32

ښځه او پښتانه

پښتو مقالات

ښاغلی بېنوا ! 

 د کابل په کښي مو د ښځو پښتنو په خاص کښي اقتراح کړې وه او زما رايه مو غوښتې وه، دا موضوع خورا مهمه ده، او د پښتنو په اجتماعي حالت کښي هم د غور و ده. څو عمر د مخه د ننگرهار ویښو زلمیانو هم دغو خبرو ته توجه کړې وه، او ما د پوهانو او لیکوالو ډېر مضامین په وطنی جرایدو کښی ولوستل او غواړم چی دلته زه هم څه ولیکم. پښتانه ځی ته په خورا درنه نظر گوری، د ښځی پلو په احترام و زموږ پښتنی او ملى عنعنات پر دې خبره دلالت کوی چى پخوانو پښتنو به د خلقت دې لطيف نظر لطيف نظر او د لوى خداى (ج) چی ښایی تاسی وگورئ پښتنو د ژوندانه اکثر کارونه ښځو ته سپارلی وه، د کور ټول لوازم او د حمل و نقل اسباب د ښخو لخوا تهیه کېده په جگړو او جنگو کښی د ښځو صفا دہهه رو، به او مطلقه. هم ښځي ايښووه او د ښځي پلو هسي محترم و چي به چا له په ننواتي راغله هغه مقصد به خامخا د متخاصم له خوا د طرف مقابل گټه فيصله كېدى حتي غلو او بدو خلكو به هم دوست دارم. ښځه وه چاه قافله نه شکوله. دا ټول اوضاع او د پښتنو ملی عنعنات دلالت پر دې خبره کوي چی ښځه د پښتنو د ژوندانه یو محترم عنصر وه، او پخوانو دغه لطیف جنس ته د احترام په سترگه کتل او تل دغه وضعیت د دوي په مقابل کښی اجراء کېده چی اوس هم ځیني . دغه عنعنات په پښتنو قبایلو کښی محفوظ دي.

 مگر وروسته وروسته د پښتنو په کور کښی یوه نوې بلا ولاړه سوه او د ښخو د مهر او ولور او نورو نومو په ډول تقریباً ددې نافع او لطيف جنس خرڅول شروع سوه اوول اوس چي اول موھد گورو، اکثر پترونه خراپلون . د کندهار د پښتنو هم دا بلا په کور سوده او پښتنې پېغلی ډېرځله بې مېړه عمر تېروی او پښتانه زلمی جره ژوند کوی، ولورونه تر (۵۰) زرو کو روپو پوری سیېدلی دی او بې او. خاوندان سي ددې بد وضعيت منطقي داده چي ورځ په ورځ اخلاق خرابيږي، نسل كمي، دزلمو صحت ورانيږي، امراض او آفات ډيريږي، او پاي كښي يـو مكمل (انحطاط) زموږ په برخه. که د محاکمو او جنایاتو یو مکمله احصائیه واخلو تاسی به وگورئ چی سل تر نیمی ډېر جنایات او اجتماعي آفات له دغه وضعیت پېښیږی، ولورونه لوړ سول، زلمی جره گرځی پېادغلی په پله کور کړون. ې گټي دوني څوک نسته چی پښتانه په خپل عیب وپوهوی او دوی له داسی کارو څخه منع کړي. 

موږ مسلمانان یو او بیا پښتانه یو اسلامي هدایات باید هېرنه کړو (خیرالنساه احسنهن وجوها)زموږ دپېشوا بهترین وصیت دي،دپښتنوالي غیرت هم دا نه قبلوي چي سړی خپل اولاد او خپل مظلوم او بیچاره زېږولي(یعني خپل ناموس)په پیسو خرڅ کاندي:لکه لوړ چي ولیکل سوه ، مسلمانان هغه ښځه خورا ښه ګڼله چي ولور به ئي ډېر لږ ؤ ،پخوانو پښتنو هم خپلي لوڼي نه خرڅولې. نه پوهېږم چی دغه ۴۰ - ۵۰ زره روپۍ ولورونه له کومه سوه؟ آیا د پښتنولۍ غیرت څه سو؟ ښايي چي ځيني پښتانه به په دغو خبرو خوابدي سي چي زه ولي هسي ترخي خبري ليكم چرا مهم خورا مهمه ده او زموږ د بيشترو خرابيو علت هم دغه دي چي ښځي د پلار پر كور زړيږي خرکي يا په خورا گران ولور ورکول کیږي.ځني مدهش نتائج ئې زه لاندي لیکم :

