32

صفاریان (۲۴۷ - ۳۹۳هـ)

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

د امویانو او عباسيانو په وختو کښې سيستان تل د سياسي هیجانونو مرکز و، په تیره بیا د خوارجو فرقې په دغه ولايت کښې ځای نیولی و او د عيارانو د فتوت د خاوندانو) ډلې چې د دننيو سياسي او ټولنیزو ګوندونو په شان یوه ډله وه هم په سیستان کښې ځواکمن شول، له دې ډلې څخه يو سيستانی میړه چې د ليث زوی يعقوب و، او د سیستان د قرنین په کلي کښې زیږېدلی سر ته را وووت او له خپل ورور عمروليث سره د سیستان د حکمران صالح د نضر د زوی په خدمت کښې داخل شو، له درهم بن نضر سره د ابن خلکان په وینا درهم د حسین زوی د مطوعه زعيم چې د صالح له خوا د سیستان حكمدارو، سپهسالاری ته ورسېد؛ يعقوب زړور او داعيه غوښتونی سړی و او غوښته یې چې په خراسان او سیستان کښې یو غښتلی حکومت جوړ کړي ځکه چي په دغه وخت کښې طاهريان كمزوري شوي وو او د بغداد له ځواکمن خلافت سره یې د مقاومت توان نه درلود. هغه و چې یعقوب د (۲۴۷) هـ - ٨٦١م) کال د محرمې پر د دوشنبې پر ورځ د خپلو وسلوالو عيارانو په مرسته در هم بن نضر او خوارج مات کړل او د سیستان له خلکو یې بیعت واخيست، صالح له زاول شاه رتبیل څخه مرسته و غوښته خو یعقوب رتبيل وواژه او بست يې ونيو، په دې جګړه کښې شپږ زره تنه ووژل شول دېرش زره بندیان، زښت ډېر پیلان او زيات غنیمت د يعقوب لاس ته ورغلل. صالح د نضر زوی د والشتان د کندهار د شمال خوا ته پرشا شو او زابل ته یې پناه یووړه خو په پای کښې د يعقوب لاس ته ورغی او په زندان کښې ووژل شو. په دې جګړه کښې د رتبيل ورور او خپلوان د بندیانو په توګه سیستان ته بوتلل شول (۲۵۱) هـ - (۸۶۵ ع) او پر همدغه کال يې عمار خارجی د سيستان په نيشك كښې له منځه یووړ، پر ( ۲۵۲ هـ ) صالح بن حجر د رتبيل د تره زوی د رخج په كوهر (كوهك) كښي ياغي شو، يعقوب هغه تر (۲۵۳هـ) پورې وواژه او پر همدغه کال يې والشتان، زمینداور او بست هم تصفيه کړل او د تګین آباد اوسنی کندهار ته نژدې امير يې وځاپه، او ترهغه وروسته په هرات کښې د طاهریانو له حکمران سره و نښت او هرات یې هم ونیو د (۲۵۴) (هـ) په شاوخوا کښې يې کرمان هم لاس ته راوست او پر ( ۲۵۷ هـ کال يې د رتبيل له زوی سره چې له زندانه تښتېدلی و، په رخج کښې جګړه وکړه، خو د رتبيل زوی کابل ته وتښتېد، چې پر (۲۵۸) هـ) كال يعقوب رخج ،زابل د کندهار پنجوايي، غزنه او کابل ونيول او د ګردیز پر کلا يې چې د ابومنصور افلح د محمد د زوی او لویکی خاقان د لمسي په لاس کښې وه يرغل وكئ، افلح د کال لس زره در همه خراج ومانه او يعقوب له هغه ځايه باميان تخارستان او بلخ لاس ته راوړل پر کابلشاه په قهرشو او پیرو زوند د کندهار په شاوخواکښې) او بست يې ونيول سیستان ته ولاړ، له هغې سكې څخه چې پر ( ٦٢٠ هـ - ٨٧٢م) يې په بنج هير د کابل په شمال کښې اوسنی پنجشیر کښې وهلې وه څرګندېږي چې ټول  کابلستان يې نيولی و. پر (۲۵۹) هـ) كال يعقوب د خارجي عبد الرحمن د ځپلو له پاره دهرات کروخ ته ولاړ او هغه ولايت یې ونیو پر همدغه کال عبدالله د محمد زوی او د صالح سگزی لمسی اوس هم د سیستان په شاوخوا کښې د پښتنو يوه پښه ساکزی نومېږي) د د یعقوب پرخلاف په سیستان کښې پورته شو، خو یعقوب مات کی نیشاپور ته وتښتېد او آل طاهر ته ورغي، يعقوب ورپسې شو، آل طاهر او سكزي يې له منځه یووړل (۲۵۹) هـ تر ٢٦٣ هـ پورې) او لکه ابن خلکان چې وايې د شاوخوا ټول ملكان لکه د ملتان ملك، د رخج ملك، د طبسين ملك، د زابلستان ملك د سند او منكران ملکان یې د ځان تابع كرل".  تر هغو وروسته یعقوب په پارس کښې جګړې وکړې او د ۲۶۵ هـ دوشنبې پر ورځ تر ۱۷ کالو پاچهی وروسته ۸۷۸م) کال د شوال پر ۱۴ د د قولنج په ناروغۍ مړ شو. په اسلامي دوره کښي يعقوب لومړنۍ عادل، واکمن او بخښونکی حکمران و، چې د افغانستان ټول هېواد يې د آمو له سینده ترسیستان او مكرانه او له بادغيسه مرو او هراته تر کابل گردیز، زابلستانه ونیو د عسکرو او وسلو په تنظیم او د خزانو پر ډکولو يې زيار ويوست، ځکه نو مسعودي دی د نړۍ له سترو پاچهانو څخه ګڼلی او یو لوی فصل یې د ده د ښه سیاست او ښه تدبیر په ستاينه کښې لیکلی دی او وایې چې: د ده په لښکرو کښې پېنځه زره بختی اوښان اولس زره صفاری غاترۍ وې د ده تر مړينې وروسته د سيستان په خزانه کښې پنځوس ملیونه در همه او اتیا ملیونه دیناره وو، ده پخپل عجمی نژاد ویاړل او په هغه منظوم ليك كښې چې د بغداد خليفه المعتمد ته يې ولېږه د عباسيانو کهاله ته يې اخطار ورکئ چې له دغه هېواده ووځې که نه د توري او قلم په زور به وایستل شي. لنډه داچې د يعقوب تر مړینې وروسته عمر وليث د ده ورور يې پرځایکښیناست د خلافت دربار هم هغه د خراسان سیستان فارس کرمان هند، سند او ماوراءالنهر په پاچهۍ ومانه په لومړیو وختو کښې د ده سياسي اړيكي له عباسیانو سره دوستانه وو، خو ترلږي مودې وروسته المعتمد خليفه دده عزل اعلان او دده قلع او العن یې د خراسان د يوې ډلې حاجیانو په مخ کښې بیان کئ. د (٢٦٦هـ - ۸۷۹ (ع) کال په شاوخوا کښې د طاهري پاچهانو د امیرانو له پایڅوړ څخه یوه سړي په خراسان کښې پاڅون وکئ داسی احمد د خجستانی عبد الله زوی و د هرات او سیستان تر بریدونو پورې پرمخ ولاړ، خو عمر ولیث هغه مات کی ٢٦٧) هـ - (۸۸۰م او تردې وروسته رافع د هرثمه زوی چې د ابن خلکان په وینا د معتمد خليفه له خوا لمسيده په خراسان کښې د عمرو پر خلاف پورته شو هرات او فراه يې ونيول، او د عمرو له ليرې والي څخه يې چې په فارس او عراق کښې جنګېده ګټه واخيسته، خوبیاهم عمرو پرهغه بری و موند رافع ماوراء النهر ته ولاړ او له ساماني پاچا نصربن احمد څخه يې مرسته وغوښتله او د خراسانيانو زیات یاغیان د ده ملګری شول خو عمرو دى له خراسانه تر خورازم پورې پرشا و شاره او هلته پر (۲۸۳) هـ - (٨٩٦م) کال د عمر وليث د حکمران محمد بن عمرو خوارزمي په لاس ووژل شو. د خراسان تر تصفيې وروسته محمد بن حمدان د عمر وليث له خوا د زابلستان والي شو او برد عالی د غزني عامل و، په دغه وخت کښې د ګندهارا دوو تنو پاچهانو