احمد شاه با با او د وطن مینه
د به پښتنو کښې ډېر لوی لوی شاهنشاهان تیرسوی دی، پښتنو او دنيا نو او خلجیانو په خو را عظمت پر ټو له هندوستان او پښتونخوا حکومت کاوه ، شیر شاه سوری چه د هند مشهور او عادل شهنشاه دی د گنگاله څنډو د پښتنو تر غرو پوری خپور محمل حکومت ئي و روو مگر اکثر و شاهنشاهانو دوطن غرونه پرې ینبی او په خپلو نیو لو مملکتو كنې ورك او میشته وه ، دافغانستان په شاهنشاهانو کنې احمد شاه بابا په حب الوطن او سياست کې ډېر د شهنشاه محمود زابلی سره مشابهت لری ، ولی چه د واړو ، سر . د نيو لو دډېرو ارتو مملکتو بیاهم مرکز په خپل وطن کنې ټینگ کړی، او دغه مخکه ئې د خپلو ټولو مملكتو ، عمرانی او ادبی او علمی او اقتصادی مرکز گرزو لې وه احمد شاه احمد شاه بابا له خپلی مخکی او خپلو غروسره ټینگه مینه در لوده ، ده دپښتنو په اصلی مملکت کنې له ملتانه چار فیک تر هراته په کوچنیوالی ژوندون کړی، او خپل دخالپوڅو ځاى ئې هيڅ کله نه دی هېر کړی احمد شاه بابا خپل وطن پخپلو طبیعی حد و دو کنې نه پیژاند ، او په دغه نکته ښه پوه وو، چه پښتانه نه ښائی ددغه غرو مرکزیت له لاسه وباسي او لکه نور شاهنشاهان پخپلو مفتو حه مملكتو كنې ورك سي . وه د احمد شاه بابا دغه وطنی مینه او د ملی نظریه چه ده دافغانستان یو مستقل دولت دپښتو نخواپه غروکنې بیا تشکیل کئی او دا خو ببری نرده و روسته پر هغه تشکیل
پا ته دی ! د د احمد احمد . شاه با با ژوند ملی ژوندون وو په عیش او خاک آلود او تنعم پابند نه وو ځکه نوده دپښتونخواه سپېره غرونه ، د مفتوحه مملكتو ترعيش خوښ کړی او هغه وخت چه در هلی پر تخت کښېنستی هم ئې خپل وطن په یادو و، او ددغی خاوری په مينه کښې ئې خوازه اشعار ویلی دی ! د احمد شاه بابا وطنی اشعار ، دومره سوزان او له شہور جوشه ډك ، او دمینی او محبت له احساساتو څخه سر شاردی چه هر پښتون ئې په ويلو متأثر او متهيج کینزی احمد شاه بابا، د شاهنشاهی دشوكت او عظمته سره دد هلی بنار فتح کړ، او دپښتنو پلار په خورا عظمت او برم او جلال هغه ښار ته داخل سو چه پخواهم د پښتنو په لاس ك و فتح او او نصرت د هندوستان شاهنشاهی نیول ، خوداسی چاری دی چه ضرور به احمد شاه بابا په خوش شوی وی مگر سره ددغه هم لکه چه د ده زړه د وطن پر غرو گر زیدی و گوری په دغه بيت کې د غه حالت څنگه تصویر کوی :
دزره گل به می له خاورو کا سرپورته
كه نسيم له كو هستا نه رسېد .
