دخوشال خان خټک په ادبی مکتب کی قصیده
اوس نو بیا د قصيدی سمسور موسم راغی او د پښتو پلار خوشحال خان خټک پخپل ادبی زیار او مښود کی قصیده هم ترلاس ونیوله، او د روښانیانو له خانقا ډه ئی بیرته بزم او درندانو تولی ته راوسته.
پخپله خوشحال خان او تر ده وروسته د ده د کورنۍ ډيزوشاعرانو د پښتو قصیده په صنعتی و فنی لحاظ هم وپالـله. او د مضمون د تنوع له پلوه ئی داسی غنی کړه چی اوس هغه د غوريانو او روښانیانو قصیده چی پرته له ستايني او تصوفه ئی نور رنگونه نه لرل، په ډول ډول مضامينو و پسولـله سوه، او هر راز ادبی ښکلا ئی بيا مونده.
اخلاق، حماست، افتخار، شکوه، غندنه، ستاينه ښیگڼه، تبلیغ او تلقین خو کله کله تصوف او توحید او نورډیر مضامين هم د قصيدی په ښکلولو کی د اخل سوه. په حقیقت کی خوشحال خان د نوی قصیدى ژوندی کوونکی دی. پخپله دی د روښانیانو ادبی ضعف او کمزوری ته ملتفت دی، او په يوه خوږه او ښکلی قصیده کی خپلی ادبی کارنامی او د سابقينو احوال داسی بیانوی:
په پښتو شعر چی ما علم بلند کړ
د خبرو ملک می فتح په سند کړ
مدعی د توری شپی او را ورکۍ و
د سهیل غوندی می ځان باندی څرگند کړ
يو په حال او په ماضی کی هسی نه ؤ
چی ښکاره ئی د خبرو راته خوند کړ
د میرزا دیوان می ومانده په گوډی
مسخره می ارزانی خیشکی زمند کړ
که دولت ؤ، که واصل ؤ، که دا نوروو
په خبرو می د هريوه ريشخند کړ
کتلمې می ورته سازی کړی د قندو
د اور بشو په ډوډ یوچی چاشخو نه کړ
لعل و در می ورته وپییل د نظم
د مشكڼو بنجاره می مستمند کړ
هر کلام می واردات دی یا الهام دی
چی موزون می په تقطیع د بحر بند کړ
په تشبيه او په تمثیل په نزاکت کی
عذوبت می د خبری چند در چند کړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معنی می د شیراز او د خجند کړ
د بوستان ونی می واړه پیوندی دی
حقیقت می د مجاز سره پیوند کړ
رشتيا هم داده چی تر خوشحال خان دمخه د پښتو قصيده د روښانیانو په دوره کی داسی وه، لکه چی سړی اور بشینه ډوډۍ خوری خو اوس په خوږتیا اوخوند او کیف کی په الهامی ډول او تازگی د خواجه حافظ او كمال خجندی د کلامه سره سیاله سوه.
د خوشحال خان په قصیده کی د چا غندنه یا ستاینه يا كومه صله او گټنه مقصد نه وه. د ده کلام د زړه الهام
او د محبت کمند ؤ:
نه می سود نه مقصود شته په دا کار کی
محبت زما په غاړه دا کمند کر
عشقه ته تر اورنگ زیب پاچا بهتریی
«چی خوشحال» دې په عالم کی سربلند کړ
د خوشحال خان د قصائدو ديوان ټول تر دوه زره بيته پوری رسیږی. چی ما په ۱۳۱۷ ش کال له قندهاره په بشپړه ډول خپور کړی ؤ. په دی قصیدو کی د پند او موعظت گټوره ذخیره، د پښتنی اخلاقو او محسناتو ښیگنه د تعلیم اوروزنی نکات او د وطنی سندرو خونده وره برخه، حمد او نعت، د جنگ او حماست خبری ، د خپلی کورنۍ او قوم څخه گلی ماڼی، د معیشت اوطب او حفظ صحت لارښوونی، پسرلنی ښکلی تشبیبونه، منظرنگاری او غندنه او کله کله هزل او ملنډی هم سته.
نو په لنډو الفاظو بايد داسی ووایو: چي د خوشحال خان قصیده د ده د شعر یوه جامعه برخه ده، چی د شاعر پیاوړتوب او فنی اقتدار او ادبی مهارت ښه ښکاره کوی. هم د فرخی او منوچهری د قصائدو صنعتی ښیگړی لری، او هم د سنائی د حکمت او موعظت معنوی مزایا پکی پراته دی، او هم د پښتو او پښتنوالی يوه رڼه هینداره ده.
د خپل زوی نظام په ویرنی بولـله کی وایی:
څه داغونه ږدی په زړه باندی فلکه!
