جامعه او تهذيب
تر اوسه پوری مو د آریانا د تاریخ په هره لویه دوره کښی تر خپله وسه کوشش کړی دی چه د سلطنتی سلالو په روی کار کیدو او د پاچاهانو د واقعاتو احوالو، جگړو او د نورو پیښو په بيانولو سربیره د جامعی په ژوندانه او د خلکو د ژوندانه پر کيف او څرنگوالی موهم نظراچولی او پری ایښی موندی چه د فرد او جامعی د ژوندانه د څرنگوالی سیر چه د تاریخ دېره مهمه برخه ده په تیاره کښی او پټ پاتی شی. حتی په هغه رویه کښی چه تر اوسه تعقیب شوی ده د آریانا د تاریخ په لويو او جلا فصلونو کښی لکه د ویدی او اوستائی او یونانو باختری فصلونه چه په دغو برخو کښی د اجتماعی ژوندون (د لومړى ټوک د( ۱۱۰=دا برخه ونه لوستل شول) مخ په شاؤخواکی) د اجتماعی ژوندون (د لومړى ټوک د ۳۱۹ مخ په حدودوکی) او د اجتماعی او تهذیبی ژوندون (د دوهم ټوک د٨۴ مخ په شاوخوا کی) تر عنوانو لاندی پوره او مفصل بحث شوی دی.
د لویو کوشانيانو زمانه چه تقریباً د مسیحی زمانی دری لومړۍ پیړۍ رانیسی د پخوانی افغانستان د تاریخ له هغو سترو دورو څخه یو بله دوره ده په دغه دوره کښی د خلکو د اجتماعی او تهذیبی ژوند کتنه او مطالعه تر یوی اندازی پوری چه اوس ممکنه ده خورا مهمه ده هر کله چه دغه لویه دوره د افغانستان په پخوانی تاریخ کی د اجتماعی ژوندون د څرنگوالی په مناسبت تقريباً و منځنی او وسطی حد دی چه له یوی خوا د ویدی او اوستائی او د يونانو باختری عصر یادگارونه د زمانی په تناسب لږ و ډیر هغی ته رسیدلی دی او له بلی خوا د دغی دوری خاطراتو په نورو وروستنیو دورو باندی زیاتی اغیزی کړی دی نو له همدغه کبله د زیاتی توجه وړ او ډیر اهمیت لری، کوشانی امپراطورۍ چه د خپلی ترقۍ په دوره کښی ئې ټوله آريانا او د نورو گاونډیو هیوادونو يوه برخه نیولی وه یوه داسی ستره امپراطوری وه چه د چین او روم د امپراطور د آسیائی متصرفاتو په منځ کښی یی د اسیا په دی څنډه کښی دائمی امنیت ساتلی و او د امنیت او آسوده حالۍ او د پاچاهانو د پراخ نظر او ترقۍ غوښتونکی سیاست په سیوری کښی د فکری؛ صنعتی، تجارتی؛ ادبی دینی او عمرانی ژوندون په بیلویلو لارو کښی داسی تحولات راغلل چه ځينو ئی پخوا سابقه نلرله او څه نا څه زیاتو ئی لږ و ډیر په راوروستنيو دورو باندی تاثیر او اغیز کړی ده او دادی تر کوچنیو کوچنیو عنوانو لاندی ئی ځانته ځانته راوړو:
دین: په کوشانی دوره کښی له یوې خوا لا د آریائی پخوانيو مذهبو بقایا لکه د اناهيتا (د پریمانۍ او آمر دریا ربت النوعه) پرستش او عبادت او د میتریا (مهربانی) د اور نمانځنه او پرستش لا له منځه نه وتللی او له بلی خوا بودائی دین عمومیت پیدا کاوہ او پراختیائی موندله او سربیره په دې لکه چه د دغه ټوک په شپږم فصل (د٨۶-٨٧ مخونو په شاوخوا کښی) مو لیکلی دی هر کله چه یونانی میتولوژی ارباب انواع هم په هغو یونانیانو سره چه په آریانا کښی اوسیدل مشهور شوی او لږو ډیرئی پیروان هم پیدا کړی وو د کوشانی مسکوکاتو د شاهدۍ له مخی څرگندیږی چه د زیاترو ادیانو خاطری لا له منځه نه وی تللی ځکه لکه چه مونږ ولیدل کنیشکا په خپلو مسکوکاتو کښی د هغوی تصویرونه او نومونه ضربول او لیکل تر هغی اندازی پوری چه له مسکوکاتو او له بيلو بيلو قرينو او اشاراتو څخه څرگندیږی کوشانی پاچاهانو ټولو یو رنگه د آریانا له معمولو او مروجو ادیانو څخه یوه دین ته خاصه توجه نلرله د مذهب او عقیدی ازادی د هغوی د دوری یوه عمومی مميزه نښه ده نو له همدغه امله هغو ټولو مذهبو او اديانو چه د دوی د پراخی او ستری امپراطورۍ په اطرافو او بیلو بیلو برخو کښی معمول او مروج وو او خپل طبیعی رشد ئی سر ته رساوه. کوشانی پاچاهانو سره له دی چه موازنه ئی ساتله هر یوه به يو دين ته زيات میلان څرگنداوه، کجولاکدفیزس سره له دی دراماتی تاسا یعنی د دین دار په صفت یاد شوی خو بیا هم ښکاره نشی ویل کیدای چه د کوم دین پیرو ؤ.
او ويماکدفيزس د هغه پر ځای ناست پاچا یعنی دوهم کوشانی پاچا یا د شیوائی دین پیرو یا د هغه مشوق ؤ. لوى کنيشکا د کوشان د دوهمی سلطنتی کورنۍ مؤسس، د خپل سلطنت په لومړيو کلو کښې چه یوه عجیبه رویه ئی نیولی وه د آریانا د ټولو معمولو مذهبو احترام ئې کاوه تر دی چه په ورو، ورود بودائې مذهب خوا ته راوا ووښت چه په پای کښې په ټينگه د دغه مذهب پیرو او ستر حامی شو، او د ده د برياليتوب او فتوحاتو له کبله د ساکیا مونی مذهب خورا ستری کامیابی وگټلی او د کنیشکا اولاده یعنی نور لوی کوشانيان د بودائې دین پابند وو، که څه هم د کوشانیانو په زمانه کښی د هندوکش په دواړو خوا وو کښی ډول ډول مذهبونه او ادیان موجود وو خو د بودائی او زردشتی دین په منځ کښی زیاته مقابله راغله او په پای کی د بلخ نیمه لمرخاته خوا سېمه او قندهار بودایی دین ونیول، او زردشتی دین ئې د هغې سیمی په نیمه لویدیځه برخه کښی محدود کړ، په بل عبارت بودائی دین د کوشان په عصر کښی په تیره بیا د کنیشکا له زمانی نه را وروسته پر نورو مذهبو او ادیانو باندی پورته او غالب شو، د مهایانا طريقه یا د نجات لویه لاره په ارت او پراخ نظر سره جوړه شوه او د کنيشکا د فتوحاتو او د آریائی او هندی مبلغینو د کوششونو په اثر بودائی دین د پامیر هغی خوا شرقی برخو ته د چین په هیواد کښی هم خپور شو د هندوکش په جنوبی خوا کښی مخصوصا د کاپيسا له سیمی (پایتاوه) نومی ځای څخه (چه د سرای خواجه په شاوخوا کی دی) او د بگرام د شترک له معبد څخه داسې صحنی پیدا شوې چه په بودائی دین کښی د کوشانيانو دا خليدل څرگندوې د دغو کوشانیانو پیژندنه که ښځه وی او که نر آسان کار دی، او زیاتره د جامو او کپړو له مخی ئی تشخیص او پیژند گلوی کیږی، کوشانی نجیبانو به زیاته مینه لرله چه د پیسو او اعانی ورکولو په واسطه خپل ځانونه او خپله کورنۍ بوديس اتوایانو ته په نژدې مذهبی صحنو کښی وښيې.
روحانیون: په کوشانی عصر کښی د عالمانو او روحانيونو ټولنې په تیره بیا بودائی روحانیانو زياته ترقی کړې وه روحانیون، هم د اقتدار له نقطی نظره څخه او هم د علم او تبحر له حيثه لوړو مراتبوته رسیدلی وو. د آریانا بودائی عالمانو د خپلو هندی همکارانو په نسبت د ادیانو فلسفی ته په پراخ نظر سره کتل، په گندهارا کښی د (۵٠٠) تنو بودائی علماوو ټولنی او په مذهبی چارو کښی د هغوی مناظری د بودیزم د تطور او څرنگوالی په سیر کښی انقلاب پیدا کړ. په کوشانی دوره کښی په نيمه لمرختیزه آریانا کښی په زرگونو بودائی معبدونه جوړ شوی وو، په دغو معابدو کښی د هغو د ظرفیت او ځائیدلو په تناسب عالمانو او روحانیونو استوگنه کوله او د علمی او ادبی کتابو په تالیف او ترجمه به بوخت وو، که څه هم دا یوه طبیعی خبره وه چه د آریانا په ټولو ځايو کښی له شمالی سیمو څخه نیولی د هندوکش تر جنوبی برخو پوری او د کوشانی امپراطورۍ په ټولو برخو کښی لوی لوی او متبحر عالمان ډير وو، خو د امپراطورۍ په منځ کښی د «گندهارا» مرکزیت او د مذهبی او صنعتی علومو له حیثه د هغی مرکزیت د دې سبب شوی ؤ چه د کوشانی عصر زياتره ستر علماء له دغی سمسورې درې څخه را پیدا شی او (وازومیترا Vasaumitra) چه ځینی اشخاص هغه د بودائی علماؤ اووم صدر بولی د گندهارا له خلکو څخه ؤ. دغه عالم د کوشان په امپراطورۍ کښی په علمیت او تبحر کښی د ځان په شان ډیر لږ ساری او امثال درلودل، ځینی روایتونه داسی دی چه دغه سړی د هغی پنځه سوه (کال=دا برخه ونه لوستل شول) لویی ټولنی رئیس او مشر ؤ چه د آشوکا له عصر څخه راوروسته د هغی په شان بله ټولنه نه وه جوړه شوې، همدغه رنگ «پارسوا Parcva د کنیشکا د دربار مذهبی مشاور چه تقریباً د امپراطورمصاحب و په اصل کښی گندهاری نژادو، د ځینو نورو اسنادو له مخی څرگندیږی چه دغه ستر عالم په پورته ذکر شوی ټولنه کی ریاست کړی دی، دوه تنه نور عالمان چه گمان کیږی د گندهارا به وو او د کوشان په عصر کښی ئې ښه شهرت درلود «مانتانگا Mantanga او بل ئی «گوبهارانا Gobharana نومیدل.
«سنگ – هوئی» Seng-Houei د گندهارا د یو سوداگر زوی او «دهارماکاله Dharmakala» چه یو بل آریائی پوهاند و د ډيرو کتابونو د ترجمو په واسطه مشهور دی (گوناوارمن Gunavarman) چه اصلا د کاپیسا د پادشاهانو د اولادی څخه ؤ او په گندهارا کی اوسیده د هندوکش د جنوب د مشهورو او پیاوړو پوهانو په جمله کښی شمیرل کیږی.
دغه ډول پوهان او ستر روحانیون د نگاراهارا (ننگرهار) لمپاکا (لغمان) کابل، کاپیسا، د (کوهستان او کوهدامن سيمه) او د بامیکان (بامیانو) په ډیرو معبدو کښی او د هندوکش په شمال کښی د باختر د برخو په معبدونو کښی موجود وو چه له بده مرغه نومونه ئی له یاده وتلی دی او آثار ئی د زمانی د پیښو په اثر له منځه تللی دی مگر له امکان څخه وتلی نه ده چه د پخوانیو معبدو په خرابیو کښی په ډيرو حفرياتو او په راتلونکو تحقیقاتو سره داسی شواهد کشف ئی چه ضمناً د هغوی نومونه او آثار څرگند کړی لکه چه د ونو د پوستکو پانو په سانسکریتی لیکنو چه د بامیانو د یو پخوانی معبد څخه څو کاله پخوا کشف شوې د یو بودائی ډیر مهم کتاب د سانسکریتی متن شتوالی مونږ ته څرگند کړ، سره د دې چه چینی زایر (هیوان – تسنگ) د هغی زمانی نه ډیر وروسته چه مونږ ئی په کتنه او څیړنه بوخت يو له افغانستان څخه تیریږی او د سترو کوشانیانو د جلال د دوری سره د ده د تیریدلو زمانه هیڅ ربط او نسبت نلری خو سره د دی د دغه زائر د یاد داشتو او ليکنو څخه داسی معلومیږی چه د افغا نستان د هری علاقی په معبدو کښی په سوو سترو او متبحرو عالمانو ژوندون کاوه.
په چین کښی د بودائی دیانت په خپرولو کښی د آریانا د مبلغينو رول:
د (ويماکدفيزس) او (کنیشکا) په زمانه کښی د کوشانیانو او چین ترمنځ د جنکونو پیښېدلو د زیاترو هغو جنگونو په شان چه مختلف قومونه به ئی یو د بله په تماس کی راوستل د آریانا کوشانیان او چینیان ئی له په خوانه زیات یو د بل د اخلاقو او روحياتو سره اشنا کړل او د دوی ترمنځ ئی د دائمی روابطو د ټینگولو دپاره په تیره بیا په چین او لیری ختیز کښی د بودائی دیانت د خپریدلو دپاره زمینه ښه برابره کړه د کوشانیانو بودائی کیدل د (ساکیامونی) د دین د ژوندی کیدو او د خپریدلو دپاره آب حیات شول او لومړی د مرکزی اسیا په هغو سیمو کی چه د هغوی د امپراطورۍ جنریائی تر نفوذ لاندی وې د دغه دين د خپريدلو سبب وگرځید یعنی د اکسوس (پار دریا) نه هغی خوا او کاشغر د سیمو نه وروسته پخپل وار بودائی شوی او هر کله چه د چین د امپراطورۍ لویدیزی خواته چه د کاشغر او (پار دریای آمو) او د پامیر د گاونډیو سیمو سره تماس پیدا کړ د چینی جنرال (پان چااو) د فتوحاتو په اثر چینی لښکرو دبیر ته تگ په وخت کښی بودائی مجسمی او تصویرونه له دغو ځايو څخه چه یونانیانو «سریند Serinde» (یعنی د هغه وخت هندو چین) باله، له ځان سره يووړل. د پخوانی روایت له مخی د چین د هغه وخت (۵۸-۷۵م) امپراطور (مینگ تی Ming-ti) د بودا د مجسمو د ليدلو څخه په خیرت کښی شو او وې غوښتل چه د نوی دین ؤ آئین اساس و پیژنی او حکم ئی وکړ چه د پامیر له هغی خوا (آریانا او هند) څخه دې مبلغين وغوښتل شی. هغه وخت کوشانيانو خپل دوه تنه مشهور عالمان چه یو ئی (مانتانگا Mantanga ) او بل ئی (گوبهارانا Gobharana) نوميد او احتمالا گندهارایان وو، د یو شمیر مذهبی کتابونو سره چین ته ولیږل په نتیجه کښی د دوی د کوشش په اثر د چین امپراطور په (۶۴م) کال کښی بودائی شو په دی ترتیب سره د چین دروازه د بودائی دین دپاره خلاصه شوه مبلغینو هغی خواته د دغه دین د خپرولو دپاره ښپه اوږده کړه او په دغه لاره کښی ئی کوشش وکړ خو د چین د بودائی کولو دپاره چه کوم جدی اقدامات شوی دی هغه د دوهمی مسیحی پیړۍ له منځنيو وختو څخه شروع شوی دی او هغه علماء او پوهان چه دغه کار ئی د ټولو نه لومری کړی دی د کوشانی امپراطورۍ علماء، باختریان، فنیانیان (بامیانیان) کاپیسائی، کابلی علما د هډی علماء، پیښوری او کشمیری عالمان یعنی گندهاری یان وو چه په زیات شمیر د چين خواته ولاړل نو د خطابی او تبلیغ له لاری ئی د بودائی دین د خپرولو دپاره خورا ښه خدمتونه وکړل او د هغوی د زحمت گاللو، استقامت او زړورتوب او ابتکار په اثر او د کوشانی پاچاهانو د تشویق او جرأت ورکولو له کبله د شرق خواته د تبليغ لاره پرانستله شوه نو هندی مبلغین هم د هغوی په تعقیب پر دغه لار روان شول او هغی خواته ئی په تبلیغ شروع وکړه.
