32

د عباسيانو واکمني (۱۳۲ - ۲۰۵ هـ)

د افغانستان لنډ تاریخ دویمه برخه

په افغانستان کښې د راشده خلافت او اموي امارت يوسل و دېرش کلنه اسلامي دوره په کړکېچ او جګړو تېره شوه د دغه هېواد خلکو لومړی د عربي دولت سياسي او لښكري واك نه مانه دویم دا چې د بني هاشم او بني اميه تر منځ په اختلاف کښې د آل هاشم پرخواوو، وروسته ترهغو چې اسلام يې ومانه او له وسلې يې لاس واخیست تل يې داهڅه وه چې خلافت دې بېرته بني هاشم ته ورکړل شي او د دغه انقلاب په ترڅ کښې يې زیاریوست چې خپله واکمني او خپلواکي بيا ټینګه کړي. د همدغه مقصد له پاره د خراسان یو نومیالی عبدالرحمن مشهور په ابومسلم مروزی (چې پر ۱۰۰ هـ زيږېدلی د بنداد هرمو د زوی له مروڅخه دری فرسخه لیری دماخان له خلکو څخه ددې بلنې مخکښ (پیشوا) شو. اوپه (۱۲۴هـ - ۷۴۱ (ع) کال پر ۲۳ کلنۍ کښې کوفې ته لاړ او په مکه کښې يې له امام ابراهيم عباسي سره وکتل خلك يې د عباس کورنۍ د بلنې تایدولو ته راوبلل ، چې له هغه سفره بېرته هېواد ته راغی پر (۱۲۹هـ - ۷۴۹ ع) کال يې د افغانستان په شمالي سيمو کښې له مرو څخه نيولې تر تخارستان پورې خلك له ځان سره كړل، او د عباس کورنۍ خلافت یې اعلان کړ، تور بيرغ يې  د عباسيانو واکمني

چې د دې بلنې نخښه وه، ورپاوه او په خپله لښکري چونۍ کښې يې لوی اور بل کړ، ځان يې د شهنشاه) په لقب ونوماوه. د خراسان د اموی حکمران نصر د سيار د زوی او ابو مسلم ترمنځ سخته دښمني پیښه شوه، او مروان اموي پر (۱۳۱هـ - (۷۴۸م کال د امام ابراهیم سر د آهکو په بنۍ کښې وپیچه او ویی واژه ورور يې عبدالله سفاح کوفې ته و تښتید، خو ابومسلم ترخراسان پرمخ ولاړ او له خراساني لښکرو سره پر کوفه ورننووت، پر (۱۳۲هـ) کال يې د کوفې په لوی جومات کښې د عباسی عبدالله سفاح په نامه خطبه وويله، او د امویانو د دولت نسکورېدل يې اعلان کړل ، ددغه مهم کار او د عباس کورنۍ د خلافت تر بنسټ ایښوولو وروسته بيرته مروته راغی ده تر (۱۳۵هـ (۷۵۲ع) کال پورې خراسان منظم کی او ماوراء النهر يې هم ونيو، پر (١٣٦هـ) کال په ډېر شاهانه برم و پرتم مکې ته لاړ ، خو دسفاح ورور خليفه منصور دوانیقی د ابومسلم له ستر شخصيت څخه ووېرېد، دی يې پر (۱۳۷هـ - (۷۵۵م کال پر ۳۷ کلنی وواژه او خراسان يې د عباسيانو په امپراتورۍ کښې دننه وساته. خو پر همدغه کال د ابو مسلم له سكروټو ډك نغري څخه بيا لمبې پورته شوې او د هرات لوېديځ خواته د اهروا نه له کلي څخه زردشتی فیروز سنباد له سلو زرو تنو لښکر سره د ابومسلم د غچ او د خپلې خپلواکۍ د اخیستلو له پاره د عباسيانو پرضد پورته شو، د تاري د غرب او تبرستان خواته پر مخ ولاړ عباسي خليفه منصور، جهور د مرار عجلی زوی د ده جنګ ته له لوی لښكري ځواك سره راواستاوه، چې سنباد په دې جګړه