32

سکندر خان خټك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د خوشحال خان د درنې کورنۍ يو بل ستوری د ده زوی سکندر خان د دېوان خاوند ښه شاعر دئ. د ده له خپله کلامه ښکاري چي په (۱۰۹۰هـ ) کال د (۲۲) کالو ځوان و، نو يې د زېږېدو کال د (١٠۶٨هـ) کال په شاوخواکي ټاکلای سوای. کله چي د (١٠٧۴هـ) کال په دریمه خورکي لوی خان دکورګاني پاچا نوکرانو ونيو او ډهلي ته يې واستاوه نو د ده کډي او زامن لکه جلال خان او سکندر خان او ګوهر خان او عجب خان چي کوچنوټي وو، د خپلو مندو سره له اکوړې څخه د يوسفزو په سيمه کي بائیزو ته ولاړل، دا مطلب خان په خپله فراقنامه کي داسي وايي :

هغه ملك واړه ثمر دئ

چي پکښې زما سکندر دئ

تر دې وروسته سکندر ځوانېږي، نو په اکثرو هغو واقعو کي چي د ده پلار او کورنۍ ته ور پېښيږي د ده نوم هم ياديږي، او په (۱۰۸۸هـ) کال د امیر خان صوبدار (حکمران) سره د خپل پلار په امر کابل ته ولاړ او تر (۱۱۰۰هـ) او د خوشحال خان تر مرګه وروسته چي اشرف خان د ده مشر ورور د ډهلي پاچا اورنګزېب اته کاله بندي کي، د خټکو د خانۍ له پاره د خوشحال خان د ښيلي ښويېدلي زوی بهرام خان او د افضل خان د اشرف خان د زوی تر منځ شخړي رواني وې، سكندر خان د خپل وراره پر خوا و، دی پخپله وايي :

د پېښي وار اوس پر سکندر راوړه فلکه

رقص دي وکړ د منحوس بهرام په کام

په شلمه د رمضان په جان کړکي

 افضل خان سره یکرنګ په اهتمام

 که تاریخ د سن و سال غواړې له مانه 

د ابجد په حروف عين غين، لام

جانه کړ له پېښوره شرقي پلو ته د چراټ په جنوب کي د آدمخېلو اپرېدو ځاى دئ او دغه واقعه د ( ع ۷۰ + غ ۱۰۰۰ + ل ۳۰ = ۱۱۰۰ هـ ق) ده. د مړيني كال موږ ته نه دئ معلوم، خو دوني پوهیږو چي تر شعبان (١١١۶ هـ ق) پوري ژوندی و، چي په همدغه تاريخ يې د خپلو زامنو ويرنه (مرثيه) ويلې ده او د افضل خان په تاریخ مرصع کي هم د ده احوال لږ و ډېر راغلي دي.

د سکندر خان د شعر دېوان د پېښور ادارۀ اشاعت چاپ کړی او دوهم ځل په (١٩۶٢ م) کال خپور سوى دئ، چي دوست محمد کامل په اهتمام او مقدمه ښکلی دی، اوغزل، قطعه، رباعي او قصايد لري. 

د ده غزل لطافت او خوږوالی او پر مضمون آفرینۍ باندي قدرت ښيي، تعقيد او ابهام نه لري، په ساده ه الفاظو او تركيبونوکي مضامین ځايوي، دا غزل یې د نمونې په ډول زه انتخابوم :

غوږ کاڼه کړه د غمازو و پېغور ته 

د یار خیال راغی و سترګو ته شرمیږم

نرگس هسي  ستا شهلا سترګو بیمار کړ

د هجران لمبې يې لا ليدې سوزاني

 له هغو خاورو د اعذار لاله پیدا شه

خط و خال چي يې رقيب وته څوك ستايي

 درست صورت مي لکه کسی شو له شوقه

پر قوته لينده وشلوي ژر ژبه 

حال دي هیڅ راڅخه پټ نه دئ "سكندره"


مزري نه ګوري د سپيو شر و شور ته

چي دا څه عزیز مېلمه راغی و کور ته 

په قوت شو د همسا له مزكي پورته

 ځکه ځان هندوي واچوه و اور ته 

چي يې داغ د ښکلي مخ يووړ وګور ته

 د مصحف توري نقطې ښايي و کور ته 

چي ديدن د هغه پارکړم و هر لور ته

 زوره ور څه دئ د چرخ و هومره زور ته

 په فراق کي نارې مه وهه په زور ته


"سكندر" زړه غم ته ورکړ راشئ ګورئ

په ساتنه يې خس وسپاره و اور ته

دلته د چاپي نسخې په دريم بيت كي "ستا شهید سترګو" راغلى دئ، چي معنا نه لري، او بايد صحيح يې شهلا سترګي وي. په آخر بيت كي "و غم ته" د بيت وزن ورانوي، بايد (و) حذف سي.