د مبلغینو لومړی ډله چه د ١۶٠ مسیحی کال په شاوخوا کی د کوشانیانو له خوا د چین خواته ولاړه یو داسی هیئت و چه ستر غړی یې (چه – چان Tehe-Tehan) او (چو، شو فو Tehou-Chou-fo نومیدل او چینیانو لومړنی سړی د(یو چی شهزاده) په لقب او دوهم ئی د هندی شهزاده په لقب یاډول د ۱۹۰ م کال په شاوخوا کی یو بل هیئت چه امکان لری د هغه غړی به هندیان وی د (اول دارماراکسا Dharmaraksa په مشری چین ته ورسید وروسته له هغه (چه گین Tehekien د یو کوشانی سفیر زوی چه د ۱۸۰ م کال په شاوخوا کی چین ته تللی و له دغه هیئت سره گډ شو دغه هیئت د (هونان) Honan په (لویانگ Lo-yang) نومی ځای کښې واړول او استوگنه ئی پکښی کوله او څو بودائی معبدونه یی ودان او جوړ کړل د دریمی پیړۍ په اولو وختو کښی د کوشانی امپراطورۍ له آريائيانو او هنديانو څخه یو هیئت د چین خواته ولاړ د هغه آریائی غړی په لاندی ډول وو: - (۱) سنگ - هوئی Seng-Houei د گندهارا د يو سوداگر زوی و چه په بودائی قوانینو کښی ئی زیات مهارت درلود او څه ډول ډول کتابونه ئی ترجمه کړی وو (۲) دهارماکالا Dharmakala چه په معبدونو پوری مربوط اصول ئې لومری وار د (٢۵۶م) کال په شاؤخوا کښی په چینی ژبه ترجمه کړل (۳) دوهم داراماکسا چه پلارله خو ا یوچی و او د کانسو په علاقه کښی میشت شو د ٢۶۶ م کال په شاوخوا کښی ئی ډیر لوړ شهرت پیدا کړی و دغه مبلغ یو شاگرد درلود چه(چو - شو - لان Tehou-Chou-Lan نومید او دی هم د یو یوچی سری زوی و د(۳۰۲م) په شاوخوا کښی د ښه شهرت خاوند شو دغو دواړو وروستنیو مبلغینو د سین گان Singan په علاقه کښی استوگنه غوره کړه د چين د امپراطور تسن Tcin کورنۍ ئی بودایی مذهبه کړه په دغه ډول د آریائی او هندی مبلغینو د استقامت او مداومت له کبله تبلیغ خپله لومړۍ مرحله په چین کښی پای ته ورسوله او په ٣٣۵ کښی د امپراطورۍ د فرمان د صادريدو له امله بودائی دین په چین کښی رسماً وپیژندل شو څو کاله وروسته د گندهارا دوه تنه نور عالمان ويمالاک سا Vaimalaksa او دهارمامیترا Dharmamitra) چین ته ولاړل له هغوی نه وروسته د گندهارا له خلکو څخه یو بل راهب چه د کاپیسا د پاچاهانو د کورنۍ له اولادی څخه و او (گوناوارمان Gunavarman نومید د تبلیغ کولو دپاره د شرق خواته ولاړ، نوموړی د هغه تبحر په واسطه چه په مذهبی علو و کښی ئی درلود او د هغی فوق العاده مینی له کبله چه د دینی چارو په تبلیغ کی ئی درلودله د کاپیسا له درباری آرام او هو سا ژوند او د پاچاهی تاج څخه تیر شو لومړی د سیلان د جزیری د لیدلو دپاره لاړ او له هغه ځای څخه بیا د (جاوا) خواته چه لا تر دغه وخته پوری برهمنیانو هیواد ؤ د تبلیغ دپاره لاړ او د خپل زیات کوشش په اثر ئی د جاوا د هغه وخت پاچا او ملکه په بودائی دین کښې داخل کړل. او هر کله چه د ده د شهرت آوازه په شرق کښې پورته او خپره شوه، نو د چين امپراطور « لیو ـ يو Yuـ Liouچه د (سونگ Song) له کورنۍ څخه ووغوښتل چه د ده سره وگوری او پیژندگلوی ورسره وکړی او په ۴٢۴ کال کی ئی چینی حکمران (تونکن) ته لار ښودنه وکړه چه کاپیسائی مشهور عالم چین ته را وغواړی «گونا و ارمان» هم د چین د امپراطور بلنه ومنله او په ۴٣١ کال کښی نانکن ته ولاړ، «ليويو» د امپراطورۍ د ماڼی ترڅنگ يو ښه او غوره معبد ودان کړ، او دغه کاپیسائی عالم د خپل ژوندانه تر پايه پوری په هغه ځای کښی په چینی ژبه د بودائی آثارو په ترجمه بوخت و – په پای کښی دوه تنه نور کابلی مشهور عالمان (بودهاياسا) Bouddhayasa او (بودهاجی وا) Boudhajiva د پنځی پیړۍ په اولو وختو کښی چین ته لاړل او په چینی ژبه ئی د بودائی کتابو په ترجمه کښی زیات یادگارونه پریښودل، په شپږمه پیړۍ کی د چین خواته د آریائی مبلغینو تگ چټک او سریع او شمیر ئی هم زیات شو هر کله چه یفتليانو بودائی دین ته په سپک نظر کاته او د هغوی د پاچاهۍ او سلطنت عصر د هغوی د دفاع له نقطی نظره څخه زیات شو نو مملکت زیاتره نظامی عصر گڼل کیده زیاتره علما له آریانا څخه ووتل او په ختيز ترکستان سیلان، برما او چین کښی سره تیت او میشت شول.
په دی عصر کښی (بودهی دارما Bodhidharma شمالی لاری د علما وو اته و يشتم صدر هم د لیری ختیز خواته مهاجرت وکړ او په شمالی چین کښی ئی استوگنه غوره کړه وروسته بیا دوه تنه له لمر ختیځی گندهارا (د پيښور د خلقو څخه) نارن درایاسا Naerndrayasa او (جیناگوپتا Jinagoupta ) چه دواړه سره معاصر او د ۶٠۵ - ۵٢٨ کلونو په منځ کښی ئی ژوند کاوه د خټن او لب نور له لاری څخه د چين خواته لاړل.
او چه په ۵٧۵ کښی یو ناڅاپه په چین کښی د نفرت او کرکی احساسات پیدا شول، او د بودائيانو نه وژلو څخه ئې ځان نه ژغوره نو «جینا گوپتا» منگولیا ته لاړ او د ترکو خان «د بوخان» ته ئی پناه وروړه او په ترکو کښی ئی په تبلیغ شروع وکړه او دا خان ئی بودائی کړ.
لنډه دا چه په دی ترتیب سره د دوهمی میلادی پیړۍ له منځنيو وختو څخه د شپږی میلادی پیړۍ تر اولو وختو پوری د کوشانی امپراطوری آریائی او هندی علما وو په تیره بیا گندهاری (کابلی- کاپیسائی - پیښوری) علما وو په زيات شوق اومینه په سنکیانگ ۔ چین، سیلان، جاوا او د لری شرق په نورو ځايو کښی د بودیزم په خپرولو کښی کوشش وکړ ژیر ټبر (نژاد) ئی د بودا په دین کښی داخل کړ او هر کله چه په چین کښی یو وار نوی دین رواج وموند او پخپله په چینیانو کښی عالمان پیدا شول، نو پر له پسی په د عالمانو او زیارت کوونکو قافلی د بلخ بامیانو - کاپیسا - هډی او د نورو هندی ځايونه د سترو مذهبی مقاماتو د لیدلو دپاره راتللی، او دا تگ او راتگ د واخان او پامیر د لاری او د اکسوس له هغی خوانه د کشمير او بحرى ليار و څخه د اسلام د مقدس دین د ظهور تر زمانو پوری دوام درلود.
رسم الخط: که څه هم په پخوانۍ آیارنا کی د رسم الخط د څرگندیدو موضوع او د هغه د اقسامو او انواعو پیدا کیدل تر اوسه پوری لا مجهول او له داسی مسائلو څخه دی چه راتلونکی کشفیات په ورباندی رڼا واچوی، خو په دی ځای کښی غواړو چه د هغو دریو رسم الخطو په باب کښی چه په کوشانی عصر کښی ئی رواج درلود بحث وکړو- له دغو رسم الخطو څخه دوه رسم الخطونه چه یو ئی «خروشتی» او بل ئی «برهمی» یا «کوشانی» بولی محلی رسم الخطونه دی، او دریم یونانی رسم الخط دی چه د اسکندر له فتوحاتو څخه وروسته د يونانو باختری مستقل سلطنت په دوه سوه کلنه دوره کښی ئی رواج وموند او سره د لږو تغيراتو یی د کوشانيانو په ټوله دوره کښی دوام کړی دی. دادی اوس د دغو رسم الخو تر بیان په لاندی ډول کوو:
خروشتی رسم الخط: د «آریانا» د پخوانیو رسم الخطو څخه یو داسی رسم الخط دی چه وروسته بیانیږی په ډول ډول نومونو یاد شوی دی او د هغو له جملی څخه یو دا چه «خروشتی» هم ورته وائى!
دا رسم الخط اول ځل د باختر پاچا (ایوکراتيدس) د خپلو مسکوکاتو په چپه خوا کښې استعمال کړی دی او د هندوکش په جنوبی او شرقی خوا وو کښې ئی زیات عمومیت درلود «خروشتی» رسم الخط او «برهمی» رسم الخط په معاصرو رسم الخطو کښې هم شته دی، چه لومړی ئی په آریانا او دوهم ئی په هند کی مروج او معمول ؤ او د دغو دواړو مبدأ «ارامی» رسم الخط دی.
او د دی دپاره چه دا موضوع زياته څرگنده او ښه وفهموله شی نو په لنډه توگه د هغو له مبدې او د دغو دواړو د خپريدو له صورت څخه بحث کوو، بيا د خپل مقصد یعنی د خروشتی رسم الخط شرح په مفصل ډول سره کوو.
تر هغی اندازی چه د پوهانو تحقیقات ښکاره کوی رسم الخط هغو سومريانو ایجاد کړی دی چه د اوسنی عراق عرب په مځکو کښې یی استوگنه کوله. او د (میخ) په شکل یی توری پیدا کړل، چه اروپائیان یی «کونه ئی فورم Caneiforme» بولی او به مونږ کښې د (ميخې خطونو) پنامه مشهور دی. وروسته له هغه بیا آثوریانو دا رسم الخط غوره او استعمال کړ او هغه ته ئی دینی جنبه ورکړه، په دی وخت کښی (آرامی یانو) چه په اصل کښې ئی په (شام او بابل) کښې استوگنه لرله او په جامعه معنی آثوری یانو چه دری او کلدانیان هم په (آرامی قبیله) ورگډیږی په آشوری میخی رسم الخط کښې ځينى تعديلات راوستل او د خپلو ایجاباتو له مخې ئې په هغه کښې اصلاحات وکړل، او په دغه ترتيب نورو هغو قومونو چه نوی راغلی وو لکه فنیقی یانو په خپل وار هغه څه چه له آرامی یانو څخه پاته وو، واخيستل او ځينی تغيرات ئې پکښی راوستل. په دغه وخت کښی خط او ليکنه د یونانیانو لاس ته ورغلل، او له یونانی الف با څخه سلاوی او لاتینی رسم الخطونه منځ ته راغلل او ټوله اروپائې ونيوله.
رسم الخطچه په اصل کښې د آسيائيانو له خوا ایجاد شوی دی. لکه چه وار په وار په اروپا کښې خپور شوی دی، د آسيا لمر ختیزی خواته يې هم خاښونه او څانگی تللی دی. د مدقتينو د کتنو او مطالعو له مخې څرگندیږی چه په هند او آريانا او فارس کښې رسم الخط او د ليکنی طرز او سبک له آرامی رسم الخط څخه پیدا شوی او منځ ته راغلی دی، او دا رسم الخط له مختلفو لارو څخه او گمان کیږی چه په جلا جلا یټو دغو ځايو ته تللی او خپور شوی وی. لکه چه د مخه بیان وشو معمولا عقیده داسی ده چه آرامی رسم الخط د سمندر له لاری (احتمال لری چه د جزيرة العرب له سواحلو څخه) د هند جنوب ته لوله هغه ځای نه دکن ته رسیدلی وی، او طبیعی ده چه دا کار د لامبوزنو (ملا ـ او). په واسطه شوی دی. او ځینی مورخین دغه لامبرزنان آرامی؛ ځینی ئی فنیقیان، بابلی یان او ځینی ئی پخپله هندیان گڼی. چه ۷-۸ ق م پیرۍ کښې ئی د بحر په گرزیدو کښې دېر ښه مهارت پیدا کړی ؤ. هر کله چه دا رسم الخط په جنوبی هند کښی خپور شو، د وخت او مکان د غوښتنی او ایجاباتو له امله له هغه څخه د هند رسم الخطونه بلکه د تبت سیام برما او سیلان الفبا او خطونه هم را پیدا شول، چه په ټولو کښی مشهور او ښه جامع د یوانا گاری دی چه په هغه کی د هند علمی ژبه (سانسکریت) لیکلی شویده.
زمونږ هیواد آریانا ته آرامی رسم الخط له کومې ليارې او په کومه واسطه راغلی دی نو له هغه څخه په دی خاوره کښې څه شی جوړ شوی دی؟ که څه هم مدققین داسی عقیده لری چه آرامی رسم الخط تر هخامنشیانو ډیر پخوا د شرق په خورا لیری سیمه کښی خپور شوی ؤ لکه چه د مخه مو په هند کښی د هغه پیدا کیدل بیان کړل، خو معمولا داسی عقیده ده چه آرامی رسم الخط له فارس څخه آریانا او د هند شمال غربی سيمو ته د وچې د لاری د هخامنشی له نائب الحکومه گانو او د دوی د مربوطو منشیانو سره یو ځای هلته ورغلی او خپور شوی دی.
هخامنشیانو لکه چه د معمارۍ، هیکل تراشۍ، د مسکوکاتو د ضربولو او د ظريفو فنونو د نورو څانگو په اصولو کښی ئی د سامیانو تقلید کړی دی رسم الخط ئی هم د لیدی یانو په واسطه له سامی منابعو څخه زده کړی دی ځکه چه دوی پخپله کوم رسم الخط نه درلود، او میخی رسم الخط ئی چه لاس په لاس له سومری یانو څخه پاتی ؤ له آرامی یانو او آثوری یانو څخه زده کړ، او په پای کښی آرامی رسم الخط د دوی د سلطنت په قلمرو کښی رواج شو، او د دوی له نائب الحکومه گانو سره چه په لیری لیری ختیزو سیمو کښی وو هلته خپور شو او په دې وسیله په آریانا او د اندوس د شرق په هغی خوا سیمو کی خپور شو لکه چه له هغی دبرینی تختی څخه چه په آرامی خط په تکزیلا هند کښی کشف او پیدا شوی ده په یقینی ډول دا نظریه ثابتیږی او د هغه تاریخ [برنت Barnet] او [مارشل Marshal] څلورمی یا پنځمی ق م پیری ته منسوبوی او د دغی لیکنی معنا لا تر اوسه پوری ښه نه ده حل او څرگنده شوې ځینی له هغی څخه د ودانیو بنسټ کېښودلو او د ودانيو د جوړولو معنا اخلی او ځینی نور د یو قرار داد د فسخ کولو سوا د پکښی گوری په هر حال کوم شی چه مهم او د کتنی وړ دی هغه دادی چه آرامی ژبه او رسم الخط په څو ق م پیړیو کښی د شرق خواته تر تاکزیلا پورې رسیدلی وو، له دغو بیاناتو څخه ښه معلومیږی چه خروشتی رسم الخط په پنځمه ق م پیړۍ کښی او ښائی چه له هغی نه پخوا زمونږ مملکت آریانا ته رسیدلی وی په دغه باره کښی چه آیا په آریانا کښی آرامی رسم الخط څومره موده دوام درلود؟ په دې سلسله کښی اوس د ستی ځواب نشو ویلای.
خو له نښو او قرينو څخه معلومیږی چه زیاته موده به ئی دوام نه وی کړی ځکه څرنگه چه د وخت او مکان ايجاباتو او غوښتنو په هند کښی برهمنی رسم الخط منځ ته راوستلی دی په آریانا کښی ئی هم بل رسم الخط پیدا کړی دی چه په ۱۹ پیړۍ کښی پخپله باختر د مملکت په نوم او په هندی یا آریائی نامه او د شلمی پیړۍ له اولو وختو څخه راپدی خوا په خروشتی نوم یادیږی که څه هم په دی ځای کښی زمونږ اساسی مطلب د دغه خروشتی رسم الخط مطالعات دی خو هر کله چه دا رسم الخط مدام له برهمنی رسم الخط سره یو ځای ؤ او له هغه څخه هم یوه نمونه زمونږ په وطن کښی پیدا شوی ده نو په دی ترڅ کښی د هغه څخه هم بیان کیږی.
