32

ویدا او د سنسکریت نور مشهور ادبي او ديني كتب

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

که څه هم زموږ د پښتو ژبي څيړنه او مقايسه له دغو ابحاثو سره مستقيماً اړه نه لري او ښائي ځينو ښاغلو لوستونكيو ته دغه شرح او تفصيل بې گټي وايسي، مگر په دې کتاب کي به ښائي چه ډير د ځينو سنسکریت کتابونو نومونه راسي، نو ښه دا ده چه په لنډ ډول دغه کتب هم وپیژنو وروسته به نو خپل اصلي مقصد ته چه د پښتو پرتله او مقايسه ده، ولاړ سو، د ويدي ژبي د پيدا کيدو او بيا د سنسكريت لنډ تاريخ هم له دغه جهته دلته ولیکل شو، چه ښاغلي لوستونکي ته لږ څه ابتدائي معلومات وي:

اکثر پوهان دا عقيده لري چه د ویدا کلمه د (ود) له مصدره جوړه شوې، او د پوهني په معنا ده، وديا په عمومي ډول علم ته وائي ماکس میولر مشهور وید پوهان دغه عقيده لري او وروسته ئې گريفت او ماكدونل هم تائيد كوي چه د ويد معنا پوهنه، علم، دانش دي او ښائي چه دغه کلمه لومړۍ کلمه وي، چه له آريائي ژبي څخه پاته وي.

په لوي سركي ټولي آريائي بدلي او اړې سندري پر دوه ډوله ويشلي کيږي:

لمړۍ برخه سروتي Cruti یا شروتي بولي چه معنا ئي "ارويدل شوي او الهامي" دي او دا ټول سرودونه د هغو خلقو په عقيده الهامي وه چه ”مقدسي سندري“ ئې گڼلي. دوهمه برخه ئې سمرتي Smriti بولي، يعني روايي او يو له بله نقل شوي يا په ياد شوي سندري چه دوي به مقدس روایات او عنعنات گڼل. مگر د الهام كيفيت ئې نه درلود. په لومړي برخه يعني سروتي کي ټول ويدونه Vedas داخل دي او دوهمه برخه د ويدو شروح او ضميمې او تفاصيل دي چه ټول پر اصلي ويدو باندي بنا سوي دي، ويدونه څلور دي او دغو څلورو ته سمهيتا Samhita يعني مجموعه هم وائي په دې تفصيل:

۱ ریگویدا Rig Veda چه دا یو قسم منظومي بدلي او سندري وې او ټولي ۱۰۲۸ سندري کيږي چه هره سندره بهجن بولي او دا ټولي سندري پر سلو برخو منډلا Mandala شاملي دي. هره برخه ئې يو منډلا (دائره) بولي. د وید معنا مو دمخه زده کړه. ه ريگ له rich څخه را وتلې کلمه ده چه معنا ئې تمجيد او ستاینه او ثنا ده. نو ويدي د ستايني او ثنا او صفت د علم معني كوي وائي چه آریائیانو یوه ډله شعراء درلودل چه دوي ته ئي ريشي Richi ويل او دا سندري هغو ته منسوبي دي. ځيني خلق ريگويدا پر اتو برخو Ashtata ويشي او هره برخه بیا پر اتو نورو ټوکو ویشي چه هر ټوک ئې ادهیا Adhya بولي. هره ادهيا ديرش فصله ده چه ”درگا“ ئې بولي او هر فصل پنځه ويناوي (فقرې) دي د مضمون له پلوه ريگویدا ټول د ارباب انواعو ستايني او مذهبي دعاوي دي.

د ریگویدا خورا زړه نسخه چه تر اوسه میندلې شویده تر ١۵٠٠ ع پخوانۍ نده مگر په زرو کاله دمخه د دې کتاب حفظ او ساتنه آریائیانو کوله، هر لفظ او هره وينا ئې بيله بيله شميرله او په يادوله ئې، له پخوانو کتابو څخه ښکاري چه ريگويدا ټول ١۵٣،٨٢٦ الفاظ او ۴٣٢،٧٠٠ حروف درلودل، ټولي جملې ئې په يوه حساب ١٠۴٠٢ او په بل حساب ١٠٦٢٢ وي. 

