شمشیر غار

افغانستان د تاریخ په رڼاکې

 به کلو را پد بخوا طبيعي غارونو د پلتنې لپاره د یو شمېر بېلا بېلو پوهانو پام ځانته را اړولی دی د دې پام اړوني علت ښکاره دی، ځکه چې ټول پوهېږو په غارونو کې طبيعي غارونه په هر ځای او د ټولې ځمکې پر مخ او په ځانګړي توګه د بشري ژوند په لرغونو دورو کې د انسانانو استوګنځایونه او پناه ځايونه شمېرل کېږي د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د زړو کيسو له مخي غارونه د خارق الطبيعه مخلوقاتو د اوسېدلو ځایونه وو، په همدی خاطر ډېرو کیسو او اسطورو غارونو ته د تقدس او سپېڅلتيا جنبه ورکړي. په غرنیو هېوادونو لکه افغانستان کي طبيعي غارونه ډېر دي، چې د هغو د نومونو د فهرست جوړول او د موقعیت ټاکل یوه په زړه پوري موضوع ده چی په راتلونکو بېلا بېلو شرایطو کې به د مطالعاتو او څېړنو لپاره لارې چارې برابرې کړای شي. تجربو ښودلې ده، هغه غارونه چې د بشري عمر په يوه دوره کې د انسانانو استوګنځایونه وو د عرف په لحاظ د عوامو په منځ کې د نوم او نښان لرونکي ګرځېدلي لکه چې ډېر ښه او څرګند مثال يې همدغه شمشیر غار دی. په همدې ډول د قره کمر ، غار د سمنګان په شمال کې د (هيبـك) يــا ايبك) يا د چهل تن او چهل ستون غارونه او داسې نور. شمشیر غار کندهار ته په ۱۵ میلی لویدیخ - سويل لودیځ او د پنجوايي د کلي په ۳ میلۍ کې شمال - شمال ختيځ ته واقع دى او ورته ډېر نژدی کلی «بادوان)) نومېږي، چې د ارغنداو درود خاني شرقي غاړې ته پروت دی شمشهر غار د عمومي جغرافيايي موقعيت له مخې د افغانستان د سویل لودیځ ته ديوې دښتي سيمې په څنډه کې، چې (ريګستان) يې بولي واقع دی. (دوري) رودخانه، چې تقریبا د ۳۰ میلو په واټن د پنجوايي جنوب لویدیځ پلو ته د ارغنداو رودخاني ته لوېږي. د کندهار د غرنۍ کاريزي ځمکې او دښتې د لمنو تر منځ بیلونکی حد دی. دا نيمه دښتي او شګلنه دښته په حقيقت کې د هغې پراخې ځمکې يوه برخه ده، چې د (تار) یا سند دښتې د هند او د پاکستان له لودیځ نه پيل شوې او د افغانستان لــه ســـويـل لوديځو سيمو نه تېرېږي او د ایران کویر لوط هم په بر کې نيسي دا دښته په پخوانیو وختونو کې لکه د اوس په څېر وچ بیابان نه و تر يو حده د استوګنې وړ او په ځینو برخو کې يې ابادۍ درلودلې. شمشیر غار د پنجوايي په شاوخوا غارونو کې تر ټولو ښه ښکاري د ارغنداو له غاړو نه تقریبا ۱۰۰ متره جګوالی لري همدا راز د غره له بېخ نه د غار تر خولې پوري ورختل ۱۳- ۳۰ دقيقي وخت نيسي. اصلا شمشیر غار درې پوښل شوې برخې لري او که چېرته په ځانګړې توګه وشمېرل شي، نو مجموعا پینځه پناه ځايونه پکې څرګندېږي. د لومړي پناه ځای اوږدوالی ۱۶ متره دی او پلنوالی یې په دوه مختلفو برخو کې ۱۱ مترو ته رسېږي او لوړوالی یې د غار د خولې نه پرته، چې ډېر تنگ دی ۲ مترو ته رسېږي. دویم پناه خای ۱۷ متره اوږدوالی او ۱۳ متره سور لري او لوړوالى يې د ۶ مترو په شاوخوا کې دی، وروسته له دالان څخه د ۱۱ مترو په اوږدوالي دريم پناه ځای راځي، چې دا د دې غار تر ټولو لويـــې پـنـــاه ځای دی د دې پناه ځای اوږدوالی ۳۵ متره، پلنوالی یې ۲۵ متره او لوړوالی يې ۱۰ مترو ته رسېږي. همدارنګه پېنځم پناه ځای د څلورم له احاطی نه ۴ متره لوړ او خوله يې دومره تنګه ده چې په مشکله پکی تگ راتگ كېداى شي. د هغو څېړنو او کيندنو له مخې، چې پر ۱۹۵۱ ز کال د نيويارك د طبيعي تاريخ د موزيم د لرغون پېژندونکي هئيت غړي مستر لوى له خوا په شمشیر غار کې ترسره شوي ثابت شو، چې دا غار د (پلیوسن) په دورو کې په ځمکني پوړ کې جوړ شوی دی او تر تاریخ دمخه دورونو کې ترېنه کار نه دی اخیستل شوی، نو کولای شو هغې ته يو تاريخي غار ووايو، ځکه چې د هغو شواهد و له مخې، چې په لاس راغلي د مسيح د زمــانـي پــه پیل او یا ۱۳۰۰ کاله وروسته له مسیح نه تر مغلو پورې او که داسې ووايو، چې تر ۱۲۲۲ م کال پورې پکې د بشر د ژوند نښې نښانې ليدل شوي دي. په شمشیر غار کې د تاريخي کرونو لوژۍ له نظره د لاندې دورو نښې نښانې ليدل شوي دي:

 ١ لومړۍ کوشاني دوره دا دوره سل کاله وړاندې تر ميلاده پیل او سل کاله وروسته تر مسیح پورې دوام کوي. او هغه تيكرونه چې د ټاپې په واسطه ښکلي کړای شوي د دې دورې - څرګندونه کوي.

 ۲- دویمه کوشاني دوره له مسيح نه وروسته له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ کلو پورې د تیکر رنګه ټوټې او د تيكر نوري هغه ټوټې، چې سور رنگ ته ورته وې دا دوره را پېژني هغه د اوسپنې درې کنجه جوړې شوې وې چې تېرې څوکې يې درلودلې او زياتره سيستي) قومونو پورې اړه لري هم له دې پوړ نه پېدا شوي دي.

۳-  در همه کوشاني ساساني دوره د دې دورې وخت له ۳۰۰ څخه تر ۷۰۰ کلو پوزې دی. د ساساني دورې له یو څه پرمختګ سره د تيكري مخصوصې ټوټې او د دې دورې د ښارونو مخصوصه انځورګري د ساساني دورې په ټاکنه کې هیڅ شك منځ ته نه راوړي

۴- لومړۍ اسلامي دوره له ۷۰۰ څخه ۱۲۲۲ میلادي کال پوري د سلجوقيانو د عصر يو شمېر مخصوص تيكري راښيي، چې شمشیر غار د مغلو تر دورې پورې د خلکو د اوسېدو ځای و او په وروستنيو دورو کې په پرله پسې ډول هلته خلك نه دي اوسېدلي او داسې نښې نښانې هم نه. شته، چې د وروستیو وختونو ښکارندویې وکړي. د تيكر لعاب داره رنگه انځورګري شوي پارچې چې هغه په ځانګړې توګه د اسلامي دور کېدی شي څرګندوي، چې د اسلامي دورې په لومړۍ پېړۍ کې هم شمشیر غارد خلکو د اوسېدو ځای و په شمشیر غار کې د یو شمېر شین رنگه تیکرو شته والی چې هغه د مغلو تر هجوم وړاندې د غلغلي په ښار کې هم ليدل شوي د پورتنۍ نظريې په رښتينولۍ کې مرسته کوي. له همدې امله شمشیر غار د مسيح له پیل نه تر ۱۲۲۲ کال پوری ۱۴ یا ۱۵ پیری دخلکو د اوسېدلو ځای و او د کندهار د ښار ترخوا د یو تاريخي غار په توګه د نښو نښانو له مخي هلته د خلکو ژوند د افغانستان د تاريخ د مختلفو دورو د کوشانيانوله لومړۍ دورې څخه د مغلو تر وروستۍ دورې پورې را پېژني.