د یونان او باختری سلطنت

د افغانستان پخوانی تاریخ شپږم ، دوهمه برخه

د ديودوت کورنۍ

لومړی ديودوت: د ٢۵٠ق، م په شاو خوا کښې وروسته تر دی چه د اسکندر د امپراطورۍ ارکان سره تيت و پرک شول او هغه ځمکی چه ده نیولی او فتح کړی وی تجزیه  شوی نو (سلوکوس) د يونان د بيلو بيلو جنرالانو سره د یوی سلسلی جنگونو نه وروسته په شام کښی د پاچائۍ او سلطنت په جوړولو بریالی شو او د دی نقشی د عملی کولو په فکر کښی شو چه هغه ټولی آسیائی ځمکی په خپل سلطنت پوری و تړی او د هغه جزئی و گرځوی چه د اسکندر په لاس فتحه شوی وی. د ده د زما مدارۍ دوره په دغو اوږدو او ډیرو آرزوگانو تیره شوه خو هغه خیالات چه په سرکښی ئی لرل هغه ټول عملی نه شول. باختر او دآریانا نور ځايونه او د هند له خاوری څخه يوه برخه سره د هغه لیری موقعیت چه درلود، ئی تقریباً پخپل حال او د هغو ملی او یونانی رئیسانو په لاس کې پاتی شوه چه په دغه ځای کښې پاتی شوی وو. لومړی (انتیو کوش) د یونانی شامی سلوکوس زوی هم په دغه باب کښی تغیرونه را نه وستلی شول او هغه.وروستی کارچه ده وکړ دا ؤ چه باختر باختری شوو یونانیانو ته پرېږدی او یواځی په ظاهری سلطه اکتفا وکړی چه په حقیقت کښی بیله نوم نه بل ئی نه ؤ په دغه اساس ئی (دیودوت) چه یو نفوذ لرونکی او مقتدر سړى ؤ او د باختر په فضا کښی روزل شوی ؤ. د باختر او سغديان حکمران مقرر کړ، لومړی (انتيو کوش) غوښتل چه په دغی مقررۍ سره خپله او د خپل پلار نقشه عملی کړی. او د (ديو دوت) له وجود څخه استفاده وکړی خو (ديودوت) له هغه څخه د ځان او د باختری یونانیانو او د وطن غوښتونکو باختريانو د پاره استفاده وکړه اود شامی سلوسی دولت له تمائل نه ئی د خپل اساسی مقصد د پاره کار واخیست چه د یونان او باختری خپلواک او مستقل سلطنت جوړول وه او زمینه ئی ورته برابره کړه. په دغه ترتیب هم د شام سلوسیان سمدستی او ظاهراً په دی خبره باندی خوشاله شول چه په باختر او سغددیان کښی  ئی حکمران مقیر کړی، دی او هم باختری یونانیانو آرامی او مساعده موقع وموندله چه خپلی نظریی عملی کړی همدغه وو چه د (٢۵٠ ق، م) په شاؤ خوا کښی ناڅاپه (دیو دوت) د خپلواکۍ او استقلال اعلان وکړ او د یونان او باختری خپلواک سلطنت ئی جوړ کړ. 

(جوستن) وائی چه (دیو دوت) «شاهی عنوان په ځان باندی کیښود» سر بیره په دی ځان ئی (منجی) هم وباله، له دغه معقول او مناسب لقب څخه واضحه معلومیږی چه (دیودوت) د (يونان او باختری) خپلواک او مستقل سلطنت، موسس له نورو یونانیانو په تیره بیا د شامی (سلوسی) دولت له سلطى څخه د باختر په نجات او آزادۍ کښی د کوششونه وکړل، او د مملکت د نجات او موفقيت موندلو نه وروسته ئی دغه لقب د ځان د پاره خوښ او ټاکلی دی. او د وفاتیدو نه وروسته په باختری جامعه کښې له پخوا نه زيات د(منجی) په عنوان مشهور شوی او د خارجیانو په خاطرو کښی ئی هم په همدغه لقب شهرت موندلی دی. (رو نه گروسه) لیکی چه: (د اسکندر د امپراطورۍ تقسیم په وخت کښی ځينى ولايتونه د سلوسيانو له سلطى څخه وه تل د (۵٠=دا برخه ونه لوستل شول) ق، م په شا و خوا کښی د باختر حکمران (دیو دوت) یا لومړی (ته او دوت) د سلوسیانو له گرفتاریو څخه استفاده وکړه او ځان ئی مستقل کړ، په عین زمان کښی د پارتی ارساس رئیس د خپلواکۍ او استقلال اعلان وکر.) 

د (دیو دوت) د پاچاهۍ سیمه او حوزه هماغه د باختر او سغدیان ولایت ؤ د یونان او باختری مستقل سلطنت موسس غوښتل چه د باختر د دولت د نفوذ لمن د آریانا نورو ولاياتو ته خپره کړی خو دومره فرصت  ئی و نه موند چه دهندوکش جنوب ته راښکته شی، او دغه مفکوره وروسته بیا عملی شوه. 

