د پښتو ادب په تاريخ کي قصيده قصیده څنګه او چيري پيدا سوه؟
قصيده د شرقي ادب يوه ډېره مهمه او ګرانبها برخه ده، چي د عربي او فارسي او پښتو او اردو ادب یوه غوره او ښکلې ذخیره هم دغه قصيده ده.
قصيده په عربي اصطلاح هغه جيد او منقح او متصل شعر و، چي د بيتو شمېر به یې تر (١۶) یا (١٧) کم نه و، دا نوم د قصد له مصدره جوړ سو، چي معنى يې استقامت او اتصال او سموالی او برابري او سوچه توب و، (وګورئ المنجد ترجمان اللغة لسان العرب).
قصيده په عربي ادب کي تر اسلام دمخه لا موجوده وه او داسي ښکاري چي قصيده په دغه موجوده شكل او تعريف عجمي ملتو له عربو څخه اخيستې ده.
د عربو له جاهلي ادبه اوس موږ ته هغه اوږدې او خورا فصيحي قصيدې د نمونې په ډول پاته دي، چي معلقات سبعه يې بولي او د دغو شاعران تر اسلام دمخه په عربو کي تېر سوي وه.
عربي قصيده د رېګستان د قبايلي ژوند يو ښکلی تصویر و. شاعر به دکلو کنډوالې، د معشوقې پر بانډه د هوسيو خرام او د اوښانو پر شا سفر او د خپل قبايلي ژوندون مناظر او د محبوبا ساده حیات او عشق په عربي فصيحو او بليغو ابياتو کي تصوير کول او هره قصیده به هم له (١۶) تر سلو بیتو پوري رسېده.
په قصيده کي به حماسي مناظر هم تصویر کېده او قبايلي مفاخر به ستايل کېده او د عربو قصيده د بني اميه تر خلافته پوري هم په دغه بدوي او خاص عشيروي رنګ او فصاحت کي وه، څو چي د خلافت مرکز له دمشقه بغداد ته رانقل سو او د عجمو د مدنيت او کلتور او ثقافت اثر په عربي ادب کي ښکاره سو، نو دلته قصیده هم په عجمي فکر او رنګ ورنګېدله او مخصوصاً د خراسان او افغانستان عربي ويونکو شاعرانو په عربي قصيده او ادب خپل خاص كالي واغوستله.
دا خبره د تحقیق وړ ده، چي د خراسان خلکو تر اسلام دمخه قصیده درلوده که یه؟ او د دوی په ژبو يعني اوستا او پښتو او پهلوي کي دغه ډول اشعار موجود وه که یه؟
د اروپا ځينو محققانو چي پر دې خبره باندي تحقيقات کړي دي له دوی څخه کریستن مين او هينينګ داسي وايي :
"چي د فارسي ژبي د نظم قواعد له عربي څخه نه دي اخيستل سوي، بلکي تر اسلام دمخه دوی داسي قواعد لرله او ښايي چي عربو هم د جبره (؟) دولت په وخت کي دا شاعري صنعتونه هم له دوی څخه زده کړي وي".
البيروني د غزني مشهور عالم او محقق پخپل کتاب الهندکي د خلیل بن احمد د عروضي قواعدو او د سنسكريت د قديمو اوزانو د شعر د لارو چارو تر منځ ډېر مطابقت او شباهت بيانوي او بيا نو وايي چي ښايي خليل بن احمد به د عربي عروضو په ترتيب کي د سنسکریت اوزانو قواعد اروېدلي و.
له دغو رواياتو څخه ښکاري چي په خراسان کي تر اسلام دمخه شعري اوزان موجود وه، او لکه د اروپا پوهانو چي تحقيق کړى دئ د پهلوي منظومات او اشعار هم يوازي پر هجايي اساس ولاړ نه وو، بلكي نور اوزان او اقسام يې درلودل او لکه ځينو پوهانو چي ليکلي دي د پهلوي يو زوړ نظم (شه و هرام ور ژاوند) قصیده ده، چي هره مسرۍ يې (۱۲) هجاوي او قافيه لري، (د مهر مجله ۳ شماره پنځم کال).
دغسي هم د پهلوي هغه قدیم متن چي جاماسب اسانا چاپ کړى دئ قصيده ده چي مطلع يې دا دئ :
دارم اندرزی از داناګان
از ګفت پیشینګان ...
د دې قصيدې بيتونه ټوله په آخر کي د ان قافیې لري، (وزن شعر فارسی، ص ٣۵). له دې پخوانو اسنادو څخه ښکاري چي تر اسلام دمخه خراسانیانو او پارسيانو قصیده درلوده او کوم وخت چي دوی په دري خپل قصاید نظم کړه نو دوی په دې فن كي قديمه تجربه او مهارت درلود او پاخه وو، په دري کي هم لومړي قصايد په سیستان کي ويل سوي دي، چي د افغانستان د پخواني ثقافت او ادب په غيږ کي پرورښت کېدی.
د هجري (٢۵٠) کال په شاوخواکي يقعوب لیث په سیستان کي د افغانستان د د آزادۍ بيرغ ودراوه او ځان يې د بغداد د خلافت له تسلطه خلاص کی، ده غوښته چي د خپل وطن استقلال او عظمت او پخوانی کلتور وساتي، يوه شاعر د ده په ستاينه کي عربي قصيده نظم کړه، يعقوب هغه ته وويل :
"داسي خبري ولي کوې چي زه نه په پوهېږم".
دلته نو د يعقوب د دربار لوی منشي ولاړ سو او په دري يې يوه قصيده وويله او پس دې به نو شاعرانو په عربي قصيدې نه ويلې، بلکي د د دوی پخپله ژبه به به وې.
د سیستان تاریخ دغه ابتدايي قصايد په تفصيل ليکي او موږ ته راښيي چي د قصيدې د پرورښت ځای دغه زموږ افغانستان دئ.