دپښتو نخواد غر و نسیم او نری وزم دیوه پښتون کله هېر بنزی؟ نواحمد شاه با با چه هم یورشتینی پښتون و و ، تل په پردیسی کنې د وطن په یاد ژړېده یولای دغه دوطن دمینی دزره
لمبي په دې ډول ښی :
دزره فریلامی له جدایی
اور می ورک نشی داشنایی
چه پر وطن وی زره څه قرا روی
یم بی طاقته په پر دیسی
احمد شا با با دوطن په جب کنبې يوه خوزه او بليغه بدله و يلي ده ، دا بدله دده دوطن خواهی احساسات ښه تصویر کوی ، او دده دوطن غوښتلو فلسفه خنی څرگندیزی دپښتنو دادب په تاریخ کنی دوطن دمینی اشعا رډېر ، او خو را غوره دی ، یوه لو برخه د پښتو ادبياتو دو طن به ستاینه پوری مخصوصه ده (۱) مگر داحمد شاه با با دغه يوه بد له ديوه لوی ديوان قیمت لری . لری ، او ټو له شجاعت وطنخواهانه جذبات ، او دوطن دساتنی حماسی احساسات ئي ئې پکې یوځای کړی دی ، دغه بد له موز دلته رانقلوو: احمد شاه بابا و ینی چه ددی پا کی خاوری مینه د پښتنو په زړه کنی تو را ټینگه ده ، ولی چه د پښتنو ښکلی او گلالی حلمی تل داحمد شاه بابا په مشر توب دده تر جندی لا ندى ددي وطن دساتنی او دیرم او جلال دلور و لو دپاره و لا روه ، احمد شاه بابا دپښتنو خلمو دغه و طن خواهانه – تال داسی بیانوی :
ستاد عشق له وينويك سوه ځكرونه
ستا په لاره کښې بایلی ځلمی سرونه
احمد شاه بابا گوری چه دد و زړه څنگه په خپلو خاورو او خپل وطن پوری تړلی دی ، نو هر وخت دوطن په بېلتون كني خليلاند ، او په هستو که کنې ئې خوښ او ښاد دی
تا ته را شمه زرگی خما فارغ شی پریشان
بي له تا می اند بښنې دزړه ما رونه
احمد شاه بابا ، که څه هم د پښتو نخوا شا و خوا ټوله مملكتو نه ونیول او دپښتنو زاړه مفتوحه مما لك لي بیر ته لاس ته راوسته ، مگر ا هر وخت چه پخپلو مملکتوکنې دیوه بریالی شاهنشاه په ډول گر زیدی ، هیڅکله ئې دخپل وطن شكلي باغونه ندی هېر شوی :
که هر څو می ددنیا ملکونه ډېرشی
ځمانه هیر نشی داستا ښکلی باغونه
هغه وخت چه احمد شاه با با ددهلی د شاهنشاهی پر تخت کښینوست، دهغه ښکلی او زیبا ښار په شاهی مانیو او باغونو کښې هم دده څخه دخپل وطن دغر و ښايسته او زړه وړونکی څوکی هېری نشوې ، او داسی ئې د وطن یه مینه کښې زغ وکی :
دد هلی تخت هېرومه چه را یاد کرم
لحماد شکلی پښتونخوا دغرو ، سرونه
تر دغه وروسته نوز موز ښاغلی ننگیالی بریالی پلار : : د پښتنوالی او پښتو دیر تم او برم به افتخار کښیوزی ، معول می د خپل تو ریالی ملت په توره او پښتنواله فخر کوی او و یاری ، نو وایی که پښتانه اوزه د مېرانی توره و کازو او د پښتنو دزاره او تاریخی عظمت به یاد بیا شاو خوا و گورو ، نو به د شیر شاہ سوری ، او سلطان حمید لودین رونې دورې بيرته نوی شی . په دغه ډول د احمد شاه بابا به همت او ننگیالی توب او پښتنواله دغه خبره د ده رشتیا شوه او د وطن تېر عظمت ئې په خورا مينه بیرته و كانه . د رقیب د ژوند متاع به تار به تار کړی میکند چه په تورو پښتا نه كا گزا رو نه د " فريد » اود " حمید چه زه و اندام به دور به بیاشی پر هر لوری تا ختو نه ددې بدلی په پای کنې وطن ته داسی خطاب ، او د مېنى
د مینی داستان ختموی :
كه تمامه دنیا یوخواته بل خوايي !
زما خوخوش دی ستا خالی تش دگر و نه احمد شاه » به دغه ستا قد رهبر نکا که ونیسي د تمام جهان ملکونه از داوه زموزد با با د وطن د مینی ، او پښتنوالی د حب
