پښتو ولي سامي يا عبري ژبه بللې شوې ده؟
ځينو مورخينو او لیکوالو پښتو له سامي او عبري څانگو څخه گڼلې ده، د دې خبري علت هم دا دي چه داسلام د مقدس دين سره يو ځاي زموږ هيواد ته عربي ژبه راغله، د دې سامي ژبي كلمات او لغات د دیانت په اثر په پښتو گډ شول، نو هرچا چه په پښتو کي عربي مفغن كلمات ليدلي دي، حكم ئې کړي دي، چه دا ژبه له سامي کورنۍ څخه ده، مگر دا خلط او گډون عارضي دي، او د اسلام له مقدس دين سره د عربو تسلط راوړي دي. که نه وي تاسي به ئې په نورو جلدو کي ووينئ، چه د اسلام په ابتداء کي پر دې ژبه د عربي اثر لږ ؤ، او کورټ د هغي ژبي كلمات او لغات نه وه په را گډ شوي، د پښتو د اسلامي لومړۍ دورې ادبي آثارو او سندرو ته چه گورو، سوچه او لغړ پښتو دي.
يو بل علت هم ښائي چه دې خبري ته وي، او هغه دا دي چه عبري او يهودي توکم له پخوانو زمانو څخه د آمو پر غاړو او زموږ د وطن په ښاروکي خپور شوي و، مسټر فرلانگ په ۱۸۹۷ ع کي ليکي: چه د سيريا يوه پاچا د يهودو ډير اقوام له بيت المقدسه د خراسان خوا ته وشړل، دا یهود په ٦٣٠ ق م په باختر او د هري رود پر خواو هستيدل، دوي وايي، چه هرات په تورات کي د هارا په نامه راغلي دي.
دا نظریه چه آريائي مدنيت له سامي ثقافت سره په ويدي زمانو کي هم ارتباط درلود، د پوهانو له خوا هم څه
نه څه څرگنده شوې ده، مثلاً ډوکتور بريډل کيت D.R. Berriedalekeith د ايډنبرگ يونيورستي د سنسكريت پروفیسور هسي ليكي: " لږ لږ اشارات موجود دي، چه ويدي خلقو له سامي بابليانو Babylon Semitic سره هم اړیکي او روابط درلوده، د ریگویدا په يوه عبارت کي چه بينكناټا Benkanata راغلي دي، او هندي Bikander ئې ريښه ده، د ځينو بابلي الفاظو سره ورته دي، دغسي هم بړيبو Bribu نوم چه د هند په اصطلاح مشهور ښندونکي دي، مسټر ويبر Weber له بابلي سره نښلولي دي.
دغسي هم د منا mana کلمه په ريگويدا کي راغلې، او هر ځاي د طلائي golden صفت هم ور سره دي، په ټينگه د يوناني mina سره نښلي، چه یونان هم له فنيقيانو Phoenicians څخه اخيستې ده دغسي هم پرسو
Paracu چه د تيشې او تبر په معنا ده سامي اصله گڼل شوې ده، خو دا ټوله يقيني ندي، اما سره د دغه هم سړي ويلاي شي، چه سامي لوي مدنيت د آريائي خلقو سره نژدې اړیکي درلوده، که څه هم په ريگويدا کي ظاهراً نا آريائي non-Aryan عناصر نه ښکاري، خو بیا هم ځيني کوچنۍ ډلي سته، چه د دوي د مدنيت اوضاع له سامي مدنيت سره نژدې کيږي.
دغسي هم په وروستنيو وختو کي نكشيتررا nakshatras يعني قمري بروج او منازل په ټينگه له سامي مدنيت څخه اخستل شوي دي،ځکه چه په ريگويدا کي هیڅ ذکرنشته، فقط په وروستيو برخو کي د دغو يادونه شوې ده، نو له دغو اشاراتو څخه سړي د سامي او آريائي مدنيت روابط په پخوانو زمانو کي منلاي سي.
عربو مورخينو هم له خورا پخوانۍ زمانې څخه د بني اسرائيلو خروج د خراسان پر خواو ذکر کړي، او دا ئې راوړي دي چه د يهودو ځيني ډلي پر دې خواو آبادي وې که موږ د جغرافيا پخواني کتب وپلټو، هم داسي ښکاري، چه د اسلام په لومړۍ دوره کي په بلخ او هرات او نورو ښاروکي ځيني يهود اوسيدل، مثلاً حدود العالم د ۳۷۲ هـ تالیف د گوزگانان مرکز او پایتخت "جهودان"بولي او وايي چه په گوزگانان (د اوسني ميمنۍ په حدودو) کي د عربو ځيني ډلي هم اوسيدلې چه پونده وه، او د خراسان تر نورو عربو دوي سره پاشلي پراته وه.
