32

د (تذکرة الملوک) نومورکی لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتاب لومړی پلا هغه وخت و پېژندل سو چي د يوې خطي نسخې له مخي په ۱۹۴۳ م د انگرېزي ترجمې او ډيرو مفید و تعليقاتو سره د مشهور روسي مستشرق مینورسکی په همت د انگلستان په کیمبریج کي چاپ او خپور سو.

د کتاب د مؤلف نوم چا ته نه دی معلوم، خو دوني ښکاري، چي دغه گټور کتاب د ۱۱۴۰ ق په حدودو کي د شاه اشرف هوتک په غوښتنه چا په اصفهان کي کښلی دی.

موضوع يې د هوتکو د دورې ملکي تشکیلات او د دغه مملکت د ولاياتو عايدات او بودجوي مخارج او مداخل دي. چي د افغانستان د هوتکو شاهانو په تاريخ کي ښه معلومات په لاس راکوي. د دې کتاب فارسي متن په بېل ډول په ۱۳۳۲ په تهران کي هم چاپ سو.