32

ملا احمد کندهاری

پښتو مقالات

د افغانستان د پوهانو او پژوهشو بشپړ تاریخ تر اوسه چا نه دی لیکلی او نه ددوی آثار او تالیفونه چا د کتاب په ډول سره راټول کړیدی نو ځکه موږ ډېر نوم ورکی لیکوال او پوهان لرو چی د هغو پژندنه د اوسني مؤرخ کار دئ.

 د افغانستان د اتلسمی پېړۍ یو ډېر مشهور عالم او لیکوال ارواښاد ملا احمد د اسمعیل ابدالی زوی دی د کندهار د الکوزو څخه ؤ، او د ده پلار د احمد شاه بابا په وختو کښی د کندهار مشهور پوهاند و کند، ملا هند احمد پهند. کښی خپل تحیصلات او لوستنی تر سره ورسولې،، او بیا په کندهار کښی خطابت او تدریس ته ورسیده، او په تېمورشاهی عصر کښی د کندهار قاضی القضات ؤ.

 په کندهار کښی یو زوړ روایت داسي اورېدل کېده چی احمدشاه بابا کندهار جوړ کړ، نو دعلم لوست تون په ملا احمد او ددوی په شاگردانوروڼ سو او د روحانیت او طریقت خانقاه د میا عبد الحکیم کاکړ شاگردانو او مریدانو روښانه کړه. 


ملا احمد ابدالی په کندهار کښی ډېر مشهور عالمان وروزل، دده له پوهو شاگردانو څخه کندهاری محقق مولوی حبیب الله کاکړه هم و، چی په حبو اخندزاده مشهور دئ او دغه محقق اولوی مولف پخپلو پخپلو کتابو کښي وایي چي:اخوند ملا احمد مرحوم په عقلي علومو کښي زما استاد ؤ

 د ده دوه نور شاگردان د خرقې شریفی ملا عبدالحق علیزی او ملا کته ترکی هم ؤ چی دواړه په کندهار کښی په استادۍ منل سوئی و او سید جمال الدین افغان پخپلو یاد داښتونو کښي د حبو اخوند زاده او ملا عبدالحق علی ذكرهم کوي.

 ملا امحمد په طریقت کښی د پوټی د ملا نور محمد څخه استفاده کړې وه، د حجاز په سفر تلی و او دعربو سره په علمی مباحثاتو او مفارضاتو بوخت سوی ؤ. 

ده شخصیت دري اړخه:

 د کندهار د سپین ږیرو روایت دئ چی د ملا احمد ژوند په درو - کارو کښی تېرېده یعنی دده سیرت درې اړخه لری : 

سهار به د قضا پر مسند یو ډېر عادل او د شریعت حامی قاضی و او پر پاچا او گدا به ئې یو راز حکم کاوه. 

- ماسپښین به په مدرسه کښی د معقول او منقول استاد و او شاگردانو ته به ئې کتابونه لوستل.

 - ماښام به په خانقاه کښی د طریقت او روحانیت پر سجاده ناست مرشد او رهنما و چی ارادتمندانو ته به ئی د اشراق او روحانی صفا لار ښووله. په پوهانو کښی دغسی څوک چی شریعت او طریقت او معقولات ئې سره یو ځای کړی وی ډېر دي.

شریعت او طریقت خو سره یو ځای کېدای سی مگر دغه دواړه له پر فلسفې سره یو ځای کول دجامع شخصیت او ستر انسان کار دی، او دغه صفات د ملا احمد الکوزی په ذات کښی لیدل کیږی.

 ملا احمد په معقولو او منقولو کښي ډېر کتابونه ليکلي دي چي تراوسه پوره نه دي چاپ سوي او ټول خطي دي، تر اوسه ما دده دغه خطي آثار ليدلي او لوستلي دي :

 ۱. تعليم السلوك : دا كتاب د ملا نور محمد . مقاله علی شرحه ده او موضوع ئې تصوف او طریقت دی.

۲ کاشفه : په فارسی یوه رساله ده چی د وحدت مسائل څېړی.

 ٣. فارقه : عربی رساله ده چی د وحدت وجود او شهود فــرق ښیی اود دواړو مسلکو تحقیق کوي.

۴ بیان وافی فى الطوائف صوفیه : عربی رساله ده د صوفیانو دمختلفو ډلو او طریقو په بیان کښی.

۵ . د منطقو پر ضد باندي ميز را هروي (متوفي په کابل کښي 1111 ه ) يوه شرحه لري چي درسي معروف کتاب دي او علامه احمد پر دغه کتاب بله شرحه ليکلې ده چـي پـه قـديم منطق کښي يو تحقيقي او علم کتاب دي.

۶ و. د علم هیئت پر بیست باب باندی حاشیه : دا کتاب ما نه دی لیدلی خو د افغانستان دائره المعارف کوم لیکوال د ده په نامه لیکلی دئ.

 روایات:

 د ملا احمد ابدالی د سیرت او فکر په ویژه کښی به دکندهار سپین ږیرو ځنی روایتونه او قصې کولې، مرحوم ملا عبید الله خروتی :به ويل چي د ده دعلم او لوست سلسله ملا احمد ته رسيږي او استادان ئې ددغي علمي ډلي شاگردان وه.

 ده به ویل چی ملا احمد په قضاء او شرعی حکم کښی د ظاهر شریعت ډیر مقلد و او هر څه چی به د شریعت دظاهره سره مخالف ورته ښکاره سول، هغه به ئې د قضاء او احتساب له لاری منع کول او دی فلسفی علوم. مدرس هم ؤ او پوهان به له لیرو ځایو څخه د علم مشکلاتو د حل لپاره ورته راتل او اکثرا هم د معقولو متون ئې داسی په یاد وه که به په کومه خطی کښی سهوه و نو به این غلطی په علم او اصلاح شد. کوله. لکه چی داحمدشاهی فتاوا په تالیف کښی ډیری خطی نسخې دده له خوا تصحیح سوى دي ملا احمد د افغانستان قضاء او عقلى علوم او تصوف په تاريخ کښي مهم ځای لری او دی ۱۳۲۰ هـ په حدودو په کندهار کښی. د کندهار د اختر د ورځی او احمد شاهی جامع خطابت تر اوسه دده په کورنی کښی پاته دی. دغه عالم او متقي سړي د پښتو شاعر هم وه دده ځيني اشعار د خلكو په ياد و چي دغه عارفانه رباعي ما له قاضي اختر محمد سهاكزي څخه اروېدلي وه :

 رباعی

 نظر مي وكي، كون و مكان ته

 دې كښتي، پورتي مځكي آسمان ته

 څه چي ليده سوه يوازي دي و

 شئون د ذات دي، گوره جهـان ته.