32

پښتو او د اوسنیو پوهانو آراء

د پښتو ادبیاتو تاریخ دوهمه برخه

تر ډیره وخته پښتو ژبي ته د چا پام نه و، او لکه خوشحال چه ويلي و ”بکره او پیغله وه“ په نونسم عیسوي قرن چه د اروپا علماء او پوهان شرق ته را شیوه سول، نو د شرق د ژبو او علومو او زړو نخښو په پلټنو کي دوي ژبي هم وپلټلې او زده ئې کړې، دغو پوهانو یوه نوې څانگه د علم او تحقیق په دنيا کي بیرته کړه، چه هغه استشراق Orientalism او دا ډله عملاء مستشرقين Orientalists بلل کيږي، او موږ په پښتو لومړنۍ ته خاتيځ پوهنه او پوهانو ته ئې خاتيځ پوهاند وايو، چه په پاړسو ئې خاورشناس بولي. دغو پوهانو یقیناً تاريخ او علم ته ښکاره خدمتونه کړي دي، دوي د مصر زاړه خطوط او د ايران ډېر ليکونه او د هند او چين زړې ژبي زده کړې، مړې ژبي چه اوس ژوندۍ ندي، او نه ويلي کيږي، دوي بیرته ژوندۍ کړې، او پر دغو باندي غټ غټ کتابونه وکښل، اصول او قواعد او د خط او ليک لياري ئې کشف کړې، په دغه پوهانو کي يوه ډله هغه خلق وه، چه دوي د ارايائي مدنیت د پلپني لپاره زيارونه کښل، د هند آريائي ژبي ئې زده کړې، زاړه کتابونه ئې ولوستل او پخپلو ژبو ئې ترجمه کړل، د ايران ژبي ئې وپلټلې، زړه پاړسو، پهلوي ئې ولوستي، او له دې ډلي څخه يو څو تنه داسي هم دي، چه دوي پښتو ژبه زده کړه، او ډير علمي تحقيقات ئې په دغه ژبه کي وکړل، د پښتو قواعد او گرامر ئې ضبط کړل، لغات او محاورات ئې وكښل، بدلي او اشعار ئې ټول کړل، زاړه کتابونه او آثار ئې وموندل. 

د موسیو برتلز روسی خاتیځ پوهاند په قول اروپا کي لومړۍ پلا گولدن شتت الماني پر پښتو يو کتاب وکښ او ځيني لغات ئې پکښي را ټول کړل، دا کتاب په ۱۷۹۱ ع په سینپ پترز بورگ کي طبع او څپور شو له دي څخه موږ ته څرگندیږي چه يو سل او پنځوس کاله پخوا یعني یوه نیمه پيړي دمخه لا د اروپا پوهانو دې خوا ته مخه کړې وه، او په دغو وختو کي دوي د پښتو علمي او ادبي پلټني په ښه ډول کړي دي.

پروفیسور کلیپروت Kleproth ليکي: "پښتو ژبه که څه هم بعضو پوهانو له سميتكي Semitic يعني سامي ژبو څخه گڼلي ده مگر زه وايم چه دا ژبه سوچه له انډو ژرمانیک Indu-Germanic (هندو آرین) ژبو څخه ده، ځکه نه په الفاظو او لغاتو او نه په قواعدو او گرامر کي له سامي ژبو سره څه اړه لري. پروفیسر ډورن Dorn چه په پترزبورگ کي اوسيدي او په ١٨٤٧ع کال ئې يو کتاب Archestomathy of the Pashtu چاپ او خپور کړ

هسي وائي: پښتو نه په ترکیب نه په لغاتو او نه به گرامر کي له عبراني Hebrew او چالدیک Chaldic سره څه مشابهت لري، بلکه دا ژبه له انډو تيوتن Indu-Teutonic ډلي څخه گڼله کيږي او پښتانه د افغانستان اصلي او پخواني اوسيدونکي دي.

مورخ اډلنگ Adelung ليکي: "که څه هم زه په پښتو کي ډير معلومات نلرم خو دا ويلاي شم، چه دا ژبه ډیره اصيله او ممتازه او وتلې ژبه ده."

