د روښان پیر ادبي څنگ او دده تالیفونه
روښان په څلورو ژبو : پښتو ،فارسی، عربی، پنجابی پوهېدئ او په دغو څلورو ژبو ني لیک او لوست هم کاوه په څلورو سرو ژبو کښني او ليکني هم لري. په پښتو ليکنه کښي دى يو خاص "سبک" لري چي تر ده دمخه ئې موږ مثالونه په پښتو ادب کښي نه دئ ليدلي.
22/37 تر ده دمخه موږ ځيني د پټي خزانې منظومي لرغوني ټوټې او د سليمان ماکو د تذكري منثوري نموني ۶۱۲ ق (۱۲۱۵ م) لرو چی گرده ي د نظم او وینا له سمون او پیودون سره برابري دي، يعني په چی خلک پښتو وایي لیکوال هم خپل مطلب پر هغه ډول
سم ليكي جملي او افعال او روابط پر خپل خپل خای ږدي مگر په عربي او فارسي ادب کښي اته سوه کاله دمخه یو راز فنی نثر هم باب سوی و چی جملو به نی سجع درلوده او لیکوال به داسي مسجعي جملي سره پيودلي چي د پای کلمې به ئې سره يو رنگه او موزوني وي د دغه راز مسجع نثر نمونې په عربي ادب کښي د العتبي تاريخ يميني او د ابو الفتح بستی اقوال دي او په فارسي ادب کښي مقامات حميدي او ځني منشا آت دي چي گرده د افغانستان په سيمو کښي کښل سوي دي. ځکه چي دغسي فني نثر د ايشيا په عربي او فارسي ادب کښي ځای نیولی و او پخپله په افغانستان کښي ئې بولگي ليدلي كبدي نو که روښان خپل پښتو نثر ددغو روایاتو او سوابقو سره سم په فني او مسجع ډول کښلي وي کومه ليري خبره نه ښکاري خير البيان د پښتو د پیژندل سوو کتابو څخه یو پخوانی منثور او موږ ته رارسیدلی کتاب دئ، چي د پښتو خاصو حروفو لپاره خانته اشکال او املا لري او ښاغلي لوستونکي ئې په هغه واحده خطي نسخه کښي چي ددي غوندي په ویاړ خپره سوې ده کتلای سي. دا نسخه پنځه ویشت کاله دمخه په لندن کښي د سردين سن راس انگلیسی مستشرق څخه وه وه چي لومړی پلا د ناورې ختیځ پوهاند مارگن ستيرن د هند د لرغونو آثارو په مجله ج ۱۱) گنه ۵ ص ۳۶۶- بمبی ۱۹۴۹ م کښي یوه مقاله پر وکښله دا نسخه تر دوهم جهانی جنگ وروسته د توبنگن د پوهنتون (جرمنی) په کتابخانه کښي پيدا سوه او په (۱۳۴۲) ش کال د کابل د استقلال په جشن کښي د جرمني سفارت په نندارتون کښي ايښي او ما ليدلې وه او تر دغه دمخه ئې یوه عکسي نسخه هم ښاغلي بېنوا لاس ته راوړي وه چي د هغه له رویه دغه اوسنۍ عکسی نسخه چاپیږي تر روښان پیر وروسته اخوند درویزه خپل پښتو او فارسي مخزن الاسلام د ۱۰۱۵) ق ۱۶۰ م) په چاپېر کښي وکيښ، چي د موضوع له پلوه د خیرالبیان او روښانه سره معارض دی، مگر په سبک او انشاء کښي د روښان پيروي او تقلید کوي، او تر دې وروسته موږ گورو چي په پښتو کښي ډېر منثور کتابونه راوتلي او ټولو د پير روښان د سبک پيروي کړې ده او له دې جهته نو ما د پښتو ادب په تاريخ کښي د پير روښان د سبک په نامه یو خاص خبر کی (فصل) پاگلی دی (۴۹) د پیر روښان پر عرفاني او تصوفي افکارو او دده پر طریقت او ذکر او خلوت باندي ډېر اعتراضونه سوي دي چي ځني اعتراضونه د تعصب او میرخی په جوله کښي دي او مخصوصاً اخوند درویزه خو نده لوی رقیب دی او هر ځای ده ته ښکنځل کوي، او غندي ني مگر د پښتو په ليکنه کښي دده پيروي کوي او هغسي ئي کاږي لكه خیرالبیان چی کښل سوی و د روښان دغه تالیفونه تر اوسه پوری زه پېژنم :
۱ - خیر البیان :
په څلور ژبي : پښتو عربي فارسي پنجابي فقط دغه يوه خطي نسخه نې په دنيا کښي پيدا سوي او دغه دئ چي اوس عين هغه نسخه عکسي چاپ سوه او دمخه په (۳۰۱) مخه کښي په پېښور کښي د حافظ محمد عبدالقدوس قاسمی به تحشیه او مقدمه او اهتمام چاپ سوی در جون ۱۹۶۷ م. دا لومړی چاپ په زیار تیار سوئ او ښاغلي حافظ قاسمی گهوری حاشیې پر ليکل يدي مگر د خیرالبیان د گرامر ) و بیان او وزن او سجع او کلماتو تحلیل ډیر نور کار هم غواړي او پښتو څېړنو لپاره یو خورا غوره ذخیره ده.
