32

یونان باختري خپلواك سلطنت

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

هغه وخت چې سکندر باختر ونیو نو پارسي ارته باز يوس يې پر خپل ژوندانه د دغه ځای حکمران و ټاکه دی تر لندې مودې وروسته مړ شو او د ده ځای امین تاس د نیکو لاوس زوى ونيو د آریان په وینا د سکندر تر مړينې وروسته قبرسي ستاسا "نور" د باختر او سغد حکمران و او چې "سيليو کوس" په هند کښې له چند را ګوپته سره روغه وکړه (۳۰۲) ق، م) د باختر حکمران هم ده ته غاړه کښېښووه هغه وخت چی "سيليو کوس" بابل ته ستون شو باختر تر پنځوسو کالو پورې د ده د کهاله تر لاس لاندې پاتې شو چې په باختر او بخارا کښې یی ډېرې سيکې موندل شوي دي، ده د باختر ځايي خلك په خپل لښکر کښې اخيستي وو. د سیلیدوکی کورنۍ د دریم پاچا په وخت کښې چې دویم "انتيو کوس" نومېد، د شاو خوا حكمرانانو په مصر کښې د هغه له جګړه ييزې بوختيا نه په ګټې اخيستلو سره د ده له اطاعته سر وغړاوه او له هغې جملې څخه د باختر خلکو له هغو يونانيانو سره لاس يو کړ چې په دغه هېواد کښې له باختري ادابو او فرهنګ سره اشناشوي وو، نو د خپلواکۍ اعلان يې وکړ. دا وخت په باختر کښې دیود و توس = تهیود و توس Diodotos حکمران و، ده د ۲۵۶ ق، م په شاوخوا کښې د آزادۍ غوښتونکيو باختريانو په ملاتړ په باختر کښې د خپلواکې پاچھی اعلان وکړ چې حدود يې تر سند، مرو او هندوكوش غره تر لمثو پوری رسپدل او دا چی ده باختریان د نورو له تسلط خخه ژغورلی او کورنی آزاد حکومث بی جور گری و، نو خکه منجي لقب  وركر شو. د دیو دوتوس پوه سکه شته چی پر بوی خوا بی د دويم انشيوكوس خبره او پر پل مخ بی د ده د کهاله ساتندوی رب النوع زبوس له دوو، وازرو سره لیدل گیږي له دي څخه څرگند بږی چی ده د باخترد خپلواکی تر اعلان د مخه د نتیو گوس سیلیوکی په نامه د سپینو زرو سکه خبره کری او بیا یی تر خپلواکی. وروسته د باختر په دارالضرب کښي خپله سکه د پاچا په توگه پر سرو زرو وهلي ده دا د سړو زرو سکه چي په پاریس کبی ده پر يوه مخ يې د ديو دوتوس څېره او پربل مخ يې د جوپیتر (داسمان، تألندي او بریشنا درومی رب النوع) لوغ لغر شکل دی، چي په پښو کني بي بوه گریته (عقاب هم كښل شوى او د سکی پر نده باز یلیوزد يو دونوس" لیکلی شوی دی بعنی دیو دوتوس پاجا وگوری ۱۷ مه نومره عکس). د الومري "ا يودوتوس له کهاله یوازي ذ ده بوه زوی چي دويم دیو دو توس" نومید د پلار تر مرینی وروسته له ۲۵۰ تر ۲۳۰ قم شاوخوا) په باختر كني حکومت گړی دی، چي ده د شاهی سیلیو کیانو د اقتدار پر خلاف و پارت له دولت سره ښه اړیکي او هم آهنګي درلوده او منګه چي د پارت د دولت موسس ۴رساس" هم د باختر له خلکو خخه و، نو "دويم دیود و توس" له ده سره د دوستی ترون أو به روابط لول او د ده د پاچهی په وخت کبی د هریرود او د هرات بار هم د باختر به قلمعرو کبي