سل کاله پخوا په ۱۸۳۸ کال او د هغه نه پخوا کلونو کښی د انگلیسی پوهانو د پلټنی په اثر لومړی ځل یو شمیر مسکوکات په افعانستان کښی راټول شول او د هغه وخت د پوهانو په تیره بیا د جمس پر نسپ Jamsprincep د بنگال د آسیائی شاهی انجمن د غړی تر کتنی لاندی ونيول شول او هغه وخت چه د مسکوکاتو خطونه لوستل کيدل لومړی ځل يو نوى رسم الخط د نوموړی جمس پرنسپ توجه ځان ته جلب کړه باید وویل شی چه د دغه رسم الخط لوستل او د هغه حل کول د میخی او هیروغليف د خطونو په شان له اشکال څخه خالی نه ؤ ځکه چه دا رسم الخط هم د مخنیو په شان بیخی مجهول و او د هغه د الفبا د شکلونو او حل کولو او د هغه د ترجمی د اصولو په باب کښی یوه ذره معلومات هم نه و او هغه کسان چه د شرق د مجهولو خطونو او رسم الخطونو د حل کولو او لوستلو څخه خبر دی هغوی پوهیږی چه دا مرموز اشکال هغه وخت لوستل کیدای شی چه اتفاقاتو د هغو وجود د کومی بلی معلومی ژبې له رسم الخط سره يو ځای په لاس ورکاوه لکه چه مصری هیروغلیف خظونه فرانسوی شامپلیون هغه وخت ولوستلی شول چه په یوه ډبره کښی د هيروغليف رسم الخط د مصر د عوامو او یونانی رسم الخط سره و ځای لیکلی پیدا کړ او ویی لوست چه په دغه ډول سره د مجهولی ژبی د حل کولو او معلومولو کلی د ده لاس ته ورغله په همدغه شان سره میخی خطونه يواځې د هخامنشی پاچاهانو د نومو د تجزيې په واسطه سره ولوستل شول او د هغو دوو بيلو بيلو رسم الخطو د رستم د نقش پهلوی کتیبه چه یو ئې (کلده او پهلوی) او بل ئې (ساسانی پهلوی) بولی هم په دی توگه ولوستل شوه چه له هغو سره یونانی ژبه او رسم الخط هم يو ځای وو. نو آیا خروشتی رسم الخط د کومی ژبی او کوم رسم الخط په مرسته لوستل شوی دی؟- د ښو اتفاقاتو له امله د خروشتی رسم الخظ د اوستا وکیلی چه دلته هم یونانی ژبه او رسم الخط دی له هغه سره یو ځای وو او ړومبی وار لوستنه بی له هغو مسکوکاتو څخه شروع کیږی چه په یونانی ژبه او رسم الخط او په مجهوله ژبه او مجهول رسم الخط ضرب شوی وو- د باختر یونانی څلورم پاچا (ایوکراتیدس) یونانی ژبه او رسم الخط د بل رسم الخط او ژبې سره په خپلو مربع شکلو مسی مسکوکاتو باندی ضرب کړی دی.
نه ده نه وروسته د ده جانشینانو او د باختر او کاپیسا نورو یونانی پاچاهانو او له هغو وروسته د کوشان له سلالې څخه د کدفیزس د کورنۍ دوو تنو پاچاهانو دغه طرز او رويه عملی او تعقیب کړه نوموړی جمس پر نسپ یونانی ژبه د نوی ژبې او نوې رسم الخط د لوستلو کلی و گرزوله لومړی ځل ئې د یو يونانې پاچا (نوم) چه په دواړو ژبو کښې ئي چندان توپیر او تغیر نه کاوه ولوست - وروسته بیا وپوهید چه د هغه تر څنگ دوې نورې کلمی دی چه د (پادشاه) لفظ معنې به ورکړی، باید ووایو چه د دغو دوو کلمو لوستل پدی سرعت سره هیڅ کله ندې شوی چه اوس ئې مونږ تصور کوو بلکه په شپو شپو ژورې مطالعی پکښې شوی دی چه یواځی د پادشاه نوم لوستل شوی دی، سره له دی چه په خروشتی رسم الخط کښی د ھیجا توری او حروف جلا جلا یو د بل ترڅنگ په فاصله لیکل کیدل نو آیا (پرنسیپ) څومره کوشش وکړ چه یواځی د هغو د لوستلو لاره ئې پیدا کړه ځکه چه هيڅ معلومات ئې نه شو ورکولای چه دا رسم الخط له ښۍ خوا څخه کینې خواته یا د کیڼی خوا څخه ښې خواته لیکلی کیږی او لوستل کیږی وروسته له دی مرحلې څخه ئې څومره نور کوشش وکړ چه د دغو توریو آواز او مخرجونه کشف کړی او له خپل ځان سره ئې یوه سلسله لنډ يادد اشتونه راټول کړل.
د پادشاه له (خاص) نوم او د (پادشاه) له صفت څخه وروسته چه د هغه د نوم سره تړلی ؤ د کلی په مرسته لاس ته راغی، یعنی د یونانی ژبې په مرسته ځینی نور صفتونه چه د باختری پاچاهانو په نوم پوری تړلی وو لکه: نانح، ستر، عادل، شاه شاهان نه مغلوبیدونکی او نور یو په بل پسی ولوستل شول چه په نتيجه کښې ورو ورو د مجهولې ژبې او رسم الخط ۷-۸ کلمی ښکاره شوې او په نتيجه کښې نوی رسم الخط او د هغه د نیمی او ناقصی الفبا تورې په لاس راغلل پدی ځای کښې دستی له یو بل سوال سره مخامخ کیږو چه آیا دا مجهوله ژبه څه شی دی، څرنگه چه د نوی رسم الخط لوستل د (پرنسپ) په نزدیو اسرار آمیزشی ؤ دا ژبه له هغه څخه زياته اسرار آميزه او د تعجب وړ وه انگلیسی مؤرخ د آریانا تاریخی او باستانی ژبو ته متوجه شوی او کله هغه (زند) اوکله ئې (آوستانې) او کله ئې سانسکریت بللی او په قطعی ډول سره ئې په هیڅ یوی باندې خپله عقیده نشوای ښکاره کولای له یوی خوا څخه هغه ۷-۸ کلمی چه ده پیدا کړی دی سانسکریت ته ئې زيات نژدی والې درلود او له بلی خوا ئې لیدل چه دا ژبه د سانسکریت په خلاف لکه نوری سامی ژبی له ښی خوا څخه چپی خواته لیکلی شوې ده په پای کښې یقین کوی چه دا کلمی د معنې له حيثه سانسکریت ته زیاتی نژدی دی او د هغو د رسم الخط له طرز څخه ئې صرف نظر کړی دی چه له ښی خوا څخه لیکلی شویدی او هغه د (آریانا) ژبه او یو ډول پراکریت بولې، او په هغه وخت کښی لیکی: چه «که په پښتو کښې چه د آریانا محلی ژبه ده غور او ژوره کتنه وشی نو ښائی چه داسی ورځ راشی چه د هغی په مرسته د موندل شوو ليکنو (کتیبو) په لوستلو کښې آسانتيا پېښه شی» په هر حال هر کله چه پدی مبحث کښی د ژبی له حيثه بحث او خبری اتری نه کوو. نو دا مسئله پرځای پریږدو او د دغه رسم الخط خواته راگرځو.
له مسکوکاتو څخه وروسته هغه لومړنۍ ليکنه چه په نوی رسم الخط کښی پیدا شوې ده په یو لوښی باندې څو کرښې وې چه په بلخ کښې وموندل شوې او د بنگال د شاهی اسیائی انجمن د مجلې د ۱۸۳۸ کال د جولائی د میاشتی په گڼه کښې د جمس پرنسپ له خوا په هغه باره کښې مطالعی شوی دی.
دی وخت ته نژدی انگلیسی (جنرالکورت) د پنجاب د (منيع قلعه) له معبد څخه هم ځينی ليکنې په دغه رسم الخط سره پیدا کړې چه په نتيجه کښې (مستر جمس پرنسپ) يواځې له دی امله چه دا ډول رسم الخط تر دغه وخته پورې له باختر او پنجاب څخه کشف شوی ؤ نو هغه یې د باختر او (هندی) رسم الخط په نامه مسمی او وباله، د نوی رسم الخط د لوستلو کار دې ځای ته رسیدلی ؤ چه نوموړی جمس پرنسپ په ۱۸۳۸ کال کی مړ شو، او د ده مړینی د نو لسمی پیړۍ د شرق پیژندنې عالم ته ستر زیان ورساوه.
له ده وروسته دستی د ده یو شمیر نژدی ملگرو او همکارانو لکه (مسترمسن) او (ولسن) د ده د اکتشافاتو تعقیب وکړ چه څه ئی د بنگال په آسیائی مجله کښې د ده د رسمی مقالو او ليکنو له مخی او یوڅه ئی هم د ده له هغو خصوصی یادداشتو څخه چه ده پخپله په يوه کتابچه کښې لیکلی وو د نوی رسم الخط د لوستلو مسئلی ته انبساط او پراخی ورکړه له بلی خوا هر کله چه انگلیسی (مسن) د امیر دوست محمد خان د ورور په اجازه او مرسته افغانستان ته لاره پیدا کړه نو د افغانستان په مختلفو ځايو کښې ئي لکه چه وړاندې ذکر شول په پلټنو شروع وکړه او ځینی نورې لیکنی ئی چه پر لوښو ليکلی شوې وې د باميانو له ۲ نمبر استوپی او د هډې له ۱۳ نمبر ا ستوپی څخه کشف او پيدا کړې، په همدغه شان د افغانستان له ځينو نورو ځايو څخه لکه د کابل لمر پریواته خوا له وردگر څخه هم کتیبی پیدا کړی شوی یعنی زیات سندونه او وثیقی لاس ته راغلی او په نوی رسم الخط کښې د مضامینو سلسلی پراختیا وموندله پدغه وخت کښې (پروفیسر ولسن په یو پیر او ضخیم (۴۵٢) مخيز کتاب کښې چه آریانا انتی کوا) یعنی (پخوانی آریانا) نومیږی د دغه رسم الخط په باب کښې مفصل بحث کړی دی.
او د (آریانا کتيبو) تر عنو ان لاندې ئې د خپل کتاب (۲۰) مخونه په دغه باب کښې د بحت دپاره تخصیص کړی دی. (ستر ولسن) پداسې حال کښې چه د رسم الخط د موندلو د پېښو لومړنی حالات او د جمس پرنسب کوششونه یادوی په خپله دی تر کومی اندازی پوری چه دغه وخت معلومات له ده سره مرسته کوی په جزئیاتو کښې داخل شوی دی او لومړی ځل د خپل دغه کتاب په (٢۶٣) مخ کښې د نوی رسم الخط د الفبا شکلونه په تبلوئی ډول ښیی. او داسی فیصله کوی چه دا نوې ژبه او رسم الخط باید د (آریانا) په نامه یاد شی.
در (آریانا انتی کوا) کتاب او د (ولسن) لیکنی هغه لومړنی تتبعات وو چه پدې زمينه کښې شوی دی، د شلمی پیړۍ په اولو وختو کښې د دغه رسم الخط مسئلی د اروپا د علمی مرکزو توجه دوهم ځل بیا ځانته جلب کړه، او د هغې علت همدا ؤ چه د چینی ترکستان دروازه د اروپایی مستشرقینو دپاره خلاصه شوه او په خروشتی رسم الخط ډیرې ليکنی پیدا شوې او د دغه رسم الخط د مطالعو دپاره نوې دوره شروع شوه.
د شلمې پیړۍ تتبعات او خروشتی: هر کله چه د شلمې پېړۍ په اولو وختو کښې د خروشتی رسم الخط مسئله دوهم وار بيا پورته شوه او د مختلفو مملکتو يو شميرعالمانو او مستشرقينو، لکه (موسيوسيلون لوی، فرانگ، پیشل، پلیر، لیودر، او کنو) په خبرو اترو او بحثونو پیل وکړ نو هریوه خپل نظریات میدان ته راوایستل او په نتيجه کښی د دغه رسم الخط د اصل مبدې او د هند د نوم او نورو خواصو په باب کښې ستره جگړه او منازعه شروع شوه چه په دې ځای کښی له هغی سره مونږ څه کار او غرض نه لرو بلکه یواځی په دغه باب کښی د ځینو پوهانو لنډ نظريات ليکو فرانسوی، موسيو رونه گروسه د شرق اقصی تاریخ د کتاب په اول ټوک په ٣۴ مخ کښی لیکی داسی څرگندیږی چه د هند د لومړیو دوو الفباوو څخه د یوی (خروشتهی) یا (خروشتری) رواج چه له پنځمی پیړۍ څخه چه تر ۴ ق م پیړۍ پوری په گندهارا، کاپیسا او پنجاب کښې معمول او مروج و باید د هخامنشیانو د تسلط زمانی ته منسوب شی دا رسم الخط برابر د پارسی منشیانو له آرامی الفبا څخه مشتق شوی دی بل هندی رسم الخط (برهمنی) هم سامی الفبا ته منسوبیږی چه د گنگالود دکن د سيمو رسم الخط ؤ او د هغه ټولی اوسنۍ الفبا گانی او رسم الخطونه له هغه څخه مشتق شوی دی چه د بحر له لیاری هند ته راغلی دی او د دغه مخ په پاورقی کښی لیکی چه (آرامی لیکنه) چه سرجان مارشال نوی په تاکزیلا کښی موندلی ده او د ۴ ق م پیړۍ لومريو وختو ته ئی نسبت کیږی خروشتی اصل مبدائې روښانه کړی ده (د ۱۹۱۵ کال آسیائی ژورنال ۴۳۰ مخ) له بلی خوا مونږ ته معلو مه شوی دی چه موسیو سیلون لوی د خروشتری اصل نسبت کاشغر ته کوی ( ۲۴۶B.EF.II) ژان دومرگان فرانسوی مشهور سکه پیژندونکی د شرقی مسکوکاتو د رسالی د دوهم ټوک په ۳۳۹ مخ کښې ليکي د هخامنشی د امپراطورۍ شرقې ولایت او هند ته د یونانیانو له ورتللو او مداخلو څخه ډیر پخوا په دغو سیمو کښی یو رسم الخط معمول و، اوسنی مستشرقین د دی مسئلی په منلو اتفاق لری چه له دغو الفباوو څخه يوه الفبا يعنی د شمال الفبا چه د عادت له مخی هغه په خروشتهی نامه یادوی او پخوائی ورته (هندو باختری) ویل له آرامی الفبا څخه راوتلی ده چه د هخامنشیانو په زمانه کښی په ایران کښی مروجه و د بل رسم الخط یعنی د جنوب رسم الخط چه هغه ته برهمنی وایی د سمندری مراوداتو له امله له عربستان څخه راغلی او د هغه اصلی نمونه (هیمیاریت Himyarite) دی. خو سره له دی هم په دی نظریاتو کښی په عمومی ډول سره مستشرقین نه دی متفق او کومه نتیجه چه له هند څخه راوځی هغه داده چه (خروشتی) له آریانا او هند سره د داریوش د جگړو په وخت کښی او یا د هند له جزیره نما سره د آریانا د اوسیدونکو د لومړنيو روابطو په وخت کښی یعنی د ۶ - او ۵ ق م پیړۍ په شاؤخوا کښی شروع شوی ده - هندو باختری رسم الخط یا (خروشتهی) د آرامی په شان له ښۍ خوا څخه کیڼې خواته ليکل کيږی د سامى الفبا درې صفیری توری پکښی شته دی او د هغه د حروف علت اصول پرته له هغو حروفو څخه چه د کلمو په اول کښی راځی د عربی الفبا په شان تر یوی اندازې پوری نامکمل دی د هغه نور حروف علت یعنی هغه حروف چه بی آوازه حرفونه وروسته راځی هغه و خت اواز ورکوی چه د هغو ضمیمه له بی آوازه حروفو سره يو ځای کړې.
خروشتهی رسم الخط ژر له منځه ولاړ حال دا چه برهمی پاتۍ شوی دی او د هند د شبه جزیری تبت، سیام، برما او سیلان د ټولو خطونو مبداء وگرځيدله او ډول ډول شکلونه لری چه د بودائی، گوپتا، کوتیلا Kutila کوشان او د نورو د زمانی د رسم الخطو په نومونو یادیږی چه په ټولو کښی دیر مروج ئې (دیواناگری) دی چه معمولا د سانسکریت په غلط نوم مشهورشوی دی او په حقیقت کی سانسکریت لکه چه زیات خلک خیال کوی معاصره الفبا نه ده بلکه د هند علمی ژپه ده.