ناسد او المان په تاریخ سیستان کښې همدارنګه راغلي پر غزني يرغل وکړ، پر داسې مهال چې عمروليث په بلخ کښې د (۷۰) زرو نیزه والو سپرو په مرسته د ساماني اسماعيل بن احمد له لښکر سره په مقابله بوخت و تر هغې چې پر (۲۸۷ هـ - ۹۰۰م) کال په یوه جګړه کښې لاس تړلی بغداد ته واستول شو، او هلته د (۲۸۹هـ -   ۹۰۱م) په شاوخوا کښې ووژل شو عمرو هم عادل او عمران خوښی پاچاو چې زر رباطه د مېلمنو او بې وسو خلکو لپاره دمه ځایونه)، پېنځه سوه لوی جوماتونه او يو زيات شمېر پلونه او لارې يې جوړې کړې، د ابن خلکان په وينا د هېواد د چارو په ښه تدبیر او ښه سیاست کښې يې ساری نه درلود او لکه ابن اثیر چې يې څرګندوي د خپل هېواد او د خپل لښکر او د لښکر د افسرانو په احوال ډېر ښه خبر و هیچا نه شوای کولای چې د عمرو له اجازې پرته چاته سزا ورکړي. تر عمرولیث وروسته د صفاریانو دولت کمزوری شو او بلخي سامانیانو په شمالي افغانستان او هرات باندې د سیستان تر بریدونو بری وموند د صفاريانو پاتې کسان ترڅه مودې پورې په سیستان کښې حکمرانان وو، لکه په (۲۸۹ هـ - (۱۰۱م) کال چې د عمرو لمسيانو طاهر د محمد زوی او د هغه ورور يعقوب د امارت خاوندان وو، دوی یوڅه موده په پارس کښې په جګړه اخته وو او پر (۲۹۱ هـ - (۹۰۳م) کال تربست او رخج پورې پرمخ ولاړل تر هغې چې پر (٢٩٦هـ - (۹۰۸م) کال ليث د على زوى د ليث لمسى له دې كهوله میدان ته راوووت او طاهر او يعقوب يې د عمر وليث د مريي سبكري په مرسته ونیول او بغداد ته يې واستول، دی په خپله د (شیر لباده) په نامه پرسیستان امیر شو ،تربست، کش او فراه پورې د ده په نامه خطبه وویل شوه ليث خپل ورور معدل زابلستان ته واستاوه او پر (۲۹۷) هـ - ۹۰۹م) کال یې تر بست رخج رخد) او کابل پورې مال واخیست او پر (۲۹۸هـ کال يې په بست کښې په خپل نامه سکه هم ووهله. خو په پای کښې لیث پر ( ۲۹۸ هـ - (۹۱۰م) کال په يوه جګړه کښې د سبکري په لاس چې د المقتدر خليفه له خوايې ملاتړ شوی و ورغئ او په  بغداد کښې بندي شو او د سیستان خلکو له دې کورنۍ څخه د على ياابو علی محمد د محمد د زوى او د لومړى ليث له لمسي سره پر (۲۹۸ هـ) کال بیعت وکئ او تربست غزني او کابل پورې يي هم د ده په نامه خطبه وویله، خو محمد د سیستان سامانی حکمران مات کی، او بست ته ولاړ څو چې د ساماني احمد د اسمعیل د زوی جنګیالیو دی پر (۲۹۸ هـ) کال په رخج کښې ونيو، او بست ته یې راوست له نوموړی سبکري سره يې بغداد ته واستاوه، د همدغه کال په پای کښې د سیستان خطبه د سامان پر کورنۍ وویل شوه او د صفاریانو هغه پای ته ورسېده خو پر (۲۹۹) هـ) کال د سیستان خلکو د ساماني حکمران منصور اسحق پر وړاندې بلوا وکړه او ابو حفص عمرو د يعقوب زوی د محمد لمسی او د عمر وليت کړوسی د صفاري كورني لس كلن هلك يې میدان ته راویوست او د مولی سندلی په مشرۍ يې چې د صفاريانو له مواليو څخه و سامانی حکمران ونيواو د سیستان د عيارانو په مرسته يې د نوموړی ابو حفص په نامه خطبه وويله. خو ساماني دربار حسين د علي مروزي زوی