د سکندر د کلام په ټولو اقسامو کي د تصوف او عشق او ميني او اخلاقو ښه مضامین سته او داسي ښکاري چي د ده له شاعرانه طبيعته سره ادبي مطالعات او ګڼ معلومات هم مله وه، او وينا يې هم پوخوالی او صلابت لري او هم خوږوالی او سلاست.

د ده په ګرده شاعري باندي تبصره د دې ځايه سره مناسبه نه ښکاري، ځکه چي زموږ څېړنه تش په قصيدو پوري اړه لري او دا د ده د دېوان دوهم ټوك دئ، چي له (۲۱۳) مخه شروع کيږي.

د سکندر ادبي او شاعرانه مړوچي او د هنر تجلا د ده په غزل کي تر قصيدې ښه ښکاري، نو دی په حقيقت کي غزل ويونکی شاعر دئ، چِي کله کله قصيده هم وايي، خو قصيده يې نه د غزلو ښكلا لري، او نه د قصیده سرایی آداب او لوازم.

 دی پخپلو قصيدو کي نېغ په مطلب شروع کوي، تشبيب يا نسيب او تمهيد نه لري، رډېډ خپل مقصد وايي او دکاکړو په اصطلاح (یوګای) کوي، او هغه په څه پيرايه او تمهيد خبرو کي نه نغاړي. مثلاً اخلاقي قصيده او د نصيحت وينا يې داسي ده:

ته چي فخر په مردۍ کړې د بابا 

دروغژن،زاني، ممسك به سردار نشي

مه بدګوی شه مه فحاش شه مه زود رنځ شه 

لکه زمکه هسي پست همېشه اوسه


راښکاره دي شوه مردي درومه بابا 

هم بخيل، قول بيعت چي کا ابا

په ښه خوی کي آراسته اوسه زیبا

چي ښه بد درباندي ځي سبا بيګا


په دې ډول دا قصيده شل بيته ده، خو نېغ نصیحت دئ ، کوم شاعرانه هنر يا د مضمون ښکلا نه لري، او لکه د يوه اخوند غوندي وايي : "ښه کوئ بد مه کوئ!". 

سکندر خان خو حساسه طبعه لري، شاعر دئ، د کلام قدرت يې په غزل کي ښه ښکاري، نکته آفرین دئ. د دغي غزلي بيت کي يوه ښکلې معنا لري. په دوهم بيت کي د يار خيال او عزيز مېلمه او په څلورم بيت کي د نرګس ناروغي او په همسا پورته کېدل او د يار توري سترګي او په پنځم بيت کي د ستي کېدلو علت او په شپږم بيت کي له خاورو څه د لاله ګل راټوکېدل او په اووم بيت يوه صوفیانه نکته او د جهاني جمال ځلا داسي تخيلات دي، چي په پښتو کي يې د تعبير او تصوير او قوت بیان ښې نمونې ګڼلای سو. د اووم بيت جمالي ارزښت د دري د دې بيت سره اوږه پر اوږه درېږي : 

در هر چه بنگرم تو پدیدار بوده یی

ای نانموده رخ تو چه بسیار بوده یی

نه پوهیږم چي سکندر خان د خپل طبیعت دغه استعداد او قوت او نازکي او لطافت ولي په قصيده کي نه دئ ښکاره کړی؟ د ده د پلار او ورور هجري ځيني قصايد خو ادبي ښکلا په پېخرو پېخرو لري. 

