د سکندر يرغلونه
د هغو لويو تاريخي جريانو په سلسله کښې چې ترويدي او اوېستايي فرهنګ او د هخامنشي مدنيت تر اغېزو وروسته يې د افغاني فرهنګ په جوړولو او زموږ په هنر او پخواني فكري جوړښت کښې ډېر زيات او څرګند اثر کړی یو هم د افغانستان پر خاوره د سکندر مقدوني لښکر کشۍ دي، چې د دغه هېواد د فرهنګ، ژوندانه، فکر او مدنیت لرغوني جريان ته یې څرګنده اوښتنه او نوې بڼه ورکړې ده او د افغانستان په تاريخ کښې دا پېښه خاص اهميت او ډېرې ژورې اغېزې لري، ځکه چې زموږ پر سیاست د ژوندانه پربنه ،فکر ،ادب، هنر او زمونږ د فرهنګ پر ټولو خواوو يې دومره ژور او تغییر ورکوونکی اغېز کړی، چې پخوانۍ لاره يې بیخي پرې اېښې ده. سکندر د يونان په شمال کښې د مقدوني پاچا دويم فلیپ زوی و، چې پر ۳۵۶ ق م کال د پلا په ښار کښې زيږېدلی دی، پلار يې فلیپ د دریم امین تاس زوی او مور يي المپياس د مولوس د پاچا، "نی اوپ تولم" لور وه، د يوناني اساطيرو له مخې سکندر د پلار له خوا هرکولس او د مور له خوا "اشیل" د یونان افسانوي پهلوانانو ته رسېږي. همدا چې پلار يې پر (٣٣٦ ق م) په يوه مېله (جشن) کښې د يوه يوناني له خوا ووژل شو، نو پر هم هغه کال پر شل کلن عمر د یونان پر شاهي تخت کښیناست. دا مهال د هخامنشی کهاله تخت دریم داریوش "کدمان" ته رسیدلی و، چې د هېواد چارې د ده د يوه ګوتو هوني وزير "باګواس" په لاس کښې وې په خپله كدمان لټ بېکاره او ناراسته سړی و ځکه نو سکندرته - چې د جهان نيولو اراده یې درلورده - د هخامنشي دارت هېواد نیول اسانه کار ښکارېده، او له ۸۰ زريز لښكر او جنګي بېړيو سره د دار دانل تر آبنا راپورپووت او پر "آسيا" يې يرغل وکړ. يې يوناني اجير - دریم داریوش هم ۸۰ زره عسکر لرل، چې يو څه سپایان وو او د دوی قوماندان هم يوناني (ميمنين) نومی و، خو د ګرانيك . ایسوس او ګوګمل په دريو جګړو کښې يې کلکه ماتې وخوړه، سکندر هخامنشي ښکلي پايتخت تخت جمشید ته اور واچاوه، داریوش پارت (خراسان) ته وتښتېد او د ۳۳۰) ق م) کال په جولای كښې د پنځوسو کالو په عمر دامغان ته نژدې د باختر دوالي "بسوس" او درخج او در نگیانا کندهار او سیستان د حکمران برسینتس له خوا ووژل شو. سکندر د داریوش د نیولو له پاره پر خراسان یرغل وکړ همدا چې هغه یې وژلی وموند د هغه وژونکي يې غرغره کړل او د ختيزو سيمو نيولو ته يې مخه وکړه. دا وخت بسوس باختر ته ورسید هلته یې د پاچهۍ اعلان وکړ او د سکندر د مقابلې له پاره يې په هڅو لاس پورې کړ بر سنتس هم ځان سیستان ته ورساوه او ساتی بارزانس له اريا (هراته) په دغه دفاعي تړون کښې ګډون وکړ، خو چې سکندر سوزیان (طوس) ته ورسېد، د هرات حکمران هغه ته ښه راغلاست وویل بیانو د بسوس د ترټلو او نيولو له پاره باختر ته وخوځېد، چې د ده په غياب کښې د هرات خلك د همهغه بارزنس په مشرۍ پاڅېدل او د يوناني لښكرو مشر اناكسيب يې په هرات کښېوواژه، سکندر چې د هراتيانو له دغه ملي پاڅون نه خبر شو، ژرارتاوکوانا ښار ته ستون شو او د ساتي بارزانس او هغه د فدا کار لښکر مقاومت يې چې په يوه ځنګله کښې يې مورچه نيولې وه ځنګله ته د اور اچولو له امله مات کړ ده د يوناني لښکرو د ساتلو او استوګنې له پاره د آريا سكندريه ښار ودان کړ چې همدا اوسني هرات دی او د هغه حکمراني يې ارزاسس ۴۴ (ارشك) ته وسپارله هرات چې د سکندر لاس ته ورغی