سامانیان (۲۷۹ - ۳۸۹ه)
د سامانیانو کورنۍ د (سامان) (خداه له اولادې څخه وه، چې يو نجیب سړی و، دی د بلخ په کلیوالي سیمو کښې حکمران او دين يې زردشتي و ؛ د ګردیزی په وینا دی د ۱۹۷) هـ - ۸۱۲م) په شاوخوا کښې د مامون الرشید په هڅه مسلمان شو اسد د سامان زوی د مامون حضور ته لار پیدا کړه، دغه اسد څلور زامن لرل نوح - احمد - يحيى - الياس - چې د خراسان د حکمران غسان د عباد د زوی له خوا سمر قند او سغد نوح ته فرغانه احمد ته، چاچ او اسرو شنه یحیی ته او هرات الياس ته وسپارل شول. د احمد بن سامان زوی چی امیر نصر نومید پر (٢٦١) هـ - ۸۷۴م) کال د معتمد خليفه له خوا د ماوراءالنهر په امارت وپېژاند شو، ده د بخارا حکومت خپل ورور اسماعیل داحمد زوی ته پرېښوو، خو پر (۲۷۵ ه - ۸۸۸م) کال په بخارا کښې د دوو ورونو تر منځ سخته جګړه پېښه شوه، نصر د اسماعيل لاس ته ورغی او سمر قند ته واستول شو پر (۲۷۹ هـ - ۱۹۲م) کال مړ شو، ټول ماوراء النهر او خراسان د اسمعيل په لاس کښېووت او د معتضد او مکتفی خلیفه ګانو دربار هم دی رسماً په پاچهی و پېژاند، هغه د آل سامان د سلسلې بنسټ اېښودونکی دی چې پر (۲۸۷ هـ - ۹۰۰م) کال يې خواك و موند او د بغداد د خلافت دربار هم دی د سیستان د آل صفار په
مقابل کښې چې د خپلواکۍ غږ يې تر خولې ویوست پیاوړی کړ، پر همدغه کال يې په بلخ کښې صفاري عمر وليث بندي کړ او شمالي او لويديز افغانستان یې له تخارستانه تر مرو هراته ونیول او د ایران شمال او ماوراءالنهر هېوادونه یې د ساماني هېواد برخه کړل. د مجمل فصيحي په وينا د هند پرځينو لويديزو سيمو هم د اسمعيل لاس برشوی و، چې ښايي د فصیحی مقصد ګندهارا وي محمد د محمد زوی د عبد الله بلعمی لمسی د دري ژبې د تاریخ طبری مترجم د دغه پاچا فاضل وزیر و، اسمعیل پر (۲۵۹ هـ - (۹۰۷م) کال وفات شو د اسمعيل ساماني د قبر عکس - ۴۳ نومره). د اسماعیل تر مړينې وروسته یې زوی احمد پر ځای کښېناست، دی پر (۲۹۷ هـ - (۹۰۹م) کال هرات ته راغی او حسین د علي مروزی زوی يې سیستان ته ولېږه څو چې صفاري حکمرانانو معدل اوبو علي چې تر بست او رخجه پورې واکمن وو له منځه یو وړل سیستان يې د ساماني اسحاق زوی منصور ته ورکړ، خو لکه د مخه چې وویل شول د سیستان خلکو د سندلي په مشرۍ هغه ونيو (٣٠٠هـ - ۹۱۲م). احمد پر (۳۰۱) هـ) کال د خپلو مریانو په لاس ووژل شو، خلکو د هغه اته کلن زوى نصر بن احمد پر تخت کښېناوه ، خو د هیواد چارې د هغه پوه وزیر ابو عبد الله محمد د احمد الجيهاني زوى اداره كولي پر (۳۰۲) هـ - (۹۱۴م کال په خراسان کښې منصور د ساماني اسحاق زوى ياغي او له سيستان او هراته حسين علي مروزی هم ورسره یوځای شو. خو له ساماني درباره سپه سالار احمد د سهل زوی هرات ته راغی همدا چې منصور په نیشاپور کښې مړشو حسین پر (٣٠٦ هـ - ٩١٨م) کالتر سختو جګړو وروسته غاړه کښېښووه او و بخښل شو. د نصر په وخت کښې لکه چې د مخه وليکل شول د سیستان ولايت د ساماني محلى حکمرانانو او امیرانو ترمنځ لاس په لاس ګرځېده. د دغه پېر نورې پېښې د افغانستان په تاریخ پورې اړه نه لري. نصر پر (۳۳۱ هـ - (۹۴۲م کال تر دېرشو کالو