امادی یاماد
په دوهم فصل کښی بیان شول چه (امادی) مادیان او (پارسوا) څرنگه او څه وخت د آریائی یعنی د باختر د پخوانۍ آریانا د مرکز د ژوندانه او مدنیت له کانون څخه راوتلی او یو ئی د خزر د سواحلو په شاؤخوا منطقو کښی او بل ئی د سواحلو تر څنگ ځمکو کښی میشت او ځای په ځای شو او دغه علاقی د دوی په نومونو (مدیا) او (فارس) مشهورې شوې پخواله دى چه دغه دوه آریائی مهاجرې انگی خپلو مسکو نو ځمکو ته ورسېږی او ځای په څای ئی په مديا او فارس خاص بیا په دغه وروستی ځای کښی د دوی په ځای بومی تور پوستو خلکو استوگنه کوله لکه چه د هغوی بقایا تر اوسه پوری د فارس د سوسلو په اوږدو کښی شته او له منځه وتلی ندی له بلې خوا هر کله چه د سامی مدنیت مرکز یعنی بین النهرین د دغو منطقو سره متصل دی او يوې سلسلې سامی مقتدرو حکومتو له پنځو زروقام کلونو نه را ایسته له دغه ځای څخه د غربی آسیا په لیری او نږدی ځایو باندی حاکمیت او نفوذ درلود.
په دغو ځایو کښی د سامى عناصرو خپرېدل هم یو طبیعی کار دی په بله ژبه ویلای شو چه مدیا او فارس د دوو معینو او مشخصو کانونو، دو عالمونو، دوو مرکزونو، د دوو مدنیتونو ترمنځ پراته دی چه یو ئی آریانا د ویدا او اوستا د ظهور ځانگو او (د آریائی تهذیب کانون) دی او بل ئی بین النهرین د سامی نژاد او ثقافت مرکز دی باختر د پخوانۍ آریانا مرکز د آریائی نژاد او عرق صاف کانون او د آریائی صاف ثقافت، سلطنت، دین و آئین، مدنیت او د کولتور مرکز ؤ چه شرقی مهاجرین ئی په هند کښی د دراویدیانو سره گډ او مخلوط شوی دی او غربی مهاجرین ئی آمادی او پارسوا د سامی عالم سره گډ او خلط شوی دی. یعنی په هغه مرحله کښی چه لاتر دغه وخته پوری قبيله قبیله او ټبر ټبر (عشيره عشيره) وو د آریا نا له آریائی کانون څخه ووتل او د مهاجرت د لارې سامی کانون ته نژدی شول، او هر کله چه د دوی شمیر د سامی ټولنی په مقابل کښی لږ ؤ او سلطنت هم ډېرې پر له پسی پیړۍ د سامیانو په لاس کښی ؤ تر دی چه دوی په ځان پوه شول، او يو مرکزیت ئی تشکیل کړ، د ژوندانه له بیلو بیلو اړخونو څخه تر سامی نفوذ او اثر لاندی راغلل او آریائی خالص خصوصیات ئی د لاسه ورکړل لکه چه همدغه جهت دی چه مدققین ډېره موده د ماديانو په اصل او اصلیت کښی مشتبه وو ځينو دوی د اشوری اولاده یا د سامى مختلفو عنا صرو اولاده بلله او ځينو نورو چه فرانسوی ( اوپرتOupert ) هم په دغه جمله کښی دی دوی تورالی او دالتائی تورانیانو څخه شمېرل مگر په آخر کښی معلومه شوه چه مادیان آریائی دی، خو د باختر د آریائی صاف کانون څخه لری والی او د سامی ژوندون مرکز ته نژدې والی او څو پیړۍ سامی حکومت او د وینو گډون په دوی باندی تاثیر و کړ او د دوی په عرق او ثقافت او د ژوندانه په نورو مظاهرو ئی اغېزه کړی ده.