۲- مقصود المؤمنين :
عربي کتاب دئ چي روښان د خپل زوی شیخ عمر په غوښتند کښلی دی او هر ځای هغه ته ولدي العزيز خطاب کوي او (۹۵) پاز
(۲۱) فصلونه لري يوه خطي نسخه نې د لاهور د مرحوم پروفیست محمد شفیع په کتابخانه کښي ما ليدلې وه چي له دغي نسخې څخت
لاهور اورینیل کالج میگزین په مجله کښي چاپ سوی هم دی نسخه شل فصله لري او د (۱۲۲۴ق) کال په ربيع الثاني کښي
نستعلیق کښل سوې ده چي تر ليكو لاندي ئي فارسي تحت الفي ترجمه هم سته. بله خطي نسخه ئې د حیدر آباد دکن په اصفیه کتابخانه کښي سته، چي په ۱۲۲۶ ق) کښلي سوې ده او بروکلمن ئي هم نوم راوړي (۵۰) د مقصود المؤمنین مطالب عرفاني او تصوفي او شرعي دي، مگر ژبه ني معياري ادبي عربي نده ډيري گرامري ناوړي لري او داسي ښکاري چي ليکوال نې په عربی گرامر لږ پوهېدئ.
۳- صراط التوحيد :
دا کتاب په فارسي ژبه په (۹۷۸) ق) کال تالیف سوئ دئ چي په (۱۱۵) مخه کښي په (۱۹۵۲ م کال له پېښوره چاپ او خپور سو، مانه گوده فارسي او عربي ده مگر د واقعاتو د بیان او د روښان د طریقت په لحاظ ښه معلومات لري پاچاهانو او امیرانو ته خطاب کوي او دوي عدالت او انصاف او توحید او معرفت او شریعت ته راغواړي او ځينو کتابو لکه مقصد اقصی د عزیز نسفی تالیف او امیریه او درویشیه ته حوالي ورکوي. دا هغه کتاب دئ چي د حالنامې په قول ئې يوه نسخه د اکبر پاچا دربار ته هم استول سوي وه (۵۱)
۴- فخر الطالبین :
دا کتاب د حالنامې په قول پېژنو چي وايي بايزيد دغه رساله د خلیفه یوسف په لاس د بدخشان حکمران میرزا سلیمان ته لېږلې وه
دغه میرزا د خان میرزا زوی او د بابر تربور و چي په (۹۹۷) ق) کال په لاهور کښي وفات سو (۵۲) د فخر الطالبین کومه خطي نسخه تر اوسه نه ده موندلي سوي.