سرجان مارشال د تاکزيلا د لارښودنی د کتاب په ۷۸ مخ کښی لیکی(... د آرامی لیکنی موندل او کشف سره له هغې رابطی چه د خروشتى الفبا له مبدې سره ئی لری ډیر په زړه پوری دی ځکه دا نظریه تقریه کوی چه خروشتی په تاکزیلا کښی له آرامی الفبا څخه منځ ته راغلی دی ځکه چه د هغو منطقو مهم ښار دی چه په هنو کښی خروشتی معموله وه هخامنشیانو د ۵۰۰ ق م په شاوخوا کښی له خپلو فتوحاتو څخه وروسته آرامی الفبا د هند د شمال غرب سیمو ته راوړه واله دوپوسن د فرانسی ستر معاصر مورخ (د موریا په عصر کښی هند) د کتاب (۱) په ۳۵ مخ کښی لیکی (ماته معلومه شوې ده چه د آشوکا په زمانه کښې په هند کښی دوه رسم الخطو نه مروج وو، خروشتهی رسم الخط چه له ښۍ خوا څخه کیڼی خواته لیکل کیږی او په شمال غربې سيمو کښې محدود ؤ او بل برهمی رسم الخط ؤ (چه له کيڼې خوا څخه ښۍ خواته لیکل کیږی او له هغی څخه اوسنۍ تولې الفبا گانی راوتلی دی).
موسيوواله دوپوسن، د یو شمير مستشرقینو نومونه او د هغوى مقالې او هغه عجيبه تشابه یادوی چه خروشتهی یا (کالیستریوا KalisTrioi) او هغه نور نومونه چه چینیانو به کاشغر ته ورکول یادوی او لیکی: چه زما عقیده داده چه د ( خروشتهی) کلمه (د خره په پوستکی او څرمنه باندی رسم الخط) معنا ورکوی احتمال لری چه دا رسم الخط په تاکز یلا کښی له آرامی رسم الخط څخه راوتلی وی چه د پنځمې پيړۍ په اولو وختو کی د هخامنشیانو د حکمرانانو منشيانو پنجاب ته وړی دی. دا نظریه په اصل کښی د (کلرمونت گانو ClermantGanneau) نظریه ده، او د کیندنو او حفریاتو نوی کشف د هغی تائید کوی چه (د ۴ - ۵) پیړۍ په اولو وختو کې په آرامی ژبه او رسم الخط یوه لیکنه د (بارنت) او (مارشل) په نظریه په تاکزیلا کښې پیدا شوی ده چه د هغی معنا مجهوله او پټه ده، ځینی وائی چه د یوی ماڼۍ د بنا د شروع کولو په یاد لیکلی شوی ده، او ځینی له هغی څخه د یو قرارداد د فسخ کولو معنا اخلی. په هر حال دا سند د آرامی ژبی او رسم الخط رواج په پخوانۍ زمانه کښی په مکشوفه سېمه کښی ثبتوی زیاتره اشخاص داسی نظر یه لری چه له هخامنشیانو څخه ډیر پخوا دا رسم الخط د لیری شرق خواته خپور شوی ؤ او میخی رسم الخط په دې آرزو بریالی نه شو او دغی درجی ته و نه رسید (خروشتهی) د سامی رسم الخط صوتی انتخابی شکل دی.
برهمی رسم الخط چه هغه ته (برهمنی) رسم الخط هم وائی او د هغه نوم نوی معلومیږی (شارپانیتر Charpentier د نظریی له مخی بل پخوانی نوم ئې درلود او د هغه د پیدا کوونکی صرفى عالم له نوم څخه عبارت ؤ، چه (پوشکاراسادی Pushkarasadi نومیده چه د میلاد نه پخوا پیړۍ کښی ئی په دکن کښی ژوند کاوه که څه هم دا امر اثبات ته نه دی رسیدلی، خو په نظریاتو کښی تغیرات پیښوی، د دغه رسم الخط مبدأ نه ده روښانه، بوهلر Buhler هغه د جنوب په سامی الفبا پوری مربوط بولی او پخوانۍ تجارتی مراودی تر یوی اندازی پوری د هغی د راتللو اسباب گڼی، مگر هېڅ داسی یو سند په لاس کښی نشته چه له سامی خطونو څخه د مخه اشتقاق څرگند کړی، له بلی خوا هر کله چه دا دواړه الفباوې يو صوتی اصول لری نو یو له بله نشی سره جلا کیدای، هغه بله خبره چه په هغى کښې شک نشته داده چه (بیولر) وائی: (چه که خروشتی رسم الخط د شمال غرب په سیمه کښی محدود پاتی شوی وی نو احتمال لری چه د هغه سبب یه دا وی چه د (يمونا) جمنا په سيمه کښې برهمی رسم الخط موجود ؤ)
وروستنی او ډیر نوی مهم کتاب چه د (خروشتی لیکنو) په نوم - سره له تاریخی مقدمی او صرفی تشریحاتو په (۱۲۷) سترو مخو کښی د یونانی او چینی او د شمال غرب نورو لیکنو د ترجمو د تفصیل سره په (۱۹۳) مخو کښی د نورویژی ډاکتر «ستن کنو Sten Konow ) د (اسلو) د دارالعلوم د پروفيسر له خوا ليکل شوی دی او په ۱۹۲۹ کال چاپ شوی دی خورا ښه او جامع او مکمل تحقیقات دی چه د دغه نورویژی ستر عالم له خوا شوی دی او هر کله چه پدی ځای کښبی مونږ اړیو چه د ده نظریات بیان کړو نو ځینی برخی یی چه له مطلب او موضوع سره موافقی او برابری وی د هغو له ترجمو څخه چه د تاريخ په عمومی ټولنه کښی شته را اخلو او دلته ئی لیکو چه خروشتی د برهمی په شان د هند ملی الفبا گڼلی نه شو، هو خروشتی خط د هند په خاوره کښی او د یوی هندی ژبی د اصواتو د ثبت دپاره انکشاف او ترقی وکړه خو د هغه استعمال په ځينو محدودو سیمو کښی منحصر پاتی شو، او حتی په همدغو سیمو کښی کله کله برهمی د استعمال مدرکونه هم لیدل کیږی، لکه د تاکزیلا په پخوانیو مهرو باندی.
د خر وشتى مبدأ: بیوهلر Buhler داسی څرگندوی چه خروشتی الفبا له آرامی څخه اشتفاق شوې ده، او د هخامنشی په ټوله امپراطورۍ کښی هغه وخت چه شمال غربی هند هم په دغه سلطنت کښی شامل ؤ. آرامی رسم الخط په عمومی ډول په ټولو رسمی چارو کښی استعماليده د دې الفبا له ځينو مشخصاتو څخه لکه د حروف علت (حروف مصوته) او د صحیحو مرکبو حروفو اشکال داسې نتيجه لاس ته راځی چه دغه الفبا د برهمی په مرسته جوړه شوې ده او له همدې مله برهمی له هغه څخه څه زياته موده د مخه موجوده وه نو د هند له نقطى نظره څخه نوی الفبا ته هیڅ اړتيا نه وه او (بیوهلر) رښتیا وائی چه خروشتی د (سانرابیانو) د نائب الحکومه گانو او د ملی زعيمانو (ملی مشرانو او د کلیو بانډو د مشرانو) د وظیفواو چارو د اختلاط او گډون په نتيجه کښی پیدا شوی ده. او لکه چه د اسکندر د يرغل په زمانه کښی د پنجاب د ولایت د بیان څخه معلومیږی د فارس دولت دغه سانرابیان او مشران د خراج ورکولو له کبله پر خپلو متصرفاتو باندی پری ایښی وو. غالب گمان داسی دی چه هندیانو په اول کښی خالصه آرامی الفبا استعمالوله (لکه چه په را وروستو دورو کښی ئی د خپلو څو ژبو دپاره عربی لیک غوره کړ)
او د زمانی په تیریدوئی ځینی تبدیلات په هغه کښی راوستل چه تر اوسه پوری په خروشتی الفبا کښى ليدل
کيږى.
خروشتی رسم الخط: البته د خروشتى الفبا انکشاف او تکامل به په ډېره موده کی شوی وی. دا الفبا د ۳ ق م پیړۍ په منځنيو وختو کښی مکمله وه. لکه چه د آشوکا په فرمانونو کښی په «مانسهرا Mansehra»او شابازکړهی Shahbazgarhi) کښی لیدل کیږی باید دا هم وویل شی چه آرامی الفبا لا هم په دغه وخت کښی استعمالیده.
لکه چه هغې آرامی لیکنی څخه په تکسیلا کښی کشف شویده څرگندیږی.
او پروفیسر (آندریاس Andreas) پدې ليکنه کښی د آشوکا عمومی تسمیه یعنی (پریادرشن Priyadarsin) پیژندلی ده نو له دی کبله خروشتی الفبا تر ۵٠٠- کلونو نه زياته موده استعمال درلود او وروستنۍ لیکنی ئی په څلورمی او پنځمی پیړۍ پوری اړه لری.
خروشتی د دفترو د رسم الخط په حیث: بیوهلر وائی چه خروشتی په ښکاره ډول دفتری لیک ؤ، نه مذهبی لیک، خروشتی لیک له هند څخه د باندی په کتابو کښی او د «دهاماپادا DhamaPada) د ترجمی په یوه قلمی نسخه کښی لیدل کیږی چه د شمال غرب په پر پراکریت ليکل شویده او ختن ته نژدی پیدا او کشف شوی ده امکان لری چه په هند کښی هم کله نا کله داسی واقعه پیښه شوی دې او حتی ممکن دی چه دا قلمی نسخه پخپله په هند کښی لیکلی شوی وی. خو هغه يواځينی قلمی نسخه چه د هند په خاوره کښې د ننه په خروشتی حوزه کښې او د خروشتی ليکنو په عصر کښې لیدلی شوې ده په برهمی خط ده.
خروشتی سیمه: هغه سیمه چه په هغی کښی خروشتی استعمالیده په عمومی ډول آریا نا ده په پنجاب کښې د خروشتی آخونۍ شرقی برخه ( منیع قلعه) ده او په دغه ځای کښې دوې لیکنی په (کانکرم) کښې پیدا شوی دی چه هم په خروشتی خط او هم په برهمی خط لیکلی شوی دی، او له بلی خوا په (کرنال Karnal) نومی ځای کښی یو بل اثر کشف شوی دی او داسی ښیئی چه خروشتی الفبا زیاتره د شرق خواته هم معلومه وه، او هغو د باندنيو فاتحینو چه له شمال غرب څخه راغلی وو، هغه ئې د جمنا پر سیند باندی د (ماتورا) نومی ځای په یوه مشهوره کتیبه کښې استعمال کړی ده، سره له دې چه په دغو سیمو کښی برهمی خط هم په کتيبو او هم په مسکوکساتو کښی زیات شایع او مروج ؤ یوه خروشتی کتیبه په پټنه کښې هم کشف شوې ده خو په حقیقت کښی هغه لوحه چه دغه خط پر هغی باندی لیکلی شوی دی له شمال مغرب څخه یو سړی دغه ځای راوړی ده.
که څه هم پوره لا نه ده معلومه خو سره له هغه هم دومره څرگندیږی چه د آریانا په غربی سیمو د ارغنداب په حوزه او د سیستان په شاؤخوا کښې خروشتی معموله وه.
هغه کتیبه چه په یو لوښی باندی لیکلی شوی او د وردگو په (خوات) کښې کشف شوی ده او په بريتش موزیم کښې شته، داسی ثابتوی چه دی رسم الخط د افغانستان په مرکزی بر خو کښې زيات رواج درلود.
همدا شان په بلوچستان کښې په (تل) نومی ناوه کښې د برهمی کتیبی تر څنگ د خروشتی لیکنی کشف دا خبره تائیدوی چه د آریانا په جنوبی برخه کښې د (کدروزیا) په ولايت کښې دغه رسم الخط مروجؤو.
د آريانا په شمال کښې خروشتی لیکنی په بلخ کښې کشف شوی دی، او د جنوب خواته د هغه ځينى ټوټی د (لاکارنه) په علاقه کښې په (موهن جودیرو) کښې پیدا شوی دی او هم د ځينو غربی په خوانیو (کشاتراپو) په مسکوکاتو کښې پیدا شوی دی، که څه هم د خروشتی رسم الخط د ثقل مرکز د هندوکش په جنوب کښی بولی، او د یونانو باخترې کورنۍ او د پخوانی افغانستان د نورو سلطنتی کورنیو پاچاهانو زیاتره د هندوکش په جنوب کښې هغه په خپلو مسکوکاتو او ليکنو کښی استعمال کړی دی.
خو سره له هغه هم د بلخ په معبدو کښی د دې ليکنې د شتوالی او په ختن کښی د نورو ليکنو د کشفیدو له مخې ښکاره معلومیږی چه د آریانا شمال ته هم د هغه لمن خپره او رسيدلې وه.
د پروفیسر ليوى نظريه: پروفيسر (سیلوین لیوی Sylvainlevi د خروشتی مبداء بل ډول بیان کړی ده، د چین د بودائی ادبیاتو پر اساس چه د هغو له مخی د (شولی shw-le) (یعنی کاشغر) د نوم صحيح شکل (کيالو شوتان Kia-Lu shutan) کیږی. او د موسیو لیوی په قول د (سانسکریت د خروشتره Khara Shtra له کلمی سره مطابق دی او نوموړی دی نتیجی ته رسیدلی دی چه د خروشتی الفبا سم نوم (خروشتری Klaroshtri) دی، د خروشتر خط دا نوم د کاشغر خط معنا لری، مستر فرانک O-F او مستر پشل R-Pischel د دغه تعبیر په ضد اعتراض وکړ، نو له دغه امله موسیو (لیوی) خپله نظریه پدی شان سمه او تعدیله کړه چه (خروشتری) د (خرو شتر) له خط څخه عبارت دی او خروشتر یو پخوانی هندی نوم دی چه د هند او چین تر منځ مملکت ته ویل کیده مستر فرانک بیا اعتراض وکړ چه: خروشتر په څیر کلمه په سانسکریت کښې نشته، او د (کیانوشونان لی) چینی کلمه په ډیر زحمت سره د خروشتر د کلمی تعبیر بلل کیدای شی، او بله دا چه د خروشتی خط هندی نوم په هندی ماخذونو کښی په (خروشتی) او (خبرویشتهی) شکل شته دی، لکه چه لیکونکی د خروشتى الفبا له تاريخ څخه اطلاع لری؛ د موسیو لیوی نظریه چندان د قناعت او ډاډ وړنده. رښتیا ده چه دیری خروشتی کتیبی په چینی ترکستان او مخصوصاً د گوبی د صحرا په جنوب شرقی ناوو کښی پیدا شوی دی، او یواځینۍ خروشتری قلمی نسخه چه تر اوسه پوری معلومه ده په ختن کښی پیدا شوی ده ، خو له بلی خوا په هر ځای کښی وینو چه خروشتی خط ئی د کومې هندی ژبی د لیکلو دپاره استعمالاوه نو له دغه کلبه دې مفکوری ته را گرزو چه خروشتی خط هندی مهاجرینو چینی ترکستان نه وړی دی، بیله دی دغه اسناد او نسخه نسبتا په وروسته مصر پوری اړه لری، او لکه چه څرگندیږی هیڅ پر له هغوی څخه تر دوهمی میلادی پړۍ نه پخوانی نه دی.
خو په هند کښی کیدای شی چه د خروشتی خط استعمال د میلاد نه پخوا تر دریمی پېړۍ ورسول شی، سر بیره پر دی مونږ گمان کوو، چه (بیوهلر Buhler) په یقینی ډول سره ثابته کړی ده چه خروشتی خط د یوی هندی ژبی د اړتیاوو له امله له آرامی خط څخه تکامل موندلی دی، او دا موضوع روښانه ده چه آرامی خط د هخامنشی په دفترونو او په شمال غربی هند کښی استعماليده همدارنگه دغه وخت چه خروشتی خط پیدا شو، دا نه معلومیږی چه هندیانو په ترکستان کښی استوگند لرله بلکه په دغه وخت کښی دغه سیمی، د پوونده گانو مختلفو قبایلو نيولی وی او نه معلومیږی چه دغو قبیلو په کوم لوړ تمدن درلود.
اوس چه د ځینو مدققينو د ليکنو متن چه له مونږ سره د هغوی آثار موجود وو، هم د مخه معلوم او وليکل شو، نو کومه نتیجه چه په عمومی ډول له هغو څخه اخیسته کیږی لاندی ئې ليکو!
(۱) آرامی رسم الخط په ۴-۵ ق م پیړۍ کښی په آریانا کښی رواج ؤ.
(۲) لکه چه په جنوبی او مرکزی هند کښې د عصر او محيط د ارتیاوو سره سم له آرامی خط څخه (برهمنی) رسم الخط پیدا او منځ ته راغی، په آریانا کښی (خروشتی) رسم الخط پیدا شو او د (بیوهلر) د نظریې له مخی دا کار هغه وخت عملی شوی دی، چه د حکمرانانو او منشیانو او د محلی مشرانو تر منځ ډیر نزدیکت او روابط پیدا شول او دوی هم په رسمی چارو کښی نفوذ وموند.