پاچهۍ وروسته مرشو او لومړی نوح دده زوی پرساماني تخت کښېناست. د ده د وخت له مهمو پیښو څخه د افغانستان په شمالي سيمو او خراسان کښې د بوعلي چغاني د محتاج زوی چې د هغو سيمو حکمران و، سرغړاوی و چې د ختلان د امير په مرسته يې په بلخ، ګوزګانان، سمنګان او تخارستان کښې لښکر راغونډ کړ، خو د امير نوح لښکر هغه مات کړ، پر (۳۴۱ هـ - (۹۵۲م) کال بیا د ساماني دربار له خوا د خراسان په امارت و پیژاند شو. نوح پر ۳۴۳) هـ - (۹۵۴م) کال مړ شو او زوی يې لومړی عبدالملک پر تخت کښیناست. دده په وخت کښې پر (۳۴۵ هـ - ٩٥٦م) کال ابو الحسن سیمجور د خراسان په سپه سالاری وټاکل شو، خو له هغه څخه خلکو شکایت وکړ او پر ځای يې ابو منصور عبدالرزاق خراسان ته راغی (۳۴۹ هـ - ٩٦٠م)، تر هغه وروسته هم الپتگین حاجب الحجاب د خراسان په سپه سالاری و ګمارل شو او ابو علي محمد بلعمی د هغه ځای حکمران و. د ابن مسکویه په وینا د ابوعلی محتاج د له منځه وړلو له پاره د مالك زوى بكر وټاکل شو، چې هغه له خراسانه ورك كړي، بكر هم هغه د خراسان تر پایه و ځغلاوه، څو چې لومړى عبدالملک پر (۳۵۰ هـ - ٩٦١م) كال مړ شو او ورور يې منصور د لومړې نوح زوی دده پر ځای کښیناست، ده ابو منصور عبدالرزاق د خراسان په حکمدار او د الپتگین د مخنيوي له پاره و ګماره دا سړی پر (۳۵۰ هـ - ٩٦١م کال) له نیشاپوره پر شاشو، بلخ، خلم،تخارستان او غزني ته راغی او د غزنوي دولت بنسټ يې کښېښوو. پر (۳۵۳هـ - ٩٦٤م) کال سرهنگ ابو علي محمد د عباس زوى د هرات د تولك په حصار کښې ياغي شو د ابوالحسن سيمجور له خوا چې د خراسان حکمران و، بوجعفر نومي د هغه د مخنيوي له پاره پازمن شو چې د تولك ترحصار نيولو وروسته یې د غور ځينې کلاوې هم ونيولې. د منصور په عصر کښې د سیستان حکران خلف د احمد زوی د ساماني دولت له خوا تقویه شو، خو تر هغه وروسته نوموړي خلف په سیستان کښې د سامانیانو له اطاعته سر وغړاوه، منصور له هغه سره اووه کاله جګړه وکړه، چې په پای کښې يې روغه سره وکړه (۳۷۳) هـ). خو همدا پېښې د ابن اثير په وينا د ساماني دولت د کمزورتيا سبب شوې او شاوخوا حکمرانانو ته د مرکز په اړه خامه هیله پیدا شوه. منصور پر (٣٦٦ هـ - ٩٧٦م) کال مړ شو او پر ځای يې دويم نوح د منصور زوی کښېناست، د ده په عصر کښې يې تر مړينې (۳۷۸هـ - ۹۸۸م) د خراسان حکمراني په ابوالحسن سیمجور پورې اړه درلوده دا وخت الپتگین له دنیا تلی او پر ځای يې زوم سبکتګین د غزني د چارو واګې په لاس کښې نيولې وې او ابو علي سيمجور چې د خپل پلار ابوالحسن تر مړينې وروسته يې خراسان تر لاس لاندې و، له بلخ د حکمران فايق خاصه سره يې لاس يو کړ او په خپل سر شو، نوح د دوی د خپلو او د خراسان د چارو د سمولو له پاره د خپل دربار یوسړی چی ابوالعباس تاش نومید خراسان ته واستاوه او له سبکتګینه یې مرسته وغوښتله، سبکتګین له خپل زوى محمود سره د دویم نوح ملاتړ ته ورغی پر (۳۸۴) هـ - (۹۹۴م) کال يې د هرات ښارته نژدې ابوعلي مات کړ او هغه د دیلمیانو دربار ته پناه یووړه، دویم امیر نوح سبکتګین ته د "ناصر الدين" لقب ورکړ او د خراسان حکمدار په توګه يې