په دې کښى څه شک او شبهه نشته چه مادیانو قبیله قبیله مهاجرت کړی او ډيري پیړۍ ئی د مالداری او قبیلوی ژوندون کاوه او د دوی مهمی قبیلې شپږ دی چه د (بوسیانو Busae، پاراتا کنیان Parataceni، ستروخاتیان Strucuates اری سانتیان Arisanti بودیان Budii او د ( ماجيان Magi) په نومونو یادی شوی دی. دغو قبيلو يو څه موده تیت ؤ پرک او يوې له بلی جدا ژوندون کوه او لکه چه هرودوت شهادت ورکوى دغو قبائلو پخوا له دې چه د مرکز او سلطنت خاوندان شی په تیت ؤ پرکو کليو کښی بیله مرکزی قواؤ او قوانينو او تشکيلاتو نه ژوندون که و. د ماديانو تيت و پرک وضعیت او د هغوی د سلطنتی تشکيلاتو او د قواؤ د مرکز نشتوالی یو داسی شی دی چه اشوری کتیبو ور باندی ډیره رڼا اچولی ده او پخپل ځای کښی به دغه شیان په مفصل ډول سره وگورو.
د مادی (ماد) قوم لومړی یاد: په هغو اثارو او سرودونو کښی چه د هندوکش د دواړو خواؤ د آریا ئی صاف کانون محصول دی یعنی په ویدی او اوستائی سرودو نو کښی د امادی (ماد) نوم ياد شوى ندى له دی جهته له دغه کانون څخه صرف نظر کوو او سامی کانون نه متوجه کيږو.
پخوا مو وویل چه: آشوریانو د اول تیگلت پیلر سر (۰۱۹۰ - ۱۱۳۰ ق م)
د پادشاهۍ خیال پیدا کړ. دغه پاچا او د ده په ځای ناستو کسانو، سره د هغو جنگونو او تهاجماتو چه هر طرف ته ئی کړی او پخپلو ليکنو او کتيبو کښی ئې اسرائیلی او ارمنی قومونه، دکړی دی، د مادی نه ئی هیڅ ذکر ندی کړی او هغه لومړی آشوری پاچا چه د هغوی نوم یادوی اشوری (سلما نسار) یا (دوهم شلم نصر) دی چه د (٨۵٩-٨٢٣ق م) ترمنځ ئی ژوندون کاوه، او په شام باندی له حملی نه او د هیتی او ارمنی عنا صرو د تابع کو لو نه وروسته د مدیا او فارس خاورو ته هم داخل شوی او دغه برخی ئی ونیولی او د (پارسوا) یا (پارسواش) له امرا وو نه ئی (٢٧) تنه بندیان ونیول او بیائی هغو ځمکو او جلگو ته مخه وکړه چه امادی پکښی اوسیده په دغه ترتیب لومړی ځل سامی منابع امادى او پارسوا قومونه یادوی او معلومیږی چه د غر دوو آریائی څانگو تر اتمی ق م پیړۍ پوری قبیلوی از د تیت ؤ پرکو کلیو او قريو په ډول ژوندون کاوه او قوه او مرکزیت ئی نه درلود او د هری قبیلې ملک پر خپله قبیله آمریت درلود او (شلم نصر) چه د دوی خاوره ونیوله او رئیسان ئی و رځنی بندیان کړل لومړی ځل ئی پخپلو ليکنو کښی د اتمی پیړۍ په شاوخوا کښی دغه دوه آریائی قبیلی یادی کړی دی. مادیان د اشوری کتيبو له مخی: هغه منابع چه تر یوی اندازی پوری د ماد په باره کښی معلومات ورکولی شی.
یوه د اشوری پادشاهانو لیکنی (کتیبی) دی او بله د هرودوت لیکنی دی چه لومړۍ د سامیانو تر سلطى لاندی د امادی وضعیت او دوهمه عموماً د دوی بومی سلطنت بیانوی.