احساسات ، چه لند مو وليكله د احمد شاه با با دوطنیت فلسفه د وطن مينه په انسانانو کښې طبیعی ده ، د هر چا خپل کورا و کلی خوش وی ، پښتنو په يوه مثل کنې د انسان دغه اجتماعی جذبه ، به تصویر کړې ده چه وا یی هر چانه خپل وطن کشمیر دی » د و طبیت عنعنات او جذبات په انسانانو کښې خورا زاړه دی ، د تمدن په تاریخ کنې د وطن تعریف داسي كينزي : تېرو خلقو وطن هغه مخکه بلله چه پلار او نيکه ئې پکښ اوسېده او هديره شي هغه وه . د کورنۍ روا یا تو یوه ټوټه محكه دوی نه مقدسه کړې وه چه وطن » ئې بلله په زاړه یونان کني «وطن» يوه مقد سه کلمه وه ، چه په دینی شعائروئي گده بلله ، د یونان مشهور فیلسوف مانت افلاطون ، وطن خيل روزونکو باله او خپل ژوندئي به وطن پوری مربوط گانه سقراط د ډیری وطن خوا هي څخه ځان دوطن د قوا نینو په احترام کنې قربانی کی به اجتماعی پوهانو او هغو عالمانو كني چه د انسانانو پرژ و ندون خبرنی کوی ډيرو د وطنیت پر فلسفه باندی بحثونه ليکلي دی ، چه حنو دولت او حکومت د وطنيت اساس گملی او د دولت مرکز ، د وطن مرکز بولی مگر دغه د وطنیت سیا . سی نظریه ده ، نوی اجتماعی علماء کشنری چه د وطنیت فلسفه د اجتماعی خوا بلتی ، وایی چه : وطن دپلرونو اونیکو نو دژوندون ښکاره کونکی او د اجتماعی اساسانو تینگونکی او اصل دی يوبل اجتماعی عالم وایی : انسان لمړی دخپلی مور سره مینه لری ، دغه مینه سره تبلي، له خپلو ا نو وروسته دپلار او نژاد نورو خپلوانو سره پید څخه قبيلې او پښت ته ځی او لکه یوه دائره په افقی ډول خپرینزی په وینو اور و حی عوا طفو گډېری ، څو چه و حب وطن ته ورسیزی ، نود موراوپلار مینه دوطنیت دمینی اساس دی؛ تر دې اندازې چه دوطن کلمه په خنو اروپائی ژبو کښي د پلار » له کلمی څخه جوړه شوې ده مثلاً د لاتینی یا تریا Patria یا د جر منی Vaterland واتر لیند یا دانگلیسی (Father land ) په دې ډول نوپه اوسنی علم الا اجتماع كنب " وطن هغه خاوره بولی چه نسبتاً طبیعی حدود لری ؛ او خلق پکن هستیزی چه دوی خپل دو دونه؛ مذهب ، ژبه ؛ حکومت او یو شانته اجتماعی ژوندون لری داخو لنډ هغه نظریات او آراء وه ، چه دو طینت بسم ، رواج پر فلسفه په اجتماعی علومو کنې څرگند شوی دی اوس به نو را سوچه ادباء او شاعرانو پروطنیت باندی څنگه افکار ښکاره کړی اوڅو ډلی شوی دی ؟ حتی مفکرین اوادباء دوطنیت فلسفه پر اجتماعی ژوندون بناء کوی یعنی دوطن سره مینه لری له دغه پلوه چه هلته دده خواز . خپلوان اوزړه ته تېر مینان سته ، نو که په وطن کې دغه اجتماعی را بطه و شلیزی، یعنی دچا خپلوان او یاران هلته نه وی ، هغه وطن دمینی او مسرت ځای نه ، بلکه دناورین عملین گرن او وکیر سبب گرزی ، دعر بویو شاعر دغه فلسفه په یوه بیت کنې داسی ښیی :
و من مذهبى حب الديار
لاهلها وللناس في ما يعشقون مذاهب
یعنی هر څوک په مينه کښې بېلی لاری لری ، زه خو وطن دوطن دخلقو دپاره خوښوم » دعر بو يوبل مشهور شاعر لبيد بن ربیعه هم هغه وخت چه دز رو یارانو پر کلی او وطن راځی ، نو د مینی او مسرت پر ځاى ئې له لید لوڅخه وحشت او دهشت مومی ولی چه دده خپلوان او مینان هلته نسته ، نودی هم شرافت ساکن بولی اووائی : دمكان له مكينه ملا یا مقام الجامعة. بار محلها فمقامها پاکی عفت الد بمنى تأيد غولها فرجا مها یعنی « دیارانو دنگ به سبب به منی » - ه منى ، كنب او س غول » او رجام چه ددوی دهستو کی ځایونه وه وحشت
زیاتوی (۱) » په دغه ډول دعر بو دغه ادباء ، دو طنیت میدارم دمینی اساس پر اجتماعی مینه زدی ، سعدی د پار سو مشهور ادیب هم په وطن کنې د حسرت ژوندون نه خوښوی لکه چه وائی :
سعد يا حب وطن گرچه حدیثی است صحیح
نتوان مرد بحسرت که من آنجا زادم
په پښتنو شاعرانو کې هم ځنې ادباء دو طنیت دغه فلسفه منی یعنی خپل وطن دخپلوانو او یارانو دپاره پر گران دي مثلاً :
