32

عبدالعلي مستغني

د پښتو ادب لنډ تاريخ

په (۱۹) قرن کي چي په افغانستان کي د دري ژبي يو ډېر نامتو او مقتدر شاعر تېر سوى دئ هغه يو پښتون او په پښتنو کي روزل سوی سړى دئ، چي ده پښتو شعر لږ ويلى دئ، مګر د دري غزليات او قصيدي او رباعيات يې په زرو دي او که دغه سړي خپل هنري استعداد پښتو ته

وقف کړی وای نو به یقیناً په پښتو کي د ده آثار نه هېرېدونکي او نه وركېدونكي وه.

د دې سړي نوم عبدالعلي په قوم هوتك اود ملا رمضان زوی و، چي تخلص ئې "مستغني" و. دی په (۱۲۹۳هـ) کال د کابل په بالاحصار کي زېږېدلی او د (۶٠) کالو په عمر په( ۱۳۱۲ ش) کال وفات سوى دئ، د مستغني پښتو اشعار په سراج الاخبار او د کابل په مجله کي نشر سويدي، د فارسي ژبي د کلاسيکي رويې په پيروي يې پښتو اشعار هم هغه ډول جوړ کړي دي او د دې عصر په پښتو شاعرانو کي هم ځای نیولای سي. د ده د کلام نمونه دا ده :


علم زده کړه ګوره جهل په کار نه دئ

 که دي پلار دئ چي جاهل دئ په لار نه دئ 

که بې علمه خبردار دئ بې خبر دئ 

که هوښيار د زمانې دئ هوښيار نه دئ 

كه څوك سود غواړي د علم سودا ښه ده 

په ګرمي د دې بازار بل بازار نه دئ 

که سودا کړي دوکاندار د علم ګوره

با انصافه تر ده بل دوکاندار نه دئ

خوار هغه سي چي د علم نه غافل سي

چي د علم دولت مومي بيا خوار نه دئ

 کافران ګوره په علم جهانګیر سول

 ما و تا لره دا ننګ او دا عار نه دئ

 مړ ويده دواړه يو رنګ وي په غفلت کي

 مړ يې بوله هر سړی چي بيدار نه دئ

تر غفلت پورته خونخواره بلا نسته 

كه زمري څوك خونخوار بولي خونخوارنه دئ 

موافق د زمانې سره رفتار کړه 

مخالف د زمانې ښه رفتار نه دئ 

زمانه وي کله ګرمه كله سرده

تل تر تله په چمن کي بهار نه دئ

كه فلك د غير په كام سو غمګين مه سه

په دې ژرنده همېشه د چا وار نه دئ

 مستغني زه دي مين په خپل ګفتار کړم 

ستا په شان ګفتار د هیچا ګفتار نه دئ

مستغني يم زما نوم عبدالعلي دئ 

زه پښتون یم په بل قوم مي څه کار نه دئ

فارسي شعر مي مشهور دئ په جهان کي 

په پښتو ژبه مي شعر شعار نه دئ



سراج الاخبار، څلورم کال، شپږمه شماره 

عقرب ۱۲۹۳ هـ ش