د (شلم نصر) نه وروسته چه د مادیانو په باب کښی د ده د لیکنو یادونې تیری شوی تیگلت پیلز (٧٢٧-٧۴۵ق م) د اشوری بل پاچا وائی (چه دنیا آ Nisaa ځمکی او د مادی Madai (مدیا) د منطقی ښارونه می ونیول د پارسوا ځمکه مې پخپله قبضه کښی راوستله «زیکروتی Zikroti» می ونیو، او مديا مې د اشـور د ځمکی سره وتړله) په نهمه جگړه کښی بل ځل بیا پر مدیا باندی ئی حمله وکړه. د یهودو کتابونه وائی چه د (سماریا Samaria د سقوط نه وروسته په ۷۱۱ ق م کښی اشوری پاچا اسرائیلیان وشړل او په ( کالاه Khalah) (کالح = تورات) او د مادیانو په نورو ښارونو کښی ئی ځای ورکړ، او هر کله چه (سماریا ) د (سرگن) په لاس ( ۷۰۵-۷۲۲) فتح شو نو معلومیږی چه د ماد په ښارونو کښی د یهودیانو خپریدل د ده په زمانه کښی شوی دی. لکه چه پخپلو لیکنو کښی ئی عین همدغه پیښی یادی کړی دی او وائی چه په ٧١۶ ق م کال کښی ئی د ماد له۵٢ تنو رئيسانو نه ډیر خراج واخيست او خپل هيکلونه ئی د دوی د ښارونو په منځ کښی کيښودل يو کال وروسته ئی بیا په مادیانو حمله وکړه او (ديو کو) Dayauku - او د ده کورنی او ملت ئی بندیان ونیول او مجبور ئی کړل چه په (امات - Amat ) نومی ځای کښی واوسیږی، د مدیا د وضعیت د ساتنی دپاره ئی جنگی کلا گانی جوړی کړی، او د ماد له (۲۲) تنو رئیسانو نه ئی باج واخست او (٣۶) ښارونه او د (مدیا) برخه ئی ونیوله او هغه ئی په آشوری پوری وتړل. یو ځل بیا ئی په ۷۱۳ کال کښی د (مدیا) په ضد لښکر وایست او ( ديوکو ) او د دوی نو ررئیسان ئی چه د آشوری له اطاعت او متابعت نه ئی منع راوړی وه بیرته بیا مغلوب کړل. د دوی له ۴۵ تنو رئيسانو نه ئی باج واخست او ۴۶٠٩٠ آسونه، خره او یو زیات شمېر پسونه ئی ورځنی ضبط کړل، په اشوری پادشاهانو کښی (سارکن) هغه پاچا ؤ چه د ټولو نه زيات ئی په مادیانو باندی فشار راوړی ؤ. او د دوی خاوره ئی څو واری زیرؤزبر کړه او پخپلو ليکنو کښی وائی چه د مدیا تر آخری شرقی سرحدی ښار پوری مود دوی ټولی ځمکی ونیولی او په آشوری پوری مو وتړلی.