په دېوان کي تر اتيا بيته زياته يوه اوږده قصيده لري. په دې مطلع :

ځيني څه کارونه شي په دا جهان اوس

خصوصاً فتنه فساد په دا ایوان اوس

وګورئ یې له کومه تمهیده یا نسیبه نېغ خپل مطلب ته ورننوزي. دى حق لري، چي د خپل عصر له ناوړو څخه شکوه وكي، چي د زمانې غالبو ظالمو حكمرانانو يعني د دهلي پاچهانو د ټول هند ثروت او د مظلومو ويني زبېښلې، او د ډهلي او اګرې ماڼۍ يې په جوړولې او د ملوك الطوايف ډمامې پر ګرده نيمه وچه باندي ډنګېدلې. دغه ټول فسادونه چي سكندر پخپله قصيده کي ځای کړي دي، تاريخي واقعيتونه دي او د فیوډالي نظام طبیعت او خاصیت هم دغه دئ. 

وګورئ! د شاه جهان زوی راولاړېږي او خپل پلار نیسي، په زندان کي يې غورځوي، خپل ورور تر غاړه نيسي او خوله يې ورپټوي، پر ګرد هندوستان باندي د لمن الملكى (؟) نغارې وهي. دلته به د مظلومو بزګرانو او خواريکښانو او بېوزلو رعيتو حال څه وي؟ سکندر په دغه قصيده کي وايي :

مروت، وفا، رښتيا له دنيا ولاړل 

ځاى (يې) ونیوه دروغ، مکر، بهتان اوس

که پخوا دهر بهار و اوس شو منی 

چي هر لور آه و فریاد کا رنځوران اوس

نه هغه لولو ګوهر له دريا ووزي

نه هغه لعل و یاقوت له بدخشان اوس

نه هغه باران په وخت له اورو اوري 

چي تمامه مزکه وکا ګلستان اوس

د ماضي ايام شاهان به کوم کوم شمارم

په ښه نام واړه حیات دئ په دوران اوس

 يو د دوی غوندي ځما په عصر نشته

چي  لایق د سلطنت وي په دوران اوس

په دې ډول سکندر د خپل عصر ټول معايب او ناوړي په دې قصيده کي رابرسېره کوي، او د خپل چاپېر د خلکو اخلاقو او سلوك ته د انتقاد ګوته نيسي :

په راتلل د تنګسې څه په اورېدل

 که د يار د بېلتانه په تیر زخمي شي

 درې څلور چي سره ناست وي مه ور درومه



لور په لور درڅخه لاړ شی همرهان اوس

په طلب يې طالب مشه د درمان اوس

سراسر دي په ورتلل كي وينم زيان اوس


د سکندر د عصر په ټولنیز ژوندانه کي د ریاکارو او مغرضو شيخانو ډله هم د ګوتنيوي وړ وه، دى حقيقي شيخان او د صافو زړونو خاوندان او هغه رهنمایان چي په فساد او ناوړو ککړ نه وي ښه بولي، خو پر ريايي او کرغېړنو مدعيانو باندي داسي انتقاد کوي :

که بازید و که ذوالنون واړه ښکاره وه 

د عالم له بدخويۍ پوشيده اوسي 

پکښې اور دئ د ټګۍ ویسا پر مکړه

پندارونه يې پراته پر سجاده دي

 شب و روز چي تسبيح اړوي په لاس کي

 د دنیا په جمعيت په فکر و غم دي

 روايت د معتبر کتاب منسوخ کا


هسي نه وايم چي نشته بزرګان اوس 

په جبال او په ځنګل په بیابان اوس

 چي لړلي په ايرو ويني جوګیان اوس

په دا مكر فن اکثر وینم شیخان اوس

 خپل حساب كاندي د زرو عالمان اوس

 په زانو مراقبه شي متقیان اوس

 چي سکه د زرو وويني قاضيان اوس


دا خو د ریاکارانو او زاهد نمایانو او رشوت خورو قاضیانو غندنه وه، چي د سکندر خان د عصر د ټولني په ورانۍ او اجتماعي فسادونوکي بې برخي نه وه، اوس د دغي اجتماع د فساد بل اړخ وګورئ : 