شامل شو او سغدباني ته هم له باختره حکمران استول کیده د لومړي دیو دو توس د کهاله پاچهي ډېره پاتي نه شوه او د دویم دیوتوس یو امير چې ایو تيديموس Euthydemus نومېد او د سغدیانی حکمرانياغي شو، د باختر پاچايي وواژه او دی په خپله د باختر خپلواك پاچا شو (د ۲۲۰ ق م شاوخوا ) (وگوری ۱۷ مه نومره عکس) د باختر ايوتيد يموس په وخت کښې د شام يوناني پاچا "دريم انتيو کوس" د لوېديځ له خوا د پارت پر دولت یرغل او پارتي پاچا "تیری داد" يې مغلوب کړ او د ۲۰۸ ق م په شاوخوا کښې يې د باختر خواته مخه وکړه، له دې خوا ايوتيديموس له لسو زرو باختري سپرو سره د اريوس (هر یورود) پر غاړه له انتيو كوس سره ونښت خو چې مقاومت يې ونه کړای شو نو بيرته باختر ته راغی او د باختر په پایتخت "زریاسپ" کښې تر دوو کالو پورې کلابند پاتې شو د دغه ښار موقع د مرو او اندخوی تر منځ ګڼل شوې ده) په دې موده کښې دریم انتیو کوس در نگیانه او اراکوزیه هم ونیول، خو چې زریاسپ یې ونه نیولای شو او دواړی خواوې ستړې شوې وې، نو هغه وخت چې د باختر شهزاده ديمتر" "يوس" دروغې د خبرو له پاره ده ته راغی ده خپل لور ورکړه، او تر روغې وروسته د کابل او اراکوزيه لوېديځ خوا، د  خپل سلطنت د قلمرو لوري ته وخوځېد ( ۲۰۵ ق، م). ايو تيد يموس تر هغه وروسته د هېواد د ادارې په يووالي کښې زیار ویوست او د کابل د ناوې حکمران "سوفا ګازتوس" يې د ځان تابع کړ او شمال ته تر پامیر ها خوا تر چيني ترکستان او ختن پورې پر مخ ولاړ او لوېديځ ته يې مرورود ، هرات او طوس ونیول او خپل زوى "انتي ماكوس" يې د هغو سيمو حکمران و ټاکه د جنوب له خوا تر اراکوزیه او درنګیانه پورې يعنې د آریانه ټوله خاوره د ده د پاچهۍ د قلمرو برخه شوه، بل زوی يې "ديمتريوس" ددغه ولایت حکمران و چې دغه ټول ارت هېواد د يوناني جغرافیونو په اصطلاح زر ښاره درلودل دا مهال د باختري يونانيانو د دولت فرهنګي او تجارتي روابط له هند او غربي چين سره ټینګ وو، "وايوتیدیموس لومړی پاچا دی چې د ده په عصر کښې باختري هنر مندانو او صنعت کارانو ددغه ځای هنر او صنعت هند ته سوغات یوور، درا ولنسن په وينا له يوې خروشتهي كتيبې څخه څرګندېږي چې يوناني باختري هنر مندان په دغه عصر کښې هند ته تللي او د هند په هنري آثارو کښې يې خپله هنري اغېزه پرېښې ده. د باختري "ايوتيديموس د پاچهۍ دوره له ۲۲۰ څخه تر ۱۹۰ ق،م پورې ګڼل شوې ده. چې د ده تر مړينې وروسته يې زوی دیمیتریوس Demetrius" پاچا شو وګوری ۱۸ مه نومره عکس او دی د هند په خاوره کښې د ټکسيلا تر نیولو وروسته د ګجرات تر کڅو او کاتیا وار او د موريا تر پایتخت پتنه پورې پر مخ ولاړ چې دا پر مختګ د ده د دوو لويو جنرالانو اپلودوتوس" او "منامندر" د زیار نتیجه وه، "مناندر" د کابل په شمال او پيان کښې زيږېدلی و او اولادو يې د ۱۰۰ ق، م تر شاوخوا پورې  په