شمس الدین کاکړ
د (١١٨٠ هـ) په شاوخواکي د کندهار په نزدو کلي کي زېږیدلی او د کندهار ښار په شرقي خوا کلچابات کي اوسېدی او هم هورې پس له (۱۲۳۸ هـ) وفات سوى او د دغه کلي په هديره کي ښخ دئ، چي قبر تر اوسه پوري خلك پېژني، شمس الدین یو پښتو دېوان لري، چي بيتونه يې (۵٠٠٠) پوري رسېږي او يو څو کتابونه يې هم ليکلي دي، چي يو له هغو څخه سراج الموتى نومېږي او په شعر کې غزل ډېر دئ، او مخمس، قصيده، رباعي، مثنوي او هر قسم بديعي اشعار هم لري، د شعر اکثره صنعتونه يې روزلي دي. داسي معلوميږي چي شمس الدين د خپلي زمانې مروج علوم لکه فقه، تفسیر، حديث، رياضي او فلسفه او ادبي علوم لوستلي وو، ځکه چي دی په خپلو اشعارو کي د دغو علومو اصطلاحات يادوي، مثلاً د هندسې اصطلاحات په عشقي تعبير داسي ښيي :
نه يې ضلع قايمه نه زاویه سته
نو به څه سي را معلوم د عشق حد
د شمس الدین دېوان په (۱۲۳۸هـ) كال ختم سوى دئ، د شعر ژبه يې روانه، خوږه او ساده ده، مضامین يې عشقي او اخلاقي دي او ځكه چي دی ډېر عمر له وطنه په پنجاب او کشمير کي پردېس سوى دئ نو د وطن په ياد کي ډېر موثر اشعار هم لري،دی اکثره شعري صنايع ادا کوي، مګر د ژبي رواني او خوږوالی له لاسه نه باسي او وطني اشعار يې ډېر خواږه او اغېزه نا ناك دي، مثلاً وايي :
مدام ژړا کړم په ناري ناري
يار مي ياديږي وهم كوكاري
دهند ځنګلي راته قفس سوې
وركي له ما سوې د وطن لاري
د هند هوا کړم خوار و حزين زه
له حرارته يم اتشين زه
سايه د زوزو د وطن غواړم
چي زړه څنګ کړم په ترنجبین زه
کله چي په هندوستان کي مسلسل برساتونه راځي نو دی داسي خطاب ورته کوي :
د هند بارانه آهسته اوره!
یار مسافر دئ درسرې ژغوره
د سايې ګل وي په ناز لوی سوی
وتلی نه دئ هرګز له کوره
د شمس الدين په اشعاروکي عشق او احساسات ځاى سوي دي، دی په خپل شعر کي د زړه ويني نغاړي او کله چي له ياره جلا كيږي داسي يو شعر وايي :
وخت د سحر دئ مرغان چغيږي
جرس آواز کا زړه مي ويليږي
سترګي غورځيږي باڼه رپيږي
د يار د تللو بري كیږي
شمس الدین په هغه دوره ره کي ژوند کاوه، چي د پښتنو د امپراتورۍ انحطاط په هندکي شروع سوى و، هلته پر پښتنو باندي هندي قوه غالبه سوې وه، مګر کشمير لا د پښتنو په لاس کي و، خو پنجاب سکانو نیولی و، شمس الدین دغه په غم لړلی منظر په خپلو سترګو لیدلی دئ او په يوه قصيده کې داسي شکوه کوي :
ربه ته پر پښتانه وکړې نظر
د اسلام غیرت يې هسي له زړه ووت
فراري په دا شان کړې سره جمع
اتفاق صلاحيت يې کور په کور کړې
که ملتان و که ډېره وه که کشمیر و
پاچاهي يې منحصر سوه په درې ښهره
د هرات عالم له وهمه په فرار دي
پیشینه خلکو ګټلې ځني ولاړل
يو له بله سره وژني ناقصان سول
په عزت دي وي د خپل خیرالبشر
د کافر د لاسه ګرزي در پر در
چي يو ځله سره سي شیر و شکر
چي به يو له بله بولي برادر
ځني ونيول سکانو په لښکر
دي كابل او کندهار او پښاور
په هر کال باندي حمله وي د غجر
ناخلفه مه سه لوی د چا پدر
صبح و شام یی دئ په کور کي شور و شر
شمس الدين په دې ډول د وطن پر خرابي او خانه جنګي باندي ژاړي، مګر د ده ژړا كوم اثر نه درلود، ځکه چي ټول هند نه بلکي پخپله د پښتنو سيمي هم د دوی د لاسه ولاړې.
د شمس الدين دكلام نمونه :
په ځير ځير چي مي و يار ته وكاته
له کتلو به مي ولي دلبر بد وړي
و عالم ته مي د ميني راز څرګند سو
چي د وصل په نعمت سره معمور و
په خروړو سپيو سي دکور ساتنه
د هغې کوټۍ روزن د عرش له لوري
مرګ د يار د څنګه ښه دئ نه بي ياره
روح مي هلته قبول کړی د عشق رنځ و
په دغو کتو مي كسي وواته
هر بلبل كوي وګل ته الواته
که هرڅو مي په خپل زړه کي پټ ساته
هغه کور مي نن ورځ هجر وناته
رقیبان ځکه د يار په ور پراته
چي پرکيږي د دلبر ننواته
ستی ځکه کړي و اور ته پرېواته
چي زما غمګين قالب سره راته
شمس الدین صورت به څه نیستان نه وي
چي تر زړه يې دغه غشى وخاته