(۳) که څه هم د برهمنی رسم لخط آثار په آریانا کښې او د خروشتی رسم الخط ليکنې په پنجاب کښې موندلی شوی دی او دغه دوه رسم الخطونه په وروستنيو وختو کښې په پنجاب او آریانا کښی مروج وو، خو که ژوره کتنه او غور وشی برهمی د هند رسم الخط او خروشتی د آریانا رسم الخط گڼل کیږی.
(۴) د دغو دوو رسم الخطونو د څرگندیدو او پيدا کېدو نيټه لږ څه توپیر سره لری، برهمی رسم الخط د ٧ = ۶ ق م پیريو تر منځ په هند کښې پیدا شوی، او خروشتی رسم الخط د ۵ ق م پیړۍ په شاوخوا کښی په آریانا کښی پیدا شوی دی،
(۵) د هند او نورو گاونډیو هیوادو یعنی د تبت، برما، سیلان او د نورو ټو لورسم الخطونه مخصوصاً د (دیو اناگری) رسم الخط د سانسکریت د ژبی رسم الخط دی له (برهمی) رسم الخط څخه پیدا او منځ ته راغلی دی، یعنی دغه رسم الخط سره له ځینو تغيراتو او تعديلاتو تر نن ورځی پوری دوام کړی دی، او حال دا چه خروشتی رسم الخط له (۵) مسیحی پیړۍ څخه وروسته نه پخپله پاتی شوی او نه کوم بل رسم الخط له هغه څخه پیدا شوی دی.
(۶) خروشتی الفبا د ۳ ق م پیړۍ په منځنيو وختو کښی په آریانا کښی مکمله او پوره شوی او لیکنی پری کیدلی مگر د آرامی الفبا استعمال لا هم رواج درلود،
(۷) د موریا په عصر کښی چه جنوبی آریانا هم د هغو په امپراطورۍ پوری تړلې وه، خروشتی رسم الخط پوره رواج درلود او د (مانسهرا Mansehra) مقام دبر بن فرما نونه او دآشوکا شاد باز گرهی په هغه لیکلی شوی دی.
(۸) د (خرو شتی) د لیکنی لومړنی رواج دریمی ق م پیړۍ ته او آخرنی رواج ئې پنځمی مسیحی پیړۍ ته منسوب دی؛ نو په دی حساب سره دغه رسم الخط (۸۰۰) کاله پايښت کړی دی.
(۹) د خروشتی د رواج سیمه په عمومی ډول سره ختیزی خواته تر پنجاب (جهلم) پوری او لویدیزی خواته تر سیستان او قندهار پوری او د شمال خواته تر بلخ پوری او د شمال شرق خواته تر ختن او د جنوب خواته تر (موهن جودیرو) پوری پراخه او رسیدلی وه، په دی ترتیب د دغه رسم الخط د رواج سیمه کامل آریانا یا افغانستان ؤ، نو د دغه رسم الخط مرکز، همدغه د هندوکش جنوبی درې دی لکه چه هغه لیکنه چه د کابل د وردگو په ( خوات) کښی پیدا شوی ده دا نظریه تائید او تقویه کوی.
(۱۰) په اولو وختو کښی تقربيا د مسیح نه پخوا په ۳ پیړیو کښی خروشتی د مملکت د دفتر او ادارو ژبه وه: او وروسته له هغه یی د خپل ژوندانه تر وخته پوری مذهبی جنبه هم پيدا کړه
(۱۱) د آريانا د پخوانيو پاچاهانو په مسکوکاتو کښی، خروشتی لومړی ځل د ایوکراتيدس په څلور کونجه مسی سکه کښی ولیدله شوه، وروسته له هغه د يونانو باختری پاچاهانو او اسکائيانو، پهلوایانو او د لومړۍ کوشانی کورنۍ پادشاهانو یعنی کدفیزسیانو هغه استعمال کړی ده.
(۱۲) خروشتی لیکنی تر اوسه پوری په افغانستان کښی په بلخ، بامیانو، هډه او وردگو کښی پیدا شوی دی.
(۱۳) د موسیو سیلون لوی دا نظریه، چه خروشتی له (خروشتری) څخه راوتلی ده، او دا کلمه د کاشغر نوم ؤ د نورو پوهانو په نزد اساس نلری، لکه چه پخپله (سیلون لوی) هم له خپلی دغی لومړۍ عقیدی څخه وگرزید او وروسته یی ښکاره کړه چه (خروشتری) د خروشتر له خط څخه عبارت دی، او(خروشتر) یو پخوانی هندی نوم دی چه د (هند او چین) تر منځ مملکت ته ویل کیده.
(١۴) لیکلی ئی دی چه په هندی ماخذو کښی د خروشتی لیک هندی نوم د «خروشتی» او (خروتهی) په شکل هم راغلی دی دلته باید زیاته کړو چه په افغانستان کښی تر اوسه پوری د (خروتهی) په نامه يوه قومشته دی.
(۱۵) رښتیا ده چه خروشتی لیکنی په چینی ترکستان کښی زیاتی پیدا او کشف شوی دی او هغه یواځینی خروشتی قلمی نسخه چه تر اوسه پوری عملومه ده په ختن کښی پیدا شوی او لاس ته راغلی ده، خو دا د دې دليل نشی کیدای چه د هغی سیمی رسم الخط دی خروشتی وی، بلکه حقیقت دادی چه له آریائی او هندی مهاجرينو سری هغه چینی ترکستان ته رسیدلی دی سربیره پر دی هغه لیکنه چه له چینی ترکستان څخه لاس ته راغلی ده ډیره نوی ده او هیڅ یوه ئی له دوهمی میلادی پیړۍ څخه تجاوز نکوی، او دا خورا یو ښه دلیل دی چه له خارج نه دغه ځای ته د خروشتی رسم الخطو ورتگ ثابتوی.
دا رسم الخط په ( ۳ ق م ) پیړۍ په آریانا کښی مروج ؤ نو له دغه کبله چه خروشتی رسم الخط په آریانا کښی تر ختن او کاشغر نه (۵٠٠) کاله پخوا مروج ؤ.
(١۶) د (خروشتی کلمه) ئی په ډول ډول صورتونو ترجمه کړی ده ځینو ورځنی د (خره شونده) ځينو ورځنی د (خره پرڅرمن) لیکنی، او ځينو ورځنی د (کاشغر) معنی اخستی ده، خو ظاهراً له هغو څخه هیڅ یو حقیقت نلری؛ او نه تر اوسه پوری د خره پرڅرمن باندی کومه لیکنه پیدا شوی ده.
بیوهلروائی: چه (خروشته Kharoshta) د هغی د مخترع نوم دی د هغه په نوم مشهوره شوی ده.
دا هم وائی چه په آرامی ژبه کښی یوه داسی کلمه وه چه تقریباً د خروشته په شان تلفظ پری کیده، او معنا یی ( ليکل) وو، او ښائی چه وروسته بیا د سانسکریت تر تاثیر لاندی راغلی او (خروشته Kharoshtha) شوی وی.
لکه چه د مخه وويل شول د افغانستان له څو مختلفو ځايو څخه خروشتی لیکنی کشف او پیدا شوی دی او د هغی ړومبنۍ (لومړۍ) لیکنی په باب کښی چه په بلخ کښی پیدا شویده انگلیس (جمس پر نسپ) د بنگال د اسیائی مجلی د ۱۸۳۸ کال د جولائی د میاشتی په گڼه کښی یوه مقاله خپره کړی ده، خو له بده مرغه دغه مقاله او نور لازمه اسناد په لاس کښی نشته، نو، د دغو ليکنو د متن په باب کښی څه نشو ویلای، یواځی د وردگو د (خوات) د لیکنی، ترجمه چه د (خروشتی لیکنو) په ترڅ کښی شوې ده د ښاغلی عبدالغفور خان امینی د ترجمی له مخی ورکړو:
(په ١۵ کال دارتمی سیوس په میاشت کښی هغه وخت چه ١۵ ښکاره شو) په دې ساعت کښی (واگراماریگا) د (کاما گویا) خلف چه په دغه ځای (خوات) کښی ئی استوگنه لرله، د (شا کیامونی) د یادگار اثر په یوه استوپه باندی د (واگراماریکا) په معبد کښی ږدی په دی سعادت او خوشحالۍ کښی دې د (هوويشکا) پاچا لویه برخه وی، د هغه افتخار دی زما د مور او پلار له پاره وی، او زما د ورور (هشتومامریگا) له پاره وی، او په عمومی ډول زما د منسوبینو، خپلوانو او له ما سره د ملگرو د افتخار دپاره دې وی، د هغه لویه برخه دی پخپله زما (واگراماریگا) له پاره وی، د ټولو موجوداتو د روغتیا او گټې له پاره دې وی، او سر بیره پردې د ټولو د افتخار دپاره دې وی، هغه څه چه په دی ځای کښی موجود دی له دوزخ څخه د وجود تر لوړی نقطی پورې، له تخم څخه راوتلو نه له نس څخه تر راوتلو پوری، تر بی شکله موجوداتو پوری، او زما د اخلافو له پاره تل د هغو کسانو له پاره چه له دین څخه وتلی دی او هم دې د هغه گرد چا پیره ساختمان د لويې برخی د ویشاو له پاره وی. او هم دی یوه لویه برخه د عقيدې خاوند سړی له پاره وی، د مهاسامگهیکه د استاذانو د منلو معبد دی».
کوشانا رسم الخط: سربیره په «خروشتی» رسم الخط چه بيان ئې تير شو، د ستری کوشانی امپراتورۍ په سیمو او اطرافر کښی نورو قسمونو رسم الخطو هم رواج درلود چه له هغو څخه يوه موسيوهاکن د (برهمی) په نامه یاد کړی دی، او سیلون لوی د «کوشانا» د رسم الخط په نامه یاد کړی دی. او د هغه شواهد او اسناد په لاندی ډول سره په بامیانو کښی کشف شوی دی.
په۱۹۳۰ کال کی د معلوماتو حاصلولو دپاره په لومړنيو حفریاتو کښی چه د بامیانو په ډیره پخوانۍ سمڅه کښی د ۳۵ متری بودا لمر ختيزې خواته نژدی د موسيوهاکن له خواوشول هغی کوچنۍ استوپی ته نژدی چه د دغه معبد په منځ کښی وه ځینی لیکنی په دونی په نری او نازک پوټکى باندى ليکلی شوی وی کشف شوی دا لیکنی د معبد په ځمکه باندی پرتی وی اول ځل د هغو هغه کوچنۍ کوچنۍ ټوتی ولیدلی شوی او په خو له کوچنیو اسبانو سره لکه د ساعت جوړولو «نوسی» او د نورو داسی اسبابونو په ذریعه راټرلی شوی خو له بده مرغه هغه ځایونه چه لیکنی ور باندی وی په پیړیو پیړیو بارانو خراب کړی هغه پاڼی او ټوټی چه لیک ئی درلود داسی یوه له بلی او له خټو سره نښتې وی چه ټولی ئی یوه ټوټه شوی وی او لکه چه دا پاڼی او ټوټی یوه له بلی سره نښتی وی د زیاتو زمانو د تیرېدلو له کبله بیخی وچی شوی او په ډیره اسانۍ او ژر به ماتیدلی او په لږو ښورلو سره به ټوټی ټوټی او سره توئیدلی او په کومه اندازه چه د کوچنیو کوچنیو اسبابو او الاتو په ذریعه د دغو اوراټو ټوټی را ټوليدلى د حفرياتو متخصص «موسیو باکه» او «مو سیوهاکن» هغه سره راتولی کړی او هغه لویه او متراکمه برخه د خټو د یوی لویې ټوټی په شان یې د مرمت کارۍ په خونه کښی او د اوبو د بخار د لنده بل به اثر کوچنۍ او لویې ټوتی لاس ته راغلی، چه ستره ئی په اوږدو ۲۵ - او په ساره (عرض) لس سانتی ده، او د دې د پاره چه دغه ټوټی په لاس کښی ونیولی شی او مطالعه او وکتلی شی نو هره ټوټه ئی د دوو ښیښو په منځ کښی کیښودله.
موسیو هاکن دومره معلوم کړای شول چه دا لیکنی په «برهمی» او «خروشتی» رسم الخطو لیکلی شوی دی او د برهمې خط نمونی زیاتی او خروشتی آثار لږ دی. څه موده وروسته د دغو ليکنو يوه برخه چه د افغانستان د پوهنی د وزارت له خوا پاریس ته ليږل شوی وه د موسیوسيلون لوى له خوا مطالعه او وکتلی شوه او هر کله چه په دغه زمانه کښی د ژیړ کاروان هیئت هم په گلگت او کشمیر کښی ځینی لیکنی و پیرودلی او لاس ته ئی را وستلی او د مطالعی او کتنی له پاره ئی سيلون لوی ته ولیږلی نوموړی مدقق دا ټولی لیکنی د (بامیانو او گلگت د سانسکریت لیکنی) تر عنوان لاندی د (ژورنال ازیاتیک) د مجلی د ۱۹۳۲ کال د ( ژانویه - مارچ په گڼه کښی نشر او مطالعه کړی دی که څه هم د دغو ليکنو يوه برخه نوی او په ۷ یا ۸ مسیحی پیړۍ پوری اړه لری، خوسره له هغه هم د سیلون لوی د مطالعاتو او کتنو لندیز (خاص ) په لاندی ډول بیانوو.
سیلون لوی بامیانو د سانسکریت لیکنی د رسم الخط دولونو له مخی په څلورو برخو ویشی: (۱) هغه لیکنی چه د هغه د رسم الخط دول ئی «کرشانا) بللی دی او د دغو تولو کشف شوو لیکنو په مخ کښی تر ټولو وړاندی او قدامت لری، ځکه چه ٣ - او ۴ مسیحی پیړۍ پوری مربوطی بولی، او په دغه بحث کی زمونږ ستر او مهم مقصود تشکیلوی (۲) د (گوپتا) وروستنی لیکنی دی چه په ۷. او ۸ م پیړیو پوری اړه لری (۳) د مرکزی آسیا د رسم الخطونو اقسام لکه د ختن او کوتچه او نوری نمونی - نو له ۳ مسیحی پیړۍ څخه نیولی تر اتمی پیړۍ پوری د سانسکريت د مختلفو رسم الخطو د پنځو پیریو نمونی دب امیانو په معبد کښی لاس ته راغلی دی، او دغه فرانسوی پوهاند د رسم الخطونود اختلاف علت داسی بیانوی، چه د معبد په کتاب خانه کښی ئی یا د مختلفو سیمو کتابونه را تول کړی وو او یا پخپله د بامیانو په ناوه (دره ) کښی د مختلفو ځايو ليکونکی د هغو په نقل او لیکلو بوخت وو. د موسيوسيلون لوى له تحقيقاتو څخه داسی څرگندیږی چه د لیکنو زیاتی کوچنی قطعی د (ابهی د هرمه) د رسالو په فصلونو پوری مربوطی دی چه د بودائی (د نجات لویی لاری) پیروانو په هغه زیاتی لوستلی، خو هر کله چه په هغو کښی مثبت مشخص عامل نه دی لیدلی شوی او موضوع او سبک ئی یو رنگه دی نو د رسالی دقیق تشخیص ښه نه کیږی، خو سره له هغه هم هر کله چه «بودیس اتوا» کلمه پکښی ډیره استعمال شوی ده نو د بودائی نجات په ستری لاری پوری ښکاره ارتباط لری، او په دغو رسالو پوری، مربوطی ټوټی په گلگت او کشمیر کښی هم پیدا شوی دی.
کوم مهم څیز چه د باميانو ليکنو په تیره بیا د «کوشانا» لیکنو ښکاره کړ هغه د (وینا یا Vinaya) د هغه کتاب اصلی ټوټی دی چه د ساتنی او نجات کوچنی لیاری د پیروانو له مذهبی آثارو څخه یو اثر دی چه جلا بحث په ورځئی وکړو، له دریمی مسیحی پیړۍ څخه تر لسمی مسیحی پیړۍ پوری په بامیانو کښی د سانسکریت د رسم الخط د انواعو کشفیدل ثابتوی چه په آریانا په تیره بیا د هندوکش په جنوبی خوا وو کښې د سانسکریت د آثارو ليکنه او لوستنه، نه یواځی د لويو کوشانيانو د زمامدارۍ په عصر کښی رواج وو بلکه ډېر وروسته د اسلام د مقدس دین د مبلغینو د پیدا کیدو تر زمانی پوری ئی هم رواج درلود برهمی، خروشتی او یونانی رسم الخطونه چه د لیکنو او تحربر د رویی د ځینو نزاکتو له کبله د (کوشانا) او «یونانو کوشانی» نومونه هم هغو ته ورکړ شوی دی د لویو کوشانیانو په عصر کښی مروج او معمول وو.