نو د فراه له لارې يې پرزرنګ ۳۳۰ (سيستان) یرغل وکړ او د ق، م کال د اکتوبر پر میاشت یی په سیستان کښې د خپل لښکر ستر قوماندان فیلوتاس د پارمن یو زوی او هم د خپل ګارډ سردار ديمتريوس يې چې ځنې ويريده ووژل او له هغه ځايه ختيځ خواته دايتي ماندر (هلمند د غاړې د اورګیتی گرمسیر" د نیولو له پاره چې تیرې داس یې حکمران و هغه هېواد یې له که روزیه (بلوچستان) سره ونيو او د هغه ځای پایتخت یې چې اریاسپ نومېده ونيو. سکندر د هلمند له ناوي څخه د اراکوزی (ارغنداو) ناوی ته ولاړ او د ۳۲۹ ق م پر دوبي يې اوسني کندهار ته نژدې د اراکوزي سكندريه ښارودان کړ او دغه عسکري کوټ يې د يوناني سپايانو قرارګاه کړ او هم يې د هغه ځاى له خلکو عسكر واخيستل او (ممنن) يې د هغه ولايت والي وټاکه.. دا وخت که څه هم سکندر دری لوی ولایتونه لکه آریا (هرات)، د رنگیانه (سیستان) او اراکوزی (کندهار) نيولي وو، خو د هراتیانو ملي مشر ساتی بارزانس د باختر له پاچا "بسوس" څخه دوه زره عسكر كومك واخیستل او په اریا (هرات) کښې يې د خپلواکۍ بیرغ پورته کړ؛ سکندر خپله يوه لويه پوځي قوه دار ته بازیوس ایری ژیوس او کارانوس په مشرۍد هرات د مليون د مقابلې له پاره واستوله او د پارت والي چې فراتافرون نومېد ، له دغو مشرانو سره یو ځای شو او د هرات ملي قواوې يې له هرې خوا محاصره کړې، چې په یوه سخته جګړه کښې ساتي بارزانس د ایری ژیوس له لاسه ووژل شو او د هرات مقاومت هم پای ته ورسید. تر هغه وروسته سکندر د کابل او د پاروپا میزاد د غرو د نیولو خوا ته مخه کړه او د ۳۲۹ ق. م د نوامبر پر میاشت د ژمي په سر کښې کابل ته راغی، بیا د کابل د شمال خوا "کاپیسا ته وخوځېد او چاریکار ته نژدې يې په هوپیان کښې د قفقاز سكندريه ښار ودان كړ. د ۳۲۹ ق م د پسرلي په پای کښې سکندر له خپل لښکر سره د قفقاز له سكندريي څخه وخوځېد او د اندراب له لارې د هندوکوش تر غرو د يوناني قفقاز تر غرو تېر شو او د باختر د حکمران بسوس پر لښکر يې چې اته زره باختری وسله وال وو يرغل وکړ، خو بسوس په لښکر کښې د مقاومت متره و نه لیده د باختر سيمې يې ورانې او خوراکي شيان يې له منځه یووړل، د آمو له سینده د سغد خوا ته تېر شو او باختر د سکندر لاس ته ورغی چې ارته بازیوس یې د هغه حکمران و ټاکه از چیلاس يې له ساتندویو عسکرو سره هلته پرېښوو او په خپله کیلیف ته نژدی د آمو تر سینده پورېووت، د قرشي يا اوسني شهر سبز په شاوخوا کښې بسوس لاس ته ورغی، ما را کنده (سمرقند) یې ونیو او هلته یې د تانائیس سکندریه ښار ودان کړ چې اوسنی خجند دی. په سغد يا نه کښې هم د سکندر پر لښکرو سختې حملې وشوې، نو ځکه سکندر مقدوني پر کولائوس له دریو زروسپایانو سره هلته پرېښوو، باختر ته راوګرځېد، او چې دلته را ورسېد د هرات والي ستازانور یې دربار ته راغی او د هرات پخواني والي ارزامس او د پارت والي برانس يې چې دبسوس له خوا مقرر شوي وو، د اوسپنې په ځنځيرو کښې تړلي راوستل، بسوس يې په غونډه کښې محاکمه کړ او ويې واژه (۳۲۸ ق.