32

محمدرحیم بخش د (دولت درانیه) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتاب په اردو ژبه ۱۴۴ مخه د ډهلي په قومي پريس کي په ۱۳۲۱ ق چاپ سو، چي مولف یې مولوي محمد رحیم بخش و. او د احمدشاه دراني احوال يې تر شاه زمانه (۱۱۶۰ - ۱۲۱۳ ق) پوري کښلي دي. دغه وقايع دمخه لا د ډهلي په قومي اخبار رفيق کي له ۲۵ اکتوبر څخه تر ۲۵ نومبر ۱۹۰۳ م نشر سوي وو، چي د رفیق اخبار د سید ظهور الحسن په مدیریت خپرېدی.