مستر الفنستون M.R. Elphinstone مشهور مورخ هسي ليكي: "د پښتو بنسټ او آره په آساني سره نه معلومیږي، ځکه ډیر الفاظ چه دا ژبه ځيني جوړ شوې ده، او هم خورا ډیر افعال او ادات ئې داسي دي چه ، آره او ريښه ئې نده معلومه، او دا هغه الفاظ او كلمات دي، چه د ژبي اصلي اجزاء گڼل کيږي، بيا هم ځيني له دغو الفاظو څخه له زند Zend او پهلوي ژبو سره نژديوالي لري، مثلاً پلار، مور، خور، ورور... دي تر لوړو خبرو علاوه همم دا وائي چه: "په ۲۱۸ پښتو کلماتو کښي ما پلټنه وکړه، و مي کتلې، یوې هم له ساماني ژبي سره کم لږ مشابهت نه درلود، خو په دغو الفاظو کي په سلو کي پنځه تر لسو هسي كلمات وه، چه له کردي Kurdish ژبي سره يې نژديوالي لاره، ځکه چه کردي ژبه هندو ژرمن ژبو څخه ده، نو سړي ويلاي شي چه پښتو هم له دغو ژبو څخه ده...

مسټر راورټي HG. Raverty چه د پښتو ژبي لوي پوهاند او پلټونکي دي، او ډير کتابونه ئې پکښي ليکلي او خپاره کړي دي، د خپل پښتو گرامر د (کلکتې طبع ١٨۵٦ع) په مقدمه کي مفصلاً د پښتو پر آره او سټه بحث کوي او د آريائي او سامي ژبو سره ئې دگرامر او الفاظو له پلوه پر تله کوي، وروسته دې نتيجې ته رسيږي، چه:

"د پښتو او زند او پهلوي ژبو تر منځ ډير شباهت سته، د پښتو په پخوانو کتابو کي لکه ژند، حروف د حرکاتو پر ځاي کښلي شوي دي، نو ځکه زه وایم چه پښتو د سنسکریت او ژند سره ډير نژدې والي او له پهلوي سره هم ټينگه اړه لري... که د پښتو ژبي د ټولو سيمو ادبياتو ته وگورو را ښکاره کیږي چه دا ژبه په ادب کي هم ډيره بډايه ده، ډير شعراء او مؤلفین پکښي تیر شوي دي، پر دغو علاوه ځيني ملي سندري او سپرې بدلي هم په پښتو کي شته، چه د ملي سازو سره ويلي کيږي، دا بدلي داسي له حرارته ډکي دي، چه ما ته خپلي ملي بدلي او سندري را په يادوي او ډيري مي د پيښور په هستوګڼه کي ټولي کري دي. "

بل اروپائي پښتو پوهاند او محقق سړي هانري والتر بيليو Belew.w.H دي، چه د ١٨٦٧ ع په شا او خواکي د بنگال عسكري منصبدار و، دې سړي هم د پښتو گرامر کښلي او په تاريخ کي ليکلي دي، دی د پښتو ژبي بر اصالت هسي وائي: ”له ټولو څپلو پلټنو څخه په لنډ ډول دا نتیجه اخلم: چه پښتو اصلاً د سنسکریت یوه خور ده، او ځکه چه د هند او ایران تر منځ ویله کیږي، نو په پیړیو پیړیو د پارسي اثرونه پر لويدلي او ډير الفاظ ئې سره گډ شوي دي، خو سره د دغه هم دې ژبي خپل ځان او قواعد نه دي بايللي، او د فيلالوژي له اصولو سره ئې دغه نوي شيان، پخپل قالب کي اچولي دي او په خورا ښه ډول ئې پر خپل رنگ را اړولي دي...“

بل اروپائي لوي عالم او پښتو پوهاند خمز دارمسټټر J. Darmesteter فرانسوی دي، چه د ده يو کتاب د پښتو ملي سندري Chants Populaires des Afghan په ۱۸۸۹ ع نشر سوي دي، دا محقق پخپله د پښتونخوا په غرو کي گرزیدلي، او ډير ملي اشعار ئې (د پښتونخوا هار او بهار) په نامه سره را غونډ کړي دي، دي د پښتو په خصوص کي دا نظریه لري:" پښتو له هندي لهجو څخه نده، او نه له پاړسو او پهلوي څخه پيدا شوي ده، بلکه دا ژبه د زند (اوستا) يا د يوې بلي ژبي سره چه زند ته ورته وي، ډیر مشابهت لري. پښتو اشعار د سپیڅلتوب او طبيعي والي له پلوه خاص امتیازلري، بدايع او نازکخيالي ئي ډیره سپيڅلي او سوچه ده... پښتانه اخبار نلري، خو د دوي اشعار ټول وقایع او روزمره پيښي څرگندوي، دا بدلي د بښتنو تاريخ هم دي..."