لنډه دا چه په همدغه ترتیب نور آشوری پادشاهان لکه «سنا خريب Sannaherib ۴۱۳( ۶۸۱ - ۷۰۵ ق م) او ( اشارها دون Esarhaddon ) (۶۶٨ - ۶٨١ ق م ) او ( آشور بانی پال) هر یو په همدغه ترتیب چه تیر شو پخپلو ليکنو کښی د ماد د ځمکو د نيولو او د باج اخستلو او د دوی د مالونو او څارویو د ضبطولو وضعیت بیانوی او معلومیږی چه د (۸۵۹) او د (۶۵۰) کلونو منځ کښی تقریبا دوه پیرۍ کامله مادیان او پارسیان د آشوری سلطی او تهاجماتو لاندی وو، او دغو الوگولو او لښکر ايستلو او د ښارونو د اوسیدونکو او بند بانو بیځایه کولو او د دوی په ځای د یهودو راوستلو او سامی مدنی، سیاسی او عسکرى وحشت ناک حاکميت او عرف او عاداتو او مدنیت او اخلاقو په مادیانو او پارسيانو باندی ډیر تاثیر وکړ او سامی مميزات ئى له پخوا ته زيات په هغو کښی مروج او متداول کړل - لکه چه تاثیرات او انعکاس ئی د ماد او فارس د ژوندون په ټولو دورو کښی له هخامنشی څخه نیولی تر ساسانی زمانی او د هغی نه وروسته پاتی شو او داسې عوامل ئی منځ ته راوړل چه د آریانا د آریائی کانون د اصلی آریایانو نه د هغوی د جدائی او تفرقی او د پردی والی اسباب وگرځیدل. سربیره په دې د اشوری پادشاهانو د ليکنو له یادونې او بيان څخه د ماد او فارس د قبیلوی ژوندون وضعیت او د سلطنتی تشکيلاتو نشتوالی او د هغوی د اجتماعی ژوندون نور خصوصیات معلومیږی تر دی چه د خارجی سلطى له فشار او د ساميانو د ډیر ظلم د لاسه په تنگ شول، او دی ته حاضر وگرځیدل چه په هر قیمت چه تمام شی پخپل منځ کښی سره راټول شی او خپل يو حکومت جوړ کړی.
د ماد د سلطنت پیدا کیدل: د ماد شپږ قبیلی چه د مخه مو د هغو نومونه ياد کړل «تيت ؤ پرک والی او د اسارت د اوږدو دورونه وروسته په آخر کښی د (زگروس Zagros) د غره او د هغه د شرقی جلگی په شاؤ خوا سره يو ځاى شوې. او د خپلو قبيلو نه د یوی قبیلی د رئیسانو اطاعت ته ئی غاره کېښوده او د هغی ورځی نه وروسته د دوی ژوندون ښه شو. د دوی د حکومت لومړنی مرکز همدان (اکبتانا ) ؤ، او وروسته تر هغه کرار کرار د شمال خواته د خزر بحیری تر سواحلو پوری د هغوی نفوذ او قواوی خپرې شوې، او د آذربایجان د شمال غرب خواته هم د هغوی نفوذ ورسید او لمر پر یوا ته خواته د (الیپی Ellipi او «خر خر Kharkhar) د ایالاتو سره د اشوری د سلطنت سره تماس پیدا کړ او وروسته ترهغه د هغوی خاوره په دريو برخو ووېشل شوه:
يوه (مديا مکنا) یا اوسنی عراق عجم دی او دوهمه (مدیا اترو پاتنه) یا آذربایجان و دریمه برخه (مدیارا کیانا) یا د ننی تهران ایالت دی، په دغه ترتیب شمالی سرحد ئی داراس ستند، او غربی سرحد ئی د خزر درواز او جنوبی سرحد ئی پارس او د غره شا ( پشت کوه) وه، دیوکس د ماد لومړی رئیس دی چه بیله انتظاره او په غیر مترقب ډول پاچاهی ته ورسید. لومړی ده پخپل کلی کښی د یو صاحب رسوخ سړی په حيث ژوندون کاوه، او د خپل کلی د خلکو جگړی او اختلافونه ئی د امانت او عدالت له مخی فیصله کول تر دی چه کرار کرار په امانت داری او عدالت مشهور شو او خلکو دی د خپل قوم د مناقشو او جگړو او دعوو د حکم يا قاضی په حیث