۱: پهغله ښځه چی په کور کښی بې مېړه ناسته وي شخصي اخلاق ني خرابيږي او كله كله ناجائزه كارونه كوي، چي د خپل پلار او كورني رنگ په بديږي دغسي هم كه نارينه بي ښځي وي او لور ونه لري نو کوزده نه سي کولای د نارینه اخلاق هم خراب سي په لواطت او زنا او نورو آفاتو اخته سي. 

۲:خوان سړی او ښځه چی د واده وخت ئې راغلی وي، که واده نه سی نو دواړه په ځینو صحی آفاتو گرفتار سی، چی دماغ او بدن دقت کنید ئېډېر تاوان لری، مثلاً : جره خلک او په وهی یا دخیل است. ناوړه عملو لکه چرس تریاک اخته کیږی. جلق او مسکرات دواړه زموږ د نسل بیخ راکاږی اوس چه موږ گورو زموږ زلمی اکثر په دغو فسادو ۱. گرفتار دي او علت اي همدغه دي چي ولورونه گران دي او د زلمو کورونه وران دي. 

۳:چی واده او نکاح نه وي ښه اولاد نه پيدا کيږي د يوقوم مواليد چي کم وي خلق ئې لږيږي او د نفوسو قلت هر راز اقتصادي او اجتماعي تاوانونه لري که موږ دغه پنځوس کاله ولورونه تر حد نه. وای ډېر کړی او ښځی مو پر وخت زلمو ته ورکړی وای یقیناً به اوس زموږ نفوس هم ډیر و چی نفوس ډبر سوی وای وطن به ضرور ودان،وای زراعت به ښه،وای اقتصادي چاري چي د خلکو په کیږی تر اوس به خورا ښې وای 

۴:ما ډېر ليدلي دي چي د ښځي د کښېنولو او نه ورکولو په علت قتلونه واقع سوي او ډېرجاني او مالي تلفات رسېدلي دي او د اولسونو تر منځ بدۍ او دښحمنۍ اجتماع لودى او را در نتيجه . په دې ډول ډېر نور عيوب او مفاسد له دې خبري نه زيږي او کولای سو چی دغه مفسده ام (المفاسد وبولو، او د پښتنو د اوسنی انحظاط علل العلل هم دغه خبره ده اوس زه بیرته هغه لومړنی مقصد ته ور گرخم او وایم چی ښخه دڵتنو د اوس پخوانو خلکو او. د ژوندانه ملکه او د نارینه د بهترینه ملگروه وه، مگر اوس نی موږ د حیوان په دود خرڅوو او پلرونه د لوڼو په غوښو خوړولو نه شرمیږی خپل ناموس په پیسو خرڅوی. مجلس ددې کرغېړن او ناوړه دود د ورکولو او محوه کولو دپاره باید ډ ملاېر کوښښ وسی محترم علماء او پوهان او سپین ږیری باید قوم پوه کړی چی ولور خورا لر واخلی او د واده نارک اوونک مراسم دو ناروانک او. او عالمه خالي نه وي او پښتانه هيڅ نکاح بېله ملا څخه نه تړي سپين ږيري هم د نکاح په مجالسو کښي خبرول کيږي نو که محترم علماء په دغه موقع کښي ځيني ديني تبليغات و فرمايش هم خله ده چي. اثر و كاندي. که څوک په کور کښی پهغله لری او په نکاح ئې نه ورکوی باید د هغه سړی خپلوان او دوستان ده ته نصیحت وکاندی چی ښځه په شرعی نکاح چا له ورکړی او معطله علم. ډېر لوی خدمت کولای سی ښایی چی خپله دینی او وظیفه اجتماعی هېره نه کړی. ما اورېدلي دي چي د ننگرهار ځيني پوه او ويښ زلميان دې خبري ته متوجه سي سوي دي چي په هغو پښتنو کښي تبليغات و کاندي او دا ناوړه دود ورک کړي، خداي دي دوي له توفيق عطاء کړي چي ډېر ژر موفق او دغه اجتماعي فساد لکه يو مدهش مرض زموږ پښتنو بېخ را کاږي. 