خلاصه ډارمسټټر د پښتو به نسبت دا عقيده لري چه د اوستا له پاتو برخو څخه یوه ژبه پښتو پاته ده، او دا ژبه د اوستا یوه مخصوصه څانگه بلله کيږي، او د زند سره ډيره نزديکي لري، او اړيکي ئې ډير ور سره ټينگ دي.

د اروپا د علماو څخه ډوکتور ارنست ترومپ E Trumpp هم ډیر محقق پوهاند دي چه په ۱۸۷۳ ع ئې د پښتو گرامر وكيښ. دي هم په دغه کتاب کي د پښتو پر اصل او ريښه هسي رأي ښکاره کوي: "زه په ټينگه او ډير اعتماد دا ويلاي سم، چه پښتو اصلاً له غربي (ايراني) ژبو څخه نده، بلکه په اصلي انډو آرین Indu Aryan ډله اړه لري، خو سره د دغه خالصه هندي نه بلله کيږي بلکه پخوانو زمانو څخه دا ژبه زړه مستقله ژبه ده، او په لومړۍ سرکي هم له هندي او ايراني ژبو څخه بیله شوې ده خو بيا هم له دواړو سره په خصوصياتو کي اشتراک لري، او مقتدره او برجسته ژبه ښکاري... "

 ډوکتور هنري V. Henry چه دلیل د کتابخانې کتابدار او پوه فرانسوي دي هسي ليکي: "پښتو له يوې خوا سنسكريت او په ځينو شيانو کي اوستا ته نژدې ده ، مثلاً هغه لواحق suffixes چه د کلماتو په پاي پوري نښلي او سنسکریت او اوستا دواړه په دغه خصوصيت کي سره نژدې دي. پښتو هم په دغه خاصيت کي دوي ته ښه ورته ده، د افعالو په گردان او فاعل او مفعول کي هم ډير شباهت زند ته لري، د کلماتو به پاي کي چه سنسکریت او اوستا مخالفت سره لري، پښتو زند ته نژدې کيږي. او کله کله هم سنسكريت ته ورته وي. د دې ټولو نژديوالو او مشابهت علت دا دي: چه دغه ژبي له يوې ریښې څخه را وتلي دي، او د آريائي ژبو تر انشعاب دمخه دوي سره يو وې. او هم دوه درې زره کاله پښتو له دغو ژبو سره گاونډۍ وه، او متوالي اړيکي ئې سره درلودل..."

بل له نژدو خللقو څخه چه د پښتو پلټونکي گڼل کیږي موسيو برلز روسي معاصر مستشرق دي. دا سړي د ليننگراډ په اکادمۍ کي د پښتو په خصوص کي داسي رأي ښکاره کوي:

"پښتو د خپل تاريخي قوت او قدرت سره يوه پخواني ژبه راغلي ده او په اوږدو اوږدو زمانو ځيني تغيرات هم ور پيښ شوي دي خو دا تحولات داسي ندي لکه پر پاړسو چه وارد شوي دي، پښتو ټوله پردي لغات په ځان کي حل کړي، او پر څپلو اصولو ئې را اړولي دي، او د ځان جزو ئې گرزولي دي، د اروپا علماو له ډیره وخته د دې ژبي قواعد، لغات، اشعار سره ټول کړي دي. ډارمسټټر او فریدریک میولر چه په پښتو کي څه پلټني کړي دي، داسي عقيده لري چه پښتو د زند یا له يوې بلي ژبي سره لکه زند ډیر مشابهت لري، ميولر دا خبره پر علاوه کوي چه د پښتو قرابت له زند سره هسي دي لکه د اوسني پاړسو څپلوي چه د پخوانۍ هخامنشي پارسي سره ده، ارنسټ ترومپ وايي چه پښتو د آریای ژبي يوه مستقله څانگه، او د هندي او ايرانيو څانگو تر منځ منځگړې ده، د ترومپ دا نظریه پروفیسور فون سپیگل Von Spiegel او دكتور هارنل Hoernle هم په ټيمگه مني، گريرسون Grierson او پال تيډسكوي ئې هم تائید کوي... كه څه هم د علماو په رايو کي ځيني کوچني اختلافات ليدل کيږي خو بیا هم ټول متفق دي، چه پښتو يوه زړه او قديمه ژبه ده، او هندي او ايرانيو څانگو سره د خور نسبت لري..."