یونانو کوشانی رسم الخط: په شرق کښی د اسکندر د فتوحاتو خورا ستره نتيجه د يونانو تهذیب خپریدل دی په آریانا کښی د یونانو باختری دولت له تشکیل او جوړیدو سره سم، یونانی تهذیب موقع وموندله چه د دوو سوو کلونو په موده کښې له باختری محلى تهذیب سره گډ او حل شی چه په پای کښی له هغی څخه یو مخصوص تهذيب منځ ته راغی، که څه هم بیله مسکوکاتو او ځينو مهرونو او غميو څخه تر اوسه پوری په افغانستان کښی نوری لیکنی او اسناد په یونانی ژبه او رسم الخط ندى موندل شوى، محققین او پوهان داسی عقیده لری چه یونانی ژبه او رسم الخط يوه موده په باختر کښی پاته وو.
یونانی ژبه او رسم الخط تر یوې زمانی پوری یواځی د یونانو باختری پاچاهانو په مسکوکاتو کښی استعماليدلء خو له د کبله چه ټول خلک په هغو نه پوهیدل. نو د (ایوکراتید) له زمانی څخه وروسته په نورو مسکوکاتو باندی پراکریت او خروشتی رسم الخط رواج وموند او سترو کوشانيانو د یونانو باختری مسکوکانو په تقلید په خپلو مسکوکاتو کښی یونانی رسم الخط استعمالاوه.
او هر کله چه دغه استعمال ډير تقلیدی ؤ نو ورو، ورو د ځينو حروفو په شکل کښی تغیرات پیښ شول او ځينو مدققينو دا يونانی الفبا چه ځینی تغیرات پکښی راغلی وو د «يونانوکوشانې» الفبا په نامه یاده کرې ده له لويو کوشانيانو څخه وروسته دا رسم الخط له منځه و نه ووت بلکه زیاته زمانه ئی د مسیحی و اوومی پیړۍ تر اولو وختو پوری دوام وکړ، چینی زائر (هیوان تسنگ) هغه وخت چه افغا نستان ته راغلی دی، د داسى الفبا څخه بحث کاوه چه د هغی توری له کینی خوا څخه ليکل کیدل. او د پوهانو او مدققينو په نظر په دا الفبا له يونانی الفبا څخه بله نه ده.
ادبیات او آرت: که څه هم د مسکوکاتو او هيکلو او لوحو د قيافو او شکلونو له مخی داسی څرگندیږی چه کوشانیان ظاهرا زیږه او سخت خویه خلک وو، خو تر کومى اندازې پوری چه د هغوی د عصر د حقائقو څخه پرده لیری شوې ده، نو ویلای شو چه د لویو کوشانیانو د زمامدارۍ درې پیړۍ دوره یوه داسی دوره وه چه د ادب او صنعت ذوق په هغی کښی وده او ترقی کړی وه. دا مسئله تر اوسه پوری لا ډيره پته او په تیاره کښی ده چه کوشانی عصر د مختلفو ښايسته او ظريفو صنايعو د څانگو په خپرونه او انبساط کښی تر کومی اندازی پوری دخالت او لاس درلود. مگر دا بله مسئله ډیره روښانه ده چه د هغوی عصر په تیره بیا د کوشانيانو د ستر امپراطور کنیشکا د زمامدارۍ دوره د ادبیاتو او صنعت له مترقی دورو څخه وه.
او لکه چه کنیشکا په مذهبی چارو کښی د عقایدو له مخی د خپلو اتباعو مراعات کاوه او په پای کښی د بودائی مذهب په خورا ستر مشوق او خپروونکی شو، په آرت او ادب کښی ئی هم دغه رویه او تلنه په رشتیائی او پوره ډول پر ځای او وچلوله، د ده امپراطورۍ د پراخوالی په اندازه او تناسب، معمارۍ، هیکل تراشۍ نقاشۍ، او موزيک ترقی و کړه. لکه چه په شپږم فصل کښی د (یونانو باختری صنعت) تر عنوان لاندی (د دغه ټوک ۹۸ مخ په شاوخوا کی) شرح او بیان شوى دى پدى کى شک نشته چه د قام په دوو اولو پيړيو کښی په آریانا کښی د هیکل تراشۍ فن خپور شوی ؤ، او له دغی مدرسی څخه په ورو، ورو د گریک او بودیک او کوشانی مدرسی او نوری پیدا شوی په یونانو باختری عصر کښی د هندوکش په شمالی سیمو کښی د گریک او بودیک صنعت منځ ته راغی خو د سیتی (اسکائی، تخاری یوچی) قبیلو د پیدا کیدو په اثر د هغه د ترقۍ دوام بل عصر او نورو ځايو ته ورسید، لکه د هندوکش جنوبی سیمی او د لویو کوشانانیانو عصر په تیره بیا لومړۍ او دوهمی مسیحی پیړۍ ته، او د یو مقتدر امپراطورلکه کنیشکا د شخصیت په تأثیر باندی سربيره نور عوامل هم وو، لکه اوږد او با دوامه امنیت او د سوداگرۍ پراخوالی او د اقتصادی اوضاعو ښه والی او د بسپنی ورکوونکو زیاتوالی او د گریک او رومن له صنعت گرانو سره گډون او نژدیوالی هر یو پخپل ځای د دی سبب شو چه د لویو کوشانیانو په عصر کښی مستظرفه صنایع وده او ترقی وکړی، خو دا ترقی په دوهمی کوشانی کورنۍ یعنی په کنيشکا او د هغه په اولادی پوری منحصره وه لکه چه د دغو بحثو جزئیات به په دی وروسته فصل کښی وگورو.
کنیشکا د سترو او مجللو مذهبی آبداتو ودانولو ته زياته توجه لرله هغه ستره استوبه چه ۲۰۰ زینی لوروالی یی درلود په لمر ختیزه گندهارا (پیښور) کښی د ده ودانیو نمونه ده په همدغه شان د بامیانو د ۳۵ او ۵۳ متری هیکل تراشل او جوړول ن د ده د زمانی محصول او يا د ده د اولادی یادگار دی چا سره له یوی سلسلی نقشی او ډولی معبدو اوس لا هم د صنعت له عجائبو څخه گڼل کیږی. په کوشانی عصر کښی د گریک او بودیک د هیکل تراشلو د صنعت ترقی د مجسمی په جوړولو کښی د هغو د نژادی عنصر د تاثیر له مخی واضحه معلومیږی.
د کابل په موزه کښی د هډی د آثارو په کولکسیون کښی په سوو سرونه او صورتونه شته چه معاصر کوشانیان ښیی چه تیزکاته او پراته بریتونه او نورې نښی ئې درلودلې.
په همدغه توگه په کوشانی عصر کښی ادبیات نوې او جدی مرحلی ته ورسيدل.
د عالمانو ډيرښت او د روحانیونو تبلیغ او د مذهبی کتابو نقل او ترجمه د هغو ځايو دپاره چه د ننه په امپراطورۍ کښی او د بودائی دین نه د باندی تعمیم شوی وو، لیکوالی او ادبیات نوې او جدی مرحلی ته ورسول. په کوشانی عصر کښی برهمیرسم الخط چه هغه ته «د کوشانا سانسکریت» هم وائې او «خروشتى» رسم الخط چه یو څه موده په مسکوکاتو کښی او د مزاراتو په لوحو او آبداتو او ليکنو کښی زيات په کار شوی او مروج او معمول ؤ. (د کنیشکا او د هغه د اولادی په مسکوکاتو کښی ندى استعمال شوی) په همدغه ډول د يونانو کوشانی رسم الخط مخصوصاً په مسکوکاتو کښی مستعمل ؤ کوشانی پاچاهان په تیره کنيشکا د خپل وخت له سترو پوهانو او علماوو سره محسور او ورسره ئی گډون لاره، او د مذهبی مشاور په شان ادبی مشاور او مصاحب ئی هم درلود، چه هغه (اسوه کوشا) ؤ، او نوموړی د کوشانی عصر د سانسکریت خورا ستر ليکوال او ادیب گڼل کید.
«اسوه کوشا» د ادب په مختلفو برخو کښی زیات کتابونه لیکلی دی. سیلون لوى وائې چه (اسوه کوشا) د غوره او مهمو آثارو د ليکلو له کبله د ليکوالۍ ډول ډول دروازی پرانستلی دی، دغه عالم ډرامه – رزمی اشعار، رومان، قصه، نکل او نور داسی شیان لیکلی دی او پخپل عصر کښی ئې د ادبی مشاجرې دروازه پرانیسته او د بودا پخوانی بیانات او هغه آ ثار چه پت وو او څوک ورباندی نه پوهیدل په ډيره زړورتیا سره په ادبی ژبه بیان کړی او راوړی دی.
موسیو گاستن کورتی لیر Gaston Courtiiliar د «هند پخوانی مدنیتونه» نومی کتاب کښی په ۱۳۰ مخ کښی (د کوشانا د عصر فکری انبساط) تر عنوان لاندی لیکی: دبر بر د دغو متهاجمينو عصر شنډنه دی، بلکه په مختلفو زمینو کښی ئی نوی آثار منځ ته راوړی دی چه ښائی په صحيح ډول د هغو د هیڅ یوه تاریخ نه شی ټاکل کیدای، خو هغوی ټول د یوی داسې ستری او نادری دورې شاهدان دی چه د هغې په زمانه کښی فکری او ادبی فعاليتونه د ترقۍ او انبساط دوری ته رسیدلی وو. لکه چه «ماکس مولر» په ۸۸۲ کښې فرض کړی دی داسی څرگندیږی چه د کوشانیانو یرغلونو د ادبیاتو د زمینی په خپریدلو کښی کومه وقفه او څنډ نه دی پیدا کړی، او د «مهابهاراته» او «رامایانا» د ملی رزمی عصر چه ډیر پخوانی او زیات قدامت لری او د سانسکریت د رنسانس د پیړی ترمنځ چه له پنځمی پیړۍ څخه عبارت دی، ستره پریکړه او جدائی نه ده راوستلې.
مؤلف په هغه اثر کښی چه د مخه یاد شو په ۱۳۱ مخ کی په دې ترڅ کښی چه د مذهب او آرت له نقطی نظره څخه کوشانيانو د عصر تعريف کوی د نوموړی عصر د ادبی حیات په موضوع کښی داسی لیکی:
چه «کوشانی عصر د ادبیاتو له نقطې نظره څخه د ازموینی د ابتدائی او نیمگرو او ناقصو کوښښونو دوره نه ده؛ بلکه د سان سکریت او پراکریت د آثارو د خپریدو او ترقۍ عصر دی.»
د لویو کوشانیانو په عصر کښی سانسکریت او پراکریتونه او «سیتی» لهجه چه پخپله کوشانی مخصوصه لهجه وه په آریانا کښی معمول او مروج وو د بودائی دین دستورونه او ادبیات چه په افغانستان کښی ئی تقریباً زر کاله رواج درلود، زیات ئی په سانسکریت او ځینی ئی په پراکریتونو لیکل شویدی، بودائی روحانیونو چه په زرگونو کسان وو خپل زیات وخت به ئی د هیواد په معبدونو کښی په تصنيف او تالیف او ترجمه او د آثارو په نقل کولو تیراوه ، دا آثار لکه چه په بامیانو او گلگت کښی کشف او پیدا شوی دی عموماً دونی په يو ډول نازک پوټکى باندى چه ژیږ رنگی کاغذ ته ورته دی لیکل شوی دی، زیاتره ئی په تور رنگ او کله کله هم په سره رنگ لیکل کیدل د حیواناتو څرمنی او پوستکی او ټوټی به ئی هم د لیکنی دپاره استعمالولې، هغه آثار چه په ۱۹۳۰ کال د بامیانو ۳۵ متری بت ته نژدی د(G د معبد په کتابخانه کښی پیدا او کشف شوی دی، د کابل په موزه (د بامیانو په خونه) کښی پراته دی، او یوه برخه ئی موسیوسیلون لوی مطالعه اوکتلې ده لکه چه د رسم الخط په مبحث کښی مو بیان وکړ کشف شوی آثار د لیکنی د ډول له نقطې نظره څخه د (کوشانا) او (گوپتا) په رسم الخط و او په مرکزی آسیا کښی په مروجو رسم الخطو ليکل شوی دی چه ټول ئی له ۳ پیړۍ څخه تر ۸ مسیحی پیړۍ پوری وخت نیسی د بامیانو د لیکنو زیاتی قطعی د «ابهی د هرمه» د رسالو په فصلونو پوری اړه لری، چه د بودائی (د نجات لوبې لاری) پیروانو په هغه لوستلی او د دغی رسالی ځینی ټوټی په گلگت کښی هم کشف شوی دی، د بامیانو په لیکنو کښی د (نجات کوچنۍ لارې) د پیروانو د یو مذهبی اثر (وینایا Vinaya) د کتاب د اصلی متن ټوټی هم لیدلی شوی دی دا کتاب د گوپتا په رسم الخط ليکل شوی دی او د سیلون لوی د تحقیقاتو څخه څرگندیږی چه په ۶ مسیحی پیړۍ کښی لیکل شوی دی که څه هم د دغه کتاب د ليکلو تاريخ د لويو کوشانيانو له دورې څخه څو پیړۍ وروسته دی خو پخوانی روایتونه پر دی حکم کوی چه د نوموړی اثر لیکونکی هماغه خورا ستر لیکوال «اسوه گوشا» دی چه د لری کنیشکا په عصر او دربار کښې ئې ژوندون کاوه او ده ته او د ده آثارو ته مو د مخه اشاره وکړه.
«وینایا» هغه خورا مهم او غوره بودائی کتاب دی چه نکلونه او دستورونه او مذهبی آداب او اخلاقیات پکښی لیکلی شوی دی د هغه زیاتره نکلونه چه له (دیوياودانا Divyavadana) نومی بل اثر څخه اخستی شوی دی په اصل کښی هغه مستقل نکلونه دی چه د (وینایا) په کتاب کښی ئی له نورو اخلاقی او مذهبی نکلو سره ارتباط موندلی دی او پیاوړی مصنف او لیکوال «اسواگوشا» هغو ټولو ته د خپلی لیکنی په روش واحد سبک و رکړی دی.
له نادرو اتفاقاتو څخه يوه دا ده چه د «وینایا» د کتاب کشف شوی پاڼی چه په بامیانو کښی موندل شوی وی هغه وخت چه د کلو دپاره سیلون لوی ته ورسیدلی د دغه اثر د بل نقل پاڼی حتی د هغه د یو فصل پاڼی د کشمیر په گلگت کښی پیدا شوی او د هغه په لاس ورغلی وی البته د بامیانو او د کشمیر د نسخو د ټوټو او پاڼو په منځ کښی په قطع او د لیکنی په طرز کښی توپیر شته خو داسی ثابتیږی چه په آریانا کښی د هندوکش په جنوبی لمنو کښی د نجات د کوچنۍ بودائی ليارې پيروانو چه د وینایا کتاب هم په دوی پوری اړه لری د هیوان تسنگ په شهادت او تائید معبدونه او جامع گانی درلودلی.
د بامیانو او گلگت د کتابخانو له کشف او پیدا کیدو څخه پخوا د (وينايا) د کتاب د سانسکریت اصلی متن بیخی مجهول ؤ یواځی د چینی او پالی ترجمو له مخی ئی هغه پیژانده د دغه اثر چینی ترجمه د چینی «بودها بهادرا» او (فامین) له خوا شوی ده. لکه چه د هغه د چینی او پالی ترجمو له مخې داسی معلومیږی چه د «وینایا» کتاب پر اخلاقی نکلو او قصو او د راهبینو او غیر روحانیونو په منځ کښی پر مناظرو او جگړو مشتمل و د «وینایا» چینی ترجمه د (تری نی تگه=دا برخه ونه لوستل شول) یعنی «د تو ټرکرۍ=دا برخه ونه لوستل شول گلان» چاپ چه په توکیو کښی چاپ شویده اته ټوکه ده او د هغه «تبتی» ترجمه دیارلس ټوکه ده او هر ټوک ئی په منځنۍ اندازه ۴٠٠ -۵٠٠ پاڼی دی په کشمیر او بامیانو کښی د سانسکریت د مجهولو متنونو د یوی نسخې د ټوټو موندل کیده مونږ ته دا هیله پیدا کوی چه د افغانستان د معبدونو په خرابیو کښی به زمونږ د پخوانیو عرفانی او ادبی آثار و شواهد پیدا او کشف شی لنډه دا چه د لویو کوشانیانو عصر په تیره بیا د هغوی مشهور پاچا کنیشکا د سلطنت دوره د ادبیاتو او صنعت د ترقۍ له دورو څخه يوه دوره وه چه تر اوسه پوری د هغی دوری له علمی او ادبی آثارو څخه یوه برخه کشف شوی او تحلیل او ترجمه شوی ده او بله برخه ئی لا پټه او مجهوله ده او په آینده کښی به د هغی سخی څخه هم پرده پورته شی.