وتاکه، په دغه صورت به (دیوکس) له سهار نه قره اښام پوری د خپل کلی د خلکو د دعوو او اختلافو په فيصله کولو بوخت ؤ او د خپل روزگار اوکاربار نه وتلى ؤ، په آخر کښی خلکو نه ئی جواب ورکړ او پخپلو معمولو کارونو ئی شروع وکړه او هر کله چه د کلی او قریی په خلکو کښی او په نورو شاؤخوا ځايو کښی قانون، عدالت او اداری نظام وجود نه درلود او اختلافونه او جنگونه او جگړى ورځ په ورځ زیاتی شوی چه په آخر کښی د کلی او قریی خلک سره را جمع شول او د خپلو جنگونو او اختلافونو او دعوو او بدبختیو په باب کښی یی ډیر اوږده بحثونه او مجلسونه سره وکړل او د دغو اختلافاتو د لری کیدو علاج ئی په دی کښی ولید چه د ځان دپاره یو رئیس او پاچا وټاکی او د خپل ژوندون حالت ښه کړی، او هر کله چه د (دیوکس) نوم په عدالت و انصاف مشهور شوی ؤ او دی ئی په پادشاهی قبول کړ - دغه هم باید وویل شی چه (دیوکس) په یو ځل پاچاهی ته ندی رسیدلی بلکه د کلی او ولس ملک ؤ او په دغه صفت د آشوریانو تر حملی لاندی راغی او ښائی چه د عمر په آخر کښی د پادشاهۍ په مقام بریالی شوی وی ځکه چه پاخوا وویل شول چه د آشوریانو پاچا (سارگون ) (دایوکو)(دا برخه ونه لوستل شول) د خپلو ملگرو او تابعانو سره په ٧١۵ق م کښی بندی کړاو (مات Amat =دا برخه ونه لوستل شول) نومی څای ته ئی واستاوه او په ۷۱۳ ق م کښی آشوریانو د (بت دایو کو BitDayauku په مقابل کښی نوری حملی وکړی او جرمنی (ونکرات دیاکو) د (دیو کو ځمکه) ترجمه کړی ده په هر حال د هرودت دشهادت له مخی دغه دیوکس په ۷۰۸ کښی پاچاهۍ ته رسیدلی او تر ٧۵۵ پوری په سلطنت پاتی شوی دی او په دغه حساب ئی (۵٣) که له سلطنت کړی دی او هر کله چه د سارگون د لیکنو د متن او د هرودت د لیکنو د مقالی له مخی د دیوکس د سلطنت موده او تاريخ ښه موافقت سره نه کوی او د یو سړی په آخر عمر کښی (۵٣) کاله له طبیعی انداری نه زیات دی. ځینی دا گمان کوی چه ښائی (دیوکس) د کورنی نوم وی چه دوه دريو تنو رئيسانو مادته ورکړی او په آخر کښی یو تن ئی پاچائی ته رسیدلی دی هر کله چه ديوکس په پادشاهۍ وټاکل شو د ځان دپاره ئی په مادیانو باندی پای تخت جوړ او ودان کړ او د هغه نوم ئی (اکبتانا) کېښود چه نن ورځ (همدان) شوی دی (دیوکس) د آشوری ښارونو په تقليد د ښار نه گر چاپېره اوه دیوالونه ودان کړل او هر داخلی دیوال له د باندنی دیوال نه ډېر لور ؤ او خپله کلائی د اوو دیوالونو په منځ کښی پټه کړه ـ دغه دیوالونه د آشوری دستورو پېژندنی په اصول په اوو رنگونو رنگ شوی وو ديوکس د آشوری اصولو په تقلید د خپل دربار دپاره عجیب مراسم وضع کړی وو، بیله هغه قاصد نه چه دیوکس ته به ئی تگ او راتگ کاوه نور څوک به ئی خپل دربار او محفوظی او پټی کلاته نه پرېښودل، او هیچا به حق نه درلود چه د پادشاه سره وگوری، نو هر کار چه به ؤ د قاصد او تحریری آوامرو په واسطه به اجرا کېده چا به د ده په مخکښی خندلی نه شو، او چا به چه وخندل همه به هلاکت ته رسېده. هرودت د محکم بندی او گر چاپېره په اوو لوړو د يوالو کښی د ماڼۍ د پټولو او دربار ته د تگ دپاره چاته د اجازې نه ورکولو