کښې له خپلو شپېتوزرو پیروانو سره ووژل شو. د خراسانیانو بله هڅه پر ۱۴۱ هـ کال د براز بنده په مشرۍ تر سپین بیرغ لاندې وه چې خليفه منصور خپل زوى المهدي د هغه مخنيوي ته وګماره، د براز بنده قواوې يې له منځه یووړې او په خپله یې هغه د جګړې په ډګر کښېوواژه. دا ماته د ۱۴۲ هـ کال د بیع الاول پر ٦ مه د دوشنبې پر ورځ وه. پر (۱۴۴ هـ - (۷۶۱م) کال د بست او کندهار خلك هم د منصور پر خلاف وښورېدل او د سیستان د حکمران زهیر د محمد ازدی د زوي سره یې سخته جګړه وکړه او بیا پر ۱۵۰ هـ - ۷۶۷) ع ) کال استادسيس هروي له بادغيسه د حريش سيستاني په ملاتړ پاڅېد خلیفه ۲۴ زره تنه لښکر له خازم بن خزیمه سره د دوی مقابلې ته را واستول عمرو، او ابی عون د قتيبه زامنو هم د خلیفه په امرله تخارستانه پردوی یرغل وکړ او د (۷۰) زرو) په - شاوخوا کښې د سیس پیروان يې ووژل او په خپله دی يې بندي کئ چې په بغداد کښې ووژل شو، د ده لور "مرجيله هارون وکړه چې د مامون موروه، پر (۱۵۱هـ) کال د زرنج ښار هم بلواوکړه او دسیستان خلك د خپلو محلي مشرانو محمد د شداد د زوی او آذرو به د مرزبان زردشتي د زوی په مشرتابه د خلیفه منصور پرضد و جنګیدل او د سيستان والي يزيد د منصور خليفه زوی یې مغلوب کی، ترهغه وروسته پر ( ١٦١هـ - ۷۷۷م) کال یو بل سړی د هاشم بن حکیم په نامه په مقنع مشهور د مرو له دیه کازه را پورته شو، او په هرات بادغیس او مرو کښی يې د سپین کالیو سپید جامه ها ) په نامه يوه ډله له ځان سره کړه تر آمو ها خواته پوری وتل همهلته له خپلو (۳۰) زرو) تنو سره د عباسيانو د لښكرو له خوا له منځه يو وړل شول (١٦٣هـ) او هم د ( ١٦٠ هـ - ٧٧٦ م) په شاوخوا کښې په خراسان کښې يوسف البرم پورته شو، چې په میمنه، مرغاب او پوشنج کښې يې د بلوا بيرغ ورپاوه، خوپه یوه جګړه کښې د خراسان د حكمدار يزيد بن مزيد له خوا بندي او په بغداد کښې  ووژل شو. د سيستان په جبهه کښې د سفاح په وختو کښې يوه بستي سړي چې بوعاصم نوميد د سیستان ،امیرشو داوخت د عباسي دربار له خوا  

سليمان كندي له خراسانه راغی او بو عاصم يې له منځه يوړ او په بست کښې يې هم له رتبيل سره جګړه وکړه او هغه یې مات کی (۱۳۸هـ - ۷۷۵م) خو بیا د سيستان خلك د حضين بن رقاد په مشری پر (۱۴۱ هـ - ۷۵۸م) کال بلوا وکړه چې لومړی د عباس منصور له خواهنادي السري او تر هغه وروسته پر (١٤٦هـ - (٧٦٣ م د المهدي ماما يزيد د منصور زوی د سیستان د حکمران په حيث راغی ، خو څه موده وروسته بیرته ولاړ او د ده پرځای پر (۱۵۱) هـ - (۷۶۸م) کال معن د زایده زوی سیستان ته راغئ او تررخج (د ارغنداو تر ناوې پرمخ ولاړ او په هغه جګړه کښې چې له رتبيل سره یې وکړه، د هغه زوم يې چې ماوند - ياما ويد) نومېد له ديرشوزرو تنو لښکر سره بندي ونيو او بغداد