32

قصیده د روښانیاتو په مکتب کی

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دریم څپرکی

ترغوری دورې وروسته زموږ د پښتو ادب په تسلسل کې يو ناوړه تشه سته. ځکه چی له ۶۰۰هـ ق څخه تر

۹۰۰ هـ ق پوری موږ ډیر لږ آثار اوس په لاس کی لرو او په خاصه توگه بیا په دغو د روسوو کالو کې د قصيدې نمونه تر هغه وخته نه لرو چې د پير روښان، پیاوړی شاگردان او د دغه ادبی مكتب پیروان، لکه دولت، ارزانی، میرزاخان انصاری، کریمداد روښانی قادر داد، واصل او اورکزی تر ۹۵۰ هـ ق وروسته په قصیده خوانی پیل کوی.

دا رکود او انفصال طبیعی هم دی، ځکه چې تر ۶۱۸ هـ ق وروسته د چنگیز وحشی یرغلو نه پر پښتو نخوا راغله. دوی د غزنویانو او غوريانو دعظمت مانۍ په غزنی او فیروز کوه او بامیان او هرات او بلخ کې ونړولی، او بیا هم گوډ تیمور دا هیواد پسی سپوره کیء. په دغه تاړاکو اويرغلو کې چې غټ ښارونه په سپيرو ډاگو بدلیدل، او يومتنفس هم نه پاتيدىء نو هلته علم او ادب او پوهنه هم پوپنا کیدل، او پښتانه هم د لويو غرو سروته ختل، چې له دې وحشيانه تاړاکه ځان وژغوری. دلته نو د دوی سلسله له غوره سره شليدله، او کوم وخت چې ابن بطوطه عربی سیاح ترپښتونخوا د هند خوا ته تیریږی، د ده په قول افغانان د سلیمان د غرو په سلسلو کی خپاره او میشته وه. او هم له دغه سببه د قصیدی تسلسل دغه دری پیړۍ له خپل لرغونی کانونه سره پریکړې ښکاری. مگر کله چی د لسمی هجری پیړۍ په نیمایی کی بیا د پیر روښان په فکری او ادبی مکتب کې قصيده - نه په هغه قوت اوانسجام ښکاره کیږی، نو موږ ته دا خبر زبا تیږی چې په دغه تشه دوره کې به هم قصيده په ادب کې وه، خو که تر اوسه د دی دوری د قصیدی نمونی زموږ لاس ته نه وي راغلی له سابق اولا حقه دا معلومولای سو چې د اطلایی مزی بلکل نه ؤشلیدلی او د غوری دربار د قصیده سرايانو لرغونی روایات د لسمی او یوولسمی پیړۍ د شاعرانو په مخ کې موجود وه.

 په دغو وختو کې پښتو قصيده د پير روښان او بيا د خوشحال خان په مکتب کې وروزله سوه، مگر پس له غوری درباره دری قرنه د قصيدې نمونی اوس موږ نه لرو. خو بيا چې د پير روښان په روحانی بزم کې وځليدله. رنگ او جوله يې با لکل بېله وه، یعنی هغه قصيده چې په غوری دربار کې په فنی او ادبی گیڼو ښکلی د مدح اورثا لپاره ويل کيده، د پير روښان په بزم کې خاص د تصوف او الهی تفکر په رنگ رنگيدلې راووته. د روښانيانو قصيدې خو د وحدت او تصوف په افکارو ډکی اوغنی دی، مگر د صنعت اوادب او بیان له پلوه و چی کلکی او بی خونده او تشى تورې دي او د دوی د شاعرۍ او فنی کمال او صنعتی جمال خوا سپېره ښکاری.