م). دا مهال نولس زره هوسا او نوي عكسر له يونانه د سکندر له لښکر سره یو ځای شول او ده دمرګیان مرغاب) په ناوه کښې يې د هغه ځای وطني حکمران اریمیازیس په دار وځړاوه. د مرو په سيمو کښې يې د سرخس او مروچاق کلاوې ودانې کړې او بلخ ته راوګرځېد، د لارې پر سر يې په میمنه، اندخوی، شبرغان او سرپل کښې څلور پوځي کوټونه (حصارونه) جوړ کړل، بيا تر امو پورې ووت او په مراکنده (سمرقند) کښې له خپلو لښکرو سره یو ځای شو. د سپیامنش د باختر یو جنګیالي او زړور مېړه چې په هغو سيمو کښې يې له سکندر سره جګړې کړې وې او د څه وخت له پاره له میدانه وتلی و، بیا په باختر کښې ډګرته راووت او د يونان په عسکرې مرکز زریاسپه کښې يې د سکندر د لښکر مشر پیتون Petton ونيو، خو د سکندر له خوا کراتیروس له سپيتامنش سره ونښت او هغه یې له هغه ځايه ويوست خو لږ وخت وروسته چې سکندر له سغدیانه څخه را وګرځېد، همدغه سپیتامنش له دریو زرو سغدي او باختري سپرو سره د ده مخ ته ودرېد، سکندر د دغه توريالي له مېړانې څخه په عذاب شو او د باختر والي ارته بازيوس يې چې د سپيتامنش په ملګری تورن و ګوښه کړ او د هغه پر ځای يې مقدونې امینتاس Amyntas وټاکه چې د عسکری جنرال کوانس په ملاتړ باختر وساتي خو بيا هم د باختر سپیتامنش ورباندې یرغل وکړ، چې د خپلو ملګريو د خيانت له كبله ووژل شو (۳۲۷ ق.م) په دې ترتيب د وطنپالو باختریانو مقاومت پای ته ورسېد او زيات ملي مشران د سکندر له لاسه نیست او نابود شول یو له هغو مشرانو څخه هو خيارتس Oxyates نومېد ، چې له خپلې کورنۍ سره غره ته ختلی و خو مقدوني لښكرو ورباندې يرغل وکړ او دی یې د خپلې خورا پیمخې لور روښانې Roxana سره چې یونانیانو په خپل ګړدود رکسانه بللې ده، سکندر ته راووست او ده دا ښکلې باختري پېغله د ۳۲۷ ق.م په پسرلي کښې ماندينه کړه، خو د يوناني لښکرو مشران له باختري پېغلې سره د یونان پاچا په واده خوښ نه وو. يو له هغو ناخوښيو څخه ستر پوځي مشر کلیتوس و، چې د ۳۲۷ ق م پر پسرلي د مستۍ په يوه مجلس کښې چې په باختر کښې جوړ شوی و، د سکندر له لاسه ووژل شو. همدا چې د باختر او سغدیانه په سيمو کښې د سکندر دوې کلني جګړې پای ته ورسېدې، نو هند ته د تګ فکر ورپیدا شو، دیرش زره باختري زلميان يې په خپل لښکر کښې راغونډ او د ۳۲۷ ق م په پسرلي کښې له خپلو (۱۲۰) زرو پلیو او ۱۵ زرو سپرو سره چې (۷۰) زره يې اسيايي خلك وو، د هندوکوش له لارې د هند خواته مخه وکړه او امینتاس يې له لسو زرو پلیو او دریو زرو او پېنځه سوو سپرو سره په باختر کښې پرېښوو. سکندر د پارو پامیزاد د خاواك درې له لارې کاپیسا ته واوښت نيكاتور يې د هغه ځای حکمران و ټاکه او د کابل د ناوې حکمراني يې تیریاسپ Tyriaspes ته وسپارله دی د درونټې له لارې د کونړ ناوې ته ورغی او له هغه ځايه اسمار، باجوړ او جندول ته لاړ، خو د لارې په هره برخه کښې خلکو جګړې ورسره وکړې. په هغه جګړه کښې چې د کونړ له اسپيزو (غالباً اوسنیو یوسفزیو) سره يې وکړه څلویښت زره بندیان او دوه سوه او دېرش زره غوايي يې په چور او چپاو ونیول او هغو لښکرو چې د هفستيون او پر ديکاس په مشرۍ دکابل سيند له لارې د ټکسيلا د پاچا امپهي" په لارښوونه د پېښور او چارسدې او ويهند د سیمو د نيولو له پاره استول شوې وې، هغه سيمې يې ترسنده ونيولې ۴۶ مساكه سکندر د کونړ په سيمو کښې تر باجوړ پورې د پښتنو له خورا كلك مقاومت سره مخامخ شو، د هغو سيمو په جګړو کښې دوه ځله ټپي شو او ده هم تر بري وروسته ښارونه وران او بندیان یې تر تېغ تېر کړل. خو څرنګه چې دا سپيزي امير د سواست (سوات) د ناوې په يوه ښار کښې مقاومت کاوه. نو تر سرکانیو، چمر کند او ناوکی تیر