هند کښې پاچهي کوله. "ديمتر يوس" د ۱۷۵ ق م په شاوخوا کښې له هند څخه باختر ته را وګرځېد ، خپل دریم زوی پانتالئون Pantaleon" يې دارا كوزي او سيستان حکمران و ټاکه او بل دویم زوی یې د باختر حکمران و. هغه وخت چې د اراکوزی حکمران پانتالیون مړ شو، ځای یې دده څلورم ورور اګاتو کلیس Agathoicles ونيو وګوری ۱۹ مه نومره عکس). دیمتریوس او د ده پر ځای ناستو حکمرانانو په خپل قلمرو کښې ډېرې سكې وهلي دي او همدغه پاچا داراکوزی دیمترماس" (کلات) او ايو تيدميا (سیالکوټ او د سند ديمترياس (پتياله) او ته او فيليا (د سند په دلتا کښې ښارونه ودان کړل چې دویم ښار د ده د پلار په نامه او څلورم ښار يې د مور په نامه نو مول شوی دی. ديمتريوس د خپل ژوندانه په پای کښې له خپلو لښکرو سره په هند کښې بوخت پاتې شو، نو ځکه پر ۱۸۱ ق م کال د باختر له يونانيانو څخه یو سړی چې ایو کراتیدیس Eukratides نومېد په باختر کښې پورته شو، د پاچهی اعلان یې وکړ او سکه يې ووهله چې په هغې کښې يې ځان باز يلو زميكا ليوس لوی پاچا هندی مهاراجه وباله وګورئ ۲۰ مه نومره (عکس) او چې ديمتريوس د خپل تاج او تخت د بیرته موندلو له پاره زیار ویوست ځای يې ونه نيو او مړ شو. ایوکراتیدیس په باختر کښې دیو نانی پاچهانو د درېيمې سلسلې بنسټ کښېښوو تر ١٨٦ ق م پوری د آريانه د ختیزې سيمې له حکمران "مناندر" سره وجنګید، چې د آريانه ټوله خاوره يې ونيوله، خو له لوېديزې خوا د پارت پاچا د ده د هېواد لوېديز ايالتونه ونیول او هغه اختلاف چې د ديمتر "يوس" او "ایو کراتیدیس" د کورنیو تر منځ پيدا شوی و، د باختر سلطنت یې کمزوری کړ او د ۱۳۵ ق ، م په شاخوا کښې د هغه سلطنت مركز د هندو كوش له شماله کاپیسا ته یووړل شو. هيليوكليس ایو کراتیدیس زوی چې د ۱۴۷ ق، م په شاوخوا کښې پاچا شوی و، د باختر وروستنى يوناني پاچا ګڼل کېږي چې د هندوکوش د شمال سیمو تر پرېښولو ورسته یې خپله پاچهي د ګندهارا د ولایت تر پایه تر ১ Heliokles ټکسیلا او جیلم پورې غځولې وه وګوری ۲۱ مه نومره (عکس). ۵۵تر "هيليو كليس" ورسته یې نورو لسوتنو ځای ناستو حکمرانانو پر کابل، ګندهارا او پنجاب حکمراني کړې ده، چې د ۳۰ ق م په شاوخوا کښې د کابل له وروستنيو يوناني پاچهانو څخه انتيال كيداس" "امین تاس" . "هرما يوس" - زيات شهرت لری وګوری) ۲۲ مه ۲۳ مه - ۲۴ مه نومره عکسونه). د باختر يوناني پاچهانو د سقوط علت د ساکا او سيتي قبيلو منځته راتګ دی، چې دا پاچهي يې د ق.