ته يې واستاوه خو پر (۱۵۲هـ) کال د سیستان خلکو د معن نس څيرې کئ په دې وخت کښې په سیستان کښې د خوارجو ښور ښت ډېر ګړندی و پر (۱۵۹هـ - (۷۷۵م) کال حمزه د مالك زوى د مهدی خليفه له خوا سيستان ته راغئ او سيستاني خارجی نوح يې وځاپه د سیستان له نورو مهمو پیښو څخه د تميم د سعيد د زوی واکمني وه چې د مهدي له درباره پر (١٦٩هـ - (۷۸۵م کال سیستان ته راغئ ، د بست او رخج  خواته يې لښکر ويوست له رتبيل سره یې جګړه وکړه او دهغه ورور يې بندي او عراق ته يې واستاوه. خو د هارون الرشید په وختو کښې له (۱۷۱هـ - (۷۸۷ع) کال څخه جعفر د محمد طوسي زوى او ترهغه وروسته عباس د جعفر زوی پر (۱۷۳هـ) کال د خراسان حکمرانان و او بیا پر (۱۷۴هـ کال خالد الغطریف پر (١٧٦هـ) كال حمزه د مالك زوى د خراسان په امیری وټاکل شول ، پر (۱۷۷هـ) كال فضل د يحيى برمكي بلخي زوى د بغداد د دربار له خوا د خراسان حکمران شو او په دغه ځای کښې یې یو غښتلي لښکر د خراسان دلښکر په نامه جوړ کئ، چې شمېر یې نیم ملیون تنو ته رسېده، چې ډېر نفوذ يې وموند او پر (۱۷۹هـ - (۷۹۵م) کال له خراسانه بغداد ته وګرځېد، دی د خراسان د خلکو په مرسته د عباسي دربار یو سپين روبی نومیالی شو او همدا د بلخي برمکيانو نامتو کورنۍ د يحيى بن خالد برمكي له اولادي څخه وه، چې د هارون الرشيد په وختو کښې يې دوه زامن فضل او جعفر په عباسي دربار کښې وزیران شول خو په پای کښې د خلافت دربار د دوی له ډېر نفوذ څخه ووېرېد خراسانيانو چې تل د خپلواکۍ د اخيستلو له پاره هڅې کولې، ځکه نو هارون الرشید داستره کورنۍ چې د عباسي دولت ټول واک يې په لاس کښې اخیستی و، د قتل عام په واسطه پوپناه کړه (۱۸۷ هـ - ٨٠٣م). د فضل برمکي تر امارت وروسته علي د عیسی زوی د ماهان لمسی پر ( ۱۸۰ هـ) کال او بیا هرثمه د اعين زوی پر (۱۹۱ هـ) کال او عباس د جعفر زوی پر (۱۹۳هـ) کال د خراسان امیران وو خو په سیستان کښې د هارون د جلوس پر کال بلوا وشوه چې کثیر د سالم زوی د هغه ځاى عربي حکمران بغداد ته وتښتید ، تر هغه وروسته عثمان د عماره زوی سیستان د ځان تابع کئ او له رتبيل سره يې په رخج کښې جګړه وکړه او د بشر له فرقد د زوی او سيستاني حصين سره چې له خپلو سپرو سره په بست او سیستان کښې ياغي شوی و، سختې جګړې وکړې او تر هغه وروسته پر (١٧٦هـ . ٧٩٢م) کال داود د بشر سيستاني زوی د سیستان امیر شو او د خلافت دربار اړ شو چې د سيستان د ښورښتو د ځپلو له پاره په خپله له سيستاني وړتيا څخه کار واخلي، داؤد لومړى حصين له منځه يوړ او سیستان يې آرام کئ، خو د دې له پاره چې داؤد په نیمروز کښې پښې ټينګې نه کړي، ژر يې لرې کئ، او د ده پر ځای پر (۱۷۸) (هـ کال يزيد د جرير زوی د سيستان په حکمرانیو ګمارل شو دغه سړي پر زابل او کابل يرغل وكئ، او