پارسوا ــ پارسواش، فارسیان
په دوهم فصل کښی د باختری آریائی کانون د پخوانۍ آریانا له مرکز نه د غرب خواته د (پارسوا) د قبائلو د مهاجرت د (امادی) په شان او د مدیا د خاورو په جنوب کښی د دوی د سکونت او استوگنی موضوع تېره شوه، دوی په هغه ترتیب چه په پخوانيو پاڼو کښی مو بیان کړ د مادیانو په شان له ۶۵٠ ق م نه تر ٨۵٩ ق م پوری تقریباً دوه پیړۍ تر آشوری سلطی او حاکمیت لاندى وو، وروسته بیا ماديانو په دوی باندی سلطنت وکړ تر دې چه د هغوی د آمریت له نفوذ نه هم خلاص شول او د سلطنت په جوړولو ئی پیل وکړ او هغه ټولی ځمکی چه د اوسنی ایران نه عبارت دی د دوی په نامه مشهورې شوې. پارسوا د خپلو مربوطو عشايرو او قبائلو سره چه وروسته به ورځنی بحث وکړو په هغو تور پوستو بومی عناصرو کښی چه تر اوسه پوری بقایائی د فارس د سواحلو په اوږدو کښی موجود دی، او په ځینو نورو قومونو خپاره شول او ډېری پیرۍ ئی بیله نوم او نشان نه پخپلو کليو کښی د مالدارۍ او زمیندارۍ ژوندون کاوه ـ څرنگه چه مو د مادیانو په باب کښی بیان وکړ د پارسوا د نوم او نښان او موجود والی په باره کښی آریائی ضافو منابعو ويدى او اوستائی سرودو څه نه دی ویلی او مجبور یو چه سامی کانون او د آشوری پادشاهانو ليکنو ته مراجعه وکړو.
آشوری منابعو چه لومړی ځل د ۹ ق م پیرۍ په شاؤخوا کښی د دغه قوم نوم اخلی دوی ئی د (پارسوا) په نامه یاد کړی دی او د دوی د کتیبو د لیکنو نه معلومیږی چه دوی ټولگی، ټولگی او ټبر، ټبر (عشیره، عشیره) وو، آشوری لومړی پاچا چه د دوی نوم اخلی (سلمانار) یا (دوهم شلم نصر) دی او وائی چه په ۸۳۳ کښی د (پارسوا) له (۲۷) کسانو نه ئی باج واخست. بل ځل د دوهم تيگلت پيلسر په زمانه (۷۲۷ـ۷۴۵ ق م) کښی د پارسوا نوم اخستل شوی دی، ده د مادی Madai (ماد) ښارونو د نيولو نه وروسته د پارسوا ځمکی هم ونیولې، وروسته بيا (اثرها دونEsarhaddon ) په پارسوا او د دوی د استوگنې په ځايو او ځمکو باندی تسلط وموند او لکه چه عبرانی منابع شهادت ورکوی ده پارسیان او (دی یان )) lai دا برخه ونه لوستل شول) یعنی (داها Dahas) ( سماريا Samaria ) نه بوتلل، او هر کله چه د پارسوا قبائل د آشوریانو د اعتلا او ترقۍ په وخت او د هغوی د پادشاهانو په نظر کښی د ماد له قبائلو څخه په مراتبه بی اهمیته وو او د دومره قواؤ اوطاقت او اهمیت خاوندان نه وو چه د آشور مغرور پادشاهان د هغوی د مشرانو په تابع کولو او د هغوی د امراوو نه په باج اخستلو باندی فخر وکړی سره د هغو تهاجمونو چه د دوی پر خاوره ئی وکړل او (۲۷) تنه مشران ئی ورځنی تابع کړل پخپلو ليکنو او کيسو کښی ئی ورځنی ډیر بحث ندی کړی او دوی ئی تل تحت الشعاع او د (ماد) د لویې او قوی څانگی په ترڅ کښی راوستی دی، هر کله چه مادیان د ځینو نژادی عواملو او روحی خواصو او د ژوندانه او روحانی او نورو تشکیلاتو په لحاظ په پارسوا باندی فوقیت درلود او حاصلناکی او آبادی برخی هم د دوی په نصیب شوی وی، او د آشوریانو په نزد مادیان د پارسوا په نسبت ډېر مهم گڼل کیدل، او د وروسته ياد شوو قومو ټبرونو (عشیرو) ته به ئی چندان اهمیت نه ورکاوه. د پارسوا قبائل د آشور د سلطی د دورې د زغملو او تحمل نه وروسته څه نوره موده د ماد د پادشاهانو تر اطاعت او قبضی لاندی پاتی شول ځکه چه د فرا اورتس د ماد دوهم پاچا له زمانی نه (۶٣٣- ۶۵۵ ق م) چه دری ئی د ځان تابع او مطیع کړل – د استياک د سلطنت تر آخرنۍ دوری پوری پارسیان د مادیانو ترسیاسی نفوذ اوسلطى لاندى پاتی شول او د مدنيت له مخی هماغه آشوری نفوذ ؤ چه څو پیرۍ به مستقیم ډول او یوڅه موده هم د مادیانو سره په غیر مستقیم صورت او بالواسطه هغوی او د هغوی ژوندون ئی تر تاثير لاندی نیولی ؤ.