م د لومړۍ پېړۍ پر لومړۍ نيمايي پای ته ورسوله او په دې ترتيب د دوی واکمني تر دوه نيمو سوو کالووروسته ختمه شوه. په دې موده کښې د ديو دوتوس" له وخته د ۱۰۰ ق، م تر شاوخوا پورې د دوی ٣٦ پاچهانو او يوې ملکې په افغانستان او هند کښې واکمني کړې ده، يوناني فرهنګ او هنر يې په آريانه او هند کښې خپور کړی دی، چې په دې موده کښې د ارباب انواعو پرستنه، يوناني صنعت، افکار فلسفه ژبه ليکدود او نور فرهنګي مظاهر د آريانه په ټوله خاوره کښې له محلي او بودايي فرهنګي عناصر وسره ګډ شول، او د يونانو باختري او كريكو بوديك خاص فرهنگ منځته راغی، چې د اسلام تر راتلو پورې يې اغېزه درلوده. د دانيل شلوم برژه په افغانستان کښې د لرغون پیژندنې فرانسوي مشر په وینا د هيلنسم نفوذ په افغانستان کښې تر اوومې پيړۍ پورې دوام درلود چې نښې يې په دوه ډوله ليدل کېدای شي: لومړی د هنر له لارې او دويم د ليکدود له لارې د اسلام تر راتلو دمخه په اوومه پيړۍ کښې د دغه هېواد هنر لادگريكو بود يك د مشهور هنر يوه وروستنۍ څانګه وه، خو د ٦٣٠ ليکدود په اړه ښايي وويل شي هغه وخت چې د چين نامتو زاير "هيون تسنگ" پر . م كال يعني په عربو کښې د اسلام د لمر راختو پروخت له باختره تیرېده، دلته د الفبا ۲۵ توري وو چې ۲۴ توري يې بې شكه يوناني وو او يو د (ښ) غږ يې چې په پخوانۍ دري کښې و، خو په يوناني کښې نه و، پر زیات کړی و او هغه د PX توري يعنې د ش + خ مجموعه توری = ښ دی. هغه دوه يوناني ډبرلیکونه چې پر ۱۹۵۸ او ۱۹۶۳ کلوپه کندهار کښې موندل شوي داشوكا هغه اخلاقي موعظې دي چې په ټول هند کښې په هندي ژبو کيندل شوې دي، خو د دغو ډبرلیکونو اهمیت په دې کښې دی، چې د ارغنداو په ناوه کښې آرامي ژبه او ليکدود د اشو کاتر وختو (۲۵۰

ق، م شاوخوا ) پورې ثابتوي او لکه چې یونان پېژندونکي پوهان وايي د دغو دوو ډبرليکونو يوناني متنونه د يوناني فيلسوفانو او خطیبانو لکه اپلاتون او ارستو د ژبې سارې ګڼل کېږي او وینو چې د ق، م پر دريمې پېړۍ په کندهار کښې د فکر او ليکنې ژبه همهغه ده چې په آتن یاد میلیت په ښورو کښې رواج وه او حتی د کتيبو د کيندنو ډول هم د يوناني کلتور يووالى ښيي او څرګندېږي چې دا ځای د يوه يوناني مورخ په وينا د مسيحي عصر په پيل کې دیونانیانو ټاټوبی و د کندهار ډبرليك (١٦) لمبر عكس دې وکتل شي. سربېره پردې تر ١٩٦١م کال وروسته فرانسوي لرغون پېژندونکيو د يوه يوناني ښار آی خانم - سپوږمۍ مخې مېرمن) په کنډوالو کښې د همدغه یونان باختري مدنيت ډېر ښه آثار موندلي دي. دا ښار د افغانستان او شوروي اتحاد پروېش د افغانستان د خاورې په هغه برخه کې پروت دی چې هلته آمو او کوکچه سیندونه سره ګډېږي او ډېرې کنډوالې لري چې دا کنډوالې د دواړو سيندو پر غاړه پر دوو ټاکلیو برخو وېشل شوې دي يوې خوا ته يې يوه لوړه غونډۍ ده چې د جنوب له پلوه د کوکچې پر سیند حاکمه ده او ددې شل مترۍ غونډۍ بلې خواته آمو سيند بهېږي او هم ددې غونډۍ پر سر لوی استحکامات شته چې د دغه ښار بالاحصار دی او يو حصار يې د برج او جندك سره د ليندۍ په شکل درلود او د ښار په منځ کښې يې له شمالي دروازې څخه جنوبي دروازې خواته ١٦٠٠ متره واټ ايستل شوی و چې کوڅې یې هم ليدل کېږي وګورئ  ۲۵ مه