علامه البيروني ليکي چه بيد (ویدا) يو ډول نظم دي، چه خلق ئې معجز او الهامي گڼي، او يو مشهور عالم بيا پرڅلورو برخو وویشه: لومړۍ برخه چه رگ بیذ ده د نظم يو مخصوص ډول دي چه رج rij=رگ rig ئې بولي. بيذ يعني د هغو شیانو پوهنه چه معلوم ندي، په دې کتاب کي اوامر او نواهي، ترغیب او ترهيب، د قربانۍ او تسبیح چمونه ذکر شوي دي، لومړۍ پلا د بيذ ليکل منع وه، مگر وروسته دغه موجوده بيذ بياس د پراشر زوي ترتیب کړ، او موږ ته پدې نزري زمانه کي يوه کشميري عالم بسكر Buskar بيذ وكيښ او د دغه کتاب یو تفسير ئې هم مرتب کړ.

٢- دوهم ويد ساما ويدا Sama Veda دي، چه د ماکډونل په قول له سامن Saman يعني آهنگ او نوا څخه ئې نوم را وتلي، او دا کتاب د ريگوا له سندرو څخه جوړ شوي او عموماً هغه بدلي دي چه د قرباني پر وختو باندي ويلي کيدې او د مارکس میولر په قول د ریگویدا موید مضامین پکښي دي، دا سندري ټولي په لوړ ږغ

ويلي کيدې او شمير ئې ١٥٤٩ دي، چه بیله ٧٨ سندرو نوري ټولي له ریگویدا څخه را اخستلې شوي دي.  ۳- يجور ويد Yajur Veda دريمه برخه ده چه د قربانۍ دعاوي او مراسم پکښي ذکر شويدي. دې ويد هم له ریگویدا څخه تقريباً نيمي سندري را اخستي دي. ماکډونل وايي چه دا نوم له ياجوس Yajus څخه جوړ شوي دي چه معنا ئې قرباني ده، په دې کتاب کي ځني منثوري جملې هم راغلي دي او دوې برخي لري؛ ترويجر (کرشنا) Karishna چه اتریا سمهيتا ئې بولي يعني د ته اتریا Taittiriya ريشي مجموعه. بل سپين يجر (سکلا) چه یاجن ولكيا Yajanavalkya سمهيتا ئي بولي يعي د ياجن ولكيا ريښي مجموعه. 

تبصره: دغه دري ويدونه چه لوړ ذکر شول، ترائي ويديا Trayi Vidya يعني دري پوهني او دري علمونه ئې هم بولي.

۴- اتهروا ويدا Atharva Veda يعني د طلسم او جادوپوهنه، څلورم ويد دي، چه د ماكدونل په قول تر ریگویدا وروسته پيدا شوي، اوسني شكل ئې هم وروستني دي، منظومي بدلي لري چه ريگويدا ته ډير ورته دي، مضامین ئې په طلسم او جادو او شيطان اړه لري، د بدو خلقو اوضاع بيانوي د ريگويدا سره په سندرو کي تقريباً برابر دي، او شپږمه برخه ئې هغه بدلي دي چه د ريگويدا څخه اخستي شوي، او بله شپږمه برخه ئې هم نثرده. اتهروا ویدا پر شل برخي ويشلي دي، برخه ئې کانډا Kanda بولي او دغه ټول ٧٦٠ سندري او تقریباً شپږ زره سروده کيږي.

سمرتي يا د ويدو ملحقات: پخپله د ويدو سندري او سرودونه بيلي دي، چه هغو ته منتر يا گيت وائي او دغه برخي الهامي بللي شوي دي، مگر ځني نور شروح او ملحقات هم لري چه نثر دي او په دغو کي ځني مذهبي

هدايات ليکل شوي، او ظاهراً تر پخپله ويد وروسته دي چه د ژوندانه چاري او ځني فلسفي افکار هم پکي بيان شوي دي. دغو ملحقاتو ته برهمنا Brahmana وايي او دوې نوري برخي هم لري چه آرانیاکا Aranyaka او یوپانیشاد Upanishad ئې بولي. د لومړي معنا ده د ځنگله تفکرات او د دوهم معنا ده پټ الهامات، دغه ملحقات هم د ژبي هم د مضمون له پلوه دویدو په شرح او هم د آريائي اقوامو د فکر او فلسفې لامله ډیر اهمیت لري.

دغو ټولو ملحقاتو ته چه په ویدو اړه لري، سمرتي وائي او دا هغه روايات دي چه تر ویدو وروسته پيدا شوي، او د شرح او تفسير په ډول ليکل شويدي، سمرتي چه د مضامینو له پلوه په غور وکتل سي، دغه لاندي مقصدونه پکښي پيدا کیږي چه اصطلاحاً ئي ویدانگه Vedanga ،بولي، او دغه لاندي شپږ دي: 

١- سكشا Siksha د صوتياتو او تلفظ او لهجې بحث phonetics چه کوچنۍ کوچنۍ څيړني دي او معروف گرامري عالم پاڼيڼي ته ئې نسبت کيږي او د پاڼينيا سكاشا Paniniya Siksha په نامه ياديږي او د دويدو د صوتیاتو او تلفظ لپاره ډیر اهمیت لري.

