32

عبد الغفار هوتک د کورنۍ د حالاتو لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا ليکوال او د پښتو شاعر د حاجي ميرويس هوتک د کورنۍ یو وروستنی سړی دی، چي پلار يې عبدالجبار خان د حاجي انگو زوی و، او حاجي انگو د میرویس نیکه وراره و، چي د ژوند وخت يې په ۱۲۰۰ ق کال شاوخوا اټکلولای سو. 

عبدالغفار د پښتو دېوان او د پنج داستان (مثنوی) او د سوداگر بچه قصه لري، خو تر ټولو ارزښتمن کتاب يې د خپلي "کورنۍ حالات" دي چي په دې کتاب کي دی د خپلي کورنۍ حالات د گرگین خان گرجي له ظلمونو څخه را شروع کوي او د هوتکو د دورې وقايع ليکي، چي د ده له کتابه اوس فقط ۱۵ مخه سته، او د پای خوا يې پرې سوې ده. په موجوده وروستۍ پاڼه کي د شاه اشرف هوتک (۱۱۳۷ - ۱۱۴۲ ق) او عثماني سپه سالار احمد پاشا د جنگ قصه راغلې ده چي دا جنگ په ۱۱۴۰ ق پېښ سوی و. عبدالغفار په خپلو اشعارو کي هم کله کله ځني تاريخي وقايع او د خپل عصر مشاهير يادوي، چي د تاريخ د څېړونکو په کار ورځي. 

د کورنۍ حالات یوه ناقصه نسخه په سیوري کي د دغي کورنۍ له لمسو سره وه. (د تفصيل لپاره وگورئ: د پوهاند رشاد مقاله په تاریخ پلټنو کي تر ۱۱۵ مخ وروسته د کابل چاپ ۱۳۵۷ ش)