هخامنشی او د پارسوا نور قبائل او ټبرونه: د مخه مو وویل چه پارسوا هم ټبر ټبر او قبیله قبیله وه او په قبیلوی شکل ئی ژوندون کاوه (اگزنفون) Xenoption د دوی دقبائلو شمیر (۱۲) او ( هرودت) ئی لس لیکی چه شپږ ئی ځای به ځای اږ زمیندار وو او څلورو نوروئی بدوی او کوچی ژوندون کاوه او په دغه ډول دی.
شپږ لومړی قبیلی ئی:
پاسارگاد، مرفیان، ماسپیان، پانتالیان، وروسیان، کرمانیان.
او څلور کوچی قبیلی ئی: دائیان Daans، مردیان Mordian، دروپیکیان Dropicans او ساگارتیان Sagartians دی، هر کله چه دغو قبائلو بيا پخپل منځ کښی د درجې او اهمیت له مخی توپیر درلود، او ډیری مهمی قبیلې ئی درې لومرۍ قبیلی یعنی پاسارگاد، مرفیان اوماسپیان وو او په دوی کښی هم د پاسارگاد قبیلی په نورو باندی فوقیت او اهمیت درلود، باید دا وویل شی چه پاسارگاد یواځی د قبیلی نوم ندی بلکه د دوی د لومړی پای تخت نوم هم شمیرل کیږی چه بیزانتی (استيفن) هغه – (پاسارگادی) بللی دی او د (پارسیانو خیمه گاه) ئی ترجمه کړی دی، او ښائی چه اصلی شکل به ئی لکه چه ( کنتوس کرتیوس QuntusCnrtius ) وائی پارسا گادی Parsagadae به وی چه د هغه ځای ئی په ( فارس مرغاب) نومی ځای ټاکلی دی.
په هر حال (پاسارگاد) د پارسوا یوه مهمه قبیله ده، او هخامنشى له دغى قبيلې نه یو کوچنی ټبر (عشیره) دی چه د پارس پادشاهان ورځنی پیداشوی دی، او په اصل کښی هخامنش هم د یو رئيس نوم دی چه ټبر او عشیره ئی هم د هغه په نامه یاده او شهرت ئی موندلی دی.
دسیروس نه پخوا د هخامنشیانو حالت: د مخه وویل شول چه د پارسوا قبائل يو څه موده تر آشوری سلطى لاندی وو او د فرا اور تس له زمانی نه وروسته د مادیانو تر نفوذ او آمریت لاندی راغلل په دغو دورو کښی د پارسوا د قبائلو له حالت نه داسی معلومیږی چه د ماد په خلاف د آزادۍ گټلو او د حکومت تشکيلولو ته ئى کوم اقدام ندی کړی او په تيره بيا وروسته تردې چه آمریت او اداره د ماد د پادشاهانو په لاس ورغله پارسیان ټول تابع او فرمان وړونکی وو تردې چه کوروش د استیاک په واسطه د ماد سلطنت وغورځاوه او د هخامنش د سلسلې بنیاد ئی کېښود.