۲- چهند يعني د اشعارو عروض او معیار چه پنگل Pingale نومي عالم د چهندا سترا Chhandah Sutra په عنوان ليکلي، او د عروضو prosody ابحاث لري، پخپله د ویدا په ساماویدا برخه کي هم د عروضو لږ شرح په دوو برخو کي سته.

۳- وياكرن vyakarana یعنی گرامر اونحو، چه د پانيني مشهور گرامر د ويدي ژبي اكثر قواعد بيانوي او له گرامري تحقيقاتو ډک دي.

۴- نيروكته nirukta يعني صرف او د الفاظو علم او د لغاتو د ريښو پوهنه etymology په دغه علم کي يو كتاب ياسكانيروكته Yaskanirukta سته، چه د دويدي ژبي د لغاتو ريښې ښئي او دري برخي دي (۱)مترادف كلمات (۲) خالص او مخصوص ويدي كلمات (۳) د ارباب انواعو نومونه.

۵- جوتشه yotisha يعني هيئت او د اسمانو علم astronomy.

۶- کلپه kalpa يعني رسوم او آئين او دودونه او جالونه ceremonial په دغه خصوص کي ډير ابحاث د سترا sutra برخي لري او د قوانینو کتابونه هم ټول په دغه ډله کي دي، دغه شپږ مضمونه دي، چه د سمرتي په برخو کي موندلي کیږي مگر ټول دغه مضامین متفرق او پاشلي دي داسي ندي چه مثلاً يوكتاب يا يوه يوه برخه ورته ټاکلي شوې او يو يو مضمون پکښي ليکلي شويدي، بلکه که ټول د ويدا ملحقات وكتل سي، ، د دغو شپږو علومو بيان لري.

د دويدي ادب زماني او خلاصه

پوهان دغو ټولو آثارو ته چه دمخه ذکر کړل شوه ويدي ادب وائي او په دې لاندي ډول ئې خلاصه کوي:

۱- د چهند Chhandas زمانه يعني د زاړه ریگویدا عصر له ۱۲۰۰ ق،م تر ۱۰۰۰ق،م

۲- د منترو Mantras زمانه يعني د نوي ریگویدا عصر له ۱۰۰۰ ق، م تر ۸۰۰ق، م

 ۳د برهمنا Bra- hmanas زمانه يعني د تفسير او ملحقاتو عصر له ٨٠٠ق، م تر ٦٠٠ ق.م

٤- د سوترا Sutras زمانه یعني د کوچنيو مذهبي رسالو عصر له ٦٠٠ ق، م تر ۲۰۰ ق، م

د ويدي ادب په دغه ويشنه کي ماكس ميولر په ښه ډول د دغه ادب مختلفي دورې را ښئي، مگر د کلو په تعين كي اختلاف دي او لکه دمخه چه موږ وښوله د ويدي ادب عصر بايد تر ۱۵۰۰ ق،م پوري ورسيږي، اکثر پوهان لکه ولسن، بارتهه، هاگ هم د دغي خبري پر خوا دي، او هاگ وائي چه د ويدي ادب د خورا پخوانو سندرو عمر تر ٢۴٠٠ ق،م پوري هم رسيږي.


نور کتب

تر ویدو وروسته نور معروف کتب هم په سنسكريت کي سته چه لاندي په لنډ ډول معرفي کوو:

(۱) مهابهاراتا Maha Bharata د هند مشهور رزمي قصه ده، چه د کورو او پاندو دوو آريائي کورنيو د جنگ احوال بیانوي. د پهلوانانو او برياليو دلاوري او ژوبلوري مناظر ښکاره کوي، او داکتاب ٢١۵٠٠٠ بيتونه دي، وائي چه داکتاب هم بياس نومي عالم ته منسوب دي، او د منتر په قول د ۱۲۰۰ ق،م په حدودوکي کښل شوي او د یوه سړي تالیف هم ندي.

(۲) راماینا: بله مشهوره قصه راماینا Ramayana ده چه دا هم د سنسکریت له مشهورو ادبي کتابو څخه گڼل کيږي، د هنتر به قول زر کاله تر مسیح دمخه دا قصه واقع شویده، او بالمیک نومي عالم ته دا كتاب منسوب دي، ټول ۲۴۰۰۰۰ اشلوک او ۴٨٠٠٠ بيتونه دي.