د کندهار د یوه معزز او بدای سړی په کور کښی یوه پېغله لور وه د واده وخت ئې هم ځنډېدلی و پلار د ناوړه افكارو په باعث چـا له نه ورکوله او غوښته ئې چی دا معصوم او مظلوم انسان په لوړ ولور خرڅ کړی، دوه درې کاله د پېغلتابه وخت ئې دھار پر کور تبر سو او پلار د ښخه د ظلم له لاسه سخته په عذاب سوه خلکو چی بې مراسم پلار ته مرکه واستوله ظالمار پلہ به ډلو. د ځوانۍ مشتعلو احساسو سوخله خو د صبره ئې کار اخیست په دې ډول درې څلور کاله تېر سوه او دا پېغله د پلار پر کور دده د نامه او ناموس د خوندي کولو دپاره ناسته وه، او د پېغلتابه ايشېدونکي جذبات ئې پخپل زړه کښي پټول، بې رحمه پلار ددې حال ته نه کتل او د ډېر ولور په فکر کښی په یوه متول سړی گرخیده ددوی د کور تر څنگ یواخلاق او ناروا زلمی و چی دوې ماینې هم درلودې تو بې ناموسه سړی ؤ، او بل به په ناروا کارو پسی گرخیده او خپلی ما. ددغی پهغلی سره ناروا مناسبات قائم کړل او له دې سره ئې عشقبازی شروع کړه پېغله چی د ظالم پلار له لاسه څلور پنځه کاله معطله ناسته و د شیطان په اغوا پلار له کوره و اوره اوره. پلار او او ټول خپلوان په قهر سول او و ویل چی زموږ پزه او را پرې کړه نو ئې د خپلی لور سره خپل مناسبات قطعه کړل او یو څو ورځی چی شهوانی و سوګه دھرو سو هغلا. ه بنو هم دښمنی ورسره شروع کړه د پلار او مور جاهلانه جمعیت هم پر ښور راغی او د خپلی لور سره ئې هیڅ رابطه نه درلوده، دې بدبختی ښځی چی د او پلار او خپلوانو له خوا هی مور حمایت نه لید او بد اخلاق مېړه نې هم دې ته شا کړه او د بنو په سخت بغض او عناد ای هم خان گرفتار ولید دنیا ورته و سوه او له هری خوا ئی نامرادی او مصیبت او د عضب چپلاخه نصیب سوه. دې د غم او د ویر ژوند او تراژدیک دا نامراده نجلی حالت مجبوره کړه چی یوه کپه زهر وخوري او ددنيا له دغو ظلمو او شقاوتو څخه سترگي پټي كړي وايي چي دې نامرادی نجلۍ زهر وخوړه یو څو دقیقی د ژوندانه عبرتناک ډگر لغښته، او نارې به ئې وهلی : " پلاره! مېړه ! خپلوانو انسانانو زه استاسی د ظلم او بی رحمی له سببه دنیا پربردم خدای مو په دغسی ظلم گرفتار که !!! "وایی چی دا مظلومه نجلۍ مړه سوه ظالم پلار ای پر جنازه هم حاضر نه سو بد اخلاق او خدای وهلی مېړه هم نه ښخوله څو یو څو تنه پردی خلق را ولاړ سول او دا د ظلم او قساوت قرباني ئې خاورو ته وسپارله. د نجلۍ د حیات تورداستان ختم سو یو انسان په ظلم او قساوت کښی مړ سو، مگر بدنامي او عمري پېټ ئې د پلار او ناروا مېړه نصيب سو تاس وگوره ! چی د ولور ډېرښت او د واده ناروا دودونه څونی لوئی بدبختی پر موږ راولی؟ نو آیا مناسبه نه ده چی له دغو بدو او ناوړه دودونو څخه لاس واخلو؟

