32

سدوزیان (١١٦٠ - ١٢۵٨هـ)

د افغانستان لنډ تاریخ شپږمه برخه

دمخه مو ولوستل چې نادرشاه د امام قلي افشار زوی (۱۱۴۸هـ - ۱۷۳۵م) له ایرانه راغی د هوتکو پاچهي او په هرات کښې يې د ابداليانو حکمراني ړنګه کړه او په تېره بيا د کندهار په نيولو يې د هوتکو پاچاهي بيخي ختمه کړه. نادرشاه د کندهار د زاړه ښار د کلابندۍ په وخت کښې د کندهار د اوسني ښار لوېديځ خوا ته پر نمناکو ځمکو د "نادرآباد" په نامه يو ښار ودان کئ او په هغه کښې يې پر ( ۱۱۵۰ هـ - ۱۷۳۷م) کال په خپل نامه سکه ووهله زوړ ښار يې تر نیولو وروسته ونړاوه چې تر اوسه هماغسې ویجاړ پاتې دی. نادر پر همهغه کال د افغانستان شمالي ولايتونه له بدخشانه تر بلخ، ميمني او آمو سينده د خپل زوی رضا قلي په واسطه ونيول، د کندهار تر نيولو وروسته يې د سلطان محمود او بابر سیاست و چلاوه، له افغاني مشرانو سره يې نرمه لار غوره کړه عبد الغني خان الكوزى يې د هرات د ابداليو قبيلو د مشر په توګه و پیژاند او پیر محمد خان هروي ته يې د بلوڅو او خاران حکومت وركئ حاجي اسماعيل الكوزى يې د هرات د اسفزار حاکم وټاکه او اشرف خان غلجي ته يې د کلات حکومت وسپاره ده نېژدې. څلوېښت زره افغان زړور سپایان د نور محمد خان غلجي په مشرۍ چې لقب يې "میرافغان و، په خپل لښکر کښې واخیستل او د سياسي ځیرکۍ له امله يې پر خپلو افغاني عسکرو بشپړ باور وکی، نادرشاه د زمان خان ابدالي زوى احمد خان او ذوالفقار خان چې په کندهار کښې د شاه حسین هوتک په امر بنديان وو، و نازول او په مازندران کښې يې جاګير او تنخا ورته و تاكله ( ۱۱۵۱ هـ - ۱۷۳۸ م). نادرشاه بې له ځنډه د کابل خواته لاړ، د غلجيو کلات يې ونيو او خپل لښکر يې غزني او کابل ته واستاوه دا مهال د کابل حکمران د ډهلي د دربار له خوا ناصرخان یو غښتلی زړور او د خلکو خوښ سړی و، خو دا چې ډهلي دربار يې ملاتړ نه کاوه او تنخا يې هم نه ورکوله ځکه يې ځان ټینګ هم نه کړای شو خو سره له هغه ناصرخان د شرزه خان او نورو افغاني قبیلو په مرسته کابل ساته رحیمداد خان کوټوال په ښار کښې کلابند و، چې په پای کښې نادر شاه د کابل ښار کلاوې ورانې او ويې نيولې (۱۱۵۱هـ) د نادر زوی د باميان ضحاك او د هندوکش د لمنو د نورو کلاو نيولو ته مخه وکړه د کابل او پېښور د لارې خانان عباس خان او سعد الله خان هم نادر ونیول، خو ناصر خان د کابل او پېښور تر منځ افغاني قبايل د نادر پر وړاندې جنگ ته چمتو کړل او د نادر دزوی شهزاده نصر الله له لښکر سره ونښت ناصر خان په يوه جګړه کښې ټپي او ونيول شو خو نادرشاه هغه بیا د کابل او پیښور په حکمرانی و ګماره او په خپله ده د ایران او افغان په تازه دمه لښکر پېښور ونيو، لاهور او ډهلي پورې پر مخ ولاړ (۱۱۵۲ هـ - ۱۷۳۹م). نادرشاه د ډهلي ترټولوژنې چور او چپاو وروسته د انګريزي، اووه اتیانیم ملیونو پوندو په اندازه شتمني او جواهر و له شاه جهاني تخت طاوس سره پېښور ته راوړل (۱۱۵۲ هـ خو چې تراتك راپورې ووت له يوسفزیو سره  ونښت او په ډېره بيړه د خيبر تر درې راتېر شو چې تر کابل پورې سيمې يې خپلې کړې. تر هغه وروسته د کابل له جنوبي لارې د کورم، بنګښ، دېره جاتو او سند خوا ته ولاړ د سند د سيند ټولي لوېديزې ځمکې يې ونيولې او د بولان د درې له لارې کندهار او هرات ته ولاړ پر (۱۱۵۳هـ) کال يې د خپلو فتوحاتو جشن چې له ماوراء النهر او خوارزم څخه نيولې د سند تر سیند، دجله، فرات او سیحون پورې رسېدل په مشهد کښې جوړ کی د (۱۱۵۴هـ - (۱۷۴۱م) کال په شاوخوا کښې يې احمد خان ابدالي له مازندران څخه را وغوښت او د ابدالي لښکر په مشر يې خپل همرکاب وټاکه. احمد خان شپږ کاله له نادر شاه سره په حضر او سفر کښې د جهاندارۍ په چارو کښې تجربه وکړه او داغستان او ایروان ته يې د نادرشاه په جنګي سفرو کښې خپل جنګي رشادتونه وښوول تر دې حده يې د نادر ځانګړې پاملرنه ځان ته واړوله چې نادر به تر