علاوه پر دغه نور ډير كتب هم سته چه مشهور دي لکه: پران، شکنتلا، هتو پدیش او نور چه د لنډوني لپاره ئې فقط نومونه یاد شول. اوس چه تاسي ته د ويدي ادب او سنسکریت د آثارو او کتابو یو لنډ لنډ معلومات وړاندي شول، نو ځم خپل اصلي مقصد ته چه د ويدي ژبي او سنسکریت پر تله او مقايسه ده، له پښتو سره.

د ويدي ژبي او سنسکریت لغات چه په پښتو کي اوس هم ژوندي او مستعمل دي

 پدې کتاب کي زه د ويدي ژبي سره د پښتو پر تله فقط د لغاتو او کلماتو د نژديوالي له پلوه بحث کوم، او دا ښکاره کوم چه د ريښې او بنسټ له مخي د دواړو ژبو کلمات ډير سره ورته او نژدې دي، او د ويدي ژبي هغه زاړه لغتونه تر اوسه هم په پښتو کي ژوندي او مستعمل دي، د ويدي ژبي ادبي آثار او كتب خوشبختانه پاته دي، او اوس موږ استفاده ځني کولاي سو، مگر د پښتو کوم ليک او زړه نسخه په لاس کي نلرو، نو ځکه د ويدي ژبي د نژدې والي لامله د پښتو اصالت او قدامت معلوموو، دغه مقايسوي څیړنه د فیلالوژي او فقه اللغه تر اصولو لاندي ده مگر وروسته چه د پښتو او سنسکریت مقایسه شروع سي دلته به په دوه ډوله پلټنه او څيړنه کوو، لومړي به د سنسکریت کلمات په لوړ ډول د پښتو سره تطبیق کوو وروسته به د دې ژبي ځني اساسي قواعد او صرفي اصول هم له پښتو سره پرتله سي، په دې ډول به له ويدي ژبي او سنسکریت سره د پښتو قرابت په ښه څیر څرگند سي.

د پرتله کولو او مقایسی اصول

د اصلي مقصد تر پيل دمخه باید لومړې د خپل کار اصول در وښيو، يعني په دې ځان پوه کو، چه زموږ دا پرتله او مقایسه پر کومو اصولو بنا ده؟ 

عموماً د هري ژبي د تشکیل لپاره دا څلور لانديني مواد ضروري دي، او که سړي وغواړي چه د يوې ژبي آره او بنسټ ځانته معلوم کړي، او يا ئې له بلي ژبي سره مقايسه وکړي، نو ښائي چه دغه لانديني مواد ئې تر غور او پلټني لاندي راولي.

۱- ږغونه او اصوات چه ژبه ځيني جوره شوې ده phoenetics

۲- حروف او توري چه د هغو ږغو نمايندگي کوي، او په لیک کی اشکال را ښئي letters

۳ـ د حروفو اوښتنه او یو له بله تبدیل چه د کلماتو تحول هم له دغو اصولو څخه زده کیږي او دا هم په اکثرو

ژبو کي مثبت اساسونه لري morphology

٤- لغات او كلمات چه څنگه جوړ شوي دي؟ جامد كلمات ئې څنگه دي ؟ مصادر او مشتقات ئې څنگه دي؟ vocabulary

پر دغو څلورو موادو برابر د ژبو پرتله او مقایسه کیږي، او په دې کتاب کي زما د پلټني او څيړني آره دغه څلور خبري دي، د ږغو او توريو او لغاتو او کلماتو شرح او تفصیل او پرتله به وروسته راوړم، دلته به لومړي د دريم خبري يعني د حروفو د اوښتلو او يو له بله د تبديل ځني اساسي خبري در وښیم، چه اوس دستي دغه مواد زموږ لپاره د ويدي ژبي په مقایسه کي په کار راځي.

توري او د اوښتلو اصول ئې

ژبه عبارت له هغو ږغو او آوازو څخه ده، چه تر خوله راوزي. دا ږغونه راز راز دي او هر ږغ ځانته په خوله کي يو ځاي لري، چه له هغه ځايه هغه مخصوص ږغ راوزي، دغه ځاي وتوځي (مخرج) بولي، ټول ږغونه له خولې څخه راوزي، له شونډو څخه نيولي بيا د ستوني تر پايه يعني سينې پوري د حروفو مخارج دي، ځيني توري په شونډو کي ويل كيږي لكه (ب، م) ځيني توري د خولې له منځه راوزي لكه (ج، ل) ځيني حروف حلقي دي، لکه (غ، خ) ځيني حروف په سينه کي ويل کيږي لکه (هـ، ا).