ميجر لوريمر Lorimer د پښتو پر صرف او نحو يو مشهور کتاب کښلي او په ١٩۱۵ ع په اکسفورډ کي چاپ شوي دي، دی د دې کتاب په پاي کي پر پښتو هسي رأي ښکاره کوي:" پښتو که څه هم تر اوسه نه ده روزلي شوې خو ښه ښه صفات لري، که څه هم تر اوسه ډیره ارته ژبه نه بلله کیږي، خو د خیالاتو د ښکاره کولو لپاره ډير قوت لري، الفاظ ئي مؤثر او کلک او څرگند دي دا يوه ژوندي ژبه ده ، ځانله خپلواکي او مهم د امتیاز خاصیتونه لري، چه له هندي او نورو ژبو څخه ئې په دغه خاصيتو سره بيلولاي شو، که څه هم د پاړسو په توگه نازکخيالي او استعارات په دې ژبه کي لږ دي خو پښتو د نرتوب قوه لري، او نسبت نورو ژبو ته پښتو په خارجي انقلابو او جگړو کي لږ خساره ليدلي ده، په تلفظ کي ئې قوت پروت دي، دا خبره هغه وخت په ښه ډول سړي ته معلوميږي، چه د يوه پښتانه سره خبري وکړې، يا د دوي ادبيات او کیسې مطالعه کړې... "

وروستني ډير محقق ژب پوهاند سر جي، اي، گريسن G.A.Grierson د فلسفي او ادب ډوکتور ديي، چه لنگوسټک سروي آف انديا Linguistic Survey of India ئې په اوه جلده كي ليكي ده، او د دې کتاب لسم ټوک د پښتو بحث لري، د ده آراء د پښتو په خصوص کي په لنډه ډول لاندي راوړو: 

آريائي اقوام د خيوا، خوکند او بدخشان تر منځ پخپله اصلي مځکه کي اوسیدل، له هغه ځايه يوه ډله تر هندوکش را واوښتل، د کابل له درو څخه هند ته تیر شول او بله ډله هم د ایران پر خوا ور شيوه شوه، د دغو دوو ډلو ژبو ته هندو آرین یا هندو ایرانین Indus Aryans ژبي وايو، له قديمي زمانې څخه دا آریانان پر ډيرو قبيلو ويشل شوي وه، مثلاً د داریوش Darius (٢٢-۴٨۴ ق، م) په ډېر ليک کي دوولس قبيلې ذکر شوي دي. 

او هري دغي قبيلې ځانته ژبه درلوده، خو دوني ښکاري چه د دغه ډبر ليک زاره پاړسو Old Persian چه په پارس کي ویل کیدله او د شرق ژبه يعني اوستا Avesta سره بيلي دي اوستا اصلاً شرقي ژبه وه، او ډیرو پوهانو د باختر Bactria ژبه بللي ده، نو موږ ځيني آريائي ژبي د پاړسو له نسله گڼو او پرسک Persic ئې بولو، او بله ډله نا پاړسو non-Persic گڼو. ايراني او هندو ژبي دواړه له يوې ریښې څخه، او سره نژدې دي، خو وروسته يو سره بیلیږي، که د اوستا ډیر پخواني اجزاء د ويدا د سنسکریت سره پر تله شي، دا مقصد ښه ځني څرگندیږي، خو هر څوني چه وختونه ډير پر تیر شول، دا دواړي ژبي ډيري سره لیري شوې دلته د هندوکش په جنوب او د هند د شمال غربي سرحدو پر خوا ځني ژبي لکه ډارډي Dardic او پیساچا Pisacha پر خپل زاړه حال پاته دي، او دا ژبي تر هندي او ايراني ويش دمخه ځيني آريائي ذخاير لري له هغو ژبو څخه چه موږ ئې ناپاړسو non-Persic بولو، او د ميډي Medic ژبي اطلاق هم پر کيداي شي د پامیر ژبي دي لکه غلچه Ghalchah او بدخشي Badakshi دغسي هم اورمړي Ormuri او بلوڅي.Baluchi له دغو ژبو څخه پښتو هم د افغانستان د یوې مهمي برخي او ډيرو گاونډيو قبايلو ژبه ده، او تر څلوويښتو مليونو پوري په دې ژبه خبري کوي.