ترتر سختو جګړو وروسته غاړه کښېښووه او و بخښل شو. د نصر په وخت کښې لکه چې د مخه وليکل شول د سيستان ولايت د ساماني محلى حکمرانانو او امیرانو ترمنځ لاس په لاس ګرځېده. د دغه پېر نورې پېښې د افغانستان په تاریخ پورې اړه نه لري. نصر پر (۳۳۱. هـ - (۹۴۲م) کال تر دېرشو کالو پاچهۍ وروسته مرشو او لومړی نوح دده زوی پرساماني تخت کښېناست. د ده د وخت له مهمو پیښو څخه د افغانستان په شمالي سيمو او خراسان کښې د بوعلي چغاني د محتاج زوی چې د هغو سيمو حکمران و، سرغړاوی و چې د ختلان د امير په مرسته يې په بلخ، ګوزګانان، سمنګان او تخارستان کښې لښکر راغونډ کړ، خو د امير نوح لښکر هغه مات کړ، پر (۳۴۱ هـ - (۹۵۲م) کال بیا د ساماني دربار له خوا د خراسان په امارت و پیژاند شو. نوح پر (۳۴۳) هـ - (۹۵۴م) کال مړ شو او زوی يې لومړی عبدالملک پر تخت کښیناست. دده په وخت کښې پر (۳۴۵ هـ - ٩٥٦م) کال ابوالحسن سيمجور د خراسان په سپه سالاری وټاکل شو، خو له هغه څخه خلکو شکایت وکړ او پر ځای یې ابومنصور عبدالرزاق خراسان ته راغی (٣٤٩هـ - ٩٦٠م) ، تر هغه وروسته هم الپتگین حاجب الحجاب د خراسان په سپه سالاری و ګمارل شو او ابو علي محمد بلعمی د هغه ځای حکمران و. د ابن مسکویه په وینا د ابوعلی محتاج د له منځه وړلو له پاره د مالك زوى بكر وټاكل شو چې هغه له خراسانه ورك كړي، بكر هم هغه د خراسان تر پایه وځغلاوه، څو چې لومړى عبد الملك پر (۳۵۰ هـ - ٩٦١م) كال مړ شو او ورور يې منصور د لومړې نوح زوی دده پر ځای کښیناست، ده ابو منصور عبدالرزاق د خراسان په حکمدار او د الپتگین د مخنيوي له پاره و ګماره دا سړی پر ( ۳۵۰هـ - ٩٦١م کال له نیشاپوره پر شاشو، بلخ، خلم،
تخارستان او غزني ته راغی او د غزنوي دولت بنسټ يې کښېښوو. پر (۳۵۳ هـ - ٩٦٤م کال سرهنگ ابو علي محمد د عباس زوى د هرات د تولك په حصار کښې ياغي شو د ابوالحسن سيمجور له خوا چې د خراسان حکمران و، بوجعفر نومي د هغه د مخنيوي له پاره پازمن شو چې د تولك ترحصار نيولو وروسته یې د غور ځينې کلاوې هم ونيولې. د منصور په عصر کښې د سیستان حکران خلف د احمد زوی د ساماني دولت له خوا تقویه شو، خو تر هغه وروسته نوموړي خلف په سیستان کښې د سامانیانو له اطاعته سر وغړاوه، منصور له هغه سره اووه کاله جګړه وکړه، چې په پای کښې يې روغه سره وکړه (۳۷۳) هـ). خو همدا پېښې د ابن اثير په وينا د ساماني دولت د کمزورتيا سبب شوې او شاوخوا حکمرانانو ته د مرکز په اړه خامه هیله پیدا شوه. منصور پر (٣٦٦ هـ - ٩٧٦م) کال مړ شو او پر ځای يې دويم نوح د منصور زوی کښېناست د ده په عصر کښې يې تر مړينې (۳۷۸ هـ - ۹۸۸ م) د خراسان حکمراني په ابوالحسن سیمجور پورې اړه درلوده دا وخت الپتگین له دنیا تلی او پر ځای یې زوم سبکتګین د غزني د چارو واګې په لاس کښې نيولې وې او ابو علي سيمجور چې د خپل پلار ابوالحسن تر مړينې وروسته يې خراسان تر لاس لاندې و، له بلخ د حکمران فايق خاصه سره يې لاس يو کړ او په خپل سر شو نوح د دوی د خپلو او د خراسان د چارو د سمولو له پاره د خپل دربار یوسړی چی ابوالعباس تاش نومید خراسان ته واستاوه او له