ځان وروسته پر ده باندې د پاچاهۍ مقام د نیولو زیری کاوه. نادر شاه تر زیاتو فتوحاتو وروسته د مزاج اوښتلو له امله له خپل طبيعي حالته وووت، د خپلو شاوخوا خلکو په وینو تویولو او وژلو يې لاس پوري کئ چې د ده خپل نژدې درباري خلك ځينې وبيرېدل او د (١١٦٠هـ ۱۷۴۷م) کال د درېيمې خور جمادی الاخری پر ۱۱ مه د یکشنبې پر شپه د خبوشان په فتح آباد کښې د محمد خان قجر موسی افشار، خوجه بیگ افشار او صالح قرتلوي له خوا د نورو او يا تنو دربار په خوښه ووژل شو. نادر افشار یو زړور هوښیار او خونکار سړی و، د ده سیاست په افغانستان کښې له قهر او ناز سره که و ده د هرات د ابداليانو ملي مشرتوب له بيخه ویوست او بيا يې په کندهار کښې د هوتکو پاچاهي هم له منځه یووړه، د دغو دواړو ټبرو مشران چې په افغانستان کښې يې دخپلواکی بیرغ جگ ساته د ده له لاسه ژوبل مړه او برباد شول، خو له دغه قهر او ناز سره سره يې په ټول افغانستان کښې د نوموړيو قبيلو له پاتې مشرانو سره جوړ شو، ويې نازول او ډېر افغاني زړور زلميان يې په خپل لښکر کښې د افغاني سالارانو په قیادت واخیستل او ويې پالل. که له یوی خوا نادرشاه د افغاني ملي حکومت په هرات او کندهار کښې ړنګ کړ چې د کندهار د زاړه ښار کنډوالې تر اوسه د ده د ورانکاريو نښې دي نو له بلې خوا به د احمد خان ابدالي غوندې ميړه پالنه چې تر ده وروسته يې په کندهار کښې بيا د افغاني لويې پاچهۍ خښته کښېښووه هم ده له ښو يادګارو څخه وګڼل شي. د د نادرشاه تر وژلو وروسته احمد خان ابدالي او نور محمد خان میرافغان د افغان او ازبکو سپايانو په مرسته د نادرشاه حرم د ياغي لښکريانو له چور او چپاو څخه وژغوره چې د دغه خدمت په بدل کښې د نادر د حرم له خوا د کوه نور مشهور الماس چې په هند کښې له افغاني لوديانو څخه بابر او د هغه کورنۍ ته پاتې شوی او د ډهلي تر نيولو وروسته د نادرشاه لاس ته ورغلي وو، وركړل شو او ټولو افغاني قواو هرات ته مخه کړه، د (١١٦٠ هـ (۱۷۴۷م) کال د درجب پر میاشت کندهار ته ورسیدل افغاني مشرانو ژر تر ژره د نادر آباد نوی کلا ته نژدې د شیر سرخ پر هديره ملي جرګه جوړه کړه چې په هغې کښې د افغاني مشهورو قبيلو مشرانو لكه نور محمد خان میر افغان د غلجيو مشر محبت خان د پوپلزیو مشر موسی خان د ساکزیو مشر، نصرالله خان د نورزيو مشر، او حاجي جمال خان د بارکزیو مشر ګډون کړی و. دي ملي جرګې له شوره ډکې اته غونډې وکړې، خو د قبيلو مشرانو ونه شو کړای چې يو د بل حکمراني پر ځان ومنی، نور محمد خان میرافغاند مشرتابه، تجربې او نفوذ له پلوه د دغه کار وړ ښکارېده، خو څنګه چې د تند مزاج خاوند و، ونه ټاکل شو دویم سړې چې حاجي جمال و، هم دومره پوخ متين او د نفوذ څښتن و، چې نور مشران دده له راتلونکي استبداد ، قدرت او استیلا څخه ډارېدل. ټولو د پاچاهۍ له پاره داسې سړی لټاوه چې د افغاني آزاد مزاج ملي ديموكراسی و قوي جرګې له اصولو سره يې سمون له لاری په راتلونکي کښې يې پر دوی په استبداد او زور حکومت نه کولای او په عین وخت کښې د غښتلې او قوي قبيلې خاوند هم نه وای د دې لويې تاريخي جرګې په نهمه غونډه کښې د ټولو خلکو سترګې احمد خان ابدالي ته واوښتلې چې " ۲۵ " کلن نوښتګر، زغمونكي پوه او از میلی زلمی و، چې هم یې قبیله کوچنۍ وه "سدوزي ډېر لږ وو" او پښتنو مشرانو دا باور درلود چې دا کشر زلمی پر دوی په استبداد او شدت حکومت نه شي کولای ځکه یې نو دی په پاچاهۍ ومانه، او د دې ښه انتخاب په سبب يې د افغانانو له لاسه وتلی لرغونی برم و پرتم بیا را ژوندی کی. په دې وخت کښې صابر شاه نومي يو ملنګ د استاد لا يخوار كابلي زوی چې د شیر سرخ په هدیره کښې اوسيد له خپلې کوډلې راوووت او هديرې ته نژدې له کروندې يې څو غنم وږی پرې او د دغه نوي انتخاب شوي زلمي پاچا په پګړی کښې يې د خول " په توګه وټومبل، دا د (١١٦٠هـ (۱۷۴۷م) کال د رجب (جولای) پر میاشت پېښه شوه.