او د دربار د خلکو او د قوم د مشرانو سره له معاشرت نه د پاچا د ځان ژغورلو علت د ديوکس د ولسی خلکو او د ده د ملگرو بد نیت او سوء قصد ښودلی دی، او دغه تعبیر حقیقت هم لری ځکه چه هر کله په مادیانو کښی پخوا سلطنتی نظام وجود نه درلود، او داسې سلطنتی کورنۍ په دوی کښی نه وه چه د ټولو د احترام وړ واقع شي، او د کلی او قریې يو شمېر خلکو ديوکس تاکلی ؤ او له ده څخه هېڅ يو څه کمی نه درلود نو احتمال کېده چه هغه له منځه ليرې کړی. سربېره په دې هر کله چه د (ماد) د بانډو او کليو خلک او د دوى مال او څاروي اوحيوانات همیشه او په پرله پسې صورت د آشوریانو تر حملو او تهاجمونو لاندى واقع وو د(اکبتانا) د ښار په محکم والی کښی د ناڅاپی حملی او تهاجم وېری هم لاس درلود په هر حال هر کله چه (دیوکس) د تجربی خاوند يو سړى ؤ او د خپل وضعیت به باریکۍ او د خپل کلی د خلکو په بد نیت باندی پوهېده د تشریفاتی مراسمو په جمله کښی ئی وټاکل چه باید هېڅوک پاچا ونه گوری او په دغه ډول دې گمان او تصور وکړی چه پخپله پاچا د قبائلو او د عوامو خلکو نه يو لوړ شخصیت دی، په دغه باب کښی چه آشوریان د ماد د سلطنت د تشکیلېدو نه وروسته د کومې لاري نه مخکښی راغلل په لنډ صورت وايو سره د دې چه آشوری عظمت مخ په زوال ؤ بیا هم مادیان او پاچائی ( دیوکس) په آرام پرې نښودل او (سنا خریب) د (الیپی Ellipi) په علاقه یعنی پـه کرمانشاه او د هغه په شاؤخوا ځايو حمله وکړه او د مادیانو او د هغوی د حکومت د اضطراب اسباب ئی پیدا کړل او په پخوانيو اصولو ئی له دوی نه باج اخست.
فرا اورتس او د پارسوا د قبيلې محکو مول: هر کله چه فرا اورتس د پلار په تخت باندی کېناست د(۶٣٣- ۶۵۵ ق م په شاؤخوا کی) په مادیانو باندی د خپل نفوذ په زياتولو او د خپل وضعیت او سلطنت په ټينگولو بوخت شو، ځکه چه مادیانو سره د دې چه سلطنت ئی تشکیل کړی ؤ آشوریانو ته ئی باج ورکاوه او د آشوری تهاجمو تهدید د هغوی له سر نه کم شوی نه ؤ د ماد د دغه پاچا له مهو کارونو څخه د پارسوا د قبائلو تابع کول دی چه د خپلو ټولو عشایری څانگو سره ئی د پارس د خلیج د سواحلو په گرمه او وچه منطقه کښی تیت ؤ پرک ژوندون کاوه. پارسوا چه وروسته به ورځنی مفصل بحث وکړو د عرق په لحاظ د ماد په نسبت سست عنصر او ملائم او نرم طبیعت وو، او څو پیړۍ د آشوری فشار، استبداد او ظلمونو او حاکمیت دوی ډیر ضعیف کړی وو، (فرااورتس) له دغه مساعد و ضعیت نه استفاده وکړه او هغوی کی د ځان او د ماد د حکومت تابع کړل، هر هر کله چه په (فرااورتس) او د ده په تابعينو ماديانو ډير قوی شول او ( سر پر سیسا یکس) د وینا له مخې: ( له ډیری مودې را ایسته د آشوریانو له خوا دوی ته کوم سخت درس ورکړی شوی نه ؤ او احتمال ئی درلود چه په پارسیانو باندی د خپلو کامیابیو او فتوحاتو له کبله غړه شوی وو) له باج ورکولو نه ئی ډډه وکړه. هغه وخت چه (آشور بانی پال) د غیلام او بابل له کارونو او د آشوری داخلی مسئلو نه وزگار شو فرااورتس د پارس د فتح په غرور جدی شو او په آشوریانو ئى حمله وکړه مگر سخته ماتی ئی وخورله او پخپله هم ووژل شو.