د مسکوکاتو له مخی معلومیږی چه (دیودوت) هغه وخت چه د دوهم شامی (انتيوکوش) له خوا د باختر او سغدیان حکمران ؤ د دغه وخت د عمومی قانون په موجب ئی داسی سکی ضرب کړی دی چه په یو طرف باندی ئی د دوهم (انتیو کوش) تصویر لیدل کیږی او په بل مخ باندی ئی د (دیو دوت) د کورنۍ ساتونکی رب النوع (Zeuspromaae os  = دا برخه و نه لوستل شول) نقش شوی ده، او له دی نه هم معلومیږی چه ( دیو دوت) د خپلی حکمرائی په زمانه کښی په هره وسیله چه وو د خپلی آزادۍ او د باختر د سلطنت د خپلواکۍ د پاره ئی مقدمه برابره و له، پخپله د (دیودوت) په نامه سکی هم په لاس راغلی دی خو سکه پیژندونکی ئی زیاتره د هغه زوی ته منسوبوی.

دوهم دیودوت د۲۴۵-۲۳ ق. م په شاؤ خوا کښی): د ديو دوت له کورنۍ څخه دوه تنه پاچاهۍ ته رسیدلی دی چه یو پلار او بل ئی زوی دی چه د اول او دوهم ديو دوت په نامه مشهور شوی دی. د دوهم دیودوت د سلطنت دگذارشاتو په باب کښی ډیر معلومات په لاس کښی نشته. د ده د زمانی له مهمو پیښو څخه دا دی چه د باختر د دولت په سیاسی خط مشی کښی ئی د استقلال غوښتئی روح ډیر تقویه کړ اود پارتی دولت سره ئی چه مؤسس ئی هم د باختری (پکتی) رئیسانو څخه یوتن ؤ دوستی بنا کړه او ډیر مخالفت ئی د شامی سلوسیانو یونانی دولت سره ښکاره کړ. دوهم ديو دوت د باختر پاچا د (سلوکوس) د اولادی د حرصناکو نظر یاتونه ښه خبرؤ او په دی پوهیده چه دوی هیڅکله د شرقی مملکتو آزادی نه غواړی نو له دی کبله ئی و غوښتل چه د شامی سلوسیانو په ضد د پارت او باختر د خپلواک سلطنت ترمنځ یووالی او ملگرتيا ټینگه کړی. ښه پوهیده چه د ده پلار او (ارساس) د بلخ د پکت د قبائلو رئیس په يو فکر او په یو وخت کښی د یوی گډی او شریکی سلطی په مقابل کښی د خپلواکۍ اعلان وکړ. څرنگه چه په دغه کار کښی یووالی او هم آهنگی موجوده وه. نو کیدی شو چه د خپلو او د (تری داتس) (تیرداد) د بلخی ارساس د پارت د پاچا د ورور د اقداماتو په منځ کښی هم یووالی پیدا کړی، او دغه کار یو اسان کار ؤ ځکه چه تری داتس په دغه وخت کښی د دوهم شامی (سلوکوس) سره په جگړه بوخت ؤ او بیله دی نه ئی بل انتظار نه درلود چه د باختر دوات د ده ملاتړ اوطرفداړی وکړی.

د دوهم د يو دوت دسلطنت په زمانه کښی که څه هم دهندوکش په شمال کښی د باختر دولت نفوذ لږ او محدود ؤ خو بیا هم د غرب خواته دهغه په خپرولو کښی ئی زیاتوالی وکړ او د هر یوس (هریرود) حوزه او د (هری) هرات ولایت د هغه جزء وگرځيد یعنی نزدی د هندوکش د شمال ټول ځايونه د باختری دولت د قلمرو جز وگرځيدل. 

دهندوکش جنوب، کاپیسا، گندهارا، او اراکوزی لاتر دغه وخته پوری د (موریا) د کورنۍ د امر او تر نفوذ لاندی وو، د (جوستن) د ليکنو څخه هم معلومیږی چه د (ديودوت) له کورنۍ څخه دوه تنه (پلار او زوی) پاچاهۍ ته رسیدلی دی.

دغه مورخ لیکی چه: ( د پارت دولت په اول وخت کښی د (سلوسی) دولت او د باختر د خپلواک سلطنت ترمنځ ځان په خطر او تهلکه کښی حس کاوه خو، د (اول ديودوت) د وفات نه وروسته (ارساس) او د باختر د پاچا د زوی ترمنځ د دوستۍ تړون وشو، او له دغی خوا نه د پارت د دولت زړه بیغمه او جمعه شو) دغه بيانات د باختر او پارت د دولتو ترمنځ د دوستۍ تړون څرگند او ثابتوی او دا هم معلومیږی چه درهم دیودوت د پارتی دولت د موسس سره د دوستۍ د تړون بنسټ کيښود او د هغه د ورور (تری داتس) سره ئی دوام ورته ورکړی دی، د باختر په مسکوکاتو کښی د ديودوت په نامه سکی موجودی دی چه د ده او د ده د پلار ترمنځ واضح فرق او تميز نه کیږی خو معمولا د هغو نسبت دوهم دیودوت ته کیږی. د ديودوت د کورنۍ د سلطنت په زمانه کښی د سغدیان د ولایت کارونه د داسی حاکمانو له خوا اداره کیدل چه د باختر د دولت له خوا په تکل کیدل او مقرریدل به.