 دغه اجتماعی آفت ته پخوا هم خلک ملتفت سوی وه، او په کندهار کښی دېرش کاله دمخه یو حقانی عالم و چی ملا عبد الباقی نومېدی په قوم کاکړ و، دا مرحوم او فکور اسپین ږیری سړی به په سپینه هرړی. ولاړ و، او پښتنو ته به نې ددوی مفاسد ښوول او له منهیاتو او بدو اخلاقـو بـه نـی ر اگر خول دده په تبلیغاتو کښی یووه خبر داده چی ښځی او کوندی ته ددوی. مشروع حق ورکړل سي او پښتانه دي د دې نامشروع حاله لاس واخلي، زه دلته ددې مرحوم او فکور پښتون عالم یو څو ویناوی رانقلوم :


: مفهوم دا وی د حدیث چی ښه د ښځو سوه خوشرنگه 

که ئې مهر وکا بین سپک و بهلوی زړونه له زنگه

 چی له ښځو ولور ډېر و لــه نـقـصـانـه ئـی خـســتـه سوه

چي د ژگو مهر دروند ؤ په بدیو آغښټــــــــــــــــــه سوه 

 مضاعف خرڅښت ای نـور ســو لـه دولاغو ترکیبی

 خوار غریب سړی ته گوره دا ئې کله ســی له لاسه

 په ظلمت به بیمار وی چی انگار سو پرله پاسه

 دا اعلاج خورا ضرور دی چی د ښځو مهر سپک سي

که خلجی که دراني وي د نکاح ثقل دي ورک سي

هيچري به داشان نه وي خط چپه راغي له واره

 پښتانه بيشتر مفلسه يو ونيم ئي دنيا داره

  دنكاح پله درنه ده بي ديني سوه په راپورته

 كه نکاح په مناسب واي څله تي د بدۍ لورته

 تر څه رنگ زرد سينه قبه درست اولس سي په رنګ زرده

 خدا وساتي مؤمن په خپل کرم له داسي کرده

 چي پر کونډو سره ژنو رو گردانه سوله خدايه! 

علت كُل لنگر د مهر ديوار كج سوله تهدابه

 د الله حكم مو پرېښو په ميراث مــو يــوړې ښځي 

په اول کي نکاح دروند وه پر آخر مـو پـرې سوې برځي 

 هزارها روپي مو خرڅي کونډئه نه باسم له کوره

څه فراق څه ئی عزت دی مورثه مي سوه له وروره

شاو ورم یمن حجاز و حضر موت نجه و عراق

دنکاح پله ئي سپکه همېشه ئي سي طلاق

په زره مطلقي وي نه ئي عیب سته نه پېغور

 د عدی خرڅ ئې ترې غواړی نی قریب بـد وړي نه مور

د شریعت حکم دغه سوه ښه اسباب ئې دي دچلي

 خپل توفیق د طبعی گوری هیڅوک نه وایی چـی ولــی ؟

 چی وصلت په شریعت وی هــم پـــه شـــع ســی فـــراق 

څه شبه لری په دې کی سر نکاح پـــر کـــال طــلاق

 شواغلظ د مباهاتو و تنزیه تـه نه رسيږي 

چي عادت پر جاري نه سوي مرده و زن ځني ترهیږي

د افغان پر کلي شپه که مرگ قبول دی نه طلاق

حبطه په گنج کي ناسته نه واته سته نه وفاق

د افغان پر کلي غم دي نکاح دروند دی هم جهاز

له دوی پاته سوه نغمه و ترانه کوک کړی ساز

دنکاح له اشتیاق زړونه زخم سوه خوږیږي

فهم و فکر حبطه سو له دې ژونده څه جوړیږي؟

 رباعیات

 که زنـــا کــــا هلاکی هلاکیږی 

یا ئي لاس نه ورسیږي

یا ئې وېـــره ســــی د قتل 

نکاح نه ورپیدا کیږی 

څه عجیبه طریقه سوه؟

کجه لار چپه شیوه سوه!

 نیمه نصل منقطع سو

 زما د شرق و غرب دعوه سوه

 طالبان په حجرو کښی

  سوه سپين ږيري په غاروكي

 دري څلور به ئي زامن وي

ګی وای ښځي په گوروکي

د مفلس قطع سو نسل

اسباب نه لري د وصل

ټول پښتون به یو په دوه ؤ

کي لوستي وای دا فصل     


(له تبئين الواجبات)