وائی چه د پارسوا قبائلو پخوا له دې چه سلطنت ته ورسیږی خپل قبیلوی کارونه ئی د یوې قومی او قبیلوی جرگی په شکل اداره کول او وروسته تردې چه د اداری تشکیلاتو خاوندان شول بیاهم اجرائيه قوه د اوو قبائلو د اوو تنو غړو په لاس کښی وه چه پاسارگاد په هغوی کښی د نورو سره برابر مقام درلود - وروسته بیا د زمانی په تیریدلو د پاسارگاد د قبيلې نماېنده د قبیلو او ټبرونو د نورو غړو په منځ کښی د اوليت مقام حاصل کر او هخامنش نومی د پاسارگاد د کوچنی ټبر او عشیری رئیس د محلی سلطنت امتیاز پخپلی کورنۍ او ټبره پوری مخصوص کړ، د نورو قبيلو رئیسان که څه هم د ده تابع شول مگر بيا هم د ځينو امتيازاتو خاوندان وو په هر کار کښی ئی د مشورې حق درلود، او په هر وخت کښی باچا ته رسیدلی شول، د هخامنش د مبهم شخصيت او په دغه باب کښی چه څرنگه د نفوذ خاوند شو، په لاس کښی څه نشته، یواځی دومره ویلی شو چه د پارسوا تیت ؤ پرک او پريشان قبائل ئی را جمع کړل او د مادیانو سره د هغوی دروابطو په اصلاح کولو کښی ئی کوشش وکړ او هغه آمریت ئی چه درلوده کاملة محلى جنبه درلوده چه په یوه ډیره کوچنۍ علاقه کښی محدود ؤ لکه چه دغه وضعیت ډیره موده د هخامنش څخه وروسته د سیروس د سلطنت تر زمانی پوری چه د هخامنش لومړۍ تاریخی مرحله ده دوام وکړ، او څو تنه محلی پادشاهان د (نابونید) د بایل د پادشاه د لیکنو له کشفيدو نه تر پخوا زمانی پوری د دوی نوم او نشان او شته والی چا نه پیژانده او د توری تختی (لوحه سیاه) له مخی دغه پاچا د (چشپش) او (کوراخ) او (کمبوجيه) په نامه منځ ته راغی د همدی قبائلی رئيسانو یا د محلی امراوو څخه شمېرل کیږی چه بل هیڅ یو ماخذ له دوی څخه معلومات نه ورکوی، او همدغه کسان دی چه ځینی نکل او افسانه ویونکی له دی کبله چه تاریخی معلومات نه لری کیانی پادشاهانو ته ئی نسبت کوی او د کیانی کورنۍ کارنامی چه بیخی جلا کورنۍ او د پخوانۍ آریانا د مرکز د مقتدرو پادشاهانو د کورنۍ او سلالې څخه دی او د زمان او مکان له حيثه د هغو په منځ کښی لیری فاصله موجوده ده چشپشیانو ته د یو شمیر محلی امراور نسبت کوی. په هر حال له هخامنش دهمې قبیلی له رئيس څخه چه هخامنشیان د ده په نامه یادیږی د سیروس یا کوروش کبير د پیدا کیدو تر زمانی پوری د هخامنشیانو تاریخ چندانی روښانه ندى او امرارو ئی ټوله محلی جنبه درلوده، او په کوروش سره د دوی تاریخی اصلی مرحله شروع کیږی او هر کله چه پخپله سیروس هم د سلطنت په څو لومړیو کلونو کښی یوازی د (شوش) د علاقی پاچا او وروسته بیا د فارس پاچا بلل کیده او هغه شی چه د ده نه پخوا دورو ته مو منسوب کر په ښه شان تائیدوی.