د دنيا د ټولو ژبو ږغونه او آوازونه يعني توري تر سلو پوري رسيږي او هره ژبه ځانته ځني داسي ږغونه هم لري چه هغه په نورو ژبو کي نه وي، مثلاً د عربي ژبه نه مخصوص حروف لري (ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ، ف، ق) چه په پښتو او پاړسو کي نسته او د پښتو او آريائي ژبو ځيني حروف لکه (پ، ټ، ډ، ړ، ژ،ږ،ښ،ڼ) بيا په عربي او سامي ژبو کي نه راځي، عموماً د ټولو ژبو توري چه له شونډو څخه ستوني تر پایه ادا کيږي په لاندي ډول څو برخي لري:

۱- شونډيز توري (حروف لبي يا شفوي) labials (ضمه u، اوo ، ب b، بهـ bh، پ p، ف f،م m، وw)

۲ـ تالوئین توري (حرف کامي) palatals (تt،ټt،جj،چ ch،دd،ډd،رr ،ړr ، زz،ژzh،ږz،سs،شsh،

ښ sh،ل l،نn ،یy)  

۳- ستونيز توري (حلقه) gutturals )خ kh، ع a، غ gh، گ g ، ک k، کهـ kh)

٤- ټټريز توري (حروف سينه يا جوفي) زور (فتحه)، زیر (کسره) ، AT ، الفA ، هـ h، د دغو څلورو ډولو حروفو د ابدال او اوښتلو قانون دا دي:


١ـ لومړي پلا د یوه مخرج حروف سره اوړي.

۲- دوهمه پلا ښائي چه هغه حروف سره واوړي چه مخارج ئې سره نژدې وي.

٣- کله کله داسي هم پيښيږي چه يو توري په داسي بل توري تبديل شي چه په مخرج کي ډير له اصله ليري وي دا نو داسي کيږي چه یو حرف لومړۍ پلا په داسي بل حرف واوړي چه په مخرج کي ور نژدې وي وروسته بيا دغه مبدل صورت په بل داسي حرف ابدال شي چه دغه دوهم صورت ته نزدې وي، دې ته ابدال بالواسطه بايد ووايو.

٤- حروف صحيح يا صامت توري consonants په اوښتلو کي تر لوړو درو قاعدو لاندي دي مگر حروف علت یا صايت يعني ږغیږي توري vowels چه هر وخت صامتو توريو ته حرکات ورکوي، او د دوي په کومک د صامتو توريو تلفظ كيږي، د ابدال پر وخت کم قیمت نلري، کله له منځه ځي، کله اوړي، کله زياتي كيږي. ږغيب توري دا دي چه (ساکن وي) الف a ، و v ، ،ى y،هـ (حركي)h ، آي i، يو u، او o، ائي e. دا حروف ذاتاً اصالت نلري، د نورو د حرکت ښکاره کولو لپاره دي، اصلاً د د دوي تشکیل هم د يوه ږغ له درنولو او سپکولو څخه دي دا لاندي نقشه وگوري:



ی

   ی

ا زیر

اِ

هـ آ اَ ا A   زور

زورکي

اُ

               پیښ 

او

و




يو مثال: د ابدال د دغو قاعدو د څرگندولو لپاره دا يو مثال دلته راوړل كيږي (اشو) ashva په سنسكريت کي آس ته وايي، په اوستا کي اسپه aspa سو، په پاړسو اسپ asp او په پښتو نر آس او ښځه ئې اسپه ده. وگورئ د سنسکریت (ش) تالوئیز توري دي په (س) بل تالوئیز توري اوړي، نو (اش) طبعاً (اس) كيږي، واو شونډيز توري دي، پ هم له شونډو څخه را وزي، نو و va= پ pa شو اسپ او اسپه ځيني جوړ شول.

په پښتو کي (واو) د علت لامله حذف شو آس پاته شو. تر څلورو لوړو قاعدو لاندي د حروفو د ابدال لنډه نقشه دا ده

هـ - ا                                 ح - هـ                            رــ ل                        ع ــ ا 

س، خ، که                          ت، ټ،ط                         م،ن،ڼ                       ق،ک

ب،پ،و،ف                         د، ډ                               ن،ل                          ن، ڼ

گ، غ                               ذ، ز                               ږ، ژ، ج ،ځ                و، ا

س،ش                              ص، س                           څ، س، چ، ش              ی،ج  

هـ، س                             ض، د                              د،ل، ت                      ت، ث