له دغو تاريخي دلايلو څخه دا ويلاي سو چه د امو په جنوبي ورشوگانو او د گوزگانان او خراسان په حدودو لا کي د اسلام تر وختو پوري هم يهود او عرب يعني سامي خلق موجود وه، دا خو طبيعي خبره ده، چه د دوو قومو گډون او نژديوالي د دوي پر ژبو او اخلاقو يو له بله اثر سره کوي، نو ښائي چه هم د دغه اثر نتيجه وي، چه په پښتو ځيني عبري يا عربي لغات گډ شوي وي، او له دغه کيفيته څخه ځیني خلق پدې فکرکي لویدلي وي، چه پښتو هم عبري يا عربي ته ورته يعني سامي ژبه ده.
مگر وروسته چه د اروپا محقق پوهان راغلل، دا ژبه او د دې قواعد او اصول ئې په علمي معيار وکتل، نو دوي په ښکاره د پښتو د سامي توب نظریه افسانه وگڼله، او د بښتو تعلق ئې له بني اسرائيلو سره خورا ليري وباله او موږ دا خبره په تیرو مخو کي د پوهانو د اقوالو به ترڅ کي تاسي ته په ښه توگه څرگنده کړه.
داوسني تاريخ اساس پر مشاهداتو او څرگندو دلايلو ايښول کيږي، او سړي نسي کولاي چه په تشو اقوالو په تاريخي پلټنو کي د ځان ويسا وکړي، البته که روایات او عنعنات د مشاهداتو سره مرستي سي، نو هغه تاريخي خبره خورا ټينگه وي. په اوسنيو علمي اساسو کي چه د تاریخ لپاره خورا اهمیت لري، د ژبو مقايسه او پر تله کول دي، د کومو قومو ژبي چه سره ورته وي، سړي حکم کولاي شي، چه دوي هم سره خپل او سره نژدې دي.
لکه چه تاسي دمخه ولوستل، پښتو ډیره آريائي ژبواو زند اوسنسکریت ته ورته ده، له آريائي ژبو سره عنصري او اساسي گډون او اشتراک لري، سامي ژبو ته نه د قواعدو، نه د لغاتو او محاورو له خوا ورته ده، نو ځکه پوهان د پښتو د سامي توب نظریه نه ده منلې.
محمد عبدالسلام خان له اوسنيو ليکوالو څخه دي، چه د پښتو د سامي توب د فکر ملگري ښکاري، ده پخپل یوه کتاب کي ځيني كلمات سره ټول کړي دي چه له عبراني سره ئې ورته گڼي، مگر که موږ په غور او ځیر وگورو کټ مټ هغه کلمات په اوستا او سنسکریت کي هم سته، نو که موږ دا خبره ومنو، چه د عبري ژبي ځيني كلمات له آریائی پخوانو ژبو سره ورته وي، باید چه آريائي ژبي هم له سامي کورنۍ څخه وگڼو، حال دا چه دا خبره د علم او تحقيق له مقیاسه ډیره لیري ده د مثال په ډول دا کلمات دی د دليل په توگه راوړي:
غر، غور
په پښتو کوه ته وائي، په عبراني ژبه (گور) غر، او جمع ئې گورم دي، دی وائي، چه غور هم عبري نوم دي، ابوالفدا په لومړۍ ټوک ص ٥٧ او ابن بطوطه سیاح د خپلي سفر نامې په لومړۍ جلد کي دا نوم د شام لپاره ذکر کړي دي مگر اوسني اروپائي محققين وائي چه دا دواړي کلمې پخواني آريائي دي، د اوستا به هوم پشت برخه کي گيري د غره په معنا راغلي او هم په خورده اوستا کي کټ مټ په دغه معنا دي په سنسكريت کي هم گیر او گيري giri د غره معنا لري.
د غره کلمه په پښتو نومو کي خورا ډیر اثر لري، غلجي (غلزي) هم غرزي و، غور، غرچه، غرج، غلج، خلج، ټول له دغي ريښې څخه دي، چه په منځوۍ آسيا کي د آريائي قبيلو او ځايو نومونه دي، چه روسي معروف مستشرق باټولد دې خبري ته تفصيل وركوي. بل مستشرق، توماسچک Tomaschek وايي، چه گر gar په پخوانۍ باختري ژبه د غره په معنا و او غرچه هم کوهستاني او غرني ته وايي. دا خبره د عربو جغرافيا ليكونكو هم ذکر کړیده، ياقوت حموي د البشاري په حواله ليکي، چه د غرجستان (اوسني شبرغان، تالقان، دولت آباد تر مرو او مرغاب پوري) نوم له غرج څخه جور سوي دي چه د غره معنا لري. منهاج سراج جوزجاني چه زموږ د وطن معروف مورخ دي، هم دا نوم غرستان ليكي.
ښه اوس نو سړي ويلاي سي چه غر، غرچه، غلجي، ټول آريائي دي، که په عبري ژبه کي (گور) وي، وي دي، هر شي خپل نژدې اصل ته رجع كيږي، نه ليري ته.
