ويدي سندرې او افغانستان

افغانستان د تاریخ په رڼاکې

د جغرافيايي خاطرو له نظره افغانستان

 يو تاريخي او لرغونی هېواد دی په تاريخي دورو کې که له ۱۰۰ - ۲۰۰ ، ۱۰۰۰ - ۱۵۰۰ او یاله ۲۰۰۰ نه پورته هم لاړ شوتر کومه ځایه چې لاسوندونه له موږ سره مرسته کولای شي نو زموږ د خپل هېواد په ځینو برخو کې ځينې نښې نښانې ګورو چې د بشر په خاطر کې د دغه هېواد لرغونی پس منظر راښيي، خو متاسفانه يا له نېکه مرغه چې تاریخ په یو ځای کې ودرېږي نو هغه د رسم الخط د څرگند بد و وخت دی او وړاندې تر هغې چې خط او کتابت موجود نه و هغې ته له تاريخ نه وړاندي يا قبل التاريخ زمانه وايي. زموږ په هېواد کې تر اوسه د تاريخي او تاريخ نه دمخه دوري حدود څرګند او روښانه نه دي موږ یوه بله دوره هم لرو چې په هغې کې لاخط اختراع شوی نه دی خو د خلکو حافظي دومره قوي او پياوړي دي، چې د خلکو د غتو کتابونو مفاهیم او مندرجات لکه د یو معنوي ميراث په توګه د ورسپارلې دندې په ډول له يو نسل نه بل نسل ته لېږدولي. دا دوره د افغانستان په پخوانیو دورو کې ډېره اوږده، غني او له هنگامو ډکه وه. داستانونه اسطوري، سندري، سلالي، رومانونه او وياړلې حماسې په همدې دوره کې منځ ته راغلي، چې پکې يوه دوره وروسته د هغو خاطرو انعکاس ثبت او تر ننه را رسیدلی ددغې ناليکلې او غير كسبي دوري خاطر و ته نيمه تاريخي دوره يا اسطوره يې دوره) او يا هم خماسي داستانی دوره وايو. دا دوره ډېره پياوړي، ژوره او اساسي دوره وه ځکه چې د ادب ستره ساحه او زموږ تاریخ له ټول پراخوالی سره پکې نغښتی دی. دلته له ډېرو خاطرو سره کار نلرم او غواړم چې يوازې په ويدي سندرو کې د افغانستان د جغرافيې د ځينيو برخو یادونه وکړم. ويدي سندري عبارت له يو لړ موزونو غږونو ځوانو او تازه ترانو او منظومو څخه دي، چې زرګونه کاله وړاندې اريايي قبايلو هغه په خپلو کورونو کې ويلي او بيا يې له يادولو وروسته سینه پر سينه يو بل ته تر هغه پورې انتقال کړي څو چې قلم وليکلې ثبت شوې او د کتاب بڼه يې خپله کړه. وید) یا (ویدا) په سنسګرېټکې د اريايي مهاجرو د (مقدسې پوهې) او د عبادت سندرې مانا درلوده او د وخت له غوښتنو سره سمې پکې د طبيعي منظرو د ښکلا او د اريايي ارباب الانواعو ستاينې شوي دي. دې سندرو ډېره مفصله لړۍ درلوده چې لومړۍ او پخوانۍ برخه يې له منځه تللې او یوازې د هغه وخت د خاطرو برخه پکې پاتې ده، چې مهاجري پرکنی د هندوکش په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي او بيا وروسته د شمېر په ډېرېدو سره د مرکزي افغانستان له غرونو راښکته شوي د وخت په تېرېدو په طبيعي لارو يعني خوړونو تللي او سپيته سندهو) يعني (هفت دریا یا پنجاب ته يې مخه کړې ده. شمالي تربن نوم، چې په ويدي سندرو کې يې مومو د (بلهيکا) نوم دی. بايد ووايو، چې ټول څېړونکي په ګډه سره دا بلخ او باختر بولي او پــر همدي بناء د هندوکش سویل پلو ته د (کوبها) رود ته رسېږو ، چې عبارت د کابل له سیند څخه دی د رودونو په سندره کي د کوبها))، چې د لويې رودخانې په ستاينه کې (سندھو) يعني (سند) ويلی شوی او د سرود پــه پنځم او لسم جز کې داسې راغلي : " اى سندهو تو لومړی خپلې څپاندې