32

آريائي اقوام

د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک ، لومړي برخه

ددوي پښت او خپرېدنه

د مخه مو وويل چه پښتو ژبه د هندو اروپائي يا آريائي ژبو څخه د سنسكريت او اوستا خور ده اکثر غربي پوهان چه د پښتو پلټنه ئې کړیده دا خبره مني، دوي وائي چه پښتو له سامي او نورو ژبو سره اړه نلري، له هندو اروپائي ژبوڅخه ده.

هندو اروپائي ژبي چه انډو ژرمانیک ئې هم بللي، د آریا د پښت ژبي دي، آریائیان د انسانانو يوه خورا مهمه ډله ده، چه له پیړیو پیړیو څخه دوي مځکه د لوړ مدنیت خاوندان دي او د شرق او غرب غټ غټ ملتونه له دي پر پښته څخه را وتلي او پيدا شوي دي.

آریائیان تر څپريدلو او ډیریدلو دمخه په یوه ځاي کي اوسیدل، چه دوی پخپله پخوانۍ ژبه، آریانا ویجه Aryana Vaego باله يعني د آریا مځکه يا د اصيلانو او نجیبانو او پاکزادانو هیواد. وايي چه د دوي د هیواد هوا خورا ښه وه، مځکي ئې ډيري اباتي وې، دوې مياشتي ئې پسرلي ؤ، نوري مياشتي به يخني وه.

مورخین په دې خبره کي ډيره سره مختلف دي، چه آیا دغه آريانا ويجه چيري وو؟ ځني وائي، د بالټيک غاړي، او ځيني وايي چه د تور سين شمالي غاړي دي، بله ډله هسي گڼي، چه د خزر د ډند شرقي اوشمالي غاړي آريائيانو اصلي مركز وي.

خو ځيني پوهان دې ته هم تللي دي چه د آریائیان د توکم اصلي ځاي د پامیر لوړي مځکي او د آمو سر چينې دي! په هر ډول د آريائي توکم اصلي ځاي هر چيري چه وو خو پر دوي هغه ځاي تنگ سو، او لکه په اوستا کي چه راوړي هغه مځکه يو په یوه سړه شوه، چه د خلقو د خوړو لپاره څه نه پکښي موندل کېده، نو ځکه آريائي توکم له هغي مځکي څخه ليږدنه (هجرت او کوچ ) وکړ د دغه لیږد زمانه څلور زره کاله (ق، م) تخمين كيږي دکتور پي گایلس Giles. Pد کیمبرج د پوهنتون د مقایسوي فيلالوژي پروفيسور د دغو آریائی اقوامو لامله هسی معلومات راكوي:

هند و آريائي نوم پر آريائي اقوامو او ژبو تر ټولو دمخه دوکتور تهوماس ینگ Thomas Young ايښي دي اما دهندو ژرمن Indogermanic اصطلاح ترټولو دمخه په ۱۸۲۳ع يوه جرمني ژب پوهان کلیپروت Kalproth باب کړه، دې علماو د ژبو ږغونه، قواعد، عمومي ریښې او سټي ، او ټول خصايص وليدل، او يوه ډله ژبي ئې په دغو نومو له يوې کورنۍ څخه وگڼلې، اما تر ټولو دمخه سر ولیم جونزSir  William Jones د هند د ايشيائي ټولني مشر په ١٧٨٦ع دغه ژبي يوه کورنۍ گڼلي وې، خو دغه نومونه وروسته پر کښیښودل شوه.

دا خلق چه هندو اروپائي ژبي ئې ويلې د انسانانو د سپين توکم څخه وه، دوي ځيني حيوانات او بوټي پيژندل، ښائي چه ځيني لاسي صنايع ئې هم درلودل د اوسنیو ژبو سره ورته والي ئې موږ ته دا را ښئي چه دغه خلق به يو وخت يو ځاي سره اوسیدل، مگر چه د آمو غاړو او باختر ته را ورسیدل خورا دمخه وخت ئې (٢۵٠٠ق ،م) تخمين کيږي. دې خلقو ځانونه آرین Aryan بلل، له علمي پلټونو څخه دا خبره زباده شوې ده، چه دغو آريائي اقوامو تر خپریدلو دمخه يوه ژبه او يو مذهب درلود. د آسياي صغير په کوي بوغاز Boghaz-Koi کي چه د پخوانو هیتانونو پایتخت (پتریوم) هلته و یو وړ ليک (کتیبه) پیدا شوې ده چه نيټه ئې (١۴٠٠ ق، م) ده دلته یو آريائي قوم اوسید، چه ميتاني Mitani نومیدل او دغه زړه کتیبه هم په دوي کي Tel-el Amarana ته منسوبه ده دغه زوړ ليک چه پوهانو وكوت، دا ئې ومنله چه په شمال غربي بين النهرين يا آسيائي صغير كي هم د( ١۴٠٠ق،م) په شاو خوا کي آريائي اقوام اوسیدل، په دې کتیبه کي د دوي د شهزادگانو نومونه راغلي دي چه سوچه آريائي نومونه دي لکه: آرتيتما Artatama ، تسرتا Tusratta سترنا Suttarna دغسي هم په دغه کتیبه کي د هغو ارباب انواع نومونه اخيستي شوي دي، چه د هند د آریائیانو په کتابو کي هم سته لکه: ایندره Indra وارونا Varuna، یا دوه هسک غبرگولي

ورونه ناساتی Nasatyas.

علاوه پر دغه زاړه ليک چه د آريائي اقوامو د ژبي او مذهب يووالي (١۴۴٠٠ ق، م) ښکاره کوي یو بل دلیل هم پر دې  تاريخي خبره باندي سته له (١٧۴٦) تر( ۱۱۸۰ ق، م )پوري یو قوم چه کاسی Kassites نومیده، او د زاگرس په غرو (اوسنی کرمان) کي اوسیدل پر بابل او عیلام سلطنت وکړ، د دغو كاسيانو په ژبه کي هم دغسي كلمات راغلي دي، چه سوچه آریائي دي مثلاً شورياس Shurias او مرتياس Marytas چه د سنسکریت سوريا Surya (لمر) اومروتاس Marutas (د باد رب النوع) سره پوره ورته دي، دغسي هم سماليا Simalia (د واورنو غرو ملکه) کټ مټ په هماليا او زیما Zima (واوره) پخوانیو آريائي کلماتو پوري نښلي. دغسي هم وروسته په (۷۰۰ ق، م) موږ د اسور بانیپال Assurbanipal آسوري لوي پاچا په کتب خانه کي د (اسراميزاس) Assara-Mazas نوم وينو، چه کټ مټ دغه د اوسا اهورا مزدا Ahura Mazda (د لوي خداي نوم) دي، او دا نوم په سنسكريت کي اسورا Asura او په اوستا کي اهورا Ahura و، په دې ډول موږ له دغو دلايلو څخه دا علمي نتيجه اخلو چه د (١٥٠٠ ق، م) په حدودو کي آريائي اقوام په ژبه او مدنیت او دیانت کي سره يو وه او تر دغه وروسته دوي ښائي چه سره بيل شوي وي.