چی نظام دې له ما بيل کړ ځوائی ډکه
خدایه ته خو ستمگر نه ئی دا څه کړی؟
خلقه دی په دا کار کړه هکه پکه
په لحد کی هغه مخ خورې په چينجيو
چی د هیچا پری پیر زونه وه ځوانکه
کشکی ځوان د پښتانه په ننگ کی مړ وای
نه چی گور لره روان شو له تلتکه
چی د قام په ننگ کی ومړ هغه زویه
په عالم کی د خپل پلارغاړ، کالکه
په شرقی شاعری کی خو تل شاعر تش ستایونکی وی. دی د دلاورانو او جنگياليو میړو جنگی کارنامی او بهادری ستائی، اما پخپله د جنگ ډگر ته نه ورځی خوشحال خان د شاعری سره سره یو جنگی سردار او د جگړی د میدان توریالی سپاهی هم دی. نو ځکه د ده وینا په جنگی مناظرو او د توری او تورياليو په ستاينه کی پر یوه واقعی او حقيقي كيف بنا ده. او تل له ځانه حکایت کوی نه له نورو، او که کوم وخت د کوم توریالی ستاینه کوی، هغه هم هغه څوک وی، چی د ده تر مشرتابه لاندی توری وهی. په یوه قصیده کی خپل زوی بهرام ته وائی:
څو دی توان توفیق رسیږی بیرون مه شه
په هر دم د پښتانه له ننگی و نامه
ته د چاو جام ته هيله امید مکړه
حریفان دې باده نوش وی ستاله جامه
با تکیه د یوه خدای ده یا د تورې
به جرگو مرکو نه شی کار تمامه
که دی نقش د توری کښینی راته غوږ کړه
کامروا به شی هاله له هره کامه
ښه ځوانان به خپل هوډ پری نږدی له لاسه
که ئی مر شی د خونی مزری تر ژا مه
که تل توری غشی خوری ماتی د جنگ وړی
مرد به صور نشی په زړه له انتقامه
په يوه بله قصیده کی خپل وروستنی ارمان او د فلک د ناوړو سره ډ غری وهل داسی ښکاره کوی، چی د شاعر لوړ همت او پرځان ویسا ځنی څرگندیږی.
مرگه! هومره مهلت راکړه په جهان کی
چی جمدر د مدعی په وینو سور کړم
که ئی درست د متو زور راته ښکاره کړ
بیا فلک سره کشتی پخپل دستور کړم
د خوشحال خان د قصیدو د منظرنگاری او د بهاری تشبیبونو د گریز او تخلص ځای بیرته هم هغه د پښتنوالی ښکلی دنیا او د ننگ او ناموس تود کانون دی. په يوه غرا قصیده کی په تشبیب داسی پیل کوی:
د نوروز منت په باغ دی په صحرا هم
نورانی ئی شی له فیضه هغه دا هم
دا بهاری تشبیب خو دیر ښکلی دی. اما داسی بکاری چی شاعر د بند اوله وطنه د لیری تابه په حال کی ویلی
دی، نو ځکه د قصیدی د تخلص لهجه داسی ور ا روی:
د قفس بلبله ژاړی گریانی کا
چی به چیری په گلگشت والو زو بیا هم
په هغو زما سلام، ما دې هم یاد کا
په گلزار کی چی نگار لری صهبا هم
څو بهاره می بی و معشوقو ځی
داخو د رای فلک څه چاری کا په ما هم
دلته د شاعر لوړ همت او د پښتنوالی غرور بیا ښکاره کیږی، پخپل ارت زړه کی د جهان غمونه ځایوی، اوله دنيا او مافيها څخه استغنا مومی وائی:
چی و خپلی کامرانی ته می شا کړه
غم اندوه د فلک نه لرم، پروا هم
د منت دارو که مرم په کار می ندی
که علاج لره می راشی مسیحا هم
د پرښتو امین منت دی په دعا کی
لا جرم ورځنی پټه کړم دعا هم
د جهان غمونه واړه پکی ځای شول
شکر دا چی زړه ئی لوی راکړو ما هم
په دی دونی جنگی او حماسی تاو، او د پښتنوالی په شور ماشور کی خوشحال خان د سنائی په دود د حکمت او موعظت موثری ویناوی هم لری، چی سړی له دی مادی دنیا څخه د یوی بلی معنوی نړۍ په یاد کی هم اچوی، لکه چی په یوه اوږده قصیدہ کی وائی:
مخ د هغو تورشه چی مینی نفسانی دی
يوه مینه باقی ده، نوری کل مینی فانی دی
مکړه د نس نغو ته د هوا په لوری مه ځه
واړه د نس چاری شیطانی، نه رحمانی دی
د قصيدی په پای کی شاعر خاصه رو حانی جو له ښکاره کوی، او د خپل زړه د مقاصدو د پوهولو لپاره کوم ترجمان ته هم اړتيا مومى وائی:
چاوته ويل کړم ترجمان نشته په منځ کی
زه سمرقندي يم، ياران واړه ملتانی دی
خوشحال خان اود ده زامن او لمسی لکه د پښتو ادب په نورو څانگو کی چی د استادی لاس لری او زموږ ژبه د دوی د ادبی تخلیقاتو مرهونه ده، قصيده هم د دوی په ادبی مکتب کی په ښه ډول روزلی سویده او ادب دې څانگی ته هیچا دونی پرورښت نه دی ورکړی لکه خټکو درنی کورنۍ چی پدی ښکلی بڼ کی رنگین او مسوونکی گلونه زرغونه کړيدی.
اشرف خان هجری او عبدالقادرخان او گوهرخان زامن، اوشیدا د ده لمسی د قصیدی پیاوړی روزونکی دی چی له دوی څخه د پلار په شان ديرغرا او بليغ قصائد په پښتو ادب کی پاته دی او که د دوی دغه زيبا او خونده ور آثار نه وای نو به د پښتو ځولی د قصيدى له ښکلو گلونو تشه وای. د دوی په زمانه کی د هند د بابری کورنۍ تاړاکونه پر پښتنو جاری وو.
د مغولو دا تیری او ناتار خو د دوی له پاره تریخ ؤ مگر د پښتو په ادب کی یی یو خاص باب پرانیتی دی ځکه دا سرداران، شاعران چی به له وطنه لیری سول دوی به د احساساتو رقت او د قریحی حساسیت او د زړه نرمی بیا مونده او دغه صفات د ښه او موثر شعر په تخلیق کی ډیر اغیزه وردی.