32

مولوي صالح محمد کندهاری

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د دې زمانې له ليکوالو څخه چي په پښتو نثر يې د مکتب حبيبيه له پاره درسي کتابونه ليکلي او هم د پښتو لومړنی معلم و، مولوي صالح محمد کندهاری دئ، چي د پښتو د تحريك د لومړيو خدمتګارانو څخه و او کله کله شعر هم وايه، ده په پښتو مثنوي د مولوي بلخي له مشهوره دري مثنوي څخه په خورا خوږه پښتو ځيني داستانونه نظم کړي وه، چي په اوسني پښتو ادب کي ښه ارزښت لري. 

مولوي صالح محمد کوښښ کړى دئ، چي د پښتو نثر خوږ او بې تكلفه وليکي، نو دی لکه د پېښور مولوي احمدجان د افغانستان په ليکوالوکي د ساده نثر لیکلو پېشقدم سړی دئ، چي د مرګ تر وخته پوري د پښتو په خدمت مشغول و، دلته د ده د نثر يوه نمونه راوړو :

همت

هر څوك چي په صدق او رشتيا و يو شي ته متوجه سي تر پايه يې رسولای سي او عاقل سړی له هر څه پند اخلي. يو نوى ځوان و، نظر یې پر ميږي ولوېده چي د غنمو دانه يې په خوله کي اخيستې وه پر دېوال يې خېژوله ځني ولوېده، راکښته سو وايې خيسته پورته يې کړه، بيا ځني ولوېده بيا راکښته سو وايې خیسته. الحاصل چي پنځلس شپاړس واره ځني ولوېده او اخر يې په خپل همت د مطلب و ځای ته ورسوله، ځوان په تعجب ورته کتل فکر واخیست چي ميږی هم په خپل عزم او همت و مطلب ته ورسېد، نو انسان چي بهتر د مخلوقاتو دئ او هر څه کولای. که په صدق و یوکار ته متوجه ایا و کمال ته به يې ونه رسوي، ټینګ عزم يې وکی د علم و تحصیل ته متوجه سو، په لږه موده يې ډېر علم حاصل کی، بلې! كه څوک په صدق متوجه سي هر څه کولای سي.

  د ميږي همت ته ګوره

 عزم ټینګ کړه زما وروره!

بله نمونه :

"چي کري هغه به اخلي"

هلك په غره كي ناره وکړه هغسي آزانګه سوه، خیال یې سو، چي بل هلك دئ، بيا يې ناره كړه ته څوك يې دغسي آواز یی ترغوږ سو، يقين يې سو، چي بل هلك دئ. ښكنځل يې وكړه هغه خپل ښکنځل يې واورېده، وبېرېدی او په ځغاسته پلار ته راغى ويل يې : 

بابا په غره كي يو هلك ما ته ښكنځل وکړه، پلار کیفیت وپوښته، پوه سو ويل يې اې زويه! که تا څه ويلي واى هغه به دي اورېدلي واى، ولي دي ښه ونه ويل.

            نظم

که دي بد ویل و چا ته

خود به بد وايي و تا ته 

که ښه وايي ښه به اورې 

او که بد هغه به اورې