32

هندو اروپائي ژبي يا آرياني ژبي

د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک ، لومړي برخه

د ژبو د ويشني یو لنډ ډول مو دمخه ولوست، پوهانو دا ویشنه په ډول ډول کړيده بيله هغي لوړي ويشني يوه بله دا ده، چه د پنځو لویو وچو ژبي جلا جلا ويشي اما ښه او معتبر تقسيم دا دي، ژبي د ريښې او اصولو او قواعدو د شباهت لامله وويشلي سي نو ځکه دلته ما دغه ويشنه غوره کړه.

تاسي ولوستل چه په لوړو او اوښتونکو ژبو کي يوه مشهوره ډله هندو اروپائي يا آريائي ژبي دي، چه د دنيا يو مشهور پښت يعني آريائي اقوام ئې وائي. دا ژبي د سموالي او ارتوالي لامله خورا ښې ژبي دي، او د بشر مدني اقوام هم په دغو سره ږغیږي ځکه چه زموږ ژبه پښتو هم له دغو ژبو څخه شمېرل کيږي نو لږ څه ډير د آريائي ژبو نه دلته ښائي: آريائي ژبي د ږغونو او اصولو له لامله دوې ډلي دي، چه هره ډله په خصوصياتو او الفاظو او مخارجو او تلفظ او د کلمو په تغير کي سره ورته ده، او له یوې کورنۍ څخه گڼل کیږي، ددې توپیرلپاره د ژبو پوهانوټولي آريائي ژبي دوې ډلي کړي دي چه لومړۍ ډله ستم Santem بولي او دوهمه ډله سنتم Centum بولي.



د ويشني لار

 دا ویشنه پردغه علمي اساس بناه ده.

پوهاند فقط يوه كلمه (سل، صد، ۱۰۰) ئې معيار کړې ده او حروف ئې د ژبو د وېشني شاخصه گڼي، په لاتيني سل ته سنتم وائي، او به سنسكريت کي (سيتم) بولي، نو ټوله هغه آرايائي ژبي چه د دې کلمې په سرکي (س) ئی (ن) وي د (ستم) ډله ئې بولي، او که لکه لاتيني د سل د کلمې په سر کي (س) يا (هـ) وي، او وروسته نون هم ولري، دغه ډله د (سنتم ډله) بلله كيږي، عموماً آريائي غربي ژبي د سيتم له ډلي او شرقي آريائي ژبي د سنتم له ډلي دي.

د مثال په ډول: په سنسكريت کي سل ته (سيتم) وائي په پاړسو کي (صد، سد) بولي، په روسي ئې (استو) بولي چه (ن) نلري، نو ځکه دغه ژبي د سيتم له ډلي څخه گڼو. بالعکس سل ته په لاتيني سنتم يا كنتم وايي، په انگليسي او فرانسوي او ايتالوي کي هم (ن) لري نو ځکه ئې د سنتم په ډله کي بولو.

لاندي ئې دغه مثالونه لږ څه واضح وگورئ:


د سيتم ډله                                                    دسنتم ډله

سنسکریت                ستم                               لاټیني                   سنیتم

پاړسو                   سد (صد)                          یوناني                  هیکاتون

هندي                        سو                             انگلیسي                  هنډریډ

روسي                     ستو                              الماني                    هندریډ

‎پښتو                       سل                              فرانسوي                  سائت

د ستم او سنتم پر علمي اساس ټولي آريائي يا هندو اروپائي ژبي د لاندنينۍ نقشې په ډول ویشل کیږي.

                                             


                                               آریائي(هند و اروپائي) ژبي                                   


ستم   سنتم

سنسکریت    اوستا      پښتو    د فرس زړه ژبه    فارسي          پهلوي 


ارمني                                        الباني                                     اسلاوي


لیتواني                                    زوړ پروس                                 روسي     




سکانډنیاوي                سلتي(کلتي)        توتني                                یوناني               لاتیني  



ایسلینډي    دنمارکي انگلیسي   هلنډي     الماني  ایتالوي    فرانسوي       رماني       اسپانوي

سویډي    نروژي 


په ديې انځور کي تاسي ته د نړي مشهور و آريائي ژبو وېش ښکاره شو، او ومو لیدل چه د سيتم له څانگي څخه یوه ژبه هم پښتو ده، او دا ژبه د سینسکریت او اوستا (زند) سره ډيره نژدې خپلوي لري او درې سره د يوې مورلوڼي دي.