۵- حالنامه :
موبد د دبستان مذاهب مولف وایي : و حالنامه کتابی دارد که در آنجا احوال خود را باز گذارده (۵۳)
دا کتاب بایزید په فارسي کښلی و چی وروسته د اورنگزیب په وخت کښي دده د کورنۍ یو مرید علی محمد بن ابوبکر قندهاری تکمیل کی او دده د زامنو او لمسيو او د کورنۍ حال یی پر زیات کی چي دغه کتاب د بايزيد او دده د کورنۍ په شرح حال کښي يو ټينگ اور د باور وړ ماخذ گڼل کيږي. د هند د علی گړ په شرقي کتابتون کښي د حالنامي يو خطي نسخه (نمبر (۹۲۰۳۸۰) سته چي (۵۲۶) مخه ده او (۱۵) جزوه لري او د تاليف وخت ني (۱۰۵۰ ق) کال تاکلای سو.
۶- د پښتو رسم الخط :
د دولت په خطي ديوان ص ۳ د پښتو ټولني نسخه کښي دا بيت راغلی دی : افغاني لفظ مشکل و لوست کویښ نشه ورته وشوه کننده دیارلس حرفونه د خیرالبیان دغه یوازینی خطی نسخه چی عکس ئې وينئ په سر کښي (۱۴) مخه يوه رساله لري چي د رسم الخط او پښتو ليک دود بیان دئ د ارزاني او دولت قلمی دیوانونه چي ما ليدلي دي او د قندهار د مرحوم دوست محمد بریخ د یوې بېنومي نسخې ( چي د روښان په طریقه پوره اړه لري ليکد و دونه د خير البيان ددغي سريزي سره برابر دي او ښايي چي دغه رساله پیر روښان د پښتو ليک دود (۵۴) لپاره کښلې او بيا ئې د خير البيان په سر کښي ور اچولي وي چي لوستونکي ئې په ليک دود خبر سي. (۵۵) د مولانا قاسمي د خير البيان په سریزه (ص) (۵۰) کښي پير روښان ته دوه نور کتابونه یو مکتوبات او بل پنجابی منظوم کتاب واجید دی شلوک مرتبه او نكار ناة منسوب سوي دئ مگر دا دواړه کوم سند نه لري نو نې زه دده په تاليفو کښي نه شمېرم خو یو بل کتاب چي خطي نسخه ئې اوس ما کتلې ده او دمخه می نه پیژاند دلته دده په تالیفاتو کښي زیاتوم دا کتاب تر اوسه نه شرقي پوهانو او نه مستشرقانو پیژندلی دی.
د روښان یو نومورکی تالیف :
د کابل د خطي نسخو په کتابتون کښي يوه مجموعه سته چي په جيبي قطع يو خو خطي کتابونه پکښي رانغښت سوي او گندل سوي دي :۱ لومړۍ برخه ئې د جزء عم يو فارسي تفسير دئ چي غالباً به د تفسير حسيني (مواهب عليه آخر نی پاره وي ددې برخي په لومړي مخ باندي یو مدور (۲) (۲) سانتی مهر سته چي په ښه نستعلیق خط پر کښلي دي : ۱۰۴۴۰ بنده باري مريد بايزيد انصاري همدان بن شيخ نعمت او له دې څخه داښکاري چي د ۱۰۴۳) قمری هجري) کال په شاوخوا کښی همدان نومي د روښان پیر مرید ددغي مجموعی خاوند و. دغه تفسیر تر سوره الناس پوری تمامیږي او په پای کښي د کاتب امضاء او تاريخ نه لري خط ئي خوانا نستعلیق او آیات په سره متوسط نسخ کښل سوی دی. تر دې وروسته یوه فارسی لنده رساله بیان ذکر الخفی المستجلب للاجر الوفي ده چی څلور نیم کوچني مخونه لري او مولف نې نه دئ معلوم. تر دې کوچنوتي رسالي وروسته رساله غوثیه داسي شرو کيږي : حمد بسیار و شکر بیشمار مر حضرت خدایرا ...... د رسالې د لیک ډول داسي دئ چي په سره خط قوله تعالی یا غوث اعظم کاږي وروسته ددغه غوث اعظم یوه عربي خبره رانقلوي بیا نو د هغي ترجمه په فارسي ليکي او کله کله ځيني فارسي بيتونه