111

هوزه شاعریم

درکوچه های سرخ شفق ، معاصر

هو زه شاعريم ، خود خلکو د رنځونو شاعر 

زه دمحروم و اولسونو د دردونو شاعر

زه ده ز دور دسوی زړه داسویلو ترجمان 

زه دکار گرو او کرگر و دجنگونو شاعر


زما سندره دولس دويښيدو سندره

زما سندره دوطن دخوځيدو سندره 

زما سندره د توفان دسرو موجی نوسرود 

زما سندره د پاڅون اورسیدو سندره


هو زه شاعريم، خود سپکو هر سونونه يم 

زه دجونگړو ترجمان يم د قصرونونه يم 

زما آرمان در یار ایستونکو د بریو آرمان

زه دناولو او خير نو آرمانو نونه یم


زه سوراغزى يم دبید یا دسوزیدلی غیږی 

ز ما و ږ مه په گلخانه کی د گلونو نه ده

زه بلبل نه یم، زه مرغه یم د توفان دڅپو

ز ما نغمه د فحاشیو در زمونو نه ده


نه می له شعر نه امیل جوړ که دسلطان غاړی ته 

نه می په عمر کی شعرونه درباری ولیکل 

نه می دشعر گوهر خیر ن کړ دظالم په صفت 

نه می شعرونه د بادار د باداری ولیکل

د شعر وسله می جنگولی ظالمانو سره

له ښكيلاک گرو ، ځبيبناک گرو خونخوار انوسره

په استبدا می دسكر و ټو گوزارونه کړی

تل جنگیدلی یم دخلکو دښمنانو سره


تل به شعر و نه دانسان د شرافت ليكمه 

تل به زیار کښو انسانانو ته شعرونه وايم 

تل به دشعر په ژبه ستایمه دخلکو لاره 

تل به دردمنو انسانانو ته شعر و نه وايم


کابل پوهنتون

۸ / ۳ / ۱۳۵۶