شو او د ګوري (پنجګوره) له لارې چکدرې او د سوات ناوې ته ورسید ، څو ښاره يې ونيول او ډېرى قبيلې يې ايل کړې، د يوناني مورخ آریان په وینا د ۱۷۵م شاوخوا ) په وینا ، دلته د اساكي نوس Assakenos په نامه خلك اوسېدل او مرکزي ښار يې Massaga نومید، چې اوس يې د د کتګله د درې او وچ خوړ تر منځ کنډوالې لیدل کېږي، همدا چی دلته ۷۵ زریز نوی ملي لښکر د مدافعينو ملاتړ ته راورسید، خورا سخته جګړه ونښته او سکندر دوی د مراګه په ښار کښې څلور ورځې کلابند او ټول يې له منځه يو وړل، تر هغه وروسته يې داور، او بازیرا اوسنی بریکوټ ښارونه هم ونیول د مهابن، او رنوس) دغره لمنو ته وخوت چې د اټک د شمال په دېرش میلۍ کښې پرتې دي، اوسي کوستوس يې د هغې سيمې والي وټاکه او مقدوني نيکاتور د انډوس د لویدیزې ناوې حکمران شو. د (٣٢٦ ق، م) پر فروری سکندر پر هغه پله تېر شو، چې کېدای شي د اټک په شاوخوا کښې يې پر سند تړلی و او د ټکسيلا تر ښاره چې د دغه هېواد لوی دارالعلم و او در اولپنډۍ د شمال لويديځ په لس میلۍ کښې د مرګله د کوتل په لمنه کښې پروت و، پر مخ ولاړ، د ټکسیلا پاچا امپهیOmphis يې چې له سکندر سره يې روغه وکړه بېرته په هغه ښار کښې د خپل ستراپ (والي) په توګه وټاکه له هغه څخه يې پېنځه زره جګړن واخیستل او د ٣٢٦ ق م د مۍ تر میاشتې د جیلم غاړې ته ورسید ، د همدغه کال پر جولای د هند د پاچا پوروس (فور) سره ونښت خو هغه غاړه کېښوده، ده هم بېرته پر خپل ځای پرېښوو او په خپله دبیاس تر غاړې پر مخ ولاړ خو لښکرو يې بلوا وکړه، د هند په توده خاوره کښې يې له نور پر مختګ څخه غاړه و پېچله او سکندر يې بېرته را ګرځېدو ته اړ ویست، ده هم خپلې لښکرې پر دريو برخو ووېشلې لومړۍ برخه یې د کراتیروس له لښکر ناروغانو سره د بولان، کندهار او سیستان له لارې واستوله دویمه برخه چې ۱۲ زره سپاپان او دوه زره ماڼوګان وو د نیارکس په مشرۍ له سلو کښتیو سره د دریاب له لارې واستول شوه او دریمه برخه چې په خپله سکندر ورسره و، د سند پر لویدیزه غاړه ملتان ته ورسېده خو دهغه ځای خلکو خورا سخته دفاع وکړه، ان تر دې چې په يوه جګړه کښې سکندر ټپي شو، له همدې امله يې ټول ووژل همدا راز د سند د ناوې په پای کښې د اتيازرو په شاوخوا کښې . خلك ووژل شول، د ق، م جولای میاشت وه چې سکندر له خپلو ملګريو سره د اوسنۍ کراچی شاوخوا د اسلامي دورې ديبل) ته ورسېد، د يوې . سمندریزې سكندريې بنسټ يې هلته کېښوو او له هغه ځایه د کدروز یا بلوچستان د افغانستان د (جنوب له لارې پارس ته ولاړ او چې بابل ته ورسېد ۳۲۳ ق م د جون پر ۱۳ مه شپه پر ۳۲ کلنی د ملاریا په ناروغۍ مړ شو، د اریانه پر خاوره دده یرغلونه او د دغه ځای د خلکو د مقاومت وخت له ٣٣٠ تر ٣٢٦ ق م پورې ټول څلور کاله و وګوری ١٤ مه نومره ۳۲۵ عکس". د اريانا په ختيزه برخه کښې د انډوس لويديځ ته تر نيکاتوروروسته یو سړی د فیلیپس په نامه والي شو همدا چی هغه پر ۳۲۴ ق م کال د يوناني عسکرو له لاسه ووژل شو تر هغه وروسته وايودموس د ټکسيلا د خلکو په ملاتړ د انډوس له لوېديځ څخه د خپل تړون رسۍ وشلوله او چې سکندر مړ شو، د هند پاچا پوروس (فور) د انډوس برنۍ ناوه ونیوله خو پر ۳۱۷ ق. م د ایو داموس له خوا ووژل شو او په خپله ایو د اموس هم هند پرېښوو او د ده له تګ سره په ختيز هند کښې یونان واکمني پای ته ورسیده.