وطن د يار په ستر گوښه دى :
چه جانان نه وی خه و طن څه بی و طنه
عبدا لرحيم هوتك وائي :
شرافت د مکان تو له په مکین دی
بی مکسینه څه په کاردی، تش د یا ر ؟
دپښتنو فیلسوف شاعر دپښتو پلار خو شحال خان خټك هم داجتماعی مفکر ینو او پوهانو په ډول وطن ته گوری ، او پر اجتماعی فکر خپله فلسفه دا سی تینگوی :
څه بلا د خدای ده دوطن جلا کېدل
و رو نه عزیزان خو پښبان و بله بېلېدل
په دې ډول زموز دمشرق | ديبانو او مفكر ينو دوطن دینی فلسفه له اجتماعی با سیاسی پلوه ښو ولې ده . البته دغه علل تو له هم د وطن دمینی په ا حساس او د خپلی خاوری به محبت او عشق کنې برخه لری مگر د احمد شاه با با فلسفه له دغو افکارو څخه بېله ده ، ده که څه هم خپل وطن ، د پلار اونیکه هدیره ، او خپله خاوره په تقاضا د ملیت داشتراك او خپلوی گرانه گڼله، مگر د ده د و طنیت فلسفه تر كليه د " حب الديار لا هلها » ډېره لوړه ده، یعنی یوازی پر اجتماعی ژوندون او اشتراك دمنا فعو نه بنا كبرى ، بلکه دا ویلای سم ، چه احمد شاه با با خپل وطن په هغه علمی تعریف چه دمخه مود وطن دپاره و کړ ټوله پخپلو طبیعی حدو دو خوښ در لود ، اما دا مینه او عشق با لذات ددغو خاور و سره و و یعنی پر عللو او اسبابو مبنی نه و و ، بلکه یو رشتنی مجرد اولور عشق وو ، چه ده دخپل و طن سره در لود ، محکه نودی ځانله یوه بېله او مجرده دو طنیت فلسفه لری او هم دغه سبب وو چه احمد شاه با باد شاهنشاهی ترکیلو اودشاو خوا ډېرو مځکوتر نيولو وروسته لکه نور پښتانه شاهنشاهان وطن او خپل مرکز هېر نه کی ، او افغانستان ئي پخپلو طبیعی حدود كنب وساته . په شاو خواودانو ملکو او مځکو کې که څه هم احمد شاه بابا دشاهنشاهی لاس در بود ، مگر بیاهم دی دهغو ځايونو عيشو او د ډهلی دمانيو عشر تو دخپل غره او خیلی خاوری له یاده نه ویوست ، او خپل مرکز نې تر پايه نه پرېښو ، څوپه دغه خاوره کښې مړ او دلې خ شو . داخو د احمد شاه بابا د وطنیت یوه مجرده او خورا یوازی ئې د یارانو او خپلوانو دپاره و طن نه یا دیدی ، او دوطنیت فلسفه ئي يوازى داجتماعی او سیاسی پلوه نه وه ، بلکه خپله مېنه له دې جهته پر گرا نه وه ، چه دده مینه وه و بس . احمد شاه بابا دغه دوطنیت خپله تینکه او لوړه فلسفه چه زما به خیال دوطن دمینی هغه خور الوړه پایه ده . په يوه بيت کنې داسی ښکاره کوی :
که تمامه دنيا يو خوا ، ته بل خوا يې
زما خوخوښې دی ستا خالی تش د گرونه
وگوری احمد شاه بابا وطن نه خطاب کوی ، چه که ټوله دينا (یعنی ټوله هغه اجتماعی او سیاسی او نور عوامل چه دوطنیت فلسفه په علم الاجتماع کنې پر ولاړه ده) سره یولای شی او پریوه خواوی ، او فقط دوطن تش او خالی ذكر و نه پربله خوا وی ، دی به وطن پرغوره كړى ، او ددنیا شاهی او خوښۍ او عيش و عشرت او دخپلوانو خیلوی ، او دیارانو آشنائی به ټوله دده په لار کنې پر بیزدی :
احمد شاه ، به دغه ستا قدر هیر نکا
که ونیسی در تمام جهان ملكو نه
داحمد شاه بابا دغه دحب وطن او دمینی دمینی لوده د عوه تشه دخولي خبره نه ده، بلکه دغه عملاً هم ښکاره او ثابته شوې ده :
حکه چه ده دهندوستان دخوسوو کالود شاهنشاهی مرکز دهلی ونیولی ، ترخيوا او بخارا پوری ئې فتوحات وكړه ، خراسان ئې لاس ته راوست ، دغه ځایونه دپښتو نخوا تر و چو غرو او دښتو خورا ښه وه ، هلته ده ته شاهانه سامان موجود وو ، مگر ده وطن هېر نه کی او د خپلو خاورو سپېره ډگرونه ئې دډ های پر تخت اومانیو خوښ وه ! نولکه دده دوطنیت فلسفه چه پخه او محققانه و ه هغسی ئی عملاً هم دحب وطن مراتب ډېر لوړ وه .