موسیقی: موسیقی چه د ویدی عصر له پخوا زمانی څخه د آریانا د غرونو په درو کښی یو اسااس درلود، د مملکت د مختلفو مذهبونو په سیوری کښی ئی پر له پسی خپل تدریجی سیر کړی او همنوائی ئی ورسره ښکاره کړی ده او تر کومی اندازې پوری چه د هډی او کاپیسا د مجسمو او د بامیانو د معبدو له رنگ تصویرو څخه معلومیږی میزی د لویو کوشانیانو په دوره کښی ئی هم ترقی لرله.
بودائی مذهب چه د بشری رنځ، درد او ناروغتیا و د علاج په فکر کښی ؤ د موسیقی په غږ او آهنگ سره تر ئی ډیری اندازی پوری زیات روحی رنځونه او دردونه تسکین کول او د زړونو د آرامی او د صلح غوښتنی او د ژورو تفکراتو او روحی خوشالتیا دپاره ئی زمینه تیاروله د بامیانو ډیر رنگینه تصویرونه او د هډی گچی مجسمی چه د موسیقی غږوونکی اوغزلی ویونکی او نڅيدونکی یعنی رقص کوونکی په ساز او سند رو بوختی ښکاره کوی د بامیانو له ښایسته تابلوگانو څخه يوه داسی صحنه ده چه د یو لوړهارپ په خوا کښی دوی ښځې ناستی دی او پخپلو نرو او نازکو گوتو د هغه په تارونو لوبی کوی د بامیانو په رنگه تصویرو کښی د رقص او موزیک دا ډول صحنی اوس هم شته چه ښائی ځینی ئی د لویو کوشانیانانو له زمانی څخه تازه او نوی وی خو سره له هغه هم د هغی دوری د رسم و رواج ار روح څخه په ښه ډول نمایندگی کولای شی، له هډی څخه په هماغه زمانه کښی چه هغه هیکل تراشلو د صنعت د ترقۍ دوره بلله کیږی، د داسی هیکلونو تر څنگه چه کوشانی مشران او سربازان او نژادی (تیښونه=دا برخه ونه لوستل شول) ښیی د موسيقى غږوونکو یوه مجسمه چه د موسیقی ډول ډول آلات او اسبابونه ورسره دی لکه رباپ، شپیلۍ او ډهول او داسې نور لاس ته راغلی ده چه د کابل د موزې د هډی په خونه کښی د هغی نمونې شته سیلون لوی د کنیشکا عصر د داستانو له مخی داسی لیکی چه (اسوه کوشا) یعنی د کنیشکا د دربار هغه اوسیدونکی سحر کار لیکوال چه د هغه ادبی آثارو ته مو د مخه اشاره وکړه په موسیقی کښی ئی هم مهارت درلود او موسیقی ئی د بودائی دین د خدمت دپاره استعمالوله وائی چه (د ده د موسیقی آواز او ساز دیر زیات تاثیر درلود او دردونه به ئی آرامول او هغه څوک چه د غمونو تر بار لاندی په کوږ او کړوپ (خمیده) ؤ هغه به ئی خوشحاله او سماوه او له اديانو څخه به ئی د خلکو مخه داسی اړوله چه خپل کارونه او خپل شغلونه به ئی ار بښودل یو په یو به ئی مذهبې قوانینو ته مخه کوله او گوښه به ئی غوره کوله او ځانونه به ئی ورک کړل کنیشکا پاچا وویریده چه داسی ونشی چه د ده د ملت خلک داسی سحرناکه موسیقی واوری او خپل کورونه پریږدی او هیواد خالی پاته شی له دغه کوچنی حکایت او نکل څخه داسی څرگندیږی چه د کوشانی امپراطور کنیشکا په زمانه کښی موسیقی هم دیره ترقی کړی وه او د افغانستان د خایسته غرونو په لمنو کښی د هیواد په معبدو کښی ماهرو استاذانو دغه غوره فن ته ترقی ورکړی وه او د بشری روحی او باطنی دودونو د آرامولو په لاره کښی به ئی له هغه څخه زیات کار اخیست.
له رومنيانو سره د کوشان د امپراطورۍ تجارتی روابط: په پخوانيو او د مخنيو مخونو کښی مو د هغه وخت د چین د هان یانو او د روم د قيصوانو د دوو لويو دولتو سره د لویو کوشانیانو د داخلی او خارجی سیاست تر عنوان لاندی د آریانا د کوشانی دولت د سیاسی دوستانه تعلقاتو تینگیدل بیان کړل.
د هانیانو او کوشانيانو او رومانیانو د دریو سترو او زورورو امپراطوریو د پیدا کیدو او د هغوی د سیاسی موافقو له کبله له لیری شرق څخه د اروپا د غرب تر آخره پوری يوه فوق العاده ارامی او امنیت موجود و، دا يوه ښکاره خبره ده چه امنیت خاص بیا هغه امنیت چه د هغه لمن ارته او افق ئی پراخ وی د تجارت د پراختیا دپاره زیات تاثیر لری او په کوشانی عصر کښی د «آریانا» د تجارت د ترقی دپاره دا یو ستر عامل و او د مال التجارة د ترانزیت مسئله ئی ښه آسانه کړی وه، سربیره پر دی نور دیر داسی عوامل وو چه په دغه عصر کښی د ښو اتفاقاتو له امله د آسیا او اروپا عمومی (امنیت او آرامی) سره یو ځای شوی د ورکړی راکړی او د پیرودلو او پلورلو، د تلو راتلو او د مال التجاره دور لو او راوړلو زمینه ئی برابره کړی وه، د چین او د روم د امپراطوریو ترمنځ د کوشانی امپراطورۍ جغرافیائی وضعیت دا ډول و چه د هغه وخت ټولې لویی لاری له هغه څخه تیریدلی پدی ډول چه له باختر، سغدیان او فرغانی څخه یوه لاره د چين خواته تلله، او بله لاره له باختر، باميانو او د کابل له ناوی څخه د امپراطورۍ د هندی برخو خواته تللی وه او دریمه لاره له چین څخه راغلی وه د کشمیر او پنجاب له لاری هند ته رسیدله. په دی ډول سره بیله هغه مال التجاره څخه چه د غربی هند او د روم د امپراطورۍ په منځ کښی د سمندر د لاری څخه وړل او راوړل کیده تقريباً د آسيا او اروپا نور ټول تجارتی مالونه د کوشانی امپراطورۍ له خاوری څخه تیریدل او د دغو مالونو د ترافیک په لحاظ دوی ته زياته گټه په لاس ورتله، له یوی خوا د رومن پیسو چه د عیار د صافوالى او د خپل ښائست له حیثه ئی امتیاز درلود د آریائی، هندی او چینی سوداگرو مخه ئی د ځان خواته اړولی وه له بلی خوا چینیان چه خاص د سوداگرۍ کارونه ئی کول په دی وخت کښې ميدان ته راووتل او تقریباً د برنۍ آسیا ټول تجارت ئی په لاس کښی درلود دا څیزونه هر یو پخپل ځای کی مهم او موثر وو او په یو عصر کښی د دغو ټولو شيانو شته والی د کوشان په زمانه کښی د آریانا د تجارت له ترقۍ سره زیات کومک وکړ او زمينه ئی ښه مساعده کړی وه، وروسته به هغه تجارتی مالونه چه رومنیانو به عموماً له شرق څخه رانيول ياد کړی شی خو اوس سمدلاسه دا خبره څیړو چه د «وريښمو» او د وريښمينو ټوټو مسئله د دغه وخت د تجارت په پراخوالی او د روم له امپراطورۍ سره د سنکیانگ (چینی ترکستان) په ارتباط کښی او حتی له نژدی آسیا څخه د وچی ستری تجارتی لیاری په پیدا کیدو کښی چه ځینی وختونه به د «وریښمو د لیاری» په نامه یادیدله زیات اهمیت لری او په دغه باب کښی ئی مهم رول لوبولی دی وریښمینی ټوټی یو گټور او ښایسته تجارتی مال دی چه په پخوائی دنیا کښی هیچا له هغه څخه مخه نشوای اړولای، د مرکزی آسیا د پوونده ووله خیمو او کیژدیو څخه نیولی د روم د پادشاهانو ترغوره او لوړو ماښيو پوری ټولو هغو ته اړتیا لرله او په هر ځای کښی هغه اخیستل کیدل او خریدارئی درلود.
نو باید چه وریښمو لیاره درلودای او د مرکزی آسیا په تجارت کښی ئی مهم رول لوبولی وی، آیا دا مهمه تجارتی لاره (د آریانا) پر کوم ځای تیریدله؟
او بیله دغی لاری څخه د کوشان په امپراطوری کښی نوری مشهوری لاری کومی وی؟ تر یو وخته پوری رومنیانو یواځی د هند د غربی سواحل سره تجارتی روابط درلودل او خپلی اړتیاوی ئې د بحر له لیاری پوره کولی «استرابن»لیکی:
چه یواځی د هند د تجارت دپاره ئی یو سل وشل پیړۍ درلودی چه په هغه وخت کښی به د «ميوس هورمس MyosHormos» له ښار څخه د سره بحر پر غاړه راوتلی او د هند خواته به تللی «پلین» داسی څرگندوی چه د روم امپراطورۍ به په کال کښی د ۵٠ مليونو «سسترس Sesterees» تجارتی مالونه له هند څخه رانیول – وروسته له هغه چه (هیپالس Hippalca) نومی پوهاند په ۴۵ مسیحی کال کښی د موسمی بادونو وخت کشف کړ نو د هند له غربی سواحلو سره د تجارت دپاره غربیان په زړور شول خو سره له هغه هم چه د دریا نوردۍ فنونو پراختیا نه لرله نو د عربو په بحيره او د هند په اوقیانوس کی مسافرت له ویری څخه خالی نه ؤ او له بلی خوا د غربی نړۍ ټولې اړتیاوی یواځی د هند له غربی غاړو څخه هم نه پوره کیدلی تر څو چه د مقدونیی «مائس تې تيانوس Maestitianus نومی یو نفر سوداگر د باختر او مدیترانی په منځ کښی و چه لاره کشف او پیدا کړه او د ده د دغه اقدام علت په حقیقت کښی د «وریښمو» مسئله وه او حق لری چه دا لاره د ورېښمو لارو وبولو ځکه چه دغه مقدونی سوداگر په شام کښی تجارت خانه لرله او غوښتل یی چه د وریښمو د او بدلو او د هغو د رنگولو مهم مرکزونه چه د (انتيوش Antioche) (انطاکیه) بریت Beryte» سیدن Sidon» او، تیر Tyr» ښارونه دی په شرقی ترکستان (سنکیانگ) کښی د وریښمو له مهمو بازارو سره مستقيماً ونښلوی او وصل ئی کړی، په دغه وخت کښې د وریښمو خورا مهم مرکز دغه وروستنی ځای ؤ چه په یونانی جغرافیه لیکوننو هغه له دی کبله چه د چین او هند په منځ کښې پروت ؤ «سریند Serind » یعنی (هند و چین) باله او د هغه مهم بازار د آسیا د هغه وخت د هانیانو او کوشانيانو د دوو سترو او متمدنو امپراطور يو په گډ سرحد کښی د (ایسدون سیتیکا Issedonseythica) (کاشغر) او (ايسدون سریکا Issedonsryca) (ختن) په ښارونو کښی ؤ لکه چه د دغی سیمی وریښم به د پارتيانو په قلمرو کښی د بابل د ښار د صنائعو خاوندانو او د رومن په امپراطورۍ کی د تیر، بیریت او د اسکندریی د ښارونو خلکو رانيول او ټوټی به یی ورڅخه جوړولی، د مدیترانی د ساحلی بندرو او د شام له ښارونو څخه د (وريښمو لاره) له (هیراپولیس Hierepolis) (د فرات له غاړی) څخه تیریدله او د تیان شان او پامير لمنو ته رسيدله که ښه واضح ووایو دغه ستره لیاره وروسته له هغه چه له شام څخه به راووتله د بين النهرين په خاوره کښی به د (ادس Edess او (نصیبی Nisibe) له ښارونو څخه او په مدیا کښی له (هکبنان) همدان او (راجس Rahgss ) یعنی ری څخه او د (سیردره Sirdara) له گردنی څخه په مازندران ارهکاتومپی لوس Hecatompylcs) (شاه رود) کښی د مروی او هرات ترمنځ له شاؤخوا څخه تيريده بکنر یا بلخ ته رسیدله، وروسته له هغه دا لویه لاره د سر خاو دوخش د ناوی له لیاری او د «قزل ارت» او «قزل سو» له درو څخه د کاشغر او تارم د ناوو خواته تلله، هغه ځای چه په هغه کښی به تجارتی مالونه سره تبادله کیدل او چینی سوداگران او د شام سوداگران به سره یو ځای کیدل هغه د «روشان» او د اوسنۍ «فرغانی» په شاؤخوا کښی یو ځای ؤ چه «لی تینوس پیرگوس Lithinos Prygos» یعنی (ډبرین برج ) بلل کیده، چینیانو یا د رومانیانو په ژبه (سرانو Seres) وروسته له اوه میاشتنی مسافر ته د (سی – نگان – فو Si-Ngan-fou) د لیری پروت ښار او نورو څخه به یی خپل د وریښمو بارونه په «سربندی» کښی اچول او د شام له سوداگرو سره به یی مبادله او معاوضه کول.
له دی لویی لیاری څخه نور ښاخونه او لیاری چه د هند خواته تللی له بکتر (بلخ) څخه جدا شوی دی چه یوه یی د قندوز او اندراب او د کوشان د دری یا د ښکاری دری د لاری څخه او بله ئی د بامیانو او غوربند د دری له لیاری د کاپیسا او کابل ناوی ته ورتله او له هغه ځای څخه به بیا هند ته تلله.
بله لیاره چه د لمر ختيځ ترکستان څخه د کوشان د امپراطورۍ هندی برخو ته برابره ورتله له (کوئن سن Cauencin) او (مستاغ) او د کاشغر له یوی برخی او د قراقرم له غرو څخه تيريدله او کشمیر ته ورتله او له هغه ځای څخه به د اندوس د سیند د کیڼی غاړی په اوږدو کښی تلله او د «میناگارا Minagara» بندر ته به رسیدله – ځینی رومی شامی سوداگران چه دوچی د لاری مسافرت او زحمتونه به ئی نه شو گاللای نو د وریښمو د اخستلو دپاره به دغه بندر ته راتلل.
سربیره په وریښمو چه ډیر زیات به له دغو دوو پورتنيو ليارو څخه له «سربند» څخه د باکتر (بلخ) له لاری د غرب خواته او د کشمير د لارې د جنوب خواته په بحر کی ورتلل. پخپله د کوشان له امپراطورۍ څخه به نور ډیر تجارتی مالونه اخستل کیدل لکه د کابل گندهارا او کشمیر ورۍ او سره زر، د سند کنډ د مالوا پنبه د بدخشان لاجورد د پتالی پوترالاک او نباتی عطری او خوشبویه شیان او نیل، عقيق او نوری قیمتی ډبری په د روم د سمندر د لمر ختیزو غاړو سوداگرو په زیاته اندازه اخیستل او په جگه بیه او قیمت به ئی د رومن په امپراطورۍ کښی خرڅول.
په همدغه شان چینیانو به په آریانا او فارس او شام کښی دیرو جوړ شوو شیانو او محصولاتو ته احتیاج درلود لکه چه رانجه به په زیاته بیه له آریانا څخه اخستل کیدل او د چین ملکی به پخپله د ځان او سلطنتی دربار د میرمنو د استعمال دپاره ډیر زیات او په زياته بيه رانیول او د بابل قالینی، د شام جواهرات او قیمتی او مصنوعی ډېری او د سری بحیری د غاړو مرغلری (مروارید) او په شام او مصر کښی او بدل شوی ټوټی او مخدره داروگان او نور شیان به چین ته تلل.
پخپله آریانا او د کوشان د امپراطورۍ هندی ولایاتو به سربیره د خپلو محصولاتو پر خرڅلاو د تجارتی مالو له ترانزیت څخه به یی هم زیاته گټه اخیستله، هر کله چه د آسیا ټولی لویی تجارتی لیاری د دوی له خاوری څخه تیریدلی نو د چین او هند او د رومن د امپراطورۍ ټول تجارت د دوی په لاس کښی ؤ.
