، بیټنی خپل زوى اسماعيل ورکاوه او لوی سو د سړبن په کاله. خدای مهربان د اسماعیل په برکت سړبن ته نصیب کړه دونی زامن چی اوس تر وس تیر سو گڼون د هغو...
نعمت الله دغه عنعنه په مخزن افغانی کی هسی لیکی: نقل است که سربن برادر کلان بیتنی مفلس بود و از سعادت فرزند هم محروم بود. روزی سربن به خانه برادر خود که شیخ بیتنی باشد آمده عرض کرد که ای برادر! دعا تو در باب جميع خلایق مستجاب است در باب من توجه نمیفرمایی. حضرت شیخ بیت فرمود كه يك پسر مرا ببر و پرورش نما... آخر الامر شیخ پسر خود اسماعیل را به برادر خود سربنی داد... په دی ډول زموږ لمړی مورخ سليمان ماكو قول خو تر نعمت الله څلور سوه کاله دمخه دی. مگر یو له بله ربط او نژدیوالی سره لری او دا ښکاره کوی چی تر زرم هجری کال مخکی هم د شیخ بیټنی له بابته پښتنو معنعن او مستند روایات درلودل.
د شیخ بیټنی نور روایات موږ ته نه دی معلوم او نه د ده د ژوند وخت مورخانو تصريح کړیدی. فقط له پټي خزانى له ليكونو څخه ښکاری چي اسماعيل د بيټ نیکه زوی د خرښبون معاصر و، دغه سړی په کال ٤١١ هـ ق مړ سوی دی، نو چي د اسماعيل د ژوند وخت د ٤٠٠ هجری حدود وی، ښایی چی پلار او اکا یی هم د ٣٥٠ه په حدودو کی ژوندی وی.