فیض محمد اخوندزاده
افغانستان باندي د انګرېزانو لومړۍ حملې د دې ملت پر ژوند درانه اثرونه وکړل، په عملي ژوند کي يې خلك د آزادۍ ساتني ته چمتو کړل خو له بلي خوا يې د دوی توجه د ژوندانه له نورو کارو څخه فقط د استقلال ساتني ته راوګرځوله اما په پښتو ادب کي دغه حرکت ډېر ښه اثرونه پرېښول. مثلاً د پښتنو د کلو شاعرانو د جنګ واقعې په حماسي شکل نظم کړې او له بلي خوا عالمانو او پوهانو هم په دغه حرکت کي برخه لرله او دوی داسي کتابونه وکښل چي هغه خلکو ته د آزادۍ د ساتني په لارکي ګټور وي، له دغو پوهانو څخه يو هم فیض محمد اخوندزاده و، چي د لوګر په موسهي کي اوسېدی او ده د امیر شیر علیخان په اوله پاچاهي کي يو كتاب د روضة المجاهدین په نامه په پښتو مثنوي جوړ کی او مقصد دا و، چي خلك په ديني تبليغ سره د جهاد او د وطن د ساتني خوا ته راوبولي. دا کتاب تقریباً پنځه زره بيته او ښه تبليغي او اخلاقي مضامين لري، د تکلیفه په پوهېږي او د قرآن او حدیث مضامین په پښتو ژبه ښه نظم کولای سي او د ده کتاب د هغه عصر په پښتو ادب کي ښه ځای نیولای سي، دی خپل ملت ته د يووالي ږغ داسي رسوي :
همه واړه یو وجود شئ
په طلب کي د مقصود شئ
ملا فیض محمد په دې کتاب کي غواړي، چي د مملکت عسکرو ته د دوی مهم اجتماعي مقام وښيي او خپلو مسئوليتونو ته يې توجه ور واړوي، مثلاً د يوه مسلمان عسكري مشر وظايف داسي ښيي :
په لښکرکي چي افسر وي
شجاعت لري كرار وي
هم عاقل او مدبر وي
دلسوزي لري ناصح وي
سخاوت لري ښه دادکا
چست چالاك وي ثقيل نه وي
کبرجن او جاهل نه وي
له لښكره باخبر وي
تېښته نه کاندي صابر وي
له سلطانه طاغي نه وي
د پاچا په خدمت راست وي
نه شراب خوري نه زاني وي
حکومت ئې سراسر
داسي نه چي دولت ټول کا
عالم واړه در په در کا
می باید چي دلاور وي
په صفوتو کي جرار وي
ښه دينداره مذكر وي
هم انصاف لري صالح وي
له لښکر سره امداد کا
هم ظالم او بخیل نه وي
بدکرداره غافل نه وي
پخپل کار کي باهنر وي
په نعمت د رب شاكر وي
له الله نه باغي نه وي
د الله په طاعت ملاست وي
نه رشوت خوري نه جاني وي
په کتاب وي برابر
دی خپل ځان ورباندي موړکا
خپل مخ تور خاوري په سر کا
له دې يوې نمونې څخه سړی دا معلومولای سي، چي په افغانستان کي هم پس له اوله جنګه څخه فکري حرکت په له خلکو کي د دې له پاره پيدا سوی و، چي دوی د خپل ژوندانه لارو چارو ته متوجه سي او دغه فکر و، چي د امير شېر علیخان په زمانه کي پښتو ژبي او د عسکرو تنظیم ته توجه وسوه او په مملکت کي لومړۍ پلا يوه کابینه تشکیله سوه او يو اخبار د شمس النهار په نامه نشر سو.
د دغه حرکت ادامه :
په افغانستان کي لومړۍ پلا مدني حرکت امیر شیر علیخان شروع کړی و او دغه پاچا د مملکت د نوي ژوندانه له پاره ځيني ښه اساسونه کښېښودل، د خپلي کابينې نومونه ئې پښتو کړل، عسكري قوماندې (بولۍ) له انګرېزي څخه په پښتو راواړولې او په خارجي سياست کې هم غوښته چي له ټولو دولتونو سره دوستانه روابط ولري او د روس او دولت عثماني سفيران ئې په خپل دربار کي ومنل مګر انګرېزانو نه غوښتل چي د هندوستان له څنګه د پښتنو يو قوي حكومت موجود سي، نو دوی دوهمه پلا پر افغانستان حمله وکړه او امیر شیر علي خان کابل پرېښود او په مزار شريف کي پاته سو او تر ده وروسته يو داسي سخت او قوي لاس پر افغانستان باندي مسلط سو، چي هغه د امير شېر علي خان حرکت ئې په سرعت تعقيب نه کړ، نو ځکه د پښتو ادب هم تر شل کالو لکه چي لازم و هغسي وده ونه کړه، مګر د امير حبيب الله په زمانه کی بیرته هغه حرکت لږ څه سره وښورېدی او یو څو مکتبونه په کابل کي جوړ سول او یو اخبار د سراج الاخبار افغانيه په نامه له کابله خپور سو.
په دغه وخت کي موږ ګورو چي پښتو ليکوالو او شاعرانو هم قلمونه راواخيستل او په افغانستان کي د پښتو حرکت بيرته شروع سو، سراج الاخبار د پښتو ژبي اهميت ته خلك متوجه كړل او يو څو ليکوال داسي پيدا سول، چي دوی په پښتو ژبه څه ليکل یا به ئې شعرونه ويل، د دې ډلي په سر کي ملا عبدالباقي افغان کندهاری او سید محسن کندهاری او غلام محي الدين او مستغني او د سراج الاخبار ليکوال دي، چي لومړی مدیر او مؤسس يې مولوي عبدالرؤف کندهارى و.
او بيا محمود طرزي هغه چلاوه او ملګري يې عبدالهادي داوی او عبدالرحمن لودين وو، دغو خلکو د پښتو ژبي د نوي ژوند فکر په مملکت کي وروزه او لږ و ډېر يې په پښتو کي شعر او ادب ته هم خدمتونه وکړل. دلته موږ د هغو ليکوالو نومونه او ادبي تخليقات ښيو، چي دوی د پښتو په نوي حرکت کي لومړۍ برخه اخيستې ده.