د دې ژبي نوم پښتو دي، چه د افغان ملت ژبه گڼله کيږي، مگر د افغان نوم ايرانيانو پر دوي ايښي دي اصلاً دوي هغه پکهت Pakthas قوم دي، چه په ريگويدا کي نوم راغلي او وروسته هيرډوت د پکتويس Paktves په نامه ذکر کړي دي.

اما د افغان نوم هم په پخوانو آثارو کي ريښه لري، مثلاً د هند په پورانا Puranas کتاب کي چه اسوکا Asvakas راغلي دي، يا سترابون Strabon يوناني مورخ چه په لومړي ميلادي پيړي کي اوټکنواي Aotaknovi ذکر کړي دي، دا هغه اوگانا Avagana یا آوگانا Aavagana دي، چه د هندوستان مشهور منجم ورا هميهير Varahamihira په شپږمه ميلادي پیړۍ کي ذکر کړي دي، په هر صورت خو د دوي اصلي نوم پښتون او د ژبي نوم ئې پښتو ده. دا ژبه لکه پخوا چه خلقو په عبراني Hebrew پوري نښلوله، اوس سوچه آريائي ژبه ثابته شوه او لکه د پامیرغلچه Ghalchah اوبلوڅي ژبې چه دآريائي ژبو به نا پاړسو non-Persic او شرقي كورني يعني زند Zend پوري اړه لري، دغسي هم پښتو اساساً له دغي کورنۍ څخه ده، پروفيسور ميولر F.R.Muller لومړي سړی دي چه په ١٨٦٢ ع ئې پخپل کتاب Veberdies Pracheoer Afghanen کي دا رأي ښکاره کړه، چه پښتو د آريائي ژبو په شرقي ډله اړه لري، دوکتور ترومپ پخپل پښتو گرامر کي په ۱۸۷۳ ع په خورا قوي ډول ذکر کوي، چه غربي (ايراني) ژبه نده، بلکه په هندي آريائي ژبو کي داخله ده، دا نظریه دمخه پروفيسور وان سپیگل پخپل کتاب Eranische Alterthumskunde کي هم تائید کړې وه، او هم دوكتور هورنل Hoernle پخپل کتاب د گاوډي ژبو گرامار Grammar of the Gaudi Language کي هم دغه نظريه مني، خو لومړۍ پلا ډارمسټټر د هند د فیلالوژیک وفد په راپورت کي په ښه ډول وڅیړله (۱۸۸۷ع) او په بل کتاب (د پښتو ملي سندري) کي

وویل چه پښتو په زند یا په بله داسي ژبه اړه لري، چه هغه هم زند ته ورته وي. دا وه دگریرسن نظریات چه د ده د کتاب لمړيو مخو څخه لنډ کړه،تردې وروسته دي د پښتو ادب پرتاریخ لنډ نظرکوي،اوبيا نو مفصلاً پښتو گرامر او لغات او لهجې د نمونو سره ضبط کوي، چه دلته زياتي تر دې زموږ له بحثه سره اړه نلري.

د دغو افکارو نتیجه او د پښتو اصل

په لوړو کرښو کي موږ د اروپا د پوهانو د افکارو يوه لنډه نمونه تاسي ته د پښتو په خصوص کي وړاندي کړه، له دغو نظرياتو څخه موږ کولاي سو، چه يوه علمي نتيجه په لاندي ډول واخلو، او هغه څه چه مو دمخه د پښتو ژبي د تاريخي اصالت په خصوص کي وليکل ښه تائيد کړو.

د اوسنيو پوهانو له علمي پلټنو څه خو لومړي دا مسئله ښه ښکاره شوه، چه پښتو يوه آريائي ژبه ده، له سامي او عبري ژبو سره کومه اړه نلري، په آريائي ژبو کي هم پښتو د ميولر او ډارمسټټر په قول له زند يا زند غندي له بلي ژبي څخه را وتلې ده،مگر تر دغو ټولو د ډوکټور ترومپ نظریه حقیقت ته نژدې ده چه پښتو د ايراني او هندي آريائي ژبو تر منځ د اتصال حلقه ده او په تاريخي دلايلو باید دا ومنو، چه پښتو ژبه له اصلي باختري ژبي يا آریک څخه مستقلاً را وتلې، او مستقیماً د زند او سنسکریت خور ده. په راتلونکو مخو او څيړنو کي به تاسي د دې تاريخي حقيقت دلایل او براهين مفصلاً ولولي، او دا خبره به د يوه تاريخي مستند حقيقت په ډول درته څرگنده سي.