32

مسری خان

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

بابر په ۹۳۷ ق کال په ډهلي کې مړ او د جمنا پر غاړه په زرافشان باغ کې ښخ شو، او زوی يې همایون پر تخت کښېناست، چې لس کاله د خپلو وروڼو او نورو سيالانو سره په جنگو بوخت و. څوچې شیر شاه سوري افغان پرده بری و موند، دی د سند او جنوبي قندهارله لوري ايران ته وتښتېد، او شیر شاه په ۱۰ محرم ۹۴۸ ق په قنوج کې د هند پاچا شو.

تر بابرد مخه په هندوستان کې د لوديانو پښتنو شاهي کورنۍ (٨۵۵- ۹۳۲ق ) سلطنت کاوه. او د دوی سیاسي کړنلاره داسې وه، چې پښتانه له روهه، هند ته ور جذب کاندي او هلته یې د لويو لویو پټو او جاگیرونو او منصبونوخاوندان کړي. له افغانستانه چې به هر افغان د شیر شاه دربار ته ورغی، دومره نغدې پيسې به يې ور کولې چې د تصوره به وتلې وې. ده به ورته وويل: په هند کې چې زما لاس ته څومره شتمني راغلې ده،په دې کې راسره ته شريک يې، دغه ستا معاش شو. کال په کال خپل معاش اخله.                                            

شیر شاه سوري خو پرهندوستان او د بابر پر زوی همایون پادشاه باندې بریالی شو، او په هند کې يې يو منظم سلطنت جوړ کړ، او د مدنیت اساسونه یې کېښوول. مگر ده د هندوستان او کابل سرحد هم وټاکه او پر دغه سرحد یې درهقاس کلا جوړه کړه، خو پښتانه آزاد پرېښوول. او کله چې خان کجو د يوسفزو مشر شو، نو به ده د شیر شاه سره سیالي کوله، خو شیر شاه د خپل قوم آزادي نه ور ورانوله. تر خان کجو وروسته د يوسفزو له سالارزيو څخه ملک مسري خان د جلال خان زوی د پښتنو مشر شو، ده له سوا ته بيا د اباسین ترلوړې غاړې او هزاره ضلع اومها بڼ او پکھلی پورې د خپل قدرت سیمه پراخه کړه او هر ځای یې د     اوبو ډنډونه (ډمونه) جوړ کړل. چې تر اوسه هم د نوگرام او د چچ د غر غښتو ډنډونه د ده په نامه د «مسري خان دنډ» بلل کيږي، او د يوسفزو او غوريا خيلو تر منځ يې د جنوبي سرحد د څارنې لپاره د کابل پر رود «مسری بانډه» جوړه کړه، چې د يوسفزو سيمه وساتي. د مسري خان د وخت قوي مشران ملک هندال اکازی او مته خان اکوزی او ملاابراهیم الیاس زی اوملک ترکیال منډن او ملک بابلی وو. دوی د خپل اولس چارې په آزاده توگه پخپله چلولې او د سراولف کیرو به قول: «بابر او همایون او کامران د پښتنو پرغره اوسمه باندې حکومت نشوای کولای، خو تش دونې و، چې لويې لارې به يې  ساتلې يا به يې د خپلو کورنيو جگړو لپاره قبايلي خلک په خپله ننگه کې درول.

 او په دغه ډول نوتیراه، وزیرستان، سوات، دیر، باجوړ د بابر په وختو کې د ده د پاچهی ترسیمې د باندې وو. او شیر شاه دلته پرمخ نه ولار، او د ده د سلطنت غربي بريدونه د بنو په سيمه کې تر اباسين پورې رارسېدل.»