سیستان ته ولېږه او ابومنصور جیهانی د سامانیانو وزیر بیا سیستان تر زمینداور او زابلستان پورې تر واک لاندې راوست (۳۰۳) هـ - ۹۱۵م په دې توګه د سامانی دربار امیرانو تر رخج ارغنداو او ناوې پورې سيمې و نيولي او د طرابيل ښايي چې د رتابيل مصحف وی د پخوانیو زمامدارانو پایڅوړ یې په زابلستان کښې له پښو وغورځاوه، پر (۳۱۰) هـ - (۹۲۲م) کال احمد د قدام زوی او عزيز د عبدالله زوی د سیستان امیران وو چې پر (۳۱۱) (هـ) کال بيا د سيستان خلك و پاریدل او امیر ابو جعفر احمد د محمد زوی د خلف لمسي او د ليث کړوسی يې د صفاریانو له کورنۍ څخه راویوست او د سیستان د امیری واګې يې ور وسپارلې او په رخه کښې خطبه هم د ده په نامه وويله شوه، د ده له خوا بيا حمك د رخج او محمد د بست حکمرانان و ټاکل شول، اوهېواد یې تر رخج او د هرات تر شاوخوا پورې ونيو، او تر (۳۵۲) هـ - ٩٦٣م) کال پورې يې خپلواك حكومت كاوه، د ښو اخلاقو خاوند او مدبر سړی و د ده د حکومت ورځې تر څلویښتو کالو پورې په سیستان کښې ډېري ښې تيري شوې خو په پای کښې پر (۳۵۲) (هـ) کال په سیستان کښې ووژل شو تر ده وروسته یې زوی امیر خلف بانو پرځای کښیناست خو د ده او د امیرطاهر بوعلي تر منځ چې د یعقوب لیث د نيکه د ورورله اولادې څخه و، د سیستان پر امارت اختلاف راوټوکېد چې نوموړی طاهر پر (۳۵۹) هـ - ۹۶۹ م) مړشو نو زوی یې امیر حسین له امير خلف بانو سره جنګېده او پر (۳۷۳ هـ) کال يې له امیر سبکتګین څخه چې غزني یې تر بست پورې نيولی و، مرسته و غوښته امیر سبکتگین مرس مرسته ورکړه او پر همدغه کال يې په منځ کښې روغه وشوه، حسین چې مړ شو د سیستان امارت امیر خلف ته پاتې شو، ده (۳۹۰ تر هـ (۹۹۹م پورې ښه خپلواك حكومت وكئ، څنکه چې دا مهال سلطان محمود له غزني څخه د سیستان امارت ګواښه، ځکه نو خلف د هغه  اطاعت و مانه چې هر کال به د غزني خزانې ته سل زره دیناره ورکوی. خو سلطان محمود سیستان له خپله هېواده جلا پرې نه ښوو او پر (۳۹۳ هـ ۱۰۰۲م) کال يې پر هغه ځمکه يرغل وكئ او خلف يې د سپهبد په طاق کښې کلابند کئی دی سلطان ته ورغی، خو سلطان د خراسان گوزگانان ته تبعید کی او سیستان د سبکتګین کورنۍ د پاچهی برخه شوه د همدغه خلف بانو له نسله د (۸۸۵هـ - (۱۴۸۰م) تر شاوخوا او حتى د صفويانو تر وختو پورې په سیستان کښې محلي اميران د ملوکو په نامه موجود وو چې په سیستان کښې يې د غزنویانو او نورو تر اطاعت لاندې حكمداري كوله. په افغانستان كښې صفاري ملوك د اسلامي دورې لومړني علمدوسته، عمران خوښوونکي او عادل پاچهان وو، چې په هېواد کښې يې سياسي او ديني يووالي راووست، د همدغو صفاريانو په وختو کښې دري ژبه درباري او ادبي ژبه شوه او محمد بن وصيف سکزی لومړې دری قصیده د صفاري پاچا په ستاينه کښې وويله؛ په دې زمانه کښې د افغانستان ختیزې سيمې لکه کابل او ګرديز د کابل شاهانو له لاسه ووتې او له افغانستانه د رتبيلانو او کابلشاهانو کمبله ټوله شوه. د صفاریانو او د سیستان د ملوکو بشپړه شجره ددې مخ مخامخ ده ۴۱  نومره) 