سیروس او د ده اولاده: تاریخی زمانه؛ په استیاگ د ماد د وروستی پاچا او د هغو افسانو او نکلونو له مخې چه هرودوت کی نقلوی ولیدل شول چه څرنگه سلطنت له (ماد) نه ( پارسوا) ته نقل شو، د مادی (استیاگ) د لور او د پارسی (کمبوجیه) د هغې د مېره په کور کښی یو هلک و زېږید چه (سیروس) نومیده او د خپل تیکه استیاگ د آرزو په خلاف وژل شوی نه ؤ ده او د (هرپاژ) په کور کښی لوی شو. وائی چه یوه ورځ تیکه ئی استیاگ دغه خپل نمسی – د کوچنیانو په منځ کښی و پیژانده او له (هرپاژ) نه سخت خپه شو او د انتقام په ډول یی د هرپاژ زوی پټ په لاس راووړ او د دغه هلک غوښه ئی په میلمستيا کښی پخپل پلار وخوروله او د مجلس په آخر کښی ئی د دغه هلک سر او اندامونه د دغه وژل شوی هلک د پلار په مخکښی کیښودل (هرپاژ) که څه هم په ظاهره څه ونه ويل مگر د ماد د پاچا په نسبت ئی په زړه کښی خیری او کدورت پیدا شو او د سیروس سره چه زلمی شوی ؤ د دوستۍ اومکاتبې سلسله روانه کړه او هغه ئی د (ماد) د پاچا سره د جگړې د پاره تحریک کړ او پخپله له مادیانو څخه ئی د ځان د پاره طرفداران پیدا کړل. او هر کله چه په ۵۵٣ کښی سیروس د عسکرو سره د (ماد) په پاچا باندی حمله و کړه نو د استیاگ نه یوه بله غلطی وشوه چه د سیروس د مقابلې د پاره ئی عسکر د (هرپاژ) په لاس ور کړل، دغه وروسته ذکر شوی شخص چه د داسې ورځی رسېدلو ته منتظر ؤ – د سیروس سره ملگری شو او دواړو په اتفاق سره په ۵۵٠ ق م کښی د مادیانو سلطنت و غورځاوه او (هرپاژ) د ماد ټول عسکر سيروس ته تسلیم کړل.
د انشان یا د سوزیانو یا د شوش سلطنت: د استیاگ د تسلیمېدو پیښه او د سیروس کامیابی د هخامنشی لومړۍ تاریخی حقیقی مرحله ده چه د هغی پېښیدل د (نابونید) ليکنې او کتيبې ئی تائیدوی او له هغی نه واضحه معلومیږی چه د هخامنشی سلطنت په دغه وخت کښی يواځی يو محلی حکومت ؤ او پراخه دائره ئی نه درلوده، ځکه چه سیروس په ۵۴٩ کښی د انشان یا سوزیان د پاچا په عنوان یاد شوی دی او د ده د حکومت ټوله منطقه يواځی د شوش علاقه وه او بس. دغه وضعیت دا کبتانا (همدان) د فتحی تر زمانی پوری په ۵۵٠ کښی دوام وکړ، او وورسته تر هغه سیروس په ۵۴۶ کښی (د پارس پاچا) وبلل شو، او معلومیږی چه په دریو کلونو کښی د ده د نفوذ دائره له سوزیان نه پارس ته ورسیدله. د مادیانو سره چه په بابل او لیدی کښی وو د هخامنشيانو د جگړو پېښې ډېرې دی او په دغه ځای کښی هغه نه راوړو او همدومره وايو چه سیروس په هغوی ټولو باندى غا لب شوى دى او په هغوی پوری ټولی مربوطی ځمکی هم د هخامنشیانو په لاس ورغلې. په دغه وخت کښی سیروس د شرق خوا ته د آریانا په خاوره هجوم ور وړاو له ۵۴۵ له تر۵۳۹ پوری پنځه شپږ کاله زمونږ د مملکت د ملی قواؤ سره په جگړه بوخت ؤ تر دی چه په آخر کښی ئی خپل ژوندون د هغه په سر بائلود لکه چه بیان به ئی وروسته وشی.
د سیروس د پادشاهی وورستۍ پېښې له هنگامې نه ډېری ډکې او اضطراب ناکې وې که څه هم د هخامنشی د کورنۍ مؤسس په آخر کښی زمونږ د مملکت په جنگونو کښی وژل کېږی مگر جزئیات پوره معلوم ندې چه د آریانا په کومه څنډه کښی وژل شوی دی.
ستزیاس Cetesias لیکی چه سیروس د (دربېکیانو) په جنگ کښی چه پاچا ئی (امورایوس) نومید ووژل شو، دغه شخص دغه پېښه داسی بیانوی چه هر کله چه سیروس پخپل سواره نظام سره په هغوی باندی حمله و کړه دربیکیان ئی کلا بند کړل، او له دوی څخه د یو تن له خوا سیروس په غشی وويشتل شو او مړ شو. ( رپسن Rapsan) دربیکیان هغه قوم بولی چه د افغانستان او هند په سرحد کښی اوسیدل هرودت وائی چه سیروس د اکسوس په شمال کښی د مساجنيانو دلاسه ووژل شو، په هر حال پېښه چه هر څنگه وی سیروس د آریانا د جگړه مارو قومونو په جنگونو کښی او یا زمونږ د مملکت په شمال کښی او یا په سمت شرقی علاقه کښی وژل شوی دی.
