د پښتنو اجتماعی نفس او روحیات
لکه ټوله ملل چي ځانته خصایص او ملي روحيات لري دغسي پښتون هم یو بېل اجتماعي نفس لري چي دغه نو پښتانه له نورو ملتونو څخه بېلوي او د دوی د مليت تېږه پر مخصوصو اصولو باندې ايږدي د پښتون د ژوندون لاري، اداب، دودونه او د تفکر ډول او د ادب اسلوب او د خیالاتو او جذباتو رنگ بالکل له نورو مللو څخه بېل دی يو پښتون چي هر ځای وي دغه خپل خصایص دی له نورو څخه په پښتنواله بېلوي او د ده د پښتو روحي پلوشې هر ځای ځلوي، پښتانه ځانته بېل روحیات او گوښي نفسیات او اجتماعي دودونه لري چي دغه ټوله موږ "پښتو او پښتنواله" بولو د پښتو او پښتنوالي توکونه او ارکان او نور لوازم او خصایص موږ د مخه د طلوع افغان د ۱۳۱۵کال په گڼه کي وروسته بيا د کابل په کالنيو کي هم پښتنو ښاغلو ليکوالو شرح ورکړې وه. زه دلته د پښتو او پښتنوالي ارکان او عناصر نه شمېرم او نه يې څېړم، غواړم د نفسياتو او تاریخ له پلوه يې تحليل کړم.
اجتماعي علماوو او د بشر د لوړتيا د فلسفو پلټونکي روحياتو ته دومره ډېر اهمیت ږدي چي گوستاولوبون ليکي:
"روزنه او نور ټول اړوونکي عوامل د انسان عقل او ادراك ته تغیر ورکولای سي اما روحیات يې نسي ور اړولای او روحي خصايص نسي ځني بېلولای هغه وخت موږ يو ملت له خپله حاله اوښتی بولو چي د ده ملي روح هم پر بله خوا وگرځي او ملي روحيات ځني ولاړ سي".
زموږ ملي روح يعني پښتو او پښتونواله خو هم پر دغه علمي اساس په پښتنو کي خورا ټينگه ده. هغه عوامل او اسباب چي "ملي روح" په جوړيږي يعني د "پښتو او پښتنوالي"په بنيه کي موثر دي دوه شيه ډېر مهم دي چي موږ يې د پوهانو د اقوالو په استناد لاندي څرگندوو:
• وراثت
• محیط