له غرب سره د کوشان د تجارت ترقۍ د دوهمی مسیحی پیړۍ په اخیرو وختو کښی په تنزل او انحطاط پيل وکړ، د ساسانیانو د قدرت موندلو او واکمنۍ سره سم د شرق خواته د رومی سوداگرو تگ او راتگ قطع شو خو تر دغه وخته پوری هم د وریښمو د لاری په لمرختیزو برخو کښی لا قافلو تگ او راتگ درلود. او دغی رویی د کوشان د سترو باچاهانو د عظمت او ترقۍ د دوری تر اخرو وختو پوری دوام درلود تر دی چه د یفتليانو او ساسانيانو د جگړو له کبله د آسیا د دغی برخی امنیت خراب شو او د آریانا او چین او فارس تعلقات او روابط بل ډول شول. او هر مملکت جدا او جلا شو او د سوداگرۍ نظام ئی ویجاړ شو او هر کله چه دوچی لیاری بندی شوې نو رومنیانو د سمندری تجارت پراختیا نه مخه وکړه او د پیړیو په واسطه د اندوس دلتا او د هند نورو ساحلی ځایو ته راتلل او د وچی لیاری د چنگیز تر وختو پوری بندی پاتی شوې. جامی: کوشانيان د جامو له نقطى نظره څخه نه د چینیانو او نه د فارسیانو او نه د هنديانو په شان وو بلکه ځانته مخصوصی جامی ئی اغوستلی چه په مرکزی آسیا او تبت کښی معمولی او مروجی او په لږ توپیر سره تر اوسه پوری هم په افغانستان کښی مروجی دی. په هغه ستره ډبرینه تخته باندی چه د بگرام د شترک په معبد کښی کشف او پیدا شوی ده او ۹۰ سانتی متره اوږده او ۴٠ سانتی متره سور وره ده او د کابل په موزه کښی شته د مرکزی بودا د مجسمی نه گر چاپیر ٣۴٠ تنه نور روحانی او غیر روحانی اشخاص معلومیږی چه په هغو کښی دوه تنه کوشانی بسپنه ورکوونکی له خپلو ښځو سره هم لیدل کیږی زیری یی گڼی او نرۍ لوړی پوزی او غټی سترگی او برابر او متناسب اندامونه لری او نور هغه شیان چه د یو آریائی سیتی فرد بدنی خصوصیات ئی تشکیلوی په دغو کوشانی بسپنه ورکوونکو نجیبانو کښی په ښه توگه جمع شوی دی، د نارینه جامه ئی یو چین لرونکی شلوار دی چه له سر نه تر پایه پوری چین لری او دغه چین لرونکی شلوار له نننی صاف او ساده شلوار سره پوره شباهت لری او کمیس یی عیناً داسی اوږد کمیس دی چه ډیری پیړۍ په افغانستان کښې معمول او مروج ؤ او غاړه یی یوی خواته تړله کيږی او په گریوان کښې چین لری چه له ځنگو څخه کښته راغلی دی او په یوه ټنۍ چه عموماً د نوی میاشتی او یا د شپږ پاڼیز گل په شکل وه په سینه باندی تینگ ساتی چه د لمنی دواړه خواوی ئی سره جلا نشی او لستوڼی ئی له اوږی څخه د لاسو تر بندو پوری چین لری او نسبتاً تنگ دی او د هغه د ښکلی او ښایسته اوږد لبچ او مټ شکل په ښه ډول ښکاره کوی. او د ښځو جامې ئی اوږدې او لمن ئی پرکونه لری او مواج دی او د ښځی ټول ښایسته او لوړ قد ئی پټ کړی دی. د افغانستان د کوشانی عصر د جامو نښی او شکلونه د هډې او کاپیسا او کابل د مجسمو او هیکلونو له مخی او د بامیانو او ککړک د دری او د فندقستان د دری د دیوالی رنگینو تصویرو له مخی معلومیدل او څرگندیږی. هر کله چه د کوشانی پاچاهانو تصویرونه د هغوی په مسکوکاتو باندی ضرب شوی دی او سربیره پر هغه حتى ډبرین هیکلونه چه پخپله د کنیشکا د طبیعی قدو قامت په اندازه (متور) ته نژدې له «مات Mat» نومی ځای څخه کشف شوی دی.
کیدای شی چه د دغه عصر پاچاهی جامی او عسکری لباس او د وسلو شکل او د پښو د مچڼو او بوټونو ډول د هغوی له مخی مطالعه او وکنل شی.
لکه چه په مسکوکاتو باندی د کوشانی پاچاهانو د تصویرونو له مخی او له «مات» نومی ځای څخه د لوی کنیشکا د کشف شوې مجسمی له مخی څرگندیږی کوشانی پاچاهانو ارتی او اوږدې او پيرې او د بلی جامې اغوستی د هغوی کمیسو نه به په عمومی ډول اوږده اوله ځنگنو څخه به کښته وو لکه چه له هغه هیکل څخه چه په هډه کښی کشف شوی دې څرگندیږې چه دا کمیس یوه غاړه لری چه څنډی او غاړې ئی په گلانو خامک دوزی شوی دی، او معمولا گرچاپیره لمن به ئی هم خامک دوزې کوله په کومه اندازه چه د مسکوکاتو له مخی گمان کیږی او د کنیشکا مجسمه واضحه ښکاره کوی دا کميس له پيړو او د بلو ټوټو څخه جوړيده او په اسانۍ سره به نه غبرگیده او پر دغه کمیس باندی به ئی د څرمنی یو کمربند تاړه د کنيشکا کميس له ملا او کمربند څخه لاندی یو دول مارپیچه لیکی هم لری چه د کمیس د بخیو کرښی ور څخه څرگندېږې کنیشکا تر کمیس د پاسه یوه اوږده او ارته چین اغوستی ده چه د کمیس له لمنی څخه څلور گوتی اوږده ده او چین د هغه عصر په مسکوکاتو او مجسمو او د بامیانو او فندقستان په دیوالی تصویرونو کښی هر ځای لیدل کیږی او د کوشانی عصر یو ځانگړی او مخصوص لباس دی چه تقريباً د تولو طبقو خلکو به اغوست او زیاتره د کوشان د ترقۍ په عصر کښی يا د لویو کوشانیانو د زمامدارۍ په دوره کښی یعنی په دریو اولو مسیحی پیړیو کښی ئی رواج او عمومیت درلود ځکه چه له دغی زمانی څخه وروسته د کوشانیانو هغه اوږدی او ارتی او پيړې جامی وررورو تنگی، لنډی، نازکی او نرمی شوی او د ساسانیانو گاونډیتوب او نفوذ د هغوی په لباس کښی زیات تاثیر وکړ او په پای کښی د شپږمی او اوومی پیړۍ د تېریدو سره سم پاچاهی جامی دومره تنگی شوی چه بیخی به په بدن پوری نښتی او د بدن په څیر به ښکاره کیدلی او د هغو خورا ښه نمونه د پاچا او ملکی په هغه هیکل کښی څرگند او لیدله کیږی چه د فندقستان (غوربند د دری) په معبد کښی کشف شوی دی او د کابل د موزی د فندقستان په خونه کښی شته او د هغی مسکوکاتو له مخی چه پیدا شوی دی څرگندیږی چه د هغه تاریخ [۷] مسیحی پیړۍ ته منسوبیدلای شی هر کله چه زمونږ مقصد په دی ځای کښی د لویو کوشانيانو د زمانی د جامو بیانول دی نو د پورتنیو مطالعاتو تعقیب کوو.
او د هغی خاصه ممیزه دا وه لکه چه مونږ وویل له ورینو یا پنپه ئی پیړو ټوټو څخه یا به له داسی ټوټو څخه څکښتل کیدلی او گنډل کیدلی چه د لیمڅی په شکل به مښلی کیدی او د هغو برش او ځکښت ډیر ساده و ځکه چه د نننیو چپنو په شان به ئی له گریوان څخه تر لمنی پوری وازه او سم چاک درلود او له ملا څخه کښته تر لمنی پوری به د هغه دواړه څنډی د يو مثلث په شکل قات او راغبرگولی چه د کمیس لمن او خامک دوزی او کمربند ئې ښکاره شی او په تگ او گام اخستلو کښی هم کوم تکلیف او بندش پیښ نه شی په ځینو مجسمو کښی له هغی جملی څخه د شترک د يو کوشانی سړی په مجسمه کی د کمربند په حد کښی ئې يو اته پانیځه گل شته چه د چینی دواړه خواوې ئي سره یو ځای کولی د هغه وخت د چپنو دپاره دا ډول او رویه دیره گټوره وه، ځکه چه چین د خپلی یوی تنۍ په واسطه د تړلو اوخلاصيدو دواړه وضعيتونه پیدا کول او د لمنی په برخه کښی د تگ او حرکت مانع نه کیده.
د دغو چینو غاړه به کله کله د دغه وخت د کمیسو د غاړی په شان گرده څکښتل کیدله او کله کله به ئی یو سوروره چپه گردن درلود د افغانستان د مختلفو ځایو د رنگینو تصویرو او مجسمو له کتنی او ملاحظی څخه څرگندیږی چه د لوبو کوشانیانو د عصر په اولو وختو کښی د چپنی او کمیس غاړی گردی وی او په وروستنیو پیړیو کښی سورور چپه گردن چه مغزی داری حاشبی به ئی درلودی رواج درلود او زیات عمومیت ئی پیدا کړی دی، هر کله چه له بده مرغه د کنیشکا سر او غاړه چه د «مات» په سیمه کښی پیدا شوی دی د اوږو له منځ حد نه نشته نو ښه نه معلومیږی چه د ده د چپنی غاړه په کوم ډول وه خو د ده د چينی د چاک د دواړو خواوو له سمو لیکو اوله شنو او سروېتيو او قیتان څخه دا گمان کیدای شی چه د ده د چینی غاړه به مدوره او گرده وه، ځکه چه جامه په یو سورور چپه گردن پای ته رسیږی لکه د فندقستان د پاچا جامه یا لکه هغه خفتان چه د سپوږمۍ رب النوعی اغوستی دی (خننان، هغه لباس دی چه د وسلی نه لاندی اغوستل کیږی) یا لکه د تحفی راورونکی لباس چه د (کتونکی په نظر کښی) د بامیان د ۵۳ متری هیکل درواق د ښی خوا په دیوال کښی نقش شوی دی او د سینی په مقابل د چینی د مخ خوا حاشیی او غاری کږی وږی کرښی درلودی او د دغو چینو لستوڼی په عمومی ډول تنگه او د لاسو تر بندو پوری رسیدل او په ځینو مجسمو کښی د ډیری تنگۍ له امله لستوڼی دا دول قات شوی دی چه سری گمان کوی چه په اصل کښی دا ډول گنډل شوی دی او له اوږو څخه د لاسو تر بندو پوری له یوی سلسلی برجسته ردو څخه جوړ شوی وو.
د کنيشکا مجسمه چه د (ماتورا) د مدرسی په اصولو جوړه شوی ده له بده مرغه مټې او څنگلی نلری چه د چپنی د لستونو ډول یی څرگند شوی وای، یواځی گوتی ئی ښکاره کیږی نه بل څه خو د لستوڼو شکل او ډول لکه چه مونږ ئی تعریف وکړ د شترک په کوشانی هیکل کښی ښکاره دی.
په کوشانی پیرۍ کښی گیبی (چین دار) پر توگ معمول ؤ او تقريباً ټولو خلکو به هغه اغوست د څرمنی او لیمڅی موزی او چموس د دی پیړۍ پاپوش بلل کیده د کنیشکا مجسمه چه د «مات» په سیمو کښی موندل شویده ډیری غټی درندی او تسمه لرونکی موزی په پښو کښی لری چه یوه څنډه ئی د پښی د تلی (کف) نه تیره شوی او د مهمیز په شان تړل شویده خو پخپله د مهمیز هیڅ اثر نشته، پراخ او گیبی پر توگ او موزی د کوشانیانو په مجسمو کی چه د گندهارا او کاپیسا نه لاس ته راغلی دی ښه لیدل کیږی او یو دوه ئې په وروستیو کرښو کښی بیانوو. د بگرام د شترک له معبد نه يوه بله د تيږى لوحه موندل شوې ده چه په هغی کښی د یو بودا دوه بودیس اتوا، د یو راهب او د یو تن کوشانی تحفه ورکوونکی څیره ښکل او نقش شویده دغه کوشانی سړی د عامو خلکو له ډلی نه معلومیږی، یوازې یو د بل او زیږ کمیس او یو نسبتاً کم سوره پر توگ په ځان کښی لری، د هغه د کمیس غاړه ساده او مدوره ده يو کمربند ئی د کمیس د پاسه تړلی دی او واضحه ښکاره کیږی چه د هغه دیر ټوگ د پینځو خولی برجسته او قیتان ئی درلود، سر او پښی ئی لوڅی دی څپلۍ نلری لکه چه معمولاً به د قوم خانانو او پادشاهانو په پښو کولی په یوه بله لوحه کښی چه موسیو هاکن په ١٩٢۴ کال کښی د چاریکار و د جنوب شرق په ۱۵ کیلومتری او د بگرام د جنوب په اوه کیلو متری کښی په (پایتاوه) کښی موندلی ده د «بودیس اتوا) (میتریا) نه گرچاپیره یو اته کسیز تولگی لیدل کیږی چه په هغوی کښی ښځی او ماشومان هم شته، دوی د کاپیسا کوشانیان دی چه بودائی دین ئی نوی منلی او د خپلی تیگنی عقیدې د ښودلو دپاره ئی تحفی راوړی او دغه (بودیس اتوا) ته ئی وړاندی کوی، دغه کوشانیان چه ضرور د قام له عوامو څخه دی ساده کالی لری نارینه وو په یو پراخه کمیس اغوست چه گرده غاړه به ئی درلوده.
او د هغه د پاسه به ئی تسمه تړله. د هغوی د دوو تیونو (سینو) په منځ کښی اوږدی اوږدی او مستطیل شکله کرښې ليدل کيږې. او گمان کیږې چه د هغوی د غاړې څکښت به همدا ډول وې نارینه وو په پراخ پرتگونه (شلوارونه) اغوستل؛ او د هغو پاینځی به ئی په موزه کښی ننه ایستلی. د پر توگ زنگنونه د زنگانه په حد کښی د کمیس د خولې یا لمن او د موزې د سرونو په منځ کښې لیدل کیږی. یو بل قسم ماسۍ دوله نازکی موزې هم معمولی وی چه په یوه بله کفش یا کلو شو، او بوټانو کښې به په پښو کيدلې لکه چه تر اوسه پوری هم په ځینو شمالی برخو کښی مروجې د. دی ښځې کميسو نه عيناً د نارینه وو په شان وو، خو لږ اوږده څکښل شوی او نيول شوی، او وو د لمن غاړی او حاشې ئې يو يا دوه قطاره خامک دوزی او یا مهره دوزی لری، شلوار ئی د پښو تر بنده پوری رسیدلی دی او د کمیس د گرد گریوان نه گرچاپيره خامک دوزی لری او د ملغرو یا د مریو، یوه مثلث شکله غاړه کې یې په غاړه کښی لیدل کیږی او د غاړه کۍ په آخر کښی يو غت گل ښکاره کیږې د ویښتانه دوې چونټۍ د هغوی د اوږو په سرونو باندې پرتی دی دا وو د لویو کوشانیانو د زمانی کالی یعنی هغه کالی چه د لومړی مسیحی پیړۍ له دوهمی نیمائی برخی نه تر شپږمی پیړۍ پوری په افغانستان کښې رواج وو، او څه نا څه دری پیړۍ یعنی تر هغی زمانی پوری ئی دوام وکړ چه تنگو او په بدن پوری نښتو کالیو رواج موندلی دی. مجسمې، صحنى او د تحفه ورکوونکو مجلسونه چه د هندوکش په جنوبی بیلو بیلو برخو کښی لکه په هډه – کابل – کاپیسا، بامیان او په نورو ځايو کښی پیدا شوی دی د ښځو او نارینه وو د جامو اقسام او د عامو خلکو او نجباوو کالی څرگندوی او ښکاره کیږی چه په دغو دریو پیړیو کښی د افغانستان د کوشانیانو کالی ساده او د خمتانی او وړينو نسبتاً ډ بلواو پيړو توګرانو څخه به جوړیدل چه پخپله به ئی وریشل او او بدل د عامو خلکو او د قوم د مخورو او نجباوو ترمنځ د کالیو په څکښت (برش) کښی چندانی فرق نه ؤ یواځی په ښکليتوب او ډول و سینگار او گاڼو کښی ئی لږ توپیر موجود ؤ. هر کله چه کوشانیانو دولت په دریمه پیړۍ کښی مخ په زوال روان شو او ساسانی دولت د خپل قدرت لوړی درجی ته رسیدلی ؤ، او لمر لویدیزی خواته د هغوی د تیریو او تجاوزو په اثر حتی په یوه زمانه کښی د کابل سیمه هم د هغوی تر (تیول) لاندی وه، له دی کبله د کوشانی زمانی ساده کالی چه تر دریمی پیړۍ پوری ئی راوج پیدا کړ په څلورمه پیړۍ کښی د ساسانیانو د کالیو په تقليد ډیر تکلفی شول او دا برخه په کوچنیو کوشانیانو یا د کیداریانو په فصل کښې وگورو.