د اسماعیل اشعار
د اسماعیل اشعار موږ ته په دوو وسيلو را رسیدلی دی، لومړی شعر یی هغه دی چی سلیمان ماکو پخپله تذکره کی په دی ډول را نقل کړی دی: نقل کاوه سی چی شیخ ملکیار ستانه تل تر تله د شیخ اسماعیل ستر ستانه پارکی ویل او ږغ به یی کاوه دا شیخ د سړبن زوی و.
تښته وکړه له ابليسه
چی ابلیس لعین ښکاره سی
ټول پارکی په متن کی راغلی دی. د اسماعیل یو بل شعر چی د ده پر خاندانی احساساتو دلالت کوی، د پټي خزانی ليکوال په دی شرح ليكي: هسی وایی چی یو وقت خرشبون بابا د اسماعېل د سړبن او بیټنی نیکه په مخ کی ناست و، د دوی کور و د کسی پر غره نو خرښبون د پلار او تره له خوا په تگ او رخصت ماذون سو، اسماعیل نیکه داسی ناری وکړلی:
که یون دی یون دی
مخ کی بیلتون دی
که وروره وروره
خرښبون وروره
ته چی بیلتون کړی
زما ویر وگوره
چی ځی مرغی له
توری کرغی له
همزولی پاته
ځی چی برغی له
د خدای دپاره
خرښبون یاره
چی هیر مو نه کړی
زموز كول واړه
زړه می رپیږی
یار می بیلیږی
بیلتون یی اور دی
ځان په سوځیږی
لكه چی معلومه ده اسماعیل ېو روحانی او د متصوفينو مل سړی و، نو ځکه د ده په لومړنی شعر کی د وعظ او تلقین او نصیحت رنگ سته. او ځینی عربی لغات هم پکی راغلی دی، چی د ده روحانی حیات ښکاره کوی، اما دوهم شعر خاص په ملی وزن دی او د پښتو ژبی د مخصوصو عروضو او آهنگ نمایندگی کوی، او پردی لغات هم نه لری، نو ځکه ویلای سو چي دا شعر هم د پښتو ژبی په زړه دوره اړه لری، او په هغو اشعارو کی حسابیږی، چی د نورو ژبو اثر پر لږ سوی دی، او داسی ناری تر اوسه هم د پښتو ژبی په افسانو کی سته چی شعری وزن او عروض یی مخصوص دی، او په یوه خاص آهنگ ویل کیږی.