۱- يعقوب د ليث زوی (۲۴۷) - ۲۶۵ هـ)

 ۲ - عمرو د ليث زوى (۲۶۵) - (۲۸۷ هـ) وژل يې په بغداد کښې ۲۸۹ هـ

۳- طاهر د محمد زوی د عمر وليث لمسی او ورور يې يعقوب د (٢٨٩ - ٢٩٦هـ).

 ۴ - ليث د على زوى د لومړي ليث لمسي مشهور په  شیر لباده) ٢٩٦ - ٢٩٨هـ).

۵ - ابو علي معدل د علي زوى د لومړى ليث لمسی (۲۹۹هـ).

 ٦ - ابو حفص عمرو د يعقوب زوى د محمد لمسی او د عمر وليث کړوسی (۳۰۰هـ)..

 ۷ - امير ابو جعفر احمد د محمد زوی د خلف لمسی د ليث کروسی (۳۱۱ - ۳۵۲ هـ).

 ۸ - ابواحمد خلف بن احمد د ۳۴۴ هـ شاوخوا - مړ په ۳۹۹ هـ) ابن بانو.

 ۹ - امیر طاهر بوعلی د محمد زوی د طاهر لمسي د مور له   

خواصفاری) (۳۵۲ - ۳۵۹ هـ).

 ۱۰ - امیر حسین د طاهر زوی (۳۵۹ - ۳۷۳ هـ).

 ۱۱ - بهاء الدين طاهر د نصر زوی د احمد لمسی (۴۸۰) هـ).

 ۱۲ - تاج الدين نصر د طاهر زوی د محمد لمسی (د ۴۸۲ هـ په شاو خواکښې مړ پر ۵۵۹ هـ).

 ۱۳ - شمس الدين ابوالفتح احمد د نصر زوی (۵۵۹ هـ).

 ۱۴ - عز الملوك محمد د نصر زوى؟ *

 ۱۵ - تاج الدين حرب د محمد زوی (٥٦٢ هـ - مر ٦١٢ هـ).

 ١٦ - شمس الدين يمين الدوله بهرامشاه د عثمان زوی (٦١٢هـ). 

۱۷- تاج الدین نصر د بهرامشاه زوی (۶۱۸) هـ).

 ۱۸ - ركن الدين ابو منصور د بهرامشاه زوی (٦١٨ هـ).

 ۱۹ - شهاب الدین محمود د عثمان زوی (٦١٩ هـ).

 ۲۰ - علي د عثمان زوى (٦٢٢ هـ).

 ۲۱ - شمس الدين على د مسعود زوی د خلف لمسی د مهربان کړوسی د طاهر كوسى (٦٢٦ هـ).

 ۲۲ - نصر الدين د ابوافتح زوی د مسعود لمسی (۶۵۲ هـ).

 ۲۳ - شاه نصرت د نصر الدین زوی (۷۲۸هـ).

 ۲۴ - قطب الدین محمد درکن الدین محمود زوی (۷۳۱ هـ).

 ۲۵ - تاج الدین د محمدزوی (۷۴۷هـ).

 ٢٦ - سلطان محمود د شاه على زوی (۷۵۱ هـ).

 ۲۷- عزالدين د رکن الدین محمود زوی (۷۳۳هـ).

 ۲۸ - قطب الدین د عزالدین زوی (۷۸۴) هـ).

 ۲۹ - شاه شاهان تاج الدین د قطب الدين زوى (۷۸۸) هـ)

. ۳۰ - قطب الدين د تاج الدین زوی (۸۰۵ هـ).

 ۳۱ - شاه شاهان شمس الدین د قطب زوی (۸۲۲ هـ).

 ۳۲ - نظام الدين يحي د شمس الدین زوی (۸۴۲ هـ).

 ۳۳ - شمس الدین محمد د يحي زوى (۸۸۵ هـ).

 ۳۴ - سلطان محمود

 ۳۵ - امیر محمد مبارز الدین - د ۸۴۵ هـ شاوخوا )

 ٣٦ - قطب الدين على (۸۲۲ - ۸۴۲ هـ).

 ۳۷ - شاه حسین د ملك غياث الدين محمد زوی د احياء الملوك مؤ لف پر (۱۰۲۷ هـ) کښې. اخخليك گردیزی، تاریخ سیستان تاریخ ادبیات د براون - طبقات سلاطین اسلام - ابن اثير، طبري طبقات ناصری و ابن خلکان، تاریخ الاسلام السياسي، مروج الذهب، تاريخ عرب، روضة الصفا، لب التواريخ، گزيده، معجم البلدان، معجم الادبا، تاریخ تمدن اسلام جرجي زيدان، احياء الملوك د تهران چاپ تاریخ ادبیات د دكتور صفا - تاریخ ادبیات فارسی د سعید نفیسی په سیستان کښې د صفاريانو د ماڼيو د کنډوالو انځور - (۴۲) نومره عکس).