سیا کزاسيس : دغه سړی په ۶٣٣ کښی پاچائی ته رسېدلی دی اوتر ۶٨۵ کال پوری ئی سلطنت وکړ ـ ده د (فرا اورتس) له ترخی ماتې څخه د عبرت درس واخست او په دغه فکر کښی شو چه د ماد داخلی اوضاع اصلاح کړی ځکه چه د هغه وضعیت سره چه ؤ او هغه حالت چه د آشوری سلطی خاص بیا د فرا اورتس وروستۍ ماتی او د (آشوریا نی پال) غلبی پیدا کړی ؤ ممکنه نه وه چه د ماد نوی جوړ شوی دولت دوام وکړی شی له دې کبله سمدستی د خپلو اصلاحاتو په فکر کښی شو او هر کله چه پدی پوهیده چه د ماد قومی لښکر په هیڅ صورت د آشوری د مرتبو، منظمو او غښتلو عسکرو سره مقابله کولی نشي او کار ورځنی نه اخستل کیږی نو د ټولو نه لومړی د عسکری تشکلاتو په فکر کښی شو.
او د آشوری نظام په تقلید ئی پلی اوسپاره ټولگی چه په غشو اوليندو او نیزو مجهز او سمبال وو تشکیل کړل، هر کله چه د مرتبو قواؤ خاوند شو نويه (آشور بانی پال) ئی حمله وکړه او د (نینوا) ښار آشوری پای تخت ئی کلابند کړ.
د سيتيانو يا د اسکائيانو ظهور او حمله : د مادیانو او آشوریانو وضعیت په دغه شکل گرځېدلی او رسیدلی ؤ چه اسکائی قومونه چه اصلی وطن ئی د آمو دریا په شمال شرق کښی ؤ د مست سیند په شان د مدیا خواته وبهېدل او په آذربایجان ور توی شول او د دغو دوو حريفانو وضعیت ئی بیخی واړاوه مادیانو د دی پېښی له کبله د آشوری او اسکائی دوو قواؤ په منځ کښی خپل وضعيت د خطرو سره مخامخ کړ ـ او هر کله چه خپله خاوره ئی د تهاجم او حملى ترخطر لأندى وليده د (نینوا) د کلابندۍ او محاصرې څخه ئی لاس واخست او د خپل ځار په غم کښی شول او اسکائی سوارکارانو د باد په تیزۍ او په فولادی سرپنجه د ماد د قواؤ نظام په چټکۍ سره تیت و پرک او خراب کړ او هر کله چه آشوریان هم ضعیف شوی او مخ په زوال وو د هغوی پاچائی قواؤ (آشور بانی پال) هم مضمحل کړ او د مدیترانې د بحر د سواحلو تر غاړو پوری مخکښی لارل. مادیان چه د پېریو پېریو اسارت نه وروسته نژدې ؤ چه د آشوری سلطی نه خلاص شی د اسکائیانو تر نفوذ او آمریت لاندى راغلل او ممکنه وه چه بیا ډیره موده اسکائیان په هغوی باندی حکومت وکړی مگرد چل او ټگۍ نه ئی کار واخست او ځان ئی له دغې بلا اوغم نه خلاص کړ ـ تفصیل داسی دی چه مادیس Madyes د اسکائیانو پاچا د قوم د مشرانو سره دسیا گزارس د ماد د پاچا له خوا میلمه کړی شو او د مشروب د څکلو نه وروسته د مستۍ په حالت کښی ئی وواژه او اسکائیان ئی په چل او حیلی سره بی سره او بی مشره کړل. په دغه وخت کښی یعنی په ۶٢۶ کښی (آشور بانی پال) د آشوری وروستی پاچا وفات شو سیا گزارس د (۶٢٠) کال په شا و خوا په هنر اسکائیانو باندی بریالی او غالب