تر هغو وروسته پر (۱۸۲هـ) کال د سیستان حکمران عیسی نومی تر کابله پر مخ ولاړ. د دغه مهال له خورا مهمو پېښو څخه يوه هم داده چې پر (۱۸۲هـ) کال په سیستان کښې یو نامتو پهلوان چې امیر حمزه د عبدالله سيستاني زوی د زوطهماسپ له کوله و میدان ته راوووت دغه نابغ او اتل شخصیت د خراسان د پخوانيو ازادۍ غوښتونکیو او خپلواکپالو نومیالیو په پیروی په سیمه کښې دازادۍ ولوله توده کړه او عیسی د عملي زوی د هارون الرشيد حکمران يې وشاړه پر زرنج یې بری و موند او په عیسی پسې تر هرات او پوشنج پورې پرمخ ولاړ خو عيسى بېرته دی د سیستان خواته پرشا و تمباوه حمزه په نیمروز کښې نوی ځواك راغونډ او بيايې پر نشاپور يرغل وكئ، کلکې جګړې يې وکړې او پر (۱۸۸هـ کال بیرته سیستان ته و ګرځېد. له دې کبله چې د دغه نيمروزي پهلوان میدان ته راتګ د عباسيانو د واکمنۍ بنسټ رېږدولی و او خراسانیانو او نیمروزیانو بیا د خپلواکۍ غوښتلو آسمان لړزوونکې نارې پورته کړې وې، ځکه نو پر (۱۹۳ هـ - ۸۰۸م) کال خلیفه هارون الرشید په خپله خراسان ته راغی او حمزه له ديرش زريز تكره لښکر سره د نشاپور خواته وخوځید خو څنګه چې د (۱۹۳ هـ) کال د دویمې خور پر میاشت خلیفه د خراسان په طوس کښې مړ شو، حمزه د عباسيانو له پاتیو ویرجنو سره جګړه ونه کړه بيرته سیستان ته ولاړ، د بلوچستان او سند خواته يې بريد پيل کړ، په ډېرو فتوحاتو بریالی شو، او پر (۱۹۹هـ . (۸۱۴م كال له دغه سفر نه بیرته راغی او پر (۲۱۳هـ) کال ووژل شو. خو د ده د میړانې او پهلوانۍ نکلونه تر ډېرو پېړيو پورې د خلکو پر ژبو وو، او د ملي پهلوان په توګه ګڼل کیده دده په پیروی حرب د عميده زویله بسته پاڅېد دی د سیستان د خاش له خلکو څخه و او تر (۱۹۹هـ) پورېيې له عباسي حكمرانانو سره جګړې وکړې، د آزادۍ غوښتلو نغری يې تود وساته تر هغه وروسته هم عباسي حاکمان سیستان ته راتلل، خو ريښتينې واك د. طاهر د کورنۍ په لاس کښې و. مخه د افغانستان له هغو واکمنو کورنيو څخه چې د عباس کورنۍ د خلافت په جوړښت کښې يې له ابومسلم خراسانی سره ملګري وکړه يوه د غور د سوريانو کورنۍ وه، چې د ماهوي د همهغه کهاله پايڅوړ و چې د يې يادونه وشوه، له دې کهاله څخه د امویانو د دورې په پای کښې شنسب د خرنگ زوی د غور په غرو کښې امارت لاره، او زوی يې امیر پولاد د ( ۱۳۰ هـ - ۷۴۷م) په شاوخوا کښې د خراسان په هڅو کښې د ابو مسلم ملاتړی و، چې تفصیل به يې د غوريانو د حالاتو په شرح کښې راوړل شي. اخخ: طبري - البلاذري - تاريخ سيستان - طبقات ناصري - پټه خزانه - يعقوبي - تاريخ برامكه - البرامكه - انسیکلو پيدي اسلامي - ابن اثير - مروج الذهب معجم الانساب - زين الاخبار ګرديزي - افغانستان بعد از اسلام لومړى ټوك - الكامل ابن اثير - مجمل فصيحي - ابن خلدون.