او به د تريشتاما راسا او كوبها له سيندونو سره ګډوي او بيا په خپله هماغه تګلاره د ګوماتې (ګومل) او كرومو (کرم) په لور پرانیزي. لکه څنګه چې په دې پارچه کې ليدل کېږي پرته د کابل له رودخانې د اندوس یا سند نور مرستیالان لکه کومل) او (کرم) هم یاد شوي دي. په يوه بله سندره کې (ماروت ته چې د باد د رب النوع خطاب ورته شوى وايي: ای ماروته له اسمانونو او د هوا له منځ نه نژدې راشه ډېر ژر مه ځه مه پرېږده چې د (راسا) (کرومو) او كوبها د اوبو جريان ودرېږي او مــــه پرېږده (سندھو) سند جریان تم شي راشه چې له تانه ګټه پورته کړو په سندره کې وروسته له بلخ او د کابل سیند نه لږ څه د سویل پلو ته د (کرم) یا (کرومو) سیند لیدل کېږي. د (کرومو) سيند د (کرم) له سیند څخه عبارت دی، د کرم دره د کابل د درې په څېر یوه طبيعي لاره ده، چې د سویلی افغانستان له غرونو څخه د جنوب په لور خلاصه شوې او دا سيند د سند دسيمې ښۍ خوا ته غاړې خړوبــوي او لکه، چې مو د سيندونو په سندره کې وليدل د کورمو د سیند نوم له کابل سره یو ځای یادشوی. د کرم په دره کې نن سبا ،توري، وزير ، مسعود دروېش خيل، احمد زي او اتمان زي قومونه اوسېږي. د دې سيمې اوبه د سپين غره لــه ســويـلـي خـــوا څخه سرچينه نيسي، دا دره يوه له هغو درو څخه ده، چې ښه آب و هوا ، ښکلا او ډېرې ميوې لري. همدارنګه په ويدي سندرو کې د ګوماتي) يعنې د ګومل) د سيند یادونه هم شوي (كوماتي) او (كرومو) يعني ګومل او کرم همیشه یو ځای ياد شوي او د افغانستان د نقشې له مخی چندان فاصله هم نه لري، اريايي مهاجر وړاندې تر دې چې د سندهو) له ســـيـنـد نــه ورتـــر او پنجاب ته ورننوځي ډېره موده يې د (کابل) (کرم) او کومل) د سيندونو ترڅنگ سيمو کې تېره کړې او هلته يې ډېرې سندرې ويلي دي. همدارنګه د. افغانستان په ختيزو سيمو کې هم ځينې سيمې شته، چې په سندرو کې يې يادونه شوې ده لکه : راسا) چې معمولاً هغه د کونړ سيند تعبيروي او په ويدي سندرو کې يې څو ځله يادونه شوې ده. دا سيند د رودونو په سندره کې د کابل د سيند په مرستيالاتو کې یاد شوی دی لکه څنګه چې يـې موقعیت د سوات او کابل سیندونو ترمنځ ښودل شوی، نو ځکه نښې نښانې راښيي، چې دا (راسا) د کونړ سيند دی، چې د کابل د سيند لــه سترو مرستیالانو څخه ګڼل کېږي. همدارنګه په ويدي سندرو کې د څو نورو سيندونو يادونه هم شوې لکه (سوتي) (تريشتاما) او (اتي تابها) چې يو يې د سوات د سيند يادونه ده او دوه نور يې د کابل د سيند کوچني مرستيالان شمبري. همداراز يـو بـل رود د (سراسواتي) په نوم راغلی چې يو شمېر يې (اراويتي) يا ارغنداو . سيند بولي، پرته له دې په ويدي سندرو کې د يوې بلې سيمې يادونه هــم شوې، چې هغه ګندهارا) ده، چې ټوله ختيزه سيمه د کابل له درې څخــه تــر پېښور پورې ده او ننګرهار د دې علاقې د زړه حيثيت لاره ، چې د افغانستان ختیځ ولایت یې احتوا کړی دی په همدې ترتيب ښکاره څرګندېږي، چې ويدي سندرو له بېلا بېلو سيمو نه په ځانګړې توګه د افغانستان د ختيزو او سويلي سيندونو يادونه کړې ده او داسې ښکاري، چې د دې سندرو ويونکي په ډېر ښه ډول د خپل جغرافيايي موقعيت څخه خبر وو او ډېر معلومات يې لرل.