بېګانه ورته قرین وینم تر خپلو

جاهلان ورسره خوښ په مسند ناست وي

سیه تور داغ يې ښکاره د زړه په سر شي

ويني سرې د مظلومانو نه  دي  څه دي؟

رحمدل، خدا ترسان به عامل نکا

په کښتونو يې د ملك باران نه ووري


خوی خصلت د سردارانو شو دا شان اوس

 د عالم التماس نه وروړي دربان اوس

 چي له کوره د ده ووزي سوې نان اوس

 چي پرې سقف ستني رنګ کا د ایوان اوس

دا ظلم به علمدار وي ظالمان اوس 

چي په ځای د ابر ژاړي يتيمان اوس


دا قصيده د سکندر د عصر د اجتماعي حال او د خلکو د ژوندانه او مسلطو طبقاتو د تېريو او ناخوالو هینداره ده، او که يې موږ په قدیم ادب کي نظير وغواړو، نو د ناصر خسرو یا سنايي د ځينو قصيدو سره به شباهت ومومي. ځکه دغه دواړه شاعران دغسي د خپل عصر ناوړي غندي او سخته انتقادي ژبه لري.

د سنايي ځيني اخلاقي او اجتماعي ګټه وري قصيدې هم کوم تشبيب او تمهيد نه لري، نېغ په نسيب او انتقاد پيل کوي، او سکندر هم په قصيده کي د سنايي غوندي نقاده او نېغه لهجه لري. تاسي دلته د سکندر د قصيدې منتخب يو څو بیتونه وکتل، چي د حضرت سنايي يوه دري قصيده هم دغه شانته مضامين لري، او ګمان کېږي چي سکندر دغه قصيده ضرور لوستلې او خپله پښتو قصیده به يې هم د سنايي د انتقادي او اخلاقي وينا تر اثر لاندي ويلې وي، واورئ د سنايي څخه يو څو بيته :

ای مسلمانان خلایق حال دیگر کرده اند

 از سر بی حرمتی معروف، منکر کرده اند

 کار و جاه سروران شروع در پای او فتاد 

زانکه اهل فسق از هر گوشه سر بر کرده اند 

پادشاهان قوی بر داد خواهان ضعیف

مرکز درگاه را سد سکندر کرده اند

 ملك عمر و زید را جمله بترکان داده اند 

خون خشم بیوگان را نقش منظر کرده اند 

عالمان بی عمل از غایت حرص و امل 

خویشتن را سخره اصحاب لشکر کرده اند

 خرقه پوشان مزور سیرت سالوس و زرق

 خویشتن را سخره قیماز و قیصر کرده اند

 گاه خلوت صوفیان وقت باموی چو شیر 

ورد خود ذکر برنج و شیر و شکر کرده اند

 خون چشم بیوگانست آنکه در وقت صبوح

 مهتران دولت اندر جام و ساغر کرده اند


د سنايي دغه قصیده د خپل عصر هینداره ده، او دا د شاعر هنر او د مړوچ کلام اثر دئ چي موږ د اخلاقي او انتقادي شاعرۍ په ښېګڼو رودیږو، او تر ده وروسته ډېرو شاعرانو پخپلو ژبو کي اغېزه منلې او د عصر د اجتماعي او واقعي مناظرو عکاسي يې کړېده. سنايي په پای کي وايي :

ای مسلمانان دگر گشته است حال روزگار

 زانکه اهل روزگار احوال دیگر کرده اند

ای سنایی پند کم ده کاندرین آخر زمان

در زمین مشتی خر و گا سر و بر کرده اند

سکندر هم خپله قصيده داسي ختموي، چي د سنايي له كلامه سره بې شباهته نه ده :

چي په دا مکر فساد زمانه وینم

لا عجب که سلامت ایمان اوس

 ننداره د نېك و بدو کړه سکندره 

چي څه چاري کا عالم په دا آوان اوس

و هر بيت وته يې ګوښي ګوښي ګوره

آیینه ده د سکندر ګوره جهان اوس

اشرف خان هجري د سکندر ورور، پخپله يوه انتقاديه قصيده کي د ده شعر داسي ستايي:

د سکندر شعر له څه سره مخۍ کرم

طبيعت يې ډېر تر درو منور دئ

د اشعارو ملك يې همه په ژبه خپل کړ

په سرير د نظم شاه بل سكندر دئ

(د هجري خطي دېوان، ۴۴ مخ)


لنډه یې دا چي سکندر خان د خوشحال خان د زامنو شاعرانو په لومړي صف کي دريږي او په تېره يې بیا غزل خورا خوږه او د سهلو وړ او خوندوره ده.