د پير معظم شاه (تواریخ رحمت خان)
په دې کتاب کي د پښتنو قومونو د هغه هجرت وقايع راغلي دي چي د هجري نهم قرن په دوهمه نيمايي کي يوسفزي د کندهار او ارغسان له سيمو څخه د کابل له لاري ننگرهار او د پېښور سیمو ته تر اباسین او سواته پوري خپاره سوي وو.
د کتاب مؤلف د پېښور د پیر سباک کلی پیر معظم شاه ولد پیر فاضل دی، چي د د حافظ رحمت خان بړېڅ په غوښتنه يې په ۱۱۸۱ ق کال په هندوستان کي په روانه او خوږه پښتو کښلی دی، او دغه اوه مقامه لري : ۱. د ښخي او غوري قومونو اصلي وطن.
۲. د يوسفزو رارسېدل پېښور ته او دوابه او يا جوړ نیول.
۳. يوسفزي سوات ته ځي او بابر پاچا دلته راځي.
۴. ککیاڼی دوابې ته راځي.
۵. د ککیاڼو او د لازاکو جنگ.
۶. شېخ ملي دغه نوي نيولي سيمي سره ويشي.
۷. يوسفزي تر لنډي اوړي او د غوریاخیلو سره جنگ کوي.
په دغو اوو برخو کي د ۸۸۰ هجري قمري کاله تر ۹۹۴ ق (۱۴۷۵ - ۱۵۸۵م) پوري تاريخي پيښي بيان سوي دي.
د دې کتاب اصلي ماخذ یو کتاب تواریخ افاغنه و، د ډهلي د پښتانه مشر نواب بهادرخان داودزي له کتابخانې څخه حافظ رحمت خان ته را استول سوی و. (په دغه رساله کي نمبر ۵۲) او پیر معظم شاه د ده په امر هغه کتاب نوی تحریر او ترتیب کی او نوم یې تواريخ رحمت خاني پر کښېښود. دا کتاب په ۱۹۷۱ م کال د پېښور پښتو اکاډيمۍ د ښاغلي روشن خان په همت په ۱۸۸ مخه کي چاپ کی، چي په پښتو او فارسي دواړو ژبو گډ ليکل سوی دی، او په تاريخي لحاظ یو خورا دروند او گټه ور کتاب گڼل کیږي. (د تفصيل لپاره وگورئ د دې رسالې ۵۲ عنوان خواجو ملیزی)
دا هم زياتوم چي د تواریخ حافظ رحمت خاني په نامه يو غټه اردو ترجمه هم د پېښور اکاډیمۍ په ۱۹۷۶م په ۷۰۰ مخو کي چاپ کړېده چي د کتاب د متن ترجمه له نورو خورا مفصلو تعليقاتو سره د ښاغلي روشن خان یوسفزي په قلم ده، او ډيري گټوري خبري او شجرې پکښي زياتي کړي دي. چي د تاریخ څېړونکو ته په کار ورځي. (جزاء الله خيراً)