32

دوست محمد کاکړ د (غرغښت نامې) لیکونکی

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دوست محمد د بابړ خان زوی او د پښتو شاعر او مؤرخ دی چي په (۹۱۲ هـ) هرات کي ؤ او په (۹۲۹هـ) غرغښت نامه نظم کړه او د دغه نامور پښتون د ژوندانه احوال او حکایات يې پکښي وکښل، محمد هوتک دغه کتاب لیدلی ؤ او ليکي چي دا يو درسي کتاب ؤ کوچنو به لوست.

 دوست محمد ليکلي دي چي زما پلار بابر خان (تذکره غرغښت) نظم کړې وه چي پلار مي مړ کېده زه نه وم، وروسته چي راغلم دغه کتاب ضايع سوی او له منځه تللی ؤ مگر زما یې اکثر مضامین په ياد وو، روايات مې ټول ويلي وو هغه روایات و قصص ما بيرته ټول نظم کړل او نوم مې (غرغښت نامه) کښېښو. غرغښت نامه د محمد هوتک په لاس کي وه، په پټه خزانه کي یې یو حکایت ځني رانقل کړی دی، او هم يې د زرغون خان نورزي احوال له غرغښت نامې څخه کښلي او د دغه مرحوم شاعر يو مثنوي ساقي نامه يې هم له غرغښت نامي اقتباس کړې ده. داسي ښکاري چي دوست محمد کاکړ سیاح او گرزند سړی و، ځکه په (۹۱۲ هـ ) چي هرات له تی په کجران کي يې د زرغون خان دېوان له ملا ایوب تیسنی څخه موندلی او د دغه شاعر احوال او اشعار یې ځني رانقل کړي وو. د پټي خزانې له مقتسباتو څخه دا استنباط کولای سو چي غرغښت نامه یو ادبي موثق تاريخ وو چي د غرغښت له احواله ماسوا د نورو شاعرانو او رجالو احوال او اشعار هم پکښي وو، افسوس چي د دغه کتاب هم لکه نور گرانبها د پښتو ادبي او تاريخي آثار له منځه ورک دي او فقط پټه خزانه یې د ځيني مرغلرو سراغ راکوي.