بختي په اسلامي دوره کي
دا نوم تر اسلام وروسته هم ژوندي او مستعمل و په دې ډول: د باختر او بخدي د پښتنو اوښان پخوا مشهور وه. بارټولډ مستشرق وايي، چه سلمانا سارد آشور دوهم پاچا په ٨٤٣ ق،م يو مخروطي ستون جورکړي دي، او د بختي اوښانو تصاویر پر هغه ستون تر اوسه سته دغه اوښان به تل له باختره د پاچهانو دربارو ته د ججې او خراج په ډول وړاندي کیدل اسلامي مورخین هم بختي اوښان ذکرکوي، چه د سیستان او کابل او بلخ څخه به تل د عربو خلفاو دربارو ته استول کیدل په اوسني پاړسو او پښتو کي هم بختي اوښان مشهور دي او د افغانستان په اسلامي تاريخو کي هم "اشترهاي بختي" ذكر شوي دي او د بلخ اوښان ئې بختي بلل لکه چه په ١٠۴١ هـ د بلخ والي نذر محمد خان د شاه جهان د هند پاچا و حضور ته هدايا وليږل او محمد صالح لاهوري ئې ذکر هسي کوي: "در همان نزديکي سي و پنج راس اسپ و سه زره و ده شتر بختي نر و ماده بطریق پیشکش گذرانید." دا اوښان هم پښت او بخت يعني بخدي ته منسوب دي او د پښتون د کلمې ريښې هم په دغو نومو کي دي.
نتیجه
له دغو ټولو تاريخي پلټنو څخه اوس دا نتیجه اخلو چه الفاظ او كلمات او نومونه تل د زمانو د تيريدلو او تللو سره اوړي يعني ځني حروف زياتيږي، او ځني کمیږي، ځني له منځه وزي او کوم توري چه په خوله کي مخرج سره نژدې وي يو له بله سره اوري مثلاً د پکهت کلمه (پ ک هـ، ت) لري.
پ به ب اوړي لکه: د پاړسو شب = د پښتو شپه
د پاړسو به = د پښتو په
د پاړسو سبک = د پښتو سپک
ک په خ اوړي لکه: د پاړسو کلاه = د پښتو خوله
د هندکو مکهه = د پښتو مخ
د هندکو پکاول = د پښتو پخول
خ په ښ اوړي لکه: د پښتو خاغلي = د پښتو ښاغلي
د پښتو ښکلي = د پښتو خكلي
د بښتو خار = د پښتو ښار
(هـ) چه ملفوظه نه وي حذفيږي لکه: د هندي کهر = د پښتو کور
د پښتو ستنه = د پښتو ستن
د پښتو لمنه = د پښتو لمن
د په ت اوړي لکه: د پاړسو آباد = د پښتو ابات.
د عربي زياد = د پښتو زيات
دا د اوښتني اصول په آريائي ژبو کي ډير باب دي، او ډيري کلمې په هندي او پښتو او ايراني ژبو کي يو له بله سره اوښتي دي، نو (پکهت، بخدي، بخت، پخت، پښت) تولي له يوې کورنۍ دي، او په پاي کي له دغي آريائي قديمي ريښې څخه د (پښتون) نوم جوړ شوي دي.