هم په دغه ترجمه کښي ځای لري چي منثوره فارسي ترجمه ني روانه او ښه ده، مگر دغه منظومات نيمات او گود او بې وزنه او په معنی کښي ضعيف ښکاري او عربي ني هم د یوه پاخه عرب لیک نه ښکاري او ناوړي لري چي متاسفانه دغه غوثیه رساله ناتمامه ده او د لیک تاریخ او د كاتب او مؤرخ نوم نه لري په سر کښي پسله حمده او نعته داسي شرو کيږي : قوله تعالى ...... د اسلامی ادبیاتو په تاريخ کښي موږ د روښان پیر دمخه دوي الرسالة الغوئیه پیژنو : يوه د شیخ محی الدین محمد ابن عربی مر (۶۳۸ ق) داسي پيل کيږي : الحمد الله كاشف الغمه .... بله د شيخ عبد القادر گیلانی غوث الاعظم (۴۹۱) – ۵۶۱) ق) په نامه ده. (۵۶) وايي چي شیخ عبدالله شطاری د بهلول سنديلي زوی چي په آگره کښي په ۲۳) جمادی الاولی (۱۰۱۰ (ق) مردی پر دغي رساله غوئيه باندي شرح کښلې وه. (۵۷) او مولوی عبدالحمید بدایونی (مر ۱۲۶۳ ق) د ملفوظات غوثيه جواهر الرحمن شرح د مواهب المنان په نامه کړې ده. (۵۸) او د غوث الاعظم جيلاني زوی سید عبدالرزاق هم یو مهلمات قادری تالیف کړی و، چي ترجمه نی په هند کښي نظام الدين کاکوری په فارسي کړې وه. (۵۹) دا چي رساله غوثیه او ملفوظات غوثيه او شرح مکالمات غوثیه (د پیښور د اسلامیه کالجم خطوطه) (۶۰) درې سره یو متن دي او که بېل کتابونه دي اوږده مطالعه او څېړنه غواړي چي اوس دستي زما څخه نه دغه کتابونه سته او نه ئې د پېژندني وسایل لاس ته راځي، نو زه دغه خبره نورو پلنو څېړنو ته پرېږدم خو دلته دغه زموږ د خطي کتابخاني مجموعه سره سپنم : متاسفانه ددغي مجموعې څو پاڼي د رساله غوثیه په پای کښي لوېدلي او ورکي سوي دي او دغه ډول خطاب یا غوث الاعظم او د هغه فارسی ترجمه هم پرې سوې ده دا نه ښکاري چي څوني پاني به ني نيمه خوا سوي وي؟ خو وروسته ځني آيات او عربي مقولې او د صوفيانو خبري دي، چي په فارسي ترجمه یا شرحه لري دا هم ډېر مخونه دي خو د سر اوسنی پاڼه نې د غوث اعظم د رسالې سره په مضمون کښي نښتون او سمون نه لري نو ځکه زه نه سوای ویلای چي ددې رسالې نوم څه دی؟ ايا دا د هغي مخنی رساله غوث اعظم پایخوړ دی که څه؟ مگر ددې آخرنۍ برخي په منځ کښي يو ځاى داسي وايي : قال بايزيد مسكين : مع السالكين ذكر اسم الله فضيلة و ذكر الله فريضة، لا يذكر الانسان شیی بغیر معرفت الا اسمه و چون ترا از خدا پرسند چه جواب میدهی و چه میگونی ؟ آن روز دروغ گفتن بکار نیاید و به دروغ نگذری و نجاه نیابی که خدای تعالی به دروغ گویان لعنت گفته است کما قال فنجمل لعنة الله على الكاذبين ...... د عربی او فارسی نوشتی بڼه او جوله د روښان پیر د نورو تالیفاتو له موضوع او سبک او ډول سره برابره ښکاري او ځکه چي په صراحت د بایزید مسکین نوم اخلي او دا هم د خیرالبیان او صراط التوحيد او مقصود المؤمنين سره سم دي نو ځکه دغه رساله هم د پیر روښان گنم بل دلیل دادئ چي دغه رساله داسي ختميږي : قال بایزید مسکین ابن عبدالله : راحت روح كان وصف الله و عذابه صفة البشرية فكل راحت يهلك عن الانسان ، بغير وصف الرحمن
