32

د ځينو وسلو نومونه

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

د اوستا په تاريخي کلماتو کي چه موږ ئې په پښتو کي ريښې مومو، ځيني د وسلو نومونه هم دي چه اوستايي آریایانو په باخدي کي لرلې.

له دغو کلمو څخه خودهه khaodha ډیره مشهوره کلمه ده چه د پښتو خول ئې په پښتو او خود ئې به پاړسو کي نمايندگي کوي، (د) ئې په خپل هم مخرجه حرف (ل) تبديل شوي دي، بله اوستائي کلمه چکوشه chakusha چه د يوې وسلې نوم ؤ او اوس دغه کلمه په پښتو کي د چکوښ په ډول موجوده ده او خپل قديم

رنگ ئې ساتلي دي، د دوي بله مشهور وسله غشي او لينده وه چه غشي ته ئې ئي شو ishu وايه او د غشي

ته ډيره نژدې ده.