سبکتګینه یې مرسته وغوښتله سبکتګین له خپل زوی محمود سره د دویم نوح ملاتړ ته ورغی، پر (۳۸۴) هـ - (۹۹۴م) کال يې د هرات ښارته نژدې ابو علي مات کړ او هغه د دیلمیانو دربار ته پناه یووړه، دویم امیر نوح سبکتګین ته د "ناصر الدين لقب ورکړ او د خراسان حکمدار په توګه يې تر غزني کابل او بلخ پورې وپېژاند، د هغه زوی محمود يې د "سيف الدوله" په لقب د نشاپور حكمدار و ټاکه دویم امیر نوح او سبکتګین دواړه پر (۳۸۷هـ) کال مړه شول او دويم منصور د دویم نوح سپین زنی زوی پر ساماني تخت کښېنول شو، خود سامان د کهاله د نظام رسۍ وشلېده، ايلك خان بخارا ونیوه او بكتوزن دویم منصور روند کر (۳۸۹) هـ - ۹۹۸م). ورور يې دويم عبد الملك د دویم نوح زوی پر تخت کښېناوه، خو سلطان محمود د هغه رانده پاچا د كسات اخیستلو له پاره مرو ته لاړ او په پای کښې يې له بكتوز او فايق سره داسې وکړل چې هرات او بلخ (یعنې د افغانستان تر کابله دې د محمود وي او نیشاپور او مرو دې د دوی. محمود پر (۳۸۹) هـ کال له دې جګړې را وګرځید، او پر همدغه کال ايلك خان بخارا ونيوله دويم ساماني عبد الملك يې په اوزګند کښې بندي کئ او همهلته یې وواژه ابونصر ابراهيم منتصر د دویم نوح زوی د سامانیانو وروستني شهزاده په ډېره زړورتيا د محمود له ورور نصر او ايلك سره جګړه کوله، څو په پای کښې د محمود په لمسانه پر (۳۹۵ هـ - ۱۰۰۱ ع) کال ووژل شو، چې همدا د سامانیانو د سلسلې پای و. د دغه مهال له علمي او اداري نومياليو څخه دوه نامتو وزیران یو محمد د احمد جيهاني زوى د ورکې جغرافيا ټولوونکی او بل محمد د محمد بلعمی زوی په دری ژبه د طبری تاریخ (مترجم) او د دري له پخوانيو شاعرانو څخه هم ابو شکور بلخي رودكي دقيقي بلخي، او ابو محمد هاشم په بست کښې د پښتو شاعر چې پر ۲۹۷ هـ مړ دی او نور وو. د سامانیانو پر مهال اسلام دین د اسلامي مدنيت له عربي ژبې او ادب سره تر کابله را رسیدلی و، خو د هېواد د ختيزو سرحد و لکه ننګرهار لغمان، کونړ او د خوست او منګل د غرونو اوسیدونکي پر خپلو پخوانيوادیانو ژبو او مدنیت پاتې وو او دري ادبياتو ښه وده کړې وه (۴۴) نومره د سامان د کورنی شجره " پر
۱ - لومړی نصر د احمد ساماني زوى ( ٢٦١ - ٢٧٩ هـ). بر
۲ - اسمعيل د احمد زوی (۲۷۹ - ۲۹۵ هـ)
۳- احمد د اسمعیل زوی (۲۹۵ - ۳۰۱ هـ ) ور
۴ - دویم نصر د احمد زوی (۳۰۱) هـ - ۳۳۱)
۵ - لومړی نوح د نصر زوی (۳۳۱ - ۳۴۳ هـ).
٦- لومړى عبد الملك د نوح زوی (۳۴۲ - ۳۵۰ هـ).
۷ - لومړی منصور د نوح زوی ( ۳۵۰ - ۳۶۶ هـ)
.۸ - دویم نوح د منصور زوی (۳۸۷ - ۳۸۹ هـ).
۹ - دويم منصور د دوهم نوح زوی (۳۸۷ - ۳۸۹ هـ).
۱۰ - دويم عبد الملك د دوهم نوح زوی (۳۸۹) هـ).
۱۱ - ابوابراهيم منتصر د دویم نوح زوی (۳۹۰ هـ) د ده تروژلو ه پورې پر (۳۹۵ هـ). ال اخځونه يو گردیزی - ابن اثير - طبقات ناصری - دايرة المعارف اسلامی - تاريخ د سیستان - تجارب الامم - تاريخ الاسلام السياسى - مختصر تاریخ ایران د پاول هورن - روضة الصفا، طبقات سلاطین اسلام، معجم الانساب زمباور يو لمب تاريخ بخارا - لب التواريخ - تاریخ یمینی - دبار تولد تركستان - حبيب السير.