32

د مضمون له پلوه د قصیدی اقسام

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده ، لومړی څپرکی

قصيده د مضمون له پلو، ډير اقسام لری. د عربو قصيدې، خو په جاهليت کې په حماسی و یاړونو او قبیلوی افتخاراتو او عشقی احساساتو بنا کيدې  مگر په اسلامی دوره کې خاص بیا د عباسی دربار او اميرانو په مخ کې  قصيده، د مدح او انعام گتنی ذریعه سوه.

په دری کې مدح تر هر څه د مخه د قصيدې غايه او هدف وه، او عاشقانه تشبیبونه صرف د قصيدی د ښکلی

کیدو لپاره ؤ، او د سینی له خلوصه او تودو جذبا تو څخه تر هغه خالی وه، چې سنا یی په قصيده کې د روحی او ملکوتی، جذباتو اور او حرارت پیدا کاوه. 

د مخه  موویلی وو: چې کوم وخت په افغانستان کې يعقوب ليث د آزادۍ ښکلی بیرغ د سیستان د زرنج په شاهی ماڼيو ورپاوه، هم په دغه وخت کې پارسی قصیده د دربار همدسه سوه، او په خوښۍ او نشاط، په جنگ او روغه اوستا ينه او ويرنه کې د شاعر د لاس ډيره کارآمده او په زړه پورې متاع وه. کله به یی د  عيش او نشاط او جمال دوستی بزمونه په قصیده تودول،  کله به یې زلمی د جنگو پرډ گرپه قصیده پا رول، او کله به یې په ټوکو او هزالی، د همدی قصیدې په وسیله، خلق خندول، خو کله کله به د بډايانو او اميرانو د مړینی پروخت د ویر او عزا اورثا په ټولنو کې قصیده ارو يدله کيده.

مگر د رثایی قصیدی او ویرنی رنگ بیل ؤ، دلته به شاعر خپل هنر ا و د وینا کمال اوقوت هسی په کا ر    اچا وه، چی هغه د مرگ واقعه به یې ډيره هولناكه او غمجنه اود ویر او ژرا وړښووله. د خلقو د ژړا او     ویرا وساندو او کرپږو مناظر به یی تصویر کول.

ښایی چی په دری ادب کې هم دغسی ویرنی د مخه لاوې، خو اوس موږ ته فقط له رودکی څخه درثا ځینی شعرونه پاته دی او ترده وروسته نو مرثيه ويل عام سوی دی.

د رود کی مراثی اوس د قطعا تو په شکل کې پاته دی خوممکنه ده، چی په اصل کې به قصا يدوه، او نور بيتونه به يې ورك سوي وی. دا بيتونه له هغی ویرنی څخه دی چی رودکی د خپل یو هم عصر شاعرمرادی په مرگ د ۳۰۰هـ په حدود کې ویلی وه:

مرد مرادی نه همانا که مرد

مرگ چنان خواجه نه کاریست خرد

جان گرامی پدر باز داد

کالبد تیره به مادر سپرد

ان ملک با ملکی رفت باز

زنده کنون شد، که تو گویی بمرد

کاه نبد او که بیادی پرید

آب نبد او که به سرما فشرد

شانه نبد او که به مویی شکست

دانه نبد او که زمینش فشرد

گنج زری بود درین خاکدان

کود و جهان را به جوی می شمرد

قالب خاکی سوی خاکی فگند

جان و خرد سوی سموات برد

صاف بد آمیخته تا در دمی

بر سرخم رفت و جدا شد ز درد

در سفر افتند به هم ای عزیز!

مروزی و رازی و رومی کرد

خانهٔ خود را با زرو دهر یکی

اطلس کی باشد همتای برد

«خامش» کن چون نقط ایرا ملک

نام تو از دفتر گفتن سترد

دا د پارسی مرثيې يوه لومړی نمونه ده، چی بی ځایه تكلف او تصنع نه لری وينا يې صافه او روښانه او سپیڅلی ده او شاعر خپل احساسات په زړه سوی او صمیمیت پکی ځای کړی دی.

په رثایی قصیدہ کی البته تشبیب نه ځائیده، اونه د تغزل وخت ؤ. نو پخوانو شاعرانو به لومړی پلا په خپل مقصد او د ویر په څرگندولو پيل وکړ. خو وروسته چې رثا هم درباری او تشریفاتی سوه، نو د رثایی قصیدی آغاز او انجام هم ځینی خاص صفتونه وموندل، مثلاً فرخی د سلطان محمود پر مرگ باندې د غزنی د ښار مناظر او د ويرنى مراتب په دې قصيده کې تصویر کوی:

شهر غزنین نه همانست که من دیدم پار

چی فتاده است که امسال دگرگون شده کار؟

خانه ها بینم پر نوحه و پر با نگ و خروش

نوحه و بانگ و خروشی که کندروح فگار