این رساله مختصر کردم تمام
عاملاتش امن یابند جاویدان
تمت تمام شد کار من نظام شد امیدوار است با لطف باری همدان ابن شیخ نیعمت (کدا) مرید میا روښان انصاری .... تحریر فی تاریخ ۱۷ شهر شوال ۱۴۳ (۱۰۴۳ق) دغه نوشته ښيي چي د کتاب كاتب هغه د لومړنی مخ د مهر خاوند دئ چي (۱۸) کاله ئې د خیرالبیان د خطي نسخې تر کښلو دمخه دغه فارسی او عربي رساله کښلې وه او مولف ئې هم بایزید روښان دی. ددي مقصد دپاره دا هم یو دلیل کېدایسي چي مضامين ني اكثر د مات او گوډ دي او په معنا کښي ډېر ورسره ورته دي. پیر روښان د نورو تالیفاتو سره په ظاهره او په معنی کښي پوره شباهت لري د عربي ليک ئې پر ادبی معیار پوره سم نه دئ فارسی نظمونه ني تاسي د روښان عربي مقوله راحت روح كان ... لوړه ولوسته چي در خير البيان له دې جملې سره معنوي او ظاهري شباهت لري. راحة الروح وصف الرحمن و عذابه وصف الانسان .... ذات وصفات . المخلوقين تغیر و تهلک و لاتغير و لا تهلک ذات و صفات الرحمن " (۶۱) خو مخه وروسته وايي : من دخل بالصدق في وصف الرحمن و خرج عن وصف الانسان فوجد راحة الايمان (۶۲) اوس به نو مور یقین ته نژدې دا وویلای سو چي دغه خو د روښان یوه رساله ده مگر کومه رساله؟ تر اوسه نی نوم نه دی ښکاره دلته باید دا خبره هم هیره نکو : چي ددي مجموعی ناتمامه رساله غوثیه هم د عبارت او معنا له پلوه د حضرت شیخ عبدالقادر جیلانی یا دده د زوی سید عبدالرزاق جیلانی یا د شیخ محی الدین ابن عربی نه ښکاري (۶۳) د عربي انشاء په لحاظ بايد د يو عجمي (غير عربي ليک وي چي زه دغه رساله هم د روښان پیر آثارو ته ورته گنم په خیرالبیان کښي چي بايزيد د کومو الهاماتو مدعی دئ په هغو کښي کله کله ده ته د یاغوث الاعظم خطاب هم سوئ دئ (۶۴) نو هیڅ د تعجب خبره نه ده چي د ابن عربي او شيخ جيلاني په پيروي دي روښان دغسي يوه رساله هم تالیف کړي وي نو ځکه چي ده خان پیر کامل او مکمل گانه او مریدانو لوی غوث مانه که موږ ددغي رسالي شباهت د روښان د نورو آثارو سره په مضامينو او په ناوړي عربي انشاء او ماتو گوډو فارسي منظوماتو کښي و گورو نو ضرور دا فکر پیدا کيږي چي دغه رساله غوثیه به هم د بایزید تالیف وی مگر دا به هلته يقيني سي چي ددي رسالو پوره متنونه وموندل سي، بيا د غوث الاعظم جيلاني او دده د زوى له منسوبه آثارو سره مخامخ او مقابله سي. په دغه خطي مجموعه کښي چي د روښان پیر دغه ناپېژندل سوي آثار گندل سوي دي يوه نسب نامه غوث الاعظم جيلاني او سلسله خواجگان چشت او د دوی مقامات هم سته او بیا نو د كحل الجواهر رساله ده چي په (۵) جمادی الاولی (۱۲۸۸ ق) په قریه روضه کښي ليکل سوي ده. په آخر کښي د نقشبندیانو سلسله او د دوی لطائف او مقامات او خو دا کتاب هم ناتمام دی د مجموعې دغه وروستنی رمه نستعلیق پر سپین خوقندی کاغذ کښل سوي دي چي په خط او کاغذ کښي له لومړيو برخو سره اړه نه لري په هر ډول دغه مجموعه د مختلفو او ډول ډول محتوياتو له رويه يوه مفيده او ارزښتي نسخه گڼله کيږي او د کابل د خطي نسخو یوه غوره مجموعه ده. (۶۵)