بل ځاي دي ليکي: چه د پښتنو نوم له عبري پشت او پاشت څخه جوړ شوي دي چه متفرق کول او پاشل معنا لري حال دا چه پکهت په دغه نامه او هم دلي په دغو مځکو کي ريگويدا او يوناني مورخينو ټولو ذکر کړي دي، نو سړي نشي کولایل چه دغه خپل او نژدې نوم پریږدي، او له سامي مځکو څخه یاشت را واخلي، او پښتو ځيني جوړه کړي.
دي بيا وايي: چه شلح پتيري ډوډي ته وايي،اوعبري کلمه ده. په پښتو (ويشله) ځني جوړه سوي ده حال دا چه اوسنی علم د فیلالوژي پر اصولو دکلماتو د اوښتلو او تحول ټول اصول ضبط کړي دي، خو دا چه له شلح څخه ویشله جوړه شي هيڅ فيلالوژي هسي قاعده نده راوړې، بلکه دا اصلاً ويشلې ده. په قندهار کي تر اوسه هم دغسي وايي، له پښتو مصدر ويشل (تقسیم کردن - حصه حصه کردن )څخه دا نوم جوړ سوي دي، دا ډوډۍ د دفعي احتياج لپاره ژر ژر پخيږي او ويشله کيږي. يو خوهغه ډوډۍ وي، چه اوړه واغږي، يو ساعت دو ساعته ئې کښيږدي، بيا ئې نو پخوي، دا ډيروخت غواړي. کله چه ډوډۍ ته دستي ضرورت وي نو اوړه خیشته کړي، تبخي تود کړي ژرئې پر واچوي، چه ژر پخه سي، او د وږو خلقو په منځ کي وويشله سي، دې ته نو ویشلې وائي، کلمه هم پخپله پښتو او د پښتو پر قواعدو برابره له ویشل مصدر څخه را وتلې ده ، د عبراني شلح ډيره لري.
دا يو څو کلمې دلته د مثال ډول ذکر شوې او سړي دا ځني فهمولاي شي، چه د پښتو لغاتو او کلماتو نښلول، په سامي ژبو پوري کوم علمي اساس نه لري او فقط دا فکر د بني اسرائيلو او سامي کهولو له نژدي هستوگي او گاونډي توبه څخه پښتو ته پيدا شوي دي.
یوه ضروري يادونه
دلته باید دا خبره هم په لنډ ډول ذكر سي، چه له پخوا زمانو څخه د هند له خوا د اقوامو روابط له سامي اقوامو سره جاري وه، د سند به اوسني علاقه کي د موهنجوديرو کشفیات دا ښيي، چه شپږ زرو کاله دمخه يو مشترک مدنیت د دې ځايه تر بابل او آثوره موجود و، وروسته چه آریائی اقوام پر هند مسلط شوه نو د دوي تجارتي او د تگ راتگ روابط هم طبيعي دي. په دې تعامل او ارتباط کي ضرور ژبي هم يو پر بل باندي اثر کوي، لغات او كلمات ئې هم يو له بله سره اخيستل کيږي، او سره گډيږي. مثلاً موږ ډير سوچه او لغړ آریائی د سنسكريت لغات وينو، چه په عربي ژبه کي هم کټ مټ سته، او دا ليري نه ده، چه دغه لغات په تجارتي او اجتماعي تعامل کي له هنده عربو ته تللي دي، يا ځني لغات له عربي څخه هند ته راغلي وي. د مثال په توگه اپت apat پښتو کلمه وگوري، عربي ئې آفت جمع آفات مستعمله ژوندۍ کلمه ده، چه په سنسكريت کي هم عيناًapat يا اپتي apati د فاجعي، بد بختي، پریشانۍ او خفت او رسواتوب په معني ده په پښتو کي هم دا کلمه دغو معناؤکټ مټ ژوندۍ ده، لکه پدې لنډيو کي:
لکه شین کښت ژلیو زمول کړم
را باندي راغله له آسمانه اپتونه
د ویرایت را باندي راغی
په بيلتانه کي د زړه ويني تويومه
ځکه چه سنسکریت ژبه پښتو ته خورا نژدې ده نو دلته موږ دا ويلاي سو، چه اپت هم آريائي کلمه ده، پښتو او سنسکریت له عربی څخه نده اخيستې. دا يوه کلمه ما د مثال په توگه راوړه، که نو داسي كلمات ډيري دي، او تراوسه هم په پښتو کی مستعمل دي.
نو که داسي كلمات ومومو چه اوس هم په پښتو کي وي، هم په عربي کي او په نورو آريائي ژبو لکه سنسکریت او زند کي هم وي، دلته نو موږ په ټينگه ويلاي سو، چه هغه کلمې آريائي دي او له سامي ژبو څخه ندي راغلي، بلکه ښائي چه له آريائي ژبو څخه سامي ژبو ته نقل شوي وي، او دا خبره دلیل هم نه گرزي، دې ته چه موږ دي پښتو له سامي كهوله وبولو.