کمبوجيه: د سیروس د وژل کیدو نه وروسته کمبوجیه یا کمبیزچه د پلار د ژوندانه په زمانه کښی هم په مملکتی او حکومتی چارو کښی د هغه سره شريک ؤ، په ۵٢٩ کښی د خپل پلار په ځای کېناست مگر په هغو توصیو سره چه کړی ئی وې بل زوی ئی چه د کمبوجیه نه کشر ؤ او (باردیا) نومیده او کلا سیکى مؤرخين ورته (سمرويس) وائی او د خوارزم پارتیا کرمانيا د نيول شوو ځمکو حکمران ؤ د پخوا په شان پخپل ځاى نائب الحکومه پاتی شو، په بله ژبه که څه هم پاچا رسماً کمبوجیه ؤ مگرد سيروس له خوا نیول شوی او مفتوحه ځمکی د هغه د دوو ځامنو له خوا اداره کېدلې. هر کله چه دغو دوو ورونو يو په بل باندی اعتماد نه درلود نو یو د بل له نفوذ څخه وہرېدل کمبوجيه هغه وخت چه مصر ته ئی لشکر کشی کوله نو له دې وېرې چه داسی چیری و نه شی چه (باردیا) په شرق کښی په دغو نيول شوو ځمکو کښی د پاچاهۍ اعلان وکړی نو هغه ئی په پټه په ۵٢۶ کښی په داسې ډول وواژه چه حتی مور او خویندی ئی هم ورباندی خبرې نه شوی - نو بیا هغه وخت په خاطر جمعۍ د مصر په لوری روان شو.
لکه چه هرودت لیکی یو تن مغ چه (گوماتا Gaumata ) نومېده او (بارديا) ته ډېر ورته ؤ په مصر باندی د کمبوجيه له مصروفیت او په پټه د (باردیا) :د وژل کېدو نه استفاده وکړه اود (باردیا) په نامه ئی د پاچاهۍ اعلان وکړ. کمبوجیه د دې پېښی له خبریدو نه مضطرب او پریشان شو او له دې کبله ئی ځان وواژه او انتحار ئی وکړ، او گوماتا نومی مغ لايو څو موده حکومت نه وکړى چه د ده سر کشف او ښکاره شو او خلک ورباندی راوپارېدل او دی ئی هم وواژه.
داریوش او د ده اولاده: هر کله چه د داریوش نه پخوا به اداری لحاظ د هخامنشی دولت کوم اساس نه درلود او باردیا او گوماتا وژل کېدو په هغه کښی ډېر هرج و مرج پیدا کړی ؤ د نيول شوو ځمکو خلک په هېڅ يوځاى کښی د هغوی له سلطی او حکومت نه خوشاله او خوښ نه وو او د خپلی خپلواکۍ او آزادۍ حاصلولو په فکر کښی وو.
داریوش د دغو ځایو د آرامولو نه وروسته د سیتیانو یا اسکائیانو سره هم جنگونه وکړل او دغه اقدام د غرب خوا ته د ده کار کار پسې اوږد او مشکل کړ او د تراس Thraec أو مقدونیې په ولایت کښی د یونانیانو سره ئی مخامخ کړل چه د پېښو بیان ئی زمونږ د بحث له موضوع نه وتلی دی.
داریوش په آریانا کښی د شرق خوا ته د سیروس د حرکت د خط په نيولو کښی ډېرې فتح و کړي چه وروسته تر دې د داریوش د زمانې پېښى جلا راځی.
د ده نوره پاتی اولاده: د اول داریوش نه وروسته د ده زوی خشایارشا چه یونانیانو د اکز دا کزرسس په نامه یاد کړی دی، په۴٨۵ ق م کښی سلطنت ته ورسېد او ډېر زيات عسکر ئی د یونانیانو د جنگ د پاره واستول او د هغوی پای تخت ئی وسوځاوه او د اسکندر په زمانه کښی د یونانیانو انتقام اخستل له دې جهته شروع شول، د خشایارشاه څخه وروسته اول اردشير (۴١) کاله سلطنت او پاچاهی و کړه - په دغه وخت کښې په باختر کښی یو سړی چه ویست اسپه یا هشت اسپه نومېده د پاچاهۍ دعوی و کړه، دغه سړی بیشکه د هماغی باختری نجیبی کورنۍ له اولادې څخه دى چه د باختر او د ټولی آریانا سلطنت ډېری پیړۍ د ده د پلار او د تیکونو میرآث ؤ او هېڅکله د پړديو د سلطى په دوره کښی دی او د ده په شان نور کرار او آرام ناست نه وو، او ویست اسپه نه یواځی د پاچاهی اعلان و کړ بلکه د خپلو وطنوالو څخه ئی پوره قوه هم را ټوله کړې وه لکه چه اردشیر هغه وخت چه د ده د مقابلې د پاره د باختر خوا ته راغی نو جگړې دوه کاله دوام وکړ او په آخر کښی بل ځل بيا جگړه د دښمن په گټه تمامه شوه او ويست اسپه ووژل شو.
د اول اردشیر نه وروسته د ده زوی چه دوهم خشایارشا نومېد (۴۵) ورځى او د ده نه وروسته و رور ئی (اوکس Ochus) نومی د دوهم داریوش په عنوان په ۴٢۴ ق م کښی او وروسته تر هغه دوهم او دریم ارد شیر او په آخر کښی داریوش کودو مانوس Codomannus د دریم داریوش په عنوان په ٣٣۶ ق م کښی سلطنت ته ورسید.
په دغه وخت کښی د نیول شوو او فتح شوو ځايو د خلکو د صبر او حوصلې کاسه ډکه شوې وه او پاچا هم یو سست عنصر او بې ارادې سړى ؤ نو د هخامنشی د دولت په ارکانو کښی یو عمومی ضعف پیداشو. سره د دې چه د آریانا د مفتوحه ځايو حاکمان ټول پخپله د مملکت له نجباوو څخه وو بیاهم د هخامنشی د پادشاهانو دهیڅ یو د سلطنت په دوره کښی داسی نه وو چه سر کښۍ او د آزادۍ حاصلولو ته به میلان نه وی ښکاره شوی. تردې چه په آخر کښی د دریم داریوش زمانه ورسیدله. په دغه وخت کښی د مفتوحه ولايتو حکمرانانو دومره قوت او نفوذ پیدا کړی ؤ چه د هغوی په کورنۍ کښی حکمرانی او اداره یو میراثی شی گرځیدلی ؤ او د هخامنشی مرکزی حکومت دومره قدرت نه درلود چه هغوی بر طرف کړی، پنجاب او سند کامله د پردیو له پنجې نه خلاص شوی وو - د آريانا په بیلو بیلو ځايو کښی امراوو هر يو مخصوصاً (بسوس) د باختر حکمران ډیر اقتدار او لوړ حیثیت پیدا کړی ؤ او دغه وضعيت حتى پخپله د مديا او پارس په ځمکو کښی د خزر بحيرې ته په نژدې او شاؤ خوا ځايو کښی ليدل کيده په دغه وخت کښی په غرب کښی یعنی په یونان کښی یوه بله لویه واقعه پیښه شوه چه په نتیجه کښی ئی د هخامنشی دولت بیخی له منځه لیری شو. وروسته تردی چه فلیپ په ٣٣۶ - ٣۵٩ ق م کلونو کښی په ټولو ولاياتو کښی مقدونیی ته مرکزیت ورکړ په ۳۳۷ کښی ئی د ټولو ولاياتو له نمایندگانو څخه يو مجلس جوړ کړ او یونانیان ئی د هخامنشی په جنگ او له دوی څخه د انتقام په اخستلو تحریک اوولمسول که څه هم عسکر پخپله د فیلیپ په ژوندانه کښی د دې نظریی عملی کولو ته تیار شوی وو مگر فیلیپ په دغه ترڅ کښی ووژل شو او یونانی عسکر د ده د زوی اسکندر په مشرۍ د هخامنشی خاوری ته داخل شول. د هخامنشی قواؤ چه دوه دری ځلى لنډي مقابلې و کړې بيا تيت وپرک شول او دریم داریوش د باختر خوا ته و تښتید. په دغه وخت کښی با ختری، هری او د درانجیانا حاکمان سره متفق شول او په ټوله آریانا کښی ملی لوی جنبش پیدا شوی ؤ. داریوش زمونږ د مملکت په سرحدونو کښی په هیرکانیا کښی د دغه جنبش سره مخامخ شو او د ملی قواؤ د رئيس (بسوس) د لاسه ووژل شو، بسوس د (دریم دارا) نه وروسته باختر ته بیرته راغی او د پادشاهۍ اعلان ئی و کړ.