شو چه په مديا کښی پاتی شول، او په دغه سیمه باندی د نفوذ خاوند شو، او له مساعدی موقع او هغی صافی لاری نه ئی استفاده وکړه چه اسکائیانو جوړه کړی او تهیه کړی وه، او د غرب خواته تر (هالیس Hlis ) پوری مخ په وړاندی لاړل ( نا بوپولا سار Nabopolassar ) په بابل کښی آشوری نائب الحکومه چه اصلا بابلی ؤ د ماد د پاچا سره متحد او ملگری شو. به کوچنی آسیا کښی (لیدی) امراوو د واقعاتو له اړ ؤدور او هرج و مرج او د قاهرو قومو له راتگ څخه استفاده وکړه او د ماديانو سره ونښتل او پنځه کاله ئی جنگونه وکړل په آخر کښی (نابوپولاسار) په دغه آرزو چه مادیان (نینوا) ته متوجه کړی د دوی او لیديانو، ترمنځ ئی صلح وکړه او په آخره کښی (نینوا) د (آشور ایدیل اېلی ) ili-idilـAssur د سلطنت په زمانه کښی د بابلیانو او ماديانو د گډی او شریکی حملی په اثر سقوط وکړ بابلیانو د ماديانو سره د خپلوۍ او نژدیکت لاره ونيوله او له دغى لارى څخه هم بل ځل بیا د مادیانو په عرق کښی گډون او اختلاط پیداشو.
استياک: استياک د ماد وروستی پاچا دی چه د (۵٨۴ ق م) کال نه وروسته د سیا گزارس په څای په تخت باندی کیناست؛ که څه هم د ده د سلطنت دوره په آرامۍ سره تیره شوه بیاهم په آخر کښی زعیت خاص بیا د پارسوا عناصر له ده نه خوښ او راضى نه وو. له مادنه پارسواته د قواؤ او سلطنت د تقلیدو موضوع واضحه معلومه نه ده بیله هغی افسانی او نکل نه چه هرودوت نقل کړی او په زیاترو کتابونو کښی ئی هغه تکرار کړی دی. د دې افسانی سره سم د هغه خوب له کبله چه استياک ليدلی ؤ داسی ئی گنله چه د ده د لور په کور کښی به یو هلک ویږیږی چه ټول اقتیدار او سلطنت به د هغه په لاس ورشى له دى جهته استياک نه غوښتل چه خپله لور د ماد کوم قوی او معتبر سړی ته ور کړی بلکه په دی فکر کښی شو چه د پارسوا د سست عنصرو قبائلو څخه کوم ملائم او نرم طبیعت سری پیدا کړی چه زوی ئی بیا کوم غټ او مهم کار ونشی کړی، لکه چه پارسی (کمبوجه) يا کمبيز ئی پیدا کړ او خپله لور ئی هغه ته ورکړه او کوم وخت چه د هغی په کور کښی هلک وزیږید بیاهم له هغه نه په اندیښنه کښی ؤ او په همدغه مناسبت، هر کله چه د ده نمسی وزیږید نو هغه ئی ( هرپاژ ) نومی سړی ته چه یو خاندانی شخص او د ده اعتماد ورباندی ؤ ورکړ چه هغه ئی ووژنی، مگر هر کله چه په هماغه شپه د دغه سړی (اسپاکو ) په کور کښى مړ هلک زيږیدلى ؤ نو (هرپاز) د استياک نمسى په کور کښی وساته او خپل مړ زوی ئی په یو څنگل ښخ کړ په دغه ډول د استياک نمسی په پټ صورت لوی شو او هماغه سیروس ور ځنې جوړ شو چه پخپله د مادیانو په مرسته ئی د هنوی سلطنت و غورځاوه اوسقوط ئی ورکړ.