نومره عکس - د ښار نقشه په دغه لرغوني ښار کښې يې د مدنيت نخښې موندلې دي، چې هغه باید دگریکو باختر" خاص مدنیت په نامه یاد کړی شي، چې د منځنۍ آسيا د صحرا نشینو د يرغل له امله له منځه تللی دی. خو کنډوالې يې د تیدیموس لومړی پاچا دی چې د ده په عصر کښې باختري هنر مندانو او صنعت کارانو ددغه ځای هنر او صنعت هند ته سوغات یوور، درا ولنسن په وينا له يوې خروشتهي كتيبې څخه څرګندېږي چې يوناني باختري هنر مندان په دغه عصر کښې هند ته تللي او د هند په هنري آثارو کښې يې خپله هنري اغېزه پرېښې ده. د باختري "ايوتيديموس د پاچهۍ دوره له ۲۲۰ څخه تر ۱۹۰ ق،م پورې ګڼل شوې ده. چې د ده تر مړينې وروسته يې زوی دیمیتریوس Demetrius" پاچا شو وګوری ۱۸ مه نومره عکس او دی د هند په خاوره کښې د ټکسيلا تر نیولو وروسته د ګجرات تر کڅو او کاتیا وار او د موريا تر پایتخت پتنه پورې پر مخ ولاړ چې دا پر مختګ د ده د دوو لويو جنرالانو اپلودوتوس" او "منامندر" د زیار نتیجه وه، "مناندر" د کابل په شمال او پيان کښې زيږېدلی و او اولادو يې د ۱۰۰ ق، م تر شاوخوا پورې  په هند کښې پاچهي کوله. "ديمتر يوس" د ۱۷۵ ق م په شاوخوا کښې له هند څخه باختر ته را وګرځېد ، خپل دریم زوی پانتالئون Pantaleon" يې دارا كوزي او سيستان حکمران و ټاکه او بل دویم زوی یې د باختر حکمران و. هغه وخت چې د اراکوزی حکمران پانتالیون مړ شو، ځای یې دده څلورم ورور اګاتو کلیس Agathoicles ونيو وګوری ۱۹ مه نومره عکس). دیمتریوس او د ده پر ځای ناستو حکمرانانو په خپل قلمرو کښې ډېرې سكې وهلي دي او همدغه پاچا داراکوزی دیمترماس" (کلات) او ايو تيدميا (سیالکوټ او د سند ديمترياس (پتياله) او ته او فيليا (د سند په دلتا کښې ښارونه ودان کړل چې دویم ښار د ده د پلار په نامه او څلورم ښار يې د مور په نامه نو مول شوی دی. ديمتريوس د خپل ژوندانه په پای کښې له خپلو لښکرو سره په هند

کښې بوخت پاتې شو، نو ځکه پر ۱۸۱ ق م کال د باختر له يونانيانو څخه یو سړی چې ایو کراتیدیس Eukratides نومېد په باختر کښې پورته شو، د پاچهی اعلان یې وکړ او سکه يې ووهله چې په هغې کښې يې ځان باز يلو زميكا ليوس لوی پاچا هندی مهاراجه وباله وګورئ ۲۰ مه نومره (عکس) او چې ديمتريوس د خپل تاج او تخت د بیرته موندلو له پاره زیار ویوست ځای يې ونه نيو او مړ شو. ایوکراتیدیس په باختر کښې دیو نانی پاچهانو د درېيمې سلسلې بنسټ کښېښوو تر ١٨٦ ق م پوری د آريانه د ختیزې سيمې له حکمران "مناندر" سره وجنګید، چې د آريانه ټوله خاوره يې ونيوله، خو له لوېديزې خوا د پارت پاچا د ده د هېواد لوېديز ايالتونه ونیول او هغه اختلاف چې د ديمتر "يوس" او "ایو کراتیدیس" د کورنیو تر منځ پيدا شوی و، د باختر سلطنت یې کمزوری کړ او د ۱۳۵ ق ، م په شاخوا کښې د هغه سلطنت مركز د هندو كوش له شماله کاپیسا ته یووړل شو. هيليوكليس ایو کراتیدیس زوی چې د ۱۴۷ ق، م په شاوخوا کښې پاچا شوی و، د باختر وروستنى يوناني پاچا ګڼل کېږي چې د هندوکوش د شمال سیمو تر پرېښولو ورسته یې خپله پاچهي د ګندهارا د ولایت تر پایه تر ১ Heliokles ټکسیلا او جیلم پورې غځولې وه وګوری ۲۱ مه نومره (عکس). تر "هيليو كليس" ورسته یې نورو لسوتنو ځای ناستو حکمرانانو پر کابل، ګندهارا او پنجاب حکمراني کړې ده، چې د ۳۰ ق م په شاوخوا کښې د کابل له وروستنيو يوناني پاچهانو څخه انتيال كيداس" "امین تاس" . "هرما يوس" - زيات شهرت لری وګوری) ۲۲ مه ۲۳ مه - ۲۴ مه نومره عکسونه). د باختر يوناني پاچهانو د سقوط علت د ساکا او سيتي قبيلو منځته راتګ دی، چې دا پاچهي يې د ق.م د لومړۍ پېړۍ پر لومړۍ نيمايي پای ته ورسوله او په دې ترتيب د دوی واکمني تر دوه نيمو سوو کالووروسته ختمه شوه. په دې موده کښې د ديو دوتوس" له وخته د ۱۰۰ ق، م تر شاوخوا پورې د دوی ٣٦ پاچهانو او يوې ملکې په افغانستان او هند کښې واکمني کړې ده، يوناني فرهنګ او هنر يې په آريانه او هند کښې خپور کړی دی، چې په دې موده کښې د ارباب انواعو پرستنه، يوناني صنعت، افکار فلسفه ژبه ليکدود او نور فرهنګي مظاهر د آريانه په ټوله خاوره کښې له محلي او بودايي فرهنګي عناصر وسره ګډ شول، او د يونانو باختري او كريكو بوديك خاص فرهنگ منځته راغی، چې د اسلام تر راتلو پورې يې اغېزه درلوده. د دانيل شلوم برژه په افغانستان کښې د لرغون پیژندنې فرانسوي مشر په وینا د هيلنسم نفوذ په افغانستان کښې تر اوومې پيړۍ پورې دوام درلود چې نښې يې په دوه ډوله ليدل کېدای شي: لومړی د هنر له لارې او دويم د ليکدود له لارې د اسلام تر راتلو دمخه په اوومه پيړۍ کښې د دغه هېواد هنر لادگريكو بود يك د مشهور هنر يوه وروستنۍ څانګه وه، خو د ٦٣٠ ليکدود په اړه ښايي وويل شي هغه وخت چې د چين نامتو زاير "هيون تسنگ" پر . م كال يعني په عربو کښې د اسلام د لمر راختو پروخت له باختره تیرېده، دلته د الفبا ۲۵ توري وو چې ۲۴ توري يې بې شكه يوناني وو او يو د (ښ) غږ يې چې په پخوانۍ دري کښې و، خو په يوناني کښې نه و، پر زیات کړی و او هغه د PX توري يعنې د ش + خ مجموعه توری = ښ دی. هغه دوه يوناني ډبرلیکونه چې پر ۱۹۵۸ او ۱۹۶۳ کلوپه کندهار کښې موندل شوي داشوكا هغه اخلاقي موعظې دي چې په ټول هند کښې په هندي ژبو کيندل شوې دي، خو د دغو ډبرلیکونو اهمیت په دې کښې دی، چې د ارغنداو په ناوه کښې آرامي ژبه او ليکدود د اشو کاتر وختو (۲۵۰ق، م شاوخوا ) پورې ثابتوي او لکه چې یونان پېژندونکي پوهان وايي د دغو دوو ډبرليکونو يوناني متنونه د يوناني فيلسوفانو او خطیبانو لکه اپلاتون او ارستو د ژبې سارې ګڼل کېږي او وینو چې د ق، م پر دريمې پېړۍ په کندهار کښې د فکر او ليکنې ژبه همهغه ده چې په آتن یاد میلیت په ښورو کښې رواج وه او حتی د کتيبو د کيندنو ډول هم د يوناني کلتور يووالى ښيي او څرګندېږي چې دا ځای د يوه يوناني مورخ په وينا د مسيحي عصر په پيل کې دیونانیانو ټاټوبی و د کندهار ډبرليك (١٦) لمبر عكس دې وکتل شي. سربېره پردې تر ١٩٦١م کال وروسته فرانسوي لرغون پېژندونکيو د يوه يوناني ښار آی خانم - سپوږمۍ مخې مېرمن) په کنډوالو کښې د همدغه یونان باختري مدنيت ډېر ښه آثار موندلي دي. دا ښار د افغانستان او شوروي اتحاد پروېش د افغانستان د خاورې په هغه برخه کې پروت دی چې هلته آمو او کوکچه سیندونه سره ګډېږي او ډېرې کنډوالې لري چې دا کنډوالې د دواړو سيندو پر غاړه پر دوو ټاکلیو برخو وېشل شوې دي يوې خوا ته يې يوه لوړه غونډۍ ده چې د جنوب له پلوه د کوکچې پر سیند حاکمه ده او ددې شل مترۍ غونډۍ بلې خواته آمو سيند بهېږي او هم ددې غونډۍ پر سر لوی استحکامات شته چې د دغه ښار بالاحصار دی او يو حصار يې د برج او جندك سره د ليندۍ په شکل درلود او د ښار په منځ کښې يې له شمالي دروازې څخه جنوبي دروازې خواته ١٦٠٠ متره واټ ايستل شوی و چې کوڅې یې هم ليدل کېږي وګورئ  ۲۵ مه نومره عکس - د ښار نقشه په دغه لرغوني ښار کښې يې د مدنيت نخښې موندلې دي، چې هغه باید دگریکو باختر" خاص مدنیت په نامه یاد کړی شي، چې د منځنۍ آسيا د صحرا نشینو د يرغل له امله له منځه تللی دی. خو کنډوالې يې د لوړې معماری طرز راښيي چې په پخو خښتو او ډبرينو ستنو د مرکزي لويې مانی ودانۍ جوړې شوي دي دامانۍ یو اوږد غولى لري او هم په مانۍ کښې د شنې، ژيړې سرې او تورې رنگ امیزی نخښې شته. هغه خښتې چې په دې ماڼۍ کښې کارول شویدی هره ضلع یې ۴۵ سانتي او پنډوالی يې له ۱۲ څخه تر ۱۵ سانتیو پورې دی د دغه ښار او به د ويالې له لارې د کوڅو لوړو برخو او حتى بالاحصار ته رسېدلې چې د کوکچې سيند له ۲۰ کیلو متره واټن څخه را بهیدلې ښار درې برخې درلودې، چې يوه برخه بالاحصار، بله برخه تر حصار را کښته او در بیمه برخه ارګ دی په جنوب لویدیزو برخو کښې د خلکو د اوسېدو ځای د ورزش ودانۍ او بازارو نه وو، له دې ورزشگاه څخه د هرمس پهلوانی رب النوع) مجسمه لاس ته راغلې ده، چې د كشف شوي ډبرليك له مخې هغه يوه يوناني "تريباه کوس" د استراستون نومي هرمس او هرکول وقف کړې وه. بله ليکنه چې د دغه ښار د خلکو د فکر او فلسفې ښکارندويه ده، هغه د يوه يوناني "كي" نه "آس" د قبر د اوږ ده سندوخ کتیبه ده چې "کلا ارك" "د اپی فراد يوس زوی په آی خانم کښې پر هغه سندوخ کینلی او پر هغه قبر يې ايښې ده چې مطلب يې دادی په کوچینوالی کښې ښه روزنه واخله په زلميتوب کښې خپلې غوښتنې (خواهشات) اداره کړه په پاخه سن کښې سم کاری اوسه پر زور والي ښه ناصح شه او د ژوندانه په وروستیو ورځو کښې پوه شه چې  څنګه بې افسوسه مړ شې!" دا قيمت بها وجيزه د